Shirzad Educational Foundation - شېرزاد ښوونيز بنسټ

Shirzad Educational Foundation - شېرزاد ښوونيز بنسټ زمـــوږ اساسي هدف د یــو داسي
ځوان نسل روزل دي چي اسلام مبارک دين ته اوږه ورکړي
!نه داسي نسل چي د اسلام د مبارک دين د اوږو بار سي

شېرزاد ښوونیز بنسټ، یو پرمختللی او بااعتماده مرکز دئ چي د ښوونځي، مدرسې، وړکتون، انګلیسي ژبي، کمپیوټر زده‌کړي او نورو عصري زده‌کړو له لاري، د کوچنيانو د روښانه راتلونکي لپاره بنسټیز ګامونه اخلي.

له ژمني تر عمله؛ شېرزاد خیریه بنسټ په میوند ولسوالۍ کي ۱۳۵ ماشومانو ته د عصري زده کړو زمینه برابره کړه.
24/08/2026

له ژمني تر عمله؛ شېرزاد خیریه بنسټ په میوند ولسوالۍ کي ۱۳۵ ماشومانو ته د عصري زده کړو زمینه برابره کړه.

موږ په پوره ژمنتیا د دوی د ښې او هر اړخیزي روزني قوي هوډ کړی.دا ټول ځوانان د تکړه استاد میرویس «آرین» سره انګلېسي ژبه تع...
24/08/2026

موږ په پوره ژمنتیا د دوی د ښې او هر اړخیزي روزني قوي هوډ کړی.
دا ټول ځوانان د تکړه استاد میرویس «آرین» سره انګلېسي ژبه تعقیبوي؛ دوی تېره ورځ د «Fundamentals B» صنف څخه «TOP NOTCH 1A» صنف ته ارتقاء وکړل.
که غواړی چي د انګلېسي ژبي زده کړي ته په بهترین تدریسي چاپیریال او د مجربه ښوونکو په وسیله ادامه ورکړی، نو موږ ستاسو لپاره د Topnotch Notch سلسلي نوي صنفونه راپېل کړي دي.
#کندهار #تعلیم

23/08/2026

د شېرزاد خصوصي لیسې د کیمیا مضمون تکړه استاد امین الله سمیل د اتم ټولګي زده‌کوونکو ته د کیمیا مضمون په ساعت کي د ځنګلونو د خودسرانه اورلګېدنې په اړه یوه علمي او ښوونیزه تجربه ترسره کړه.
په دې تجربه کي زده‌کوونکو په عملي ډول د هغو کیمیاوي او فزیکي عواملو په اړه معلومات ترلاسه کړل چې د ځینو شرایطو له امله د تودوخي د زیاتېدو او د اورلګېدنې سبب کېدای سي.

#کندهار #تعیلم

تکړه ښوونکي، بریالي زده کوونکي روزي؛ ښاغلی علمیار صاحب د شېرزاد خصوصي لیسې له تکړه او ځیرک استادانو له جملې څخه دی، چي ز...
22/08/2026

تکړه ښوونکي، بریالي زده کوونکي روزي؛ ښاغلی علمیار صاحب د شېرزاد خصوصي لیسې له تکړه او ځیرک استادانو له جملې څخه دی، چي زده کوونکو ته نه یواځي اړوند مضمون تدریسوي بلکی د زده کوونکو پر شخصیت جوړونه هم ځانګړی کار کوي.
#کندهار #تعلیم

شېرزاد خصوصي لیسه د ریاضي مضمون لپاره یو تن تکړه، مسلکي او باتجربه استاد ته اړتیا لري. هغه کسان چي په اړونده برخه کي د ل...
20/08/2026

شېرزاد خصوصي لیسه د ریاضي مضمون لپاره یو تن تکړه، مسلکي او باتجربه استاد ته اړتیا لري. هغه کسان چي په اړونده برخه کي د لیسانس سند ولري او د ریاضي مضمون په تدریس کي لږ تر لږه درې کلنه کاري تجربه ولري، کولای سي خپل اسناد په فزیکي بڼه د شېرزاد خصوصي لیسې ادارې ته وسپاري.
#کندهار #تعلیم

د شېرزاد ښوونیز بنست اداره د کندهار پوهني محترم ریاست له درانه مقام څخه د دې ارزښتناک ستاینلیک په ترلاسه کولو مننه کوي. ...
19/08/2026

د شېرزاد ښوونیز بنست اداره د کندهار پوهني محترم ریاست له درانه مقام څخه د دې ارزښتناک ستاینلیک په ترلاسه کولو مننه کوي. دا ستاینه موږ ته د لا غوره خدمت، هڅو او مسلکي فعالیت لپاره نوې انګېزه راکوي.
موږ د کندهار پوهني محترم ریاست د درناوي او باور څخه منندوی یو.
الله تعالی ج دي موږ ته د هیواد او راتلونکي نسل د خدمت توفیق را نصیب کړي. 🤲
#کندهار #تعیلم

بریالی ښوونکی زده‌کوونکي هڅوي چي، پر خپلو وړتیاوو باور وکړي او خپلي موخي ترلاسه کړي. #کندهار      #تعیلم
18/08/2026

بریالی ښوونکی زده‌کوونکي هڅوي چي، پر خپلو وړتیاوو باور وکړي او خپلي موخي ترلاسه کړي.
#کندهار #تعیلم

د شېرزاد خصوصي لیسې د کیمیا مضمون تکړه استاد امین الله سمیل د اتم ټولګي زده‌کوونکو ته د کیمیا  مضمون په ساعت کي  د ځنګلو...
18/08/2026

د شېرزاد خصوصي لیسې د کیمیا مضمون تکړه استاد امین الله سمیل د اتم ټولګي زده‌کوونکو ته د کیمیا مضمون په ساعت کي د ځنګلونو د خودسرانه اورلګېدنې په اړه یوه علمي او ښوونیزه تجربه ترسره کړه.
په دې تجربه کي زده‌کوونکو په عملي ډول د هغو کیمیاوي او فزیکي عواملو په اړه معلومات ترلاسه کړل چې د ځینو شرایطو له امله د تودوخي د زیاتېدو او د اورلګېدنې سبب کېدای سي.
د دې ډول عملي تجربو موخه دا ده چې زده‌کوونکي یوازي په نظري معلوماتو بسنه ونه کړي، بلکي د کیمیا مضمون علم په عملي بڼه درک او د خپلو زده‌کړو مفاهیم په واقعي ژوند کي وکاروي.
#کندهار #تعیلم

18/08/2026

شېرزاد خیریه بنسټ په ژړۍ ولسوالۍ کي د درېیم وړیا ټولګي په پرانیستلو سره تعلیمي فعالیتونه نور هم پراخ کړل؛

د شېرزاد خیریه بنسټ د خپلو تعلیمي هڅو په دوام، دا ځل د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په ترینانو کلي کي ۵۰ تنو بې وزله او له زده کړو محرومو ماشومانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړه.

له یادو ماشومانو څخه ۳۶ تنه هلکان او ۱۴ تنې انجوني دي، چي ځانګړی ټولګی ورته پرانیستل سو، د دې ترڅنګ د زده کړو د بهیر د ښه والي لپاره یو مسلکي ښوونکی هم ورته ګمارل سوی او ټولو زده کوونکو ته اړین درسي توکي او قرطاسیه برابره سوې او وویشل سوه.

د شېرزاد ښوونیز بنسټ انګلېسي څانګي د سهار په وخت کي د انګلېسي ژبي نوي اساسي صنفونه راپیل کړي دي.د انګلېسي ژبي د مسلکي او...
17/08/2026

د شېرزاد ښوونیز بنسټ انګلېسي څانګي د سهار په وخت کي د انګلېسي ژبي نوي اساسي صنفونه راپیل کړي دي.
د انګلېسي ژبي د مسلکي او تخصصي زده کړي لپاره زموږ سره په لاندي ذکر سوو صنفونو کي ګډون وکړئ.
📞 د اړیکې شمېره: 0700754041
📍 آدرس: دوهمه ناحيه، د سټډیوم سړک، د زيتون رېسټورانټ څنګ ته، شېرزاد ښوونيز بنسټ — کندهار
#کندهار #تعیلم

Address

Kandahar City, District #2, Beside Zaytoon Restaurant. (کندهار ښار، دوهمه ناحيه، د زيتون رسټورانټ څنګ ته)
Kandahar
3801

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Telephone

+93707070587

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Shirzad Educational Foundation - شېرزاد ښوونيز بنسټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Shirzad Educational Foundation - شېرزاد ښوونيز بنسټ:

Shortcuts

Share

Category