د علم النحو والصرف قواعد سوالونه او جوابونه

د علم النحو والصرف قواعد سوالونه او جوابونه

Share

ستاسي صفحې ته ښه راغلاست!

د علوم النحو والصرف صفحه
چي په پښتو ژبه کي تاسو ته د يادو علومو اړوند قواعد سوالونه او جوابونه وړاندي کوي
هيله ده تاسو ورڅخه مستفيد شئ!

18/03/2019

السلام علیکم
هیله مند یم روغ او جوړ به یاست، ګرانو اډمېنانو په ډېر درنښت غوښتنه درڅخه کوم چي خپلو نشراتو ته ادامه ورکړئ.

26/02/2018

د فعل مضارع اعراب:

فعل مضارع همېشه مرفوعه وي
لکن په بعض مواردو کي منصوبه يا مجزومه راځي
لومړئ مجزومه مضارع: کله چي يې مخته "لم" يا د نهي "لا" راسي همېشه مجزومه وي
مثال:
يَنْصُرُ لَمْ يَنْصُرْ
يَنْصُرُ لَا يَنْصُرْ

دوهم منصوب مضارع:
کله چي د مضارع مخکي "لَنْ" راسي، همېشه منصوبه وي
مثال:
يَنْصُرُ لَنْ يَّنْصُرَ
ــــــــــــــــ
د جزم او نصب علامات:
په واحدو صيغو او جمع متکلمه کي ښکاره سکون يا فتحه ده، بغير له واحدې مخاطبې څخه، لکه:
يَنْصُرُ لَمْ يَنْصُرْ
تَنْصُرُ لَا تَنْصُرْ
أَنْصُرُ لَنْ أَنْصُرَ
نَنْصُرُ لَنْ نَنْصُرَ

په تثنيه، جمع او واحده مخاطبه کي د جزم او نصب علامه د نون حذف دی
مثال:
يَنْصُرَانِ لَمْ يَنصُرَا
يَنْصُرُوْنَ لَمْ يَنْصُرُوْا
تَنْصُرِيْنَ لَنْ تَنْصُرِيْ
يَنْصُرَانِ لَنْ يَنصُرَا
يَنْصُرُوْنَ لَنْ يَنْصُرُوْا

يادونه: د جمع مؤنث صيغې د دې قاعدې څخه مستثنی دي؛ ځکه چي دا صيغې مبني دي او د تغير قابل نه دي
مثال:
يَنْصُرْنَ لَمْ يَنْصُرْنَ
تَنْصُرْنَ لَمْ تَنْصُرْنَ

يادونه:
جوازم او نواصب د "لم" "لن" او "لا" نهي څخه غير نور هم سته
جوازم:
إن، لم، لمّا، لام الأمر لا نهي
نواصب:
أن، لن، کي، إذن

26/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑮
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶منصوبات
▶ څلورم قسم: مفعول فيه (ظرف)
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مفعول فيه يو اسم دی، چي د فعل د وقوع زمانه يت ځای بيانوي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د زمانې مثال: نذهب للمدرسة #صباحًا
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د مکان مثال: رأيت طائرًا #فوق الغصن
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
ظروف زمان دوه ډوله دي:
۱ - محدود، لکه: سنة، شهر، يوم او ساعة
۲ - غير محدود، لکه: بُرْهة، مدة، حين، وقت
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
ظروف مکان هم دوه ډوله دي:
۱ - محدود، لکه: قاعة، معبد، مسجد او مکتب.
۲ - غير محدود، لکه: أمام، خلف، يمين او شمال
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د اسماء زمان د ټولو ډولونو نصب روا دی.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د اسماء مکان تول ډولونه د نصب صلاحيت نه لري، بغير له دې څو ډولونو څخه:
↓↓
۱ - مشتق اسم مکان، لکه: مجلس.
۲ - مبهمات غير ذات الحدود، لکه: جهات ستة (أمام، خلف، يمين، شمال، فوق، تحت) او اسماء مقادير، لکه: (ذراع، متر، ميل، فرسخ)..
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
هغه ظروف مکان، چي مختص او ذوات الحدود دي، هغه منصوب نه ويل کيږي، بلکي په [في] سره مجروره کيږي، لکه صليت في المسجد.

25/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑭
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶منصوبات
▶ درېيم قسم: مفعول له (لأجله)
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مفعول له يو اسم دی، چي د فعل د وقوع سبب بيانوي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مفعول له د دې سوال په جواب کي راوړل کيږي: لماذا؟
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
أقرأ #حبًّا في العلم
تقدير يې: أقرأ، لماذا؟ #حبًّا في العلم
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
ويجعلون أصابعهم في آذانهم من الصواعق (لماذا؟) #حذر الموت
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د مفعول له د نصب لپاره دوه شرطونه دي:
1 - مصدر قلبي به وي، لكه: تېر لومړی مثال
د غير قلبي مصدر مثال: سافرت #للربح.
دلته ربح مصدر دی، مګر قلبي مصدر نه دی.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۲ - د فعل او د ده تر منځ به په دوو شيانو کي توافق وي
أ - زمانه
ب - فاعل
لکه: وقفت #إجلالا لك
دلته د تجليل او وقوف فاعل يو کس دی او د درېدلو او تجليل زمانه هم يوه ده

په فاعل کي د نه توافق مثال: عاقبني #لکرهي له
دلته د کره نصب نه دی صحيح، ځکه چي د کره او د عقاب فاعل يو نه دی

په زمانه کي د نه توافق مثال: سافرت #للتعليم
دلته د تعليم نصب نه دی صحيح، ځکه چي د سفر او تعليم زمانه يوه نه ده.

17/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑫
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶منصوبات
▶ اول قسم: مفعول به
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مفعول به هغه اسم دی، چي پر ده د فاعل فعل واقع کيږي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
فعل پر دوه قسمه ده
↓↓
لازمي
متعدي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
لازمي هغه فعل دی چي مفعول ته ضرورت نه لري، لکه: نجح الطالب.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
متعدي فعل پر درې قسمه دی
↡↡↡
اول هغه دی چي يو مفعول غواړي، لکه: فهم الطالب #الدرس.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
دوهم هغه دی چي دوه مفعولین غواړي، لکه: فهَّم المعلم #الطالب #الدرس.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
درېيم هغه دی چي درې مفعولونه غواړي، لکه: أخبر الشاهد #القاضي #المتهم #بريئا.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د إختصاص، إغراء او تحذير تركيبونه
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
الإختصاص
په دې صورت کي مفعول به په محذوف فعل سره منصوب کيږي، چي د فعل تعبير په (أَخص) يا (أَعني) سره کيږي، لکه: نحن #المصريين أهل حضارة
دلته مصريین منصوب، مفعول به دی، تقدير يې داسي دی نحن أعني المصريين أهل حضارة.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
إِغراء:
اغراء تشويق ته وایي، په دې ترکيب کي هم مفعول به په محذوف فعل سره منصوب کيږي، چي د محذوف فعل تعبير په (الزِم) سره کيږي، لکه: (الثقةَ الثقةَ )، تقدير يې داسي دی: الزم الصدقَ الصدق.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
تحذير له یوه شي څخه د وېرولو په معنی دی، په دې ترکيب کي هم مفعول به په محذوف فعل سره منصوب کيږي، چي د محذوف فعل تعبير په (احذر) سره کیږي، لکه: (إياك إياك الإجهالَ)
يا (ناقةَ الله وسقياها)، چي تقدیر يې داسي دی: احذرك احذرك الإجهال يا احذر ناقة الله وسقياها.

14/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑩
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶مرفوعات
▶ درېيم قسم: فاعل
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
فاعل هغه اسم دی چي يو کار تر سره کړي، لکه: نجح المجتهد
او يا په یوه فعل سره متصف سي، لکه: مات الملک.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
فاعل صريح وي، لکه: فاز الفريق
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
يا مؤول وي، لکه: يجب أن يفوز الفريق.
دلته أن يفوز مؤول مصدر په محل کي د رفع فاعل دی.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
تر فاعل مخکي کله کله زائد حرف جر راځي، لکه: کفی بالله شهيدا.
دلته بالله فاعل مرفوع په تقديري ضمه سره دی.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
فاعل ظاهر وي، لکه: اتحد العرب
او کله کله مستتر وي، لکه: الجيش انتصر.
دلته فاعل ضمیر دی چي هغه هو دی ؛ الجيش انتصر هو.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
فاعل تر فعل وروسته وي مخکی نه سي راتللای، لکه: ظهر الحق.
که چيري تر فعل مخکی سي نو بيا مبتدا او خبر جوړیږي فعل او عل نه جوړيږي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
ځيني فعلونه بیا فاعل ته ضرورت نه لري
دا په هغه صورت کی چي - ما کافه وربسي ملحقه سي
لکه: #طالَمَا او #قلَّما

13/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑨
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶مرفوعات
▶ دوهم قسم: خبر.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
خبر هغه شی دی چي د مبتداء په اړه خبر ورکوي او د جملې معنی په پوره کيږي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
خبر مختلف أقسام لري
↓↓↓↓↓
القائد #شجاع ( مفرد )
القائد (جمله اسميه)
القائد (جمله فعليه)
القائد (شبه جمله)
القائد (شبه جمله)
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
قاعدة:
خبر اسم، فعل او حرف راتللای سي

که خبر فقط اسم وو؛ نو مفرد خبر بلل کيږي.

که خبر اسم او ضمير دواړه واقع سوی وو؛ نو جملة اسمية بلل کيږي.

که خبر فعل واقع سوی وو؛ نو جملة فعلية بلل کيږي.

که خبر حرف يا ظرف واقع سوی وو؛ نو شبه جملة بلل کيږي.

تېر برلپسې مثالو په مرتب ډول د دغو اقسامو مثالونه دي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
نوټ: هغه خبر، چي جمله وي، په داسي صورت کي د مبتدأ او خبر تر منځ د رابط اړتيا سته:
رابط به يا بارز ضمير وي، لکه: اﻟﻈُّﻠﻢُ ﻣَﺮﺗﻌﻪ ﻭﺧﻴﻢٌ
يا به مستتر ضمير وي، مبتدأ ته به راجع وي، اﻟﺤﻖُّ ﻳﻌﻠﻮ.
يا به مقدر ضمير وي، لکه: اﻟﻔِﻀﺔُ، اﻟﺪﺭْﻫﻢ ﺑﻘﺮﺵٍ "، ﺃﻱ اﻟﺪﺭﻫﻢ ﻣﻨﻬﺎ ﺑﻘﺮﺵٍ.
نوټ: شبه جمله خپله خبر نه وي؛ بلکي د محذوف خبر متعلق وي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د خبر تعدد
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
خبر کله کله تر يوه زيات هم راځي لکه: والله .
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
حذف د خبر
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
خبر کله کله حذفيږي

۱ - جوازا لکه: د دې سوال په ځواب کي: مَن مخلصٌ؟
يوازی #محمد ویل.
اصل جواب داسی دی: محمد #مخلص.

۲ - وجوبا لکه: لولا الحب لهلك الناس
دلته خبر محذوف دی چي هغه د #موجود کلمه ده.
لولا الحب #موجود
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
هغه ځايونه، چي د مبتدأ تقديم واجب دی:
۱- که مبتدأ داسي اسم وو، چي د صدارت تقاضی يې کول، لکه: من فاز بالمبارات.
۲- که مبتدأ په خبر کي محصوره (محدوده) وه، چي په دې صورت کي بايد د خبر سره به ( إلا ) مقترن وى، لفظًا، لكه: ﻭﻣﺎ ﻣﺤﻤﺪٌ ﺇﻻ ﺭﺳﻮﻝٌ، يا معنًی، لکه: ﺇﻧﻤﺎ ﺃﻧﺖ ﻧﺬﻳﺮٌ.
۳- که چيري مبتدأ د اسم شرط سره مشابه وه، لکه: اﻟﺬﻱ ﻳﺘﺠﻬﺪُ ﻓﻠﻪ ﺟﺎﺋﺰﺓٌ.
۴- که مبتدأ داسي اسم ته مضاف وه، چي هغه اسم د صدارت تقاضی کول، لکه: ﻏﻼﻡُ ﻣَﻦ ﻣﺠﺘﻬﺪٌ؟.
۵- که د مبتدأ سره د تاکید لام (لام الإبتداء) مقترن وو، لكه: ﻟﻌﺒﺪٌ ﻣﺆْﻣﻦٌ ﺧﻴﺮٌ ﻣﻦ ﻣﺸﺮﻙ.
۶- که مبتدأ او خبر دواړه معرفه يا نکره وه او التباس هم موجود وو، لکه: ﺃﺧﻮﻙ ﻋﻠﻲ، او که التباس نه راتلی بيا مشکل نسته، لکه: (ﺭﺟﻞ ﺻﺎﻟﺢ ﺣﺎﺿﺮ)، يا (ﺣﺎﺿﺮ ﺭﺟﻞ ﺻﺎﻟﺢ).
۷- که خبر جمله فعليه وه، لکه: المعلم يشرح.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
هغه ځايونه، چي د خبر تقديم واجب دی:
۱- که خبر د صدارت تقاضی کول، لکه: (ﻛﻴﻒ ﺣﺎﻟُﻚَ؟) يا (اﺑﻦُ ﻣَﻦ ﺃﻧﺖ؟)
۲- که خبر په مبتدأ کي محصور وو، لکه: في البيت محمد.
۳- که مبتدأ نکره وه، لکه: في البيت رجل.
۴- که په مبتدأ کی ضمیر وو، چی خبر ته راجع کېدی، لکه: في البيت أهله.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷

نوټ: هغه اسمونه چي د صدارت تقاضی کوي، په دې ډول دي:
أ- اسماء شرط:
أَيُّ ، كَيْفَمَا، مَنْ، مَهْمَا، مَا (غير ظرف)
أَنَّى، أَيْنَ، أَيْنَمَا، حَيْثُمَا (ظرف مکان)
أَيَّانَ، مَتَى (ظرف زمان)

ب- اسماء استفهام:
مَن، ما، متى، أيَّان، أين، كيف، كم، أنَّي، أيُّ، ماذا، لماذا.

ج- د تعجب ما.

د- كم خبرية.

10/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑧
▶ د اسم أقسام
▶ معرب اسمونه
▶مرفوعات
▶ اول قسم: مبتداء.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مبتداء يو اسم دی چي ابتداء د جملې ورباندي کيږي؛ نو ځکه مبتداء ورته وايي
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مبتداء درې قسمه ده
۱ صريح ← الله أکبر
۲ مؤول ← أن تصوموا خير لکم.
۳ جمله محکية ← لا إله إلا الله خير الكلام.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
الله أکبر: مبتداء مرفوع ده؛ علامه د رفع يې ضمه ده.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
أن تصوموا خير لکم: مصدر مؤول دی په محل کي د رفع مبتداء ده.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
لا إله إلا الله خير الكلام: مبتداء ده مرفوع په تقدير د ضمې سره؛ ځکه چي د حکايت حرکت د رفع د ظهور څخه ممانعت کوي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
تر مبتداء کله کله زائد حرف جر مخکي راځي؛ لکه: ربَّ ضارةٍ نافعة، دلته ضارةٍ مبتداء مرفوع تقديرا ده؛ ځکه چي د إعراب محل حرف جر مشغوله کړی دی.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
کله کله مبتداء نکره راځي؛ لکه:کلٌّ له قانتون. ∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
کله کله مبتداء تر خبر وروسته راځي؛ لکه: في الصدق نجاتٌ.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
کله کله مبتداء حدفيږي؛ لکه: أين محمد؟ مسافر؛ دلته مبتداء محذوفه ده تقدير يې داسي دی: محمد مسافرٌ
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷

09/01/2018

▶ مسلسل شرح النحو ⑦
▶ د اسم أقسام
▶ مبني اسمونه
▶ اتم او وروستی قسم: ما رکِّب من الظروف.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۱ ليلَ نهارَ
۲ بينَ بينَ
۳ صباحَ مساءَ
چي دواړه جزئين يې مبني پر فتحه دي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
بنا د کلمې د آخر حرف په نطق پوري اعتبار لري؛ لکه لاندي مثالونه:
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
نحنُ ← مبني پر ضمه
الآنَ ← مبني پر فتحه
هؤلاءِ ← مبني پر کسره
کمْ ← مبني پر سکون
متٰی ← مبني پر سکون.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷

06/01/2018

▶مسلسل شرح النحو ④
▶ د اسم أقسام
▶ مبني اسمونه
▶ دوهم او دريم قسم: أسماء الإشارة، أسماء الموصولة.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۲ أسماء الإشارة
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
هذا
هذه
هذان ← معرب
هاتان ← معرب
هؤلاء
هنا ← للمكان
هناك ← للمكان
ذلك ← للبعيد
تلك ← للبعيد
أولئك ← للبعيد
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۳ أسماء الموصولة
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
الذی
التي
اللذان ←معرب
اللتان ←معرب
الذين
اللائى ←للمؤنث
اللاتي ←للمؤنث
مَن ←للعاقل
ما ←لغير العاقل
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷

02/01/2018

▶مسلسل شرح النحو ③
▶ د اسم أقسام
▶ مبني اسمونه
▶ اول قسم: ضمائر.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
متصله ضمائر
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مرفوعه
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۱ نا؛ لکه: ذَهَبْنَا.
۲ تاء د تانيث؛ لکه: ذَهَبَتْ.
۳ ياء د مخاطبې؛ لکه: تَذْهَبِينَ.
۴ واو د جمع؛ لکه: ذَهَبُوا.
۵ الف د تثنيې؛ لکه: ذَهَبَا.
۶ تاء د فاعل؛ لکه: ذهبتَُِ.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
منصوبه
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۱ ياء د متکلم؛ لکه: ضَرَبَنِي.
۲ کاف د مخاطب؛ لکه: ضَرَبَکَ.
۳ هاء د غائب؛ لکه: ضَرَبَهُ.
۴ نا؛ لکه: ضَرَبَنَا.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
مجروره
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
۱ ياء د متکلم؛ لکه: صَدِيقِي.
۲ کاف د خطاب؛ لکه: صَدِيقُکَ.
۳ هاء د غائب؛ لکه: صَدِيقُهُ.
۴ نا؛ لکه: صَدِيقُنَا.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
قاعده:
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د اسم سره ضمير راتلل يو حالت لري:
۱ - مبني په محل کي د جر مضاف إليه راتلای سي فقط.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
د فعل سره ضمير راتلل دوه حالته لري:
۱ - مبني په محل کي د رفع فاعل راتلای سي
۲ - مبني په محل کي د نصب مفعول به راتلای سي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
يو مثال:
ضَــــــــرَبْـــــ نَا ← -فاعل-
زَمِــيلَــــ نَا ← -مضاف إليه-
فَــــضَــــرَبَــــ نَا ← -مفعول به-
الـــــمُـعَــــــلِّـــم.
ُ

31/12/2017

▶مسلسل شرح النحو ①
▶ د کلمې تقسيم
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
كلمة پر درې قسمه ده
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
اسم فعل حرف
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
♦علامات يې♦
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
↓د اسم علامې↓
۱ الــ ؛ لکه: الهمة.
۲ يا؛ لکه: يا عمر!
۳ ة؛ لکه: تمرة.
۴ تنوين؛ لکه: خيرٌ/خيراً/خيرٍ.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
↓د فعل علامې↓
۱ ت د فاعل؛ لکه: ذهبتَ/ذهبتُ/ذهبتِ.
۲ ت د تانيث؛ لکه: ذهبتْ.
۳ ي د مخاطب مؤنث؛ لکه: تذهبين.
۴ ن د تاکيد؛ لکه: اذهبنَّ.
۵ قد؛ لکه: قد ذهب.
۶ سـ ؛ لکه: سيذهب.
۷ سوف؛ لکه: سوف يذهب..
۸ د نواصبو دخول؛ لكه: أن/ لن/ کي/ إذا: يذهب.
۹ د جوازمو دخول؛ لكه: إن/ لم/ لـ/ لمَّا/ لا: يذهب.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
↓د حرف علامې↓
چي تيري علامې نه وي پکښې.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷
اسم حدث دی بدون د زمانې
فعل حدث دی سره د زمانې
او حرف تنها - بې له د بلي کلمې سره د يو ځای کېدو - کومه معنی نه لري.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Kandahar