کندهار تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت

کندهار تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت Kandahar TVET-A

📢 اعــــلان📚 ټول هغه  زده کوونکی چی د۱۲م ټولګي څخه فارغ شوي دي، کولی شي چې خپل راتلونکی روښانه کړي او د کندهار کثیرالرشت...
07/08/2025

📢 اعــــلان

📚 ټول هغه زده کوونکی چی د۱۲م ټولګي څخه فارغ شوي دي، کولی شي چې خپل راتلونکی روښانه کړي او د کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت کې نوم‌لیکنه وکړي!

🎓 زموږ فعالې څانګې:

1. 💻 کمپیوټر ساینس

2. 🏢 اداره او مدیریت

3. 🏗️ سیول انجینري (تعمیرات)

📝 د نوم‌لیکنې شرایط:

د ۱۲م ټولګي د فراغت سند (شهادتنامه،تصدیقپاڼه، ٣کلنی نمری)

د تذکرې کاپي

۶ دانی پاسپورتي عکسونه

نوټ: یاد انستیتوت دولتی دی (وړیا، یا هم مفت دی)
نوموړی انستیتوت د نیمه لوړو زده کړو په برخه کی فعالیت کوي.
📍 پته:
کندهار ښار، د شاهي صالون څخه مخامخ، د شهید عبداللطیف لېسې ترڅنګ –
کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت

📞 د لا زیاتو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ:
📱
0708986283
0707906193
0704649474
🚀 راشئ خپل راتلونکی جوړ کړئ!

📢 اعــــلان📚 ټول هغه محصلین چې د ۱۲م ټولګي څخه فارغ شوي دي، کولی شي چې خپل راتلونکی روښانه کړي او د کندهار کثیرالرشتوی ا...
05/08/2025

📢 اعــــلان

📚 ټول هغه محصلین چې د ۱۲م ټولګي څخه فارغ شوي دي، کولی شي چې خپل راتلونکی روښانه کړي او د کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت کې نوم‌لیکنه وکړي!

🎓 زموږ فعالې څانګې:

1. 💻 کمپیوټر ساینس

2. 🏢 اداره او مدیریت

3. 🏗️ سیول انجینري (تعمیرات)

📝 د نوم‌لیکنې شرایط:

د ۱۲م ټولګي د فراغت سند (شهادتنامه،تصدیقپاڼه، ٣کلنی نمری)

د تذکرې کاپي

۶ دانی پاسپورتي عکسونه

نوټ: یاد انستیتوت دولتی دی (وړیا، یا هم مفت دی)
نوموړی انستیتوت د نیمه لوړو زده کړو په برخه کی فعالیت کوي.
📍 پته:
کندهار ښار، د شاهي صالون څخه مخامخ، د شهید عبداللطیف لېسې ترڅنګ –
کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت

📞 د لا زیاتو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ:
📱
0708986283
0707906193
0704649474
🚀 راشئ خپل راتلونکی جوړ کړئ!

خبرتیا/اطلاعیه د افعانستان ټولو د ١٢ صنف څخه فارغه زده کوونکو ته خبر ور کول کیږی. اوس تاسي کولای سي چي زموږ سره په کندها...
13/09/2024

خبرتیا/اطلاعیه
د افعانستان ټولو د ١٢ صنف څخه فارغه زده کوونکو ته خبر ور کول کیږی.
اوس تاسي کولای سي چي زموږ سره په کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت کښي د ١_کمپیوټرساینس،ډیټابیس.نيټورکینګ ٢_ اداره او مدیریت ٣_ تعمیرات سیول انجینری پوهنځیو کی نوم ليکنه وکړي. مجهز کمپیوټر لب،مجهز کتابتون، مجهز تدريسي نصاب، پرمختللي او مجهز استادان په نړیوال اصولو او پر معياری شکل تاسو ته تدریس کیږي. که چیری تاسو څخه کانکور تیر سوی وي تاسي کولای سي چي زموږ سره په یادي پوهنځیو کي نوم ليکنه وکړي. ياد انستیتوت مفت (وړیا) او دولتی دی. د زده کړو تر فراغت څخه وروسته تاسوته د نیمه لوړو زدکړو اسناد(ډیپلوم)در کول کیږی. چي ددي څخه وروسته په خپل رشتی مطابق نوري هم لوړي زده کړي کولای سي، که په دولتی پوهنتونونو، یا خصوصی پوهنتونونو کي وی . وخت محدود دی، تاسي کولای سي چي همدا اوس کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت اداری ته مراجعه وکړي او نوم ليکنه وکړي نوم لیکنه د سهار د ٨ بجو څخه تر مازديګر ٤ بجو پوري.
نوټ. تدريسي بهیر جریان لري.
آدرس: شاهي صالون د قبلی طرف د شهید عبدالطیف لیسه کندهار
کثیرالرشتوی انستیتوت
تماس شمیره: 0707856389_0700302956

والسلام
نیټه: ١٤٤٦/٣/١٠
کندهار کثیرالرشتوی انستیتوت آمریت

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》دافغانستان اسلامي امارتدتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارهد کندهار ولايت دتخنیکي ...
05/09/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
دافغانستان اسلامي امارت
دتخنیکي او مسلکي زده کړو اداره
د کندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زدکړوآمريت

کندهار کی د تخنیکي اومسلکي زده‌کړو ښوونیز کال د زنګ په وهلو سره پیل سو

نن چهارشنبه ماپښین کندهار کي نوی ښوونیز کال د زنګ په وهلو سره رسماً پیل سو، چي په همدې موخه د کندهار د اداري او حسابداري انستیتوت کي ورته ځانګړې غونډه جوړه سوې وه او په یاده غونډه کي د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړوآمرمولوی ګل محمد (محمد) او په استازيتوب مخکینی آمر کريم الله حمیم د نظارت او ارزیابي مدیرمحمد ولی سامع ، دبشري سرچینومدیر محمدزمان سيلاب، د ښوونځیو او انستیتوتونو آمرینو او ښوونکو او د مکاتبو او انستیتوتونو زده‌کوونکو او محصلینو پکښي ګډون کړی وو.

غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت کولو سره راپيل سوه، د پيل په وینا کي د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو مخکينی آمر کریم الله حمیم لومړی ټولو ته د نوي ښوونیز کال د پيل مبارکي ورکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل؛ یو ناپوه سړی هیڅکله د پوهېدونکي سړي سره برابر نه دی. د نوموړي په خبره؛ د شل کلن اشغال په مهال د هیڅ افغان اولاد او مال نه وو خوندي، چي له همدې امله افغان ماشومانو او ځوانان دیني او عصري زده‌کړي نسوای کولای؛ ولي اوس الحمدالله د اسلامي نظام په راتګ سره په ټول هیواد کي امن دی، د هر چا د سر، مال او عزت ساتنه سته او ټول هیوادوال خپل ماشومان او ځوانان ښوونځيو او انستیتوتونو ته له کومي بیري پرته استوي. ښاغلي حمیم صاحب زیاته کړه؛ د اسلامي امارت ټول مسئولین شپه او ورځ پر دې کار کوي، ترڅو څنګه هیوادوالو ته اسانتیاوي برابري کړي. د هغه په خبره؛ دا تاسي ښوونکي یاست چي ټولني ته پرمختګ ورکولای سی؛ ځکه د هیواد د راتلونکي نسل فکري جوړښت همدا تاسي پوري اړوند دی؛ نو په کار داده، ترڅو تاسي د زده‌کوونکو فکري جوړښت په اسلامي او هیوادنۍ مینه سمبال کړئ.

ورپسې د کندهار دتخنیکي اومسلکي زده‌کړو آمريت اړوند د د تعلیمات خاص لېسي آمر مفتی اشرف علی بریال صاحب د ټولو ښوونځیو او انستیتوتونو د آمرینو، ښوونکو او ټول کاري پرسونل د تېر کال د ستړیاوو او هڅو په پار مننه وکړه او وروسته یې وویل؛ د اسلامي نظام د حاکمېدو سره سم په کندهار کي د تخنیکي اومسلکي زده‌کړو بهیر د کیفیت سمولو په موخه شپه او ورځ هڅي وسوې او اوس الحمدالله ددغه بهیر کیفیت ښه سوی. نوموړي د ټولو ښوونکو څخه وغوښتل، ترڅو د ماشومانو ښه روزنه وکړي.او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.
نیټه: ١٤٤٦/٣/٢
والسلام
دکندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زدکړوآمريت

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》 خبرتیا/ اطلاعیه د افغانستان اسلام ي ام ارت د رياست الوزاراء عالي مقام او د ...
01/09/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
خبرتیا/ اطلاعیه
د افغانستان اسلام ي ام ارت د رياست الوزاراء عالي مقام او د تخنيکي او مسلکي زده کړو د رهبری د حکم په اساس غواړي چي د ټول افغانستان مجاهدینو ته د اداره او مدیریت په څانګه کي د لیسې او انستیتوت برنامه فعاله یی کي، نو د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت غواړي چی په اداره او مدیریت څانګه کي د کندهار ولایت هغه مجاهدين چې د نهم ټولګۍ د فراغت سند او یا هم د نهم صنف کوم بل معادل سند ولري د لیسې په (۱۰) لسم ټولګۍ کي، او هغه مجاهدین چي د لیسې د (۱۲)صنف د فراغت سند ولري او یا د دوولسم صنف کوم بل معادل سند ولري د انستیتوت په(۱۳) ټولګۍ کي شمولیت اخیستلای سي.
چي د لیسې درې کلنه دوره به هم په (یونیم) کال کی بشپړه سي، چی تر بشپړیدو وروسته به د دوولسم صنف رسمي شهادتنامه ورکول کیږي،او د انستیتوت دوره به هم په (یونیم)کال کي بشپړه سي او د انستیتوت د فراغت ډیپلوم به ورکول سي.
او نوموړی برنامه به مخکي له رسمیاتو(سهار) يا وروسته له رسمياتو څخه(مازدیګر) پيل کيږي.
نوم ليکنه جريان لري.
وخت: د سهار له اته بجو څخه تر مازديګر پنځو بجو پوري.
١: آدرس. مسلم چوک د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمريت
تماس شمیره. ٠٧٠٢٥٧٢٥٧٤
٢:آدرس. شاهي صالون د قبلی طرف د شهید عبدالطیف لیسه کندهار مرکز کثیرالرشتوی انستیتوت
دتماس شمیره. ٠٧٠٧٨٥٦٣٨٩
٣: آدرس. عالي دارالمعلمین د ادارې او حسابداري انستیتوت
د تماس شمیره. ٠٧٠٠٠٥٣٥١٠
نیټه: ١٤٤٦/٢/٢٨
والسلام
د کندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زده کړوآمريت

28/08/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Juma Gul Naveedi, Hayatullah Rahimdost, Mohammad Jafar Khan, Tawfiqullah Salihi, وهاب مومند, محمدقسیم معروفی, Karimullah Javed, FizMohammad Fayaz, Waqarullah Sahil, Hamidullah Agha, Sharif Hemat, Mohammadshah Zahidmal, Abdul Wahid Hakimi, Murtaza Hakimi

24/08/2024

Shout out to my newest followers! Excited to have you onboard! Modir Khan, Muhebullah Ahmadi, سلطان شاه اغا, هنظله هنظله, Hamidullah Ahmady, خلیل الله خلیل, Farm Farm, حاجي لالک عمري عمري, Rahmatullah Ulfat

خبرتیا!ټولو د ښوونځيو فارغه زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي که چیری تاسي په کانکور کي د خپلي خوشی پوهنځي ته نه یاست کامیاب ...
30/07/2024

خبرتیا!
ټولو د ښوونځيو فارغه زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي که چیری تاسي په کانکور کي د خپلي خوشی پوهنځي ته نه یاست کامیاب سوی. او غواړي چی لوړي زده کړي وکړي نو تاسي کولای سي په کندهار مرکز کثیرالرشتوی انستیتوت کی په دريو(٣) پوهنځيو کي ثبت نام وکړي. هر یو یی
١ : کمپیوټر ساینس
۲ : اداره او مدیریت، اداره او تجارت
۳ : سیول انجنيری
د یادونی وړ ده چی په یاد انستیتوت کې 75% فیصدی سره کولای سی چی په دولتی او خصوصي پوهنتونونو کی پاته دوکلنه زده کړی پای ته ورسوی.
نوټ: د فراغت څخه وروسته ډیپلوم درکول کیږي، ١٤ په سویه.
او یاد انستیتوت وړیا(مفت، دولتي) دی.
آدرس: 14 ناحیه د شاهي صالون د قبيلې طرف د شهید عبدالطیف عالی لېسه کندهار افغانستان.
د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندي د مبایل شمېري سره په اړیکه کي اوسي.
0707856389 عبدالبصیرخاورین
0708986283 مسلم شاه اغا
0700302956 افغان صاحب

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》د کندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زدکړوآمريت اړوند د لېسو او انستیتوتونو څخه 33...
26/07/2024

《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
د کندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زدکړوآمريت اړوند د لېسو او انستیتوتونو څخه 336 تنه د تخنیکي اومسلکي زده‌کړو څخه فارغه سول.

د تیري پنجشنبی په ورځ ١٤٠٣/٥/٤، د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمريت اړونده 336 زده کوونکي او محصلين له درو او دوو کلونو زده کړو وروسته فارغ سول، چي په همدې موخه یاد فراغت غونډه د کندهار پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کښي د فراغت شانداره مراسم په پوره ډول دامنیت په فضأ کې ور ته جوړ کړي وه، چي پکښي د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمريت مسئولین، د دولتي او شخصي ادارو مسئولین، استادان، علماء کرام او د فارغو سوو محصلینو د کورنۍ غړي حاضر وه.

مراسم چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو سره پېل سول؛ په سر کښي د کندهار دتخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مولوي کریم الله (حمیم) ټولو فارغانو ته مبارکي وویله؛ ورپسې ئې زیاته کړه، چي نن تاسي د علم په ښایښت سمبال فارغه کیږی او خپل بري لیک او ډیپلوم دوره مو بشپړه کړله؛ زموږ رهبري، ټولنه او نظام ویاړ در باندي کوي؛ که څه هم تاسي فارغه سواست؛ ولي مسئولیت مو ډېر سو، ټولنه او نظام د ښه خدمت کولو هیله درته لري، چي باید په پوره توان سره دې ځورېدلې اولس ته خدمت وکړی.

ښاغلي حمیم وویل: د مجاهدینو د قربانیو او د اولس د همکاریو په پایله کښي الله جل‌جلاله شرعي نظام حاکم کړ، باید اوس ټول اولس په ګډه ددې نظام شکر وباسي او دغه راز ئې د دوام او ټینګښت په برخه کښي هر ېو خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړي.

ورپسې د کندهار د پوهني رئېس الحاج مولوی فخرالدین (نقشبندي) وینا وکړه، هغه د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ فارغان ئې و نورو لوړو زده کړو ته وهڅول او له فارغانو ئې غوښتنه وکړه، چي په تخنیکي اومسلکي زده‌کړو کې څېړني وکړی، د قلم او خپلي پوهي په مټ د اسلام مبارک دين د نړۍ تر ګوټ ګوټ ورسوئ؛ ځکه تاسي خو هم د تخنیکي او هم د مسلکي زده کړو دعلومو پوهان یاست؛ نو د خدمت کولو مسئولیت مو هم تر هر چا ډېر دئ.
د یادوني وړ ده،چي د مولوي حمیم صاحب په هلو ځلو او کوښښونو سره د کندهار ولایت دتخنیکي اومسلکي زده کړو آمريت د سبا د لوړو زده کړو مؤسسه سره تفاهم لیک امضا کړ. چي له مخي به یې بیوزله او غریب د لېسو او انستیتوتونو فارغه شاګردان او محصلین په ٧٥% فیصده په اقتصاد کې او ٦٠%فیصده په کمپیوټر ساینس کې په تخفیف سره د کندهار د تخنیکی او مسلکي زده کړو امریت له طریقه به د سبا پوهنتون و لوړو زده کړو ته معرفي کوي.

ورپسې غونډه کښي، د کندهار پوهنتون رئېس الحاج شېخ مولوي عبدالرحمن طیبي. د مخابراتو رئېس مولوي نورالله نوری، اصلاحات اداری رئېس الحاج مولوي حمد الله حمیم ،د افغان بیسیم مخابراتی شرکت رئېس نثاراحمد رحیمي، د پوهني د رياست اړوند د تعلیمات اسلامي آمر مولوی احمدالله احمدی هم ویناوي وکړې، دوی فارغان و نورو لوړو زده کړو او د هيواد پرمختګ او آبادۍ ته وهڅول، چي دا هیواد تخنیکي او مسلکي کادرونو ته اړتيا لري او د آبادۍ له پاره به ئې په ګډه کار کوو‍. د غونډي په ورستیو کښي، راغلو میلمنو ته تحفي، مننلیکونه،او ستاینلیکونه ورکول سوه، او ټولو فارغو سوو محصلانو ته د فراغت تصدیق پاڼي ورکړل سوې او غونډه د دؤعا په ویلو سره پای ته ورسېدله.

نیټه: ١٤٤٦/١/٢٠
والسلام
دکندهار ولايت دتخنیکي اومسلکي زدکړوآمريت

Address

کندهار (٦)ناحیه مسلم چوک دکندهار ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو عمومي امریت
Kandahar
3802

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندهار تخنیکی او مسلکی زده کړو امریت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share