22/12/2025
افغانۍ وکاروه؛ اقتصاد پیاوړی کړه
اقتصاد پوهنځی_کندهار پوهنتون
22/12/2025
افغانۍ وکاروه؛ اقتصاد پیاوړی کړه
02/12/2025
وروستی یا پنځم اقتصادي یا صنعتي انقلاب (Industry 5.0) هغه نوی تحول دی چي پکښي انسان، ټکنالوژي، اقتصاد او ټولنه په داسي جامع، همغږي او اخلاقمحوره سیستم بدلوي چي هدف ئې یوازي تولید زیاتول نه، بلکي د انسان هوساینه، چاپېریالي پایښت، ټولنیز عدالت او نوښت ته لومړیتوب ورکول دي. په دې پړاو کي هوښیار روبوټونه، مصنوعي ځیرکتیا، بایوټيکنالوژي، پرمختللې انرژي او ډیجیټلي سیستمونه د انسان د بدیل په توګه نه، بلکي د انسان د شریک کارکوونکي په توګه کارول کيږي، ترڅو د تولید سرعت، د خدمتونو کیفیت، د ټولني اقتصادي مقاومت (resilience) او د اقتصاد پایښت لوړ سي. د دې تحول د عملي تطبیق نمونې د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي لیدل کيږي، یو څو مثاله یې په لاندي ډول درته واضح سویدي :
کي د «سوسایټي 5.0» ملي ستراتیژي له مخي روبوټونه او AI د زړو خلکو د پاملرني، روغتیايي څارني او تولیدي فابریکو سره یوځای کار کوي؛
کي د بایوټیکنالوژۍ او شنو انرژیو ګډ استعمال د «خلاص او انساني صنعت» په نوم نوي فابریکې جوړي سوي چي ککړتیا ډېره راکمه کړې
#جرمني د «Industry 4.0» څخه نور هم پورته تګ کړی او اوس د همکارو روبوټونو او انسانانو ګډ تولیدي سیسټمونه چلوي چي د موټر او ماشین جوړولو سکتور یې ډېر موثره کړی
# په_سنګاپور کي د روغتیايي خدمتونو په برخه کي AI او انسان په ګډه درملنه، تشخیص او شخصي طبي پالنه جوړوي.
او هالنډ کي کرنه د 5.0 بڼه اخلي، چي د روباټيک کرني ترڅنګ د اقلیم ساتني او د کروندګرو د کار اسانتیا دواړه په نظر کي نیول کېږي.
د MDPI د ۲۰۲۴م کال څېړنه :
"The Fifth Industrial Revolution as a Transformative Step towards Society 5.0"
ښیي چي دا تحول یوازي صنعتي پرمختګ نه، بلکي د انسان–ټکنالوژۍ د داسي متوازني ټولني جوړولو بنسټ دی چي اقتصاد، ژوند، چاپيریال، نوښت، د کار بدیل مهارتونه او د ټولنیزي ودي معیارونه په یوه ګډ لرلید کي سره نښلوي، تر څو راتلونکی اقتصاد د انسان د اړتیاوو پر محور او د مځکي دسیارې د ساتني په چوکاټ کي وده وکړي.
منبع:
https://doi.org/10.3390/soc14020019
30/11/2025
ګرانو لیدونکو! تاسو کولای سئ د لاندي QR کوډ په سکېنولو سره د اقتصاد پوهنځی کتلاګ تر لاسه کړئ.
بینندګان گرامی, شما میتوانيد با اسکن نمودن اين QR کود، کتلاګ مربوط به پوهنځي اقتصاد را دريافت نماييد.
Dear followers , you can access to the catalog of Economics Faculty by scanning this QR code.
07/06/2024
بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
د اقتصاد پوهنځی د ١١مي دورې درنو فارغ محصلینو!
د اقتصاد پوهنځی ټولو تاسو فارغینو ته د زړه له عمقه مبارکي وایي، ستاسو بریا او فراغت ستاسو د خپلو زحمتونو او هڅو په مټ او اساس ده او ستاسو د زده کړو د دې سفر ختم ستاسو د نوي مسوولیتونو او چانسونو پیلامه ده.
تاسو اوس هغه څه زده کړي دي چي په اساس به یې ستاسو ټولني، هیواد او حتی نړۍ ته ګټه رسیږي. ستاسو پوهه، تخنیکي مهارتونه او د حل لارو پیداکولو وړتیاوي به په مختلفو برخو کي د پرمختګ او بدلون راوستلو لپاره کارول کیږي. هیله لرو چي په دې نوي فصل کي تاسو نه یواځي د شخصي پرمختګ په لاره کي بریالي سئ، بلکي د نورو لپاره هم د یو روښانه راتلونکي لپاره کار وکړئ.
اقتصاد پوهنځی د خپلو معززو او محترمو استادانو نه مننه کوي، ستاسو د پوره تعهد، اخلاص، زحمتونو او لارښوونو پرته دا ورځ نه راتلل، ستاسو پرله پسې هڅي، ستړیاوي او تعهد د دې فارغ ځوانانو د بریا تر شا د پیاوړي بنسټ په توګه ولاړي دي.
په پای کي، یو وار بیا ټولو فارغینو ته د زړه له کومي مبارکي وایو. د راتلونکي لپاره مو دالله ج د ستر دربار څخه د نورو بریاوو او پرمختګونو غوښتونکي یو، ستاسو راتلونکی دي روښانه او ډک د خدمت، صداقت او نوښت څخه وي.
په درنښت
د اقتصاد پوهنځی ریاست
21/05/2024
اقتصاد پوهنځی د خپلو دوو څانګو لپاره کادرونه استخداموي، پر شرایطو برابر کادرونه دي کندهار پوهنتون د استادانو آمریت ته مراجعه وکړي.
https://www.facebook.com/share/p/zob8t79wdG2HiCUz/?mibextid=qi2Omg
اعلان بست های کادر علمی پوهنتون کندهار ! | وزارت تحصیلات عالی اعلان بست های کادر علمی پوهنتون کندهار ! ameen_admin سهشنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۵:۴۰ https://www.mohe.gov.af/dr/node/10458 Closing Date سهشنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۰ پوهنتون کندهار برای بار اول در سال ۱۴۰۳هـ.ش د....
17/05/2024
کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی د لوړ کیفیت زده کړو ته ژمن ده، څو د محصلینو پوره رضایت حاصل سي.
پوهنځی یو هراړخیز پلان جوړ کړی او دې موخي ته د رسېدو لپاره یې خپل تکړه مسلکي کادرونو ته مسولیت سپارلی.
دپوهنځی اوسني او پلان سوي فعالیتونه:
1. تدریس بهیر: د روان سمسټر د تدریس وروستۍ پروسه روانه ده او د ټاکل سویو معیارونو سره سم ترسره کیږي.
2. سروې: یوه سروې چي په اساس به یې اقتصادي وضعیت پوښتل او تحلیلیږي روانه ده. په دې سروې کي 1500 ځواب ورکوونکي ګډون لري او د کندهار په 15 ناحیو او 3 ولسوالیو کي ترسره کیږي.
3. څیړنیز سمپوزیم: روانه اوونۍ کي یو څیړنیز سمپوزیم په پام کي نیول سوی ترڅو د تر سره سوي څېړنو وروستي موندني وښیي او د علمي بحثونو اسانتیاوي ، محصلینو او ذیدخل ادارو ته برابري کړي.
4. د مخابراتو پر سکتور څېړنه: د مخابراتو سکټور د خدماتو کیفیت او بازارموندني په اړه تازه څېړنه بشپړه سوه، د دې څېړني موندني به ډیر ژر د اړوند سکتور چارواکو ته وړاندي سي.
5. ګډي څېړني: پلانونه تر کار لاندي دي چي په نږدې راتلونکي کي د بیلابیلو سکتوري ادارو سره ګډي څېړني او پروژې پیل کړو.
6. پوسټر پریزنټیشن: د پوسټر پریزنټیشن سیشن پلان سوی ترڅو د تشبث یا سوداګریزي نظریې وطنوالو ته ارایه سي.
7. څېړنیز نندارتون: د اقتصاد پوهنځی به په نږدې راتلونکې کی د ۱۴۰۳ کال لپاره د څیړنیز نندارتون کوربه وي.
#زموږ دا فعالیتونه د اقتصاد دعلم او پوهي د ودي او اکاډمیکي لوړتیا لپاره د پوهنځی تعهد انعکاسوي.
#درنښت
Kandahar University's Faculty of Economics is committed to delivering high-quality economics education that meets the full satisfaction of its students. The faculty has developed a comprehensive plan and employs highly qualified professionals to achieve this goal.
Current and Planned Activities:
1. Teaching Process: The teaching process is ongoing and conducted according to established standards.
2. Survey: A survey involving 1,500 respondents is currently being conducted across 15 districts and 3 urban districts.
3. Research Symposium: An upcoming research symposium is planned to showcase recent findings and facilitate scholarly discussions.
4. Department of Communications Research: The Department of Communications has completed a new study on service quality and marketing. The findings of this research will soon be presented to relevant sector officials.
5. Collaborative Research:
6. Plans are underway to initiate joint research projects with various sectoral institutions in the near future.
6. Poster Presentation:
7. A poster presentation session is planned to showcase entrepreneurial or business ideas.
7. Research Exhibition: The Faculty of Economics will host a research exhibition for the year 1403 in the near future.
These activities reflect the Faculty's dedication to advancing economic knowledge and fostering academic excellence
,
05/02/2024
د کندهار پوهنتون او اقتصاد پوهنځی نن ورځ یوه د پام وړ لاسته راوړنه لري، پوهنیار نقیب الله حقبین په بریالیتوب سره د خپل دوکتورا د څېړني دفاع وکړه، چي دا د کلونو نه ستړي کیدونکي وقف او فکري تعقیب ثبوت دی. د هغه دغه علمي سفر د انعطاف، د شپې تر ناوخته مطالعاتو، او د پوهي د سرحدونه وهل وه. محترم حقبین صاحب نه یوازي علمي وړتیا وښوده، بلکي په خپله برخه کي یې د پوهاوي د پراختیا لپاره ژوره ژمنه هم وښوده. د دې سفر پای یو با افتخاره فراغت دی، چي د یو فصل پای او د بل په زړه پوري پړاو پیل او سمبول دی.
اقتصاد پوهنځی رهبري او ټول ټیم محترم حقبین صاحب ته ددې مهم پړاو څخه فراغت د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي. ستاسو سخت کار، استقامت او لیوالتیا واقعیتا نتیجه ورکړه.
Today is a significant achievement for Kandahar University and Faculty of Economics, Asst.Professor Naqeebullah Haqbin successfully defended his doctoral thesis, which is proof of years of tireless dedication and intellectual pursuit.
His academic journey was one of flexibility, late-night studying, and pushing the boundaries of knowledge.
Honorable Haqbeen not only showed academic ability, but also showed a deep commitment to the development of knowledge in her field.
The end of this journey is an honorable graduation, which symbolizes the end of one chapter and the beginning of another exciting phase.
The leadership and the entire team of the Faculty of Economics congratulate Mr. Haqbin on his graduation from this important stage.
Your hard work, persistence and passion really paid off.
17/01/2024
اقتصاد پوهنځی خپلو ګرانو محصلینو ته د ازموینو په بریالیتوب سره دتکمیلېدو مبارکي وایي! ستاسو لیوالتیا او سخت کار ددې باعث سوه چي ددې مرحلې څخه تاسو فارغ او نوي سمسټر ته مو ورسوي.اقتصاد پوهنځی راتلونکي سمستر ته ښه راغلاست او مبارکي درته وايي. راتلونکو ننګونو او فرصتونه ته اماده او غېږ ورکړئ، څو ستاسو سفر داکاډمیکي لوړتیا په لور دوام ولري!
The Faculty of Economics congratulates its dear students on the successful completion of the exams! Your enthusiasm and hard work have led you to graduate from this stage and to the new semester. The Faculty of Economics welcomes and congratulates you for the next semester. Prepare and embrace the challenges and opportunities ahead, so that your journey of academic excellence continues!
31/12/2023
اقتصاد پوهنځی ویاړ لري، چي مستعد محصل رحمت الله اغا د خپل ګروپ سره یوځای په بریالیتوب سره د پوهنیار عبدالله زیارمل تر لارښووني لاندي د لیسانس د څېړني دفاع وکړه.
د څېړني سرلیک: "په کندهار ولایت کي د بانک د انتخاب اغېزمن عوامل"
اقتصاد پوهنځی رحمت الله اغا او ټول ټیم ته د دوی د پام وړ لاسته راوړني مبارکي وایي!
The Faculty of Economics is proud that the talented student Rahmatullah Agha successfully defended his bachelor's thesis with his group under the leadership of Asst. Prof. Abdullah Ziarmal.
Research Title: "Influential Factors of Bank Selection in Kandahar Province"
The Faculty of Economics congratulates Rahmatullah Agha and the entire team on their remarkable achievement! 👏
30/12/2023
د اقتصاد پوهنځی د یوې نوي فېسبوکپاڼي سره بیرته را وګرځېدل، د مخکنۍ فېسبوک پاڼي د خنډ سره د مخ کیدو وروسته، خوشحاله یو چي د اقتصاد پوهنځی د علمي، څېړنیزو او اداري برخو کي معلوماتو شریکولو په موخه خپل سفر ته دوام ورکوو. لطفا دغه نوې پاڼه درسره لایک، تعقیب او د نورو سره شریکه کړئ ترڅو زموږ سره په اړیکه کي پاته سئ او د اقتصاد د علم د په زړه پوري نړۍ په تحلیل کي زموږ سره یوځای سئ!
💬📈
The Faculty of Economics is back with a new page, after the previous page faced obstacles, we are happy to continue our journey to share the scientific, research and administrative information of the Faculty of Economics.
Like, follow and share with others to stay connected and join us in exploring the fascinating world of economics!
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |