Ejaz Ahadi

Ejaz Ahadi Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ejaz Ahadi, Tutor/Teacher, .

12/09/2022

چا په کلي کي نه پرېښوئ، ده ویل؛ آس مي د ملک په کور کي ودروئ.
ګلخانه! پنجابیان دي هیڅکله په ځان نه ګډوي ځکه پښتون له ذاته افغان دئ.
بارا، نو، دوهزار باییس😄
ګلخان تباه دئ😝😄

17/08/2022

“واخان” زموږ د اقتصادي ودي اساس ترینه نقطه
د الله ﷻ په ذات قسم په تیرو څو میاشتو دومره دردېدلئ نه وم لکه ددې ویډیو په ليدلو چي ودردېدم.
دا کس یو پاکستانی دئ او په ویډیو کي وایی چي د پاکستان قسمت بدلېدونکی دئ، د پاکستان لاس ته یوه خزانه ورلوېدونکې ده، دا خزانه لیري نه ده، صرف په ۱۳ کیلومتره فاصله کي ده او پاکستان باید په هر ډول چي وي دا (واخان) ترلاسه کړي او یا ورباندي ولکه ولري. په دې ویډیو کي نوموړی د واخان نور اهمیت هم بیانوي او پاکستان ته یې د لاس ته راوړلو سپارښتنه کوي.
د الله ﷻ په خاطر د هر وخت حاکمان دي د افغانستان اساسي او بنسټیزو مسایلو ته پوره پام وکړي او دداسي مسایلو په اړه باید د ملت تصمیم ته ارزښت ورکول سي، تر څو خدای مه کړه افغانان بیا د ګندمک، ډیورنډ او داسي نورو تړونونو په څېر د پردیو ښکار نه سي.
دا پوسټ د خپل ملي احساس له مخي شېر کړئ تر څو ټولو حکماء او ملت ته ورسیږي.

25/02/2022

اوکراین یې هم د جګړې په ډګر کي یوازي پرېښوئ. دوئ(امریکا او متحدین یې) هیڅکله خپل ځان مسقیماً په جګړه کي نه ښکېلوي او تېرو تجریبو ته په کتلو یې یوازي د بندیزونو لګولو وعدې وکړي.
تر دوو نړیوالو جګړو ورورسته د نړۍ دولتونه یوازي تر خپلو ملي منافعو او ګټو پوري وفا کوي او بس .

24/02/2022

افغانستان باید خپل بهرني سیاستونه او پالیسي په ډېر احتیاط او مدبرانه شکل مخ ته یوسي او د روسیې، اوکراین او لویدیځ په نوي کړکېچ کي ګوښه توب او بې طرفي اختیار کړي، که نه نو افغانستان ته د خطرونو او تهدیدونو احتمال سته.
که د ګوښه توب څخه په ګټي اخیستني بهرنی سیاست طرح کړي، کیدای سي ډېر فرصتونه او لاسته راوړني ولري.

د روسیې او اوکراین موضوع ډېره جنجالي سوې ده.د پوتین له لوري د اوکراین د دوو سیمو په اړه د رسمیت پېژندني تازه فرمان، د ډي...
22/02/2022

د روسیې او اوکراین موضوع ډېره جنجالي سوې ده.
د پوتین له لوري د اوکراین د دوو سیمو په اړه د رسمیت پېژندني تازه فرمان، د ډيرو هیوادونو غبرګونونه پارولي دي.
تر یاد فرمان وروسته تازه د اوکراین دوو سیمو ته د روسي ځواکونو لېږلو نوره هم موضوع ګرمه کړې ده.
کېدای سي د ځینو قدرتمندو هیوادونو له لوري پر روسیې بندیزونه ولګول سي چي په دې سره به په سيمه کي لا هم ګډوډي ډېره سي.
احدي

20/02/2022

خبریال او ژونالیست د ټولني سترګي دي.
د ټولني دا سترګي له لیده مه محرومه کوئ.

بېشکه، ما هم د خپل عیبونو په سبب سنګسار کړئ خو لومړۍ ‌‌‌‌‌‌ډبره دي د هغه چا وي چي هیڅ عیب نه لري.
20/02/2022

بېشکه، ما هم د خپل عیبونو په سبب سنګسار کړئ خو لومړۍ ‌‌‌‌‌‌ډبره دي د هغه چا وي چي هیڅ عیب نه لري.

یو چي رکشه سي بیا چهارسو سي، نو ښه به یې درڅخه وځغلوي.خو چي قدمونه پسي چابک کړې، لا یې منې چي ونیسې. نو ټکانو ته څه ضرور...
19/02/2022

یو چي رکشه سي بیا چهارسو سي، نو ښه به یې درڅخه وځغلوي.
خو چي قدمونه پسي چابک کړې، لا یې منې چي ونیسې. نو ټکانو ته څه ضرورت وو؟
لا نه یو پوه سوي چي انسان په څومره زحمت لویېږي او څومره اسانه وژل کیږي.

18/02/2022

په نړۍ کي ډېر وخت لوی بدلونونه له ډېرو کوچینیو پېښو څخه رامنځ ته سوي دي.
په دې هیله چي د حیدر پېښه مو د ملي یووالي او عبرت سبب وګرځي.

18/02/2022

یاالله جل جلاله! ستا قضا زموږ رضا ده.
پر دې غمجنه پېښه ټول افغانان غمجن وه.
حیدر دي الله ج د خپلو والدینو شفیع وګرځوي.

18/02/2022

دلته؛ د انسان وژل او ژغورل څومره فاصله لري!
وژل یې څومره اسان او ژغورل یې څومره ستونزمن دي!
احدي

17/02/2022

یا الله ﷻ!
پر حیدر رحم وکړه او د خپلي مور غېږي ته یې ژوندی او په عافیت ورسوه.🤲
هغه چي ابراهیم ع ته دي په اور کي نجات ورکړ، حیدر مؤمن ته په څاه کي نجات ورکړه. 🙏آمین

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ejaz Ahadi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Ejaz Ahadi:

Shortcuts

  • Want your school to be the top-listed School/college?

Share