22/07/2025
د 1404 کال کانکور د پایلو په مناسبت؛
د کانکور قدرمنو ګډونوالو!
د کانکور ازموینې پایلې اعلان سوې، د تېمور شاهي عالي لېسې اداره او ښوونکي ټولو بریالیو زده کوونکو ته له زړه څخه مبارکي وایي. دا بریا ستاسو د هڅو، زحمتونو او قربانیو یوه ښکاره نتیجه ده. اوس چې تاسو د لوړو زده کړو په لور یو مهم ګام اخلی، باید پوه سئ چې اصلي مسئولیتونه له همدې ځایه پیلېږي. خپلې موخې مو روښانه کړئ، علمي فکر پیاوړی کړئ، او ځان، کورنۍ او ټولنه د پرمختګ پر لور رهبري کړئ.
همداراز، هغو عزتمندو زده کوونکو ته چې دا ځل یې مطلوبه نتیجه نه ده تر لاسه کړې، وایو: ناهيلي کېدل هېڅکله د یو با ارادې انسان انتخاب نه وي. دا یوازې یوه مرحله ده، نه پای. په خپلو موخو مو بیا تمرکز وکړئ، همت، صبر، هوډ او لا ډېر زحمت وکړئ، ځکه بریا د نه تسلیمېدونکو خلکو برخه وي.
په یاد ولرئ، چې تعلیم یوازې یو سند نه، بلکې د فکر، شخصیت او رسالت ژور مفهوم لري. نو راځئ، چې له نن څخه د رڼا او بدلون مشعل واخلو.
په درنښت
د تېمور شاهي عالي لېسې اداره
#کانکور
#نتايج
#کامياب