02/02/2023
د احمد شاه بابا علمي او کتلوري مرکز مخکنی مدیر او دروند استاد سالم خان وفات سویدی.
انا لله و انا الیه راجعون.
جنازه یې نن غرمه پر ۲:۳۰ بحې د میرویس نیکه د زیارت پر مخامخ هدیره کښي خاورو ته سپارل کیږي.
د تعلیمي مرکز اداره د محترم استاد سالم خان ښوونیز او تربیوي خدمتونه ستایي او د کورنۍ او دوستانو سره په دې درانه غم کښي ځان شریک ګڼي. الله تعالی دي پر محترم استاد ورحمیږي او موږ ټولو ته دي الله تعالی صبر را نصیب کړي.