لمر پوهنتون Lemar university

لمر پوهنتون Lemar university

Share

دروښانه راتلونکی لپاره د مسلکی اشخاصو روزل

13/05/2026

دلمر پوهنتون دفراغت غونډي یو لنډ کليپ.

Photos from ‎لمر پوهنتون Lemar university‎'s post 11/05/2026

د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو څخه لسګونه ځوانان ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سوه

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پاليسي او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو څخه لسګونه ځوانان، په یوه شانداره غونډه کي فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سوه، چي د فراغت په مراسمو کې د پوهنتون رهبري هيئت، استادانو، اداري کارکوونکو، د دولتي او خصوصي ادارو استازو، علمي او ټولنيزو شخصيتونو، د فارغانو د کورنیو غړو او ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه؛ ورپسې د پوهنتون رئيس ښاغلي زبيراحمد رحيمي پیلیزه وینا وکړه؛ نوموړي په خپلو خبرو کي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د پوهنتون علمي، تحصيلي او ټولنيز فعاليتونه يې روښانه کړل.
هغه وويل، لمر پوهنتون د بېلابېلو ستونزو او ناخوالو باوجود خپلو علمي هلو ځلو ته دوام ورکړی او نننۍ فراغتغونډه د همدغو نه ستړي کېدونکو هڅو څرګنده بېلګه ده، چي پايله يې نن ټولنه په خپلو سترګو ويني.

د غونډي په دوام د پوهنتون د علمي چارو مرستيال ښاغلي عبدالاحمد دينار د علم، پوهي او د اوسني عصر د تعليمي اړتياوو په اړه هر اړخيزه وينا وکړه، نوموړي فارغانو ته سپارښتنه وکړه، چي په خپلو زده کړو يوازي تر فراغته بسنه ونه کړي، بلکي د لوړو زده کړو، څېړنو او مسلکي پرمختګ په برخه کي خپلو هڅو ته لا زيات دوام ورکړي.

وروسته د کندهار پوهنتون د علامه حبیبي کتابتون د معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیر استاد نوراحمد قرآنمل د عامه ادارې او پالیسي او حقوقو او سياسي علومو د ارزښت او اهميت په اړه د قرآنکريم له نظره تفصيلي او ګټوري خبري وکړې؛ نوموړي وويل، چي علم، عدالت او سالمه اداره د يوې بريالۍ او پرمختللي ټولني اساسي ستني دي.

همداراز ټولنيز فعال ښاغلي مسعود شاه احمدي د ځوانانو د رول، مسئوليتو او د سالمو ادارو د پياوړتيا په اړه وينا وکړه؛ نوموړي وويل، چي زموږ ټولنه نن تر بل هر وخت زياتو مسلکي، علمي او ژمنو کدرونو ته اړتيا لري او فارغان بايد د خپل علم، شخصيت او مسلکي وړتياوو پر مټ خپل ولس او هېواد ته صادقانه خدمت وکړي.

د غونډي په وروستۍ برخه کي د پوهنتون استادان، کارکوونکي او همکار شخصيتونه په ستاینلیکو او نورو جوایزو وستايل سول، فارغانو ته تصدیق پاڼي ورکول سوې او مراسم د مولوي عبدالوارث خادم په دعا سره پای ته ورسېدل.

د عامه پوهاوي، نشراتو او اړيکو عمومي مديريت
۲۰/۲/۱۴۰۵ ل.

06/05/2026

د لمر پوهنتون له خوا د عامه ادارې او پاليسۍ، او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د محصلانو د فراغت غونډه
د يو منظم او هدفمند پلان له مخې تنظيم سوې ده. د دې غونډي اساسي موخه د محصلانو د څو کلونو علمي هڅو درناوی، د هغوی هڅونه، او ټولني ته د مسلکي او وړ کدرونو معرفي کول دي.
د غونډي ارزښت:
ياده غونډه د علمي، فرهنګي او ټولنيز ارزښت له پلوه ځانګړی اهميت لري. تمه ده چي دا مراسم به د ګډونوالو لپاره يو الهام بښونکی، اغېزمن او ګټور پروګرام وګرځي، او د علم او پوهي ارزښت به نور هم پياوړی کړي.
د غونډي مهمي برخي:
د پوهنتون د مشرتابه وينا او د تېر تعليمي بهير ارزونه
د راتلونکو علمي او اداري پلانونو بيان
د مېلمنو ويناوې د ځوانانو پر مسؤليتونو او د علم پر ارزښت
د هېواد د پرمختګ لپاره د فارغينو پر رول ټينګار
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو عمومي مدیریت

20/04/2026

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي استادانو د رسمي ګمارني پروسه او د پریزنټیشنونو دفاع

د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي د علمي کدرونو د پیاوړتیا او د تدریسي کیفیت د لوړولو په موخه، د استادانو د رسمي ګمارني پروسه په منظم او شفاف ډول ترسره سوی وه.
په دې بهیر کې هغه نوماندان چي د علمي او مسلکي معیارونو له مخې لومړني پړاو بریالي سوی وه، د خپلې وړتیا د اثبات لپاره د پریزنټیشنونوله لاري د ارزونې کمېټي ته وړاندي سول.
د یادې پروسې په ترڅ کي هر نوماند ته فرصت ورکړل سو څو د خپلې تخصصي ساحې اړوند موضوع په علمي، تحلیلي او نوښتګرانه بڼه وړاندې کړي، پریزنټېشنونه د تدریس میتودولوژۍ، څېړنیزو وړتیاوو، د عامه ادارې او پالیسي اړوند معاصرو مفاهیمو، او د عملي تطبیق وړاندیزونو پر بنسټ ارزول کېدل. نوماندانو هڅه وکړه چې خپل علمي لیدلوری د عصري تدریسي تخنیکونو لکه ملټي‌میډیا، انټر‌اکټیف بحثونو او د قضیې مطالعې (Case Study) له لارې څرګند کړي.
د ارزونې کمېټه چې د کندهار پوهنتون استادان، علمي غړي او نور اړوندو متخصصینو څخه جوړه وه، د هر نوماند پریزنټېشن په دقت وڅېړه، د ارزونې معیارونه په علمي ژورتیا، د موضوع تسلط، د وړاندې کولو مهارت، د زده‌کوونکو د ښکېلتیا وړتیا، او د پوښتنو پر وړاندې د قناعت‌بخښونکو ځوابونو وړاندې کول شامل وو.
د دفاع په بهیر کې نوماندانو د کمېټې د پوښتنو ځوابونه هم وړاندې کړل، چي دا چاره د هغوی د انتقادي فکر، ستونزې حلولو وړتیا او مسلکي پخوالي د ارزونې لپاره مهمه وبلل سوه.
دغه راز، د عامه ادارې او پالیسي په برخه کې د هېواد د اړتیاوو په رڼا کي د هغوی نظریات او وړاندیزونه هم وارزول سول.
په ټوله کي، دا پروسه د شفافیت، عدالت او مسلکیتوب یوه ښه بېلګه وه، چې موخه یې د وړ، ژمنو او بااستعداده استادانو جذب او ګمارنه ده، تمه ده چې د دغو نوو علمي کدرونو په ګمارنې سره به د لمر پوهنتون د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي علمي کچه نوره هم لوړه سياو د هېواد د عامه سکتور د پرمختګ لپاره به اغېزناک رول ولوبوي.
د عامه پوهاوي، نشراتو او اړیکو عمومي مدیریت
۳۱/۱/۱۴۰۵ل.کال

26/03/2026
19/03/2026

د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

د لمر پوهنتون رهبري د لوی او بښونکي خدای جل جلاله له سپېڅلي درباره ټولو درنو استادانو، قدرمنو محصلینو، هڅاندو کارکوونکو او د خپل ګران هېواد ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د رارسېدو له امله د زړه له کومې مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.

الله تعالی دې وکړي چې د روژې مبارکه میاشت، ستاسو عبادتونه، دعاوې، صدقات او ټول نېک اعمال د هغه تعالی په دربار کې قبول او منظور ګرځېدلي وي، او د دې مبارکې میاشتې روحاني برکتونه دې ستاسو په ژوند، کورنیو او ټولنه کې د خیر، رحمت او برکت سبب وګرځي.

کوچنی اختر د خوښۍ، ورورولۍ، بښنې او انساني مینې مبارکې ورځې دي. هیله ده چې د دې سپېڅلو او مبارکو ورځو په برکت زموږ په ټولنه کې د سولې، یووالي، متقابل درناوي او ورورګلوۍ فضا لا نوره هم ټینګه او پیاوړې شي.

د لمر پوهنتون رهبري ټولو ته د نېکمرغه، سوکاله، ارام او له خوښیو ډک اختر هیله کوي، او دعا کوي چې دا مبارکې ورځې ستاسو د ژوند د لا بریاوو، خوښیو او نېکمرغیو پیلامه وګرځي.

په درنښت
د لمر پوهنتون رهبري
د عامه پوهاوي،نشراتو او اړیکو عمومي مدیریت
۱۴۰۴/۱۲/۲۸

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

اوله ناحیه کندهار پوهنتون ته مخامخ
Kandahar
3801