26/06/2026
په کندهار پوهنتون کښي د روغتیايي زدهکړو د فارغانو د ایګزیټ او د څوارلسم ټولګي له فارغانو څخه اختصاصي کانکور واخیستل سو
په کندهار پوهنتون کښي د آزموینو عمومي ادارې راغلي هیئت، د کندهار ولایت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټوټو د ٤٦٠٠ فارغانو د ایګزیټ آزموینه واخیسته، چي په پرانیستغونډه کښي ئې د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب، د آزموینو عمومي ادارې راغلی پلاوی او استادانو ګډون درلود.
د غونډي په پیل کښي د آزموینو عمومي ادارې مرستیال، شیخ مولوي رحیمالله حقاني صاحب، د آزمویني د شفافیت په اړه ډاډ څرګند کړ او وې (وه یې) ویل، چي د آزمویني ټولي پوښتني په مهر او لاک راوړل سوي دي او د هر ګډونوال له پاره جلا - جلا سوالونه ترتیب سوي؛ له همدې امله د نقل او هر ډول غیر اصولي کړنو له پاره هیڅ زمینه نه ده برابره.
وروسته د آزمویني عمومي ادارې د هیئت غړی، پوهنمل محمد عارف عرفان، د آزمویني د بهیر، اصولو او طرزالعمل په اړه ګډونوالو ته لازم معلومات وړاندي کړل او له ټولو ګډونوالو څخه ئې وغوښتل، چي د آزمویني ټول اصول په پام کښي ونیسي.
د یادولو وړ ده، چي د خصوصي روغتیايي انسټیټوټو د فارغانو ترڅنګ، ۵۴ د څوارلسم ټولګي فارغانو هم په یاده آزموینه کښي ګډون کړی وو، چي د بریا په صورت کښي به د پوهنتون د لیسانس دورې درېیم ټولګي ته شامل او خپلو زدهکړو ته به دوام ورکړي.
نېټه: ١٤٤٨/١/١٠
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
26/06/2026
د کندهار پوهنتون د ١٤٠٥ل. کال فارغانو ته د ع.الیقدر ام.یرالمؤم.نین ح.فظهالله رالېږل سوی پيغام: تاسي به په اسلامي نظام کي مهمه وظیفه پر غاړه لرئ؛ د هغه تګلاره به خپله هم عملي کوئ او نور به هم عمل کولو ته رابولئ!
د کندهار پوهنتون د ١٤٠٥ل کال د ١۱ (طب، انجنیري، فارمیسي، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو، عامه اداره او پالیسي، ژورنالیزم او عامه اړیکو، ژبو او ادبیاتو، ښووني او روزني، شرعیاتو او کمپیوټر ساینس) پوهنځیو څخه ۷۵۴ محصلان فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه په يوه پرتمینه غونډه کښي وړاندي سول.
نور دلته... https://whatsapp.com/channel/0029VaIZiPUJ3juwN3bUhA0T/2580
25/06/2026
د ناسمو رواجو د مخنیوي په هکله فرمان؛
د نن ورځي نېټې.
24/06/2026
د شرعیاتو پوهنځي او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د محصلانو ترمنځ د علم المیراث په مضمون کښي علمي سیالي وسوه
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي، د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت، د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د فاضلانو تر منځ د علم المیراث په مضمون کښي علمي سیالي وکړه، چي پر مهال ئې د دواړو علمي بنسټو د رهبرۍ غړي، استادان او محصلان حاضر ول.
یاده غونډه، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پیل سوه، په سر کښي د کندهار پوهنتون د محصلانو مرستیال مولوي نوراحمد ایوبي صاحب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او وې (وه يې) ويل: پوهنتون او مدرسه دواړه د علم او زده کړو مهم مراکز دي او هغه علم پکښي ترلاسه کیږي، چي د دؤنيا (دنیا) او آخرت د نېکمرغۍ سبب ګرځي؛ دغه راز علم المیراث د اسلامي علومو له مهمو موضوعاتو څخه دئ او د ټولني د اړتیاوو له مخه؛ باید هر مسلمان په دې برخه کښي معلومات ولري. هغه دغه راز وویل، چي د دا ډول سیالیو اساسي موخه زده کړه، علمي تبادله او د محصلانو او فاضلانو ترمنځ د علمي روحیې پیاوړتیا ده؛ نه یوازي د اول او دوهم مقام ترلاسه کول؛ ځکه الله تعالی فرمایي: چي د خیر په کارو کښي یو له بل سره سیالي وکړئ.
وروسته د ګډونوالو له پاره د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګي محصلانو له خوا یوه تمثیلي محکمه هم دائره سوه، چي پکښي د یوې مځکي د ملکیت او قبضې اړوند قضیه په عملي ډول تمثیل او قاضیانو د شرعي او قانوني اصولو له مخه وڅېړل سوه، چي د یادې تمثیلي محکمې موخه دا وه، چي ګډونوال د قضایي چارو له عملي بهیر او د پرېکړو له څرنګوالي سره لا ښه بلد سي.
د تمثیلي محکمې تر پای ته رسېدو وروسته د شرعیاتو پوهنځي د محصلانو او د ابراهیم النخعي ؒ جامعې د فاضلانو ترمنځ د علم المیراث په مضمون کښي تحریري سیالي د ټاکل سوي هيئت په حضور کښي په منظم ډول وسوه او په پايله کښي ئې د ابراهیم النخعي ؒ جامعې فاضلانو ۹۵ نمرې او د کندهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصلانو ۸۵ نمرې ترلاسه کړې.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۸
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
24/06/2026
د ښار د ۵۰ عالي لیسو د پښتو ژبي ښوونکو ته د ظرفیت لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل سو
د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوند د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي، د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کښي د کندهار ولایت د ۵۰ لیسو د پښتو ژبي ښوونکو ته د ظرفیت لوړاوي درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
د ورکشاپ په پیل کښي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنیار محمد هارون صمیم د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ د موخو او اهمیت په اړه خبري وکړې او وې ویل: د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه، د خپل رسالت او لېرلید له مخه د پښتو ژبي د غنامندۍ، پیاوړتیا او پرمختګ له پاره کار کوي او د ژبي په وړاندي د پرتو ستونزو پېژندل او حل لاري موندل خپل علمي او مسلکي مسئولیت ګڼي، چي په خبره ئې د ښوونځیو تعلیمي نصاب، په ځانګړي ډول د پښتو مضمون تدریس، د یادو موخو د ترلاسه کولو له پاره بنسټیز ارزښت لري؛ له همدې امله په دې ورکشاپ کښي هڅه کیږي، چي د ښوونکو سره د پښتو مضمون پر علمي، مسلکي او تدریسي اړخونو بحث او د نظرونو تبادله وسي.
ښاغلي صمیم وویل: دغه ورکشاپ ئې د هغو ژبنيو او بېلابېلو اړوندو ستونزو د حل په موخه پيل کړی دئ، چي د ښوونځیو ځيني فارغان ورسره مخ دي. د ده په وینا، د دغو ستونزو عوامل کېدای سي د تدریس طریقې، د ښوونکو مسلکيتوب، د علمي او تخنیکي میتودو ډولونه او د نصاب ځیني نیمګړتیاوي يي.
په وروستیو کي استاد پوهنیار محمد هارون صمیم هیله څرګنده کړه، چي د دې ډول علمي او مسلکي ورکشاپو په مټ به د ښوونکو علمي وړتیاوي لا پیاوړي سي او په پایله کښي به د کندهار د ښوونځیو د زدهکوونکو علمي کچه لا لوړه، له پښتو ژبي او ادب سره به ئې لېوالتیا نوره زیاته او د ژبي او ادبياتو په برخه کښي به له غوره علمي زېرمي سره فارغ سي.
وروسته ورکشاپ رسماً پیل سو، چي درې ورځي به دوام ولري او پر مهال به ئې د کندهار پوهنتون استادان: پوهنوال انجنیر شېرشاه رشاد، پوهنوال دوکتور قدرت الله نظري، پوهندوی حبیب الله پوپل، پوهنمل نصیراحمد تائید او پوهنمل عبدالواحد ریحان د پښتو ژبي او ادبیاتو اړوند پر بېلابېلو علمي، ژبنیو، ادبي او تدریسي موضوعاتو بحثونه او روزنیز درسونه وړاندي کړي.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۸
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
21/06/2026
د «احصائیې اساسات» په نوم دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد
د کندهار پوهنتون د مسلکي پرمختیایي مرکز د غونډو په تالار کښي ياد مرکز د خپلو فعالتو په ادامه؛ د اقتصاد پوهنځي د احصائیې او ايکونومټري څانګي استاد پوهنیار احمد محمدي په همکارۍ، د «احصائیې اساسات» دوه ورځنی ورکشاپ پای ته ورساوه.
په دغه ورکشاپ کښي ګډونوالو ته د احصائیوي معلوماتو د کاروني او د څېړنیزو فعالیتو په برخه کښي د احصائیې پر ارزښت بحث وسو؛ وروسته د احصائیې د بنسټیزو مفاهیمو، د معلوماتو د راټولولو، تنظیم، تحلیل او تفسیر اړوند نظري معلومات ورکړل سول او هم اړوندي برخي په ګډونوالو عملي کړلي سوې؛.
د ورکشاپ ګډونوالو د یاد ورکشاپ له وړاندي سوو موضوعاتو څخه خوښي وښووله او دا ئې د خپلو علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړاوي له پاره ګټور وباله. هغوی غوښتنه وکړه، چي په راتلونکي کښي دي هم د ورته علمي او مسلکي موضوعاتو په اړه نور ورکشاپونه دائر او سيمينارونه وړاندي سي.
نېټه: ١٤٤٨/١/٤
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت
21/06/2026
د کندهار پوهنتون د غبرګولي مياشتي علمي شورا: نهایي آزمویني دي لا منظمي او د کارکوونکو ظرفيت دي نور هم لوړ کړل سي
د کندهار پوهنتون د علمي شورا د غونډو په تالار کښي، د کندهار پوهنتون د رئيس محترم الحاج شيخ صاحب مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب په مشري د غبرګولي (جوزا) د میاشتي د علمي شورا نوبتي ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د رهبرۍ ټول غړي د پوهنځيو رئيسان، د ځینو آمریتو آمران او ځيني اداري کارکوونکي حاضر ول.
یاده ناسته، چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کښي د کندهار پوهنتون قدرمن رئیس الحاج شیخ مولوي عبدالرحمن طیبي صاحب ټولو ته ښه راغلاست ووايه؛ وروسته ئې د خپلو خبرو پر مهال وویل: د ټولو د خدماتو او همکاریو څخه مننه کوم، چي د پوهنتون په چارو کښي مو ښه اطاعت کړى دئ او خپل مسئولیت مو سر ته رسولى دئ؛ الحمدلله د محصلانو نهایي آزمویني په ښه ډول رواني دي؛ بیا هم سپارښتنه کوم، چي د پخوا په څېر له هیڅ محصل سره د نومرو په برخه کښي غیر اصولي مرسته ونسي او نه هم د غیرحاضرو او محرومو محصلانو سره د اصولو خلاف کومک وسي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ، چي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړاوي ته دي لا ډېره پام وسي او د هغوی له پاره دي بېلابېل سیمینارونه، ورکشاپونه او مسلکي روزنیز پروګرامونه دائر سي؛ تر څو په خپلو اړوندو برخو کښي لا مسلکي او د مسئوليتو د ښه ترسره کولو جوګه وګرځي.
ورپسې په ناسته کښي، علمي معاونيت، د څېړنو او مجلو معاونیت، مالي او اداري معاونيت او د محصلانو معاونیت مسئولانو د خپلو فعالیتو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په ځینو برخو کښي ئې خپل راتلونکي پلانونه شريک کړل.
د یادولو وړ ده، چي په یاده ناسته کښي د محصلانو د فراغت غونډي د تنظیم او نېټې او د فلیالو پوهنتونو سره د علمي او اکاډيمیکو همکاریو پر پراختیا خبري وسوې. همداراز د انجنيري پوهنځي اړوند د «اوبو د هر اړخیز مدیریت» د ماسټرۍ برنامې نوم تر بحث وروسته «د اوبو د سرچینو انجنيري او مدیریت» ته تغیر او تائید سو او دغه راز پر ځینو نورو مهمو متفرقه مسائلو هم بحث وسو، چيد نظرو تر تبادلې وروسته ئې په اړه مهمي پرېکړي وسوې.
د ناستي په پای کښي د استادانو د تقرر، علمي ترفیعاتو او انفکاک اسناد وکتل سول او د رايو په يووالي سره تائيد سول.
نېټه: ۱۴۴۸/۱/۵
د عامه پوهاوي او اړيکو آمریت