21/06/2026
د افغان ستوري ختونکي (عبدالاحد مومند) مړینه.
د نن څخه اته شپېته کاله مخکي په (١٣٣٧هـ ش) کال د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کي یو ماشوم وزېږیدئ چي خپلي کورنۍ ورباندي عبدالاحد نوم کښېښود.
مومند صاحب لومړی د کابل پولتخنیک پوهنتون او بیا د هوائي ځواک د پوهنتون څخه فارغ سو. نوموړي د افغانستان د خلق دیموکراتیک جمهوریت پر مهال د افغانستان په هوائي ځواک کي دنده ترسره کړه او وروسته د پیلوټ په توګه پخواني شوروي اتحاد ته ولېږل سو.
په هغه مهال کي د انټرکاسموس(Intercosmos) په نوم د یوې برنامې د لاري د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد هڅه کوله چي د نورو هیوادونو، په ځانګړي ډول د ختيځ بلاک د هیوادونو ستوري ختونکو د فضايي سپړنو په پروګرامونو کي شامل کړي. د شوروي فضايي پروګرام په چوکاټ کي د عبدالاحد مومند ګډون د افغانستان د خلق ديموکراتيک ګوند د واکمنۍ پر مهال يو مهم سمبوليک او سياسي ارزښت درلود.
عبدالاحد مومند د قوماندان ولاديمير لياخوف او والري پلياکوف سره يو ځای د درې کسيزې ډلې غړی وو چي د سايوز ټي ام–۶ په ماموريت کې ئې برخه اخيستې وه. دوی په هوایي راکیټ د (۱۳۶۷ل) کال د وږي پر ۷مه د بايکونور فضائي اډې څخه فضا ته پورته سول او تر وږي ۱۶مي پوري ئې د ٨ شپو او ورځو، ۲۰ ساعتونو او ۲۶ دقيقو لپاره په فضا کښي ماموريت ترسره کړ.
د دوی فضائي بېړۍ د مير فضايي تمځای سره وموښتل او ستورو ختونکو د خپل سفر پر مهال بېلابیلي علمي او فضائي څېړني ترسره کړې.
مرحوم مومند صاحب د سرطان د ناروغۍ له کبله نن د (جوزا ۳۱مه ۱۴۰۵ل.) کال د آلمان په یوه روغتون کي خپله ساه ورکړه.
د هغه مړینه د هیواد لپاره ستره ضایعه وه او په پار ئې د علمي ځوانانو نړۍ ګروپ ژوره خواشني څرګندوي.
کاشکي د نوموړي پوهه او تجربې د دا څو لسیزو په لړ کي د هیوادوالو سره په حضوري شکل پاته سوي وای. نن به مو د یوه مومند پر ځای په زرګونه نور داسي روزلي خلک لرلای، تر څو د اوسني او راتلونکو نسلونو د علمي او عملي بقاء لپاره مو لوی ګام پورته کړی وای.
موږ د مرحوم مومند ارواه ته د عقیدت سره ګلونه وړاندي کوو. د اوسني حکومت څخه ئې وطن ته د رالېږدولو او په ځانګړي ځای کي د دفن کولو غوښتنه کوو.
د هغه دا لاسته راوړنه باید یوازي د هغه تر شخصیت او شخصي ژوند پوري محدوده نه سي او نه هم د بهرني او داخلي سیاستونو قرباني سي. دا ویاړ باید د ټوله ملت لپاره د تاریخ د صفحو یوه برخه وګرځېږي.
په درنښت
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!
20/06/2026
غوره مو وبلل چي د تل په څېر د علمي ځوانانو نړۍ د کسانو له معرفتي بهیر څخه مو په یو بل مستعد ځوان خبر کړو.
د تعریف لائق او مستحق محترم شمس الله "رحمت" صاحب چي ښاغلی حاجي رحمت الله خان ئې قبله ګاه یادېږي له کندهار څخه مو ملتیا کوي.
نوموړی د کندهار شاه حسین هوتک (افغان ترک) عالي لیسې څخه فارغه سوی. داسي مالومېږي لکه نوموړي چي له هماغه وخته د هیواد د طبي بخش ستونزو ته ملتفت او په دې اړخ کي دي عالي تحصیلاتو ته خوشبین سوی وي.
د ده دې ښه نیت دی په یاد طبي بخش کي د زده کړو له پاره تر کراچي ورسوئ. هلته ئې
په (Jinnah Sindh Medical University)
پوهنتون کي خپلي زدکړي پای ته رسولي دي.
اوس مهال د ستاژ په دوره باندي مصروف دئ او عملي اړخ ئې په پام کي نیولی دئ.
د خپل دغه مسؤلیت ترڅنګ زموږ سره د علمي ځوانانو نړۍ په جونګړه کي مهم غړی او برخه وال دئ.
موږ ده ته په خپلو علمي او عملي چارو کي د لابریا او پرمختګ له پاره لاسونه لپه کوو، تر څو د هیواد زخمونو ته د یو ښه معالج په توګه راوړاندي سي.
علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!
15/06/2026
زه یـــم زمری، پر دې نـړۍ له ما اتل نسته
په هـند و سـند و پر تخار او پر کابل نسته
بل پــــه زابـــل نــسته- له مــا اتـــل نسته
د امیر کروړ دا ویاړنه د پښتو ژبي د لرغونیت چغي وهي او دا ثابتوي چي پښتو ژبه ښاغلې او ویاړلې ژبه ده. پښتانه د خپلي ژبي سره بې ساري مینه لري او د ژوندۍ ساتلو له پاره ئې هر ډول سرښندنه کړې او کوي ئې.
نړۍ اوس بدله سوې ده چي د تکنالوژۍ په نوښت سره ئې خورا ژور بدلون کړی دئ. د دغه ډول نوښتونو په جریان کي د ژبو د نړۍ والو کېدو له پاره هڅي پیل سوي دي. که چیري اوسنۍ ژبي له دغسي سیسټمونو سره عیاري نه سي د لمنځه تللو امکان ئې ډېریږي.
د پښتو ژبي له پاره هم ځیني پښتانه راټول سوي دي چي پښتو ژبه په دغو نړۍ والو سایټو (موزیلا کامن وایس) کي ثبت کړي، ترڅو په راتلونکي کښي پښتانه خپلي ستونزي په خپله ژبه په دغه برخه کښي حل او فصل کړي.
په کندهار کښي د ځینو علمي اشخاصو او شخصي ادارو په کوښښونو " د پښتو ژبي د ډیجیټلي کولو ټولنه" رامنځته سوې. نوموړې ټولنه د منظم پلان او منظمو غونډو په دایرولو سره خپل کار په ښه ډول مخته وړي او تر دې دمه ئې تقریباً څلور غونډي ترسره کړي چي د بریاوو څخه ډکي وې.
د علمي ځوانانو د نړۍ ځیني غړي هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د یادي سوي ټولني ملاتړي او په دې برخه کښي علاقمند دي. دغه ضرورت ته په کتو سره د علمي ځوانانو د نړۍ د شلم بحث موضوع "د پښتو ژبي د ډیجیټل کولو تخنیکي زدکړه" وټاکل سوه.
یاده موضوع د ښاغلي نقیب احمد قریشي صاحب له خوا چي په دې برخه کښي فعال او هڅاند شخص دئ، وړاندي سوه. په دغه سیمینار کښي ښاغلي قریشي صاحب دغه پروسه په پیل کښي واضح کړه او بیا ئې په موزیلا کامن وایس کښي پښتو ژبي ته د سوي کار نتایج د ګډون والو سره شریک کړل. یوه بله مهمه برخه چي ښاغلي قریشي صاحب روښانه کړل، په دغه برخه کښي د فعالیت کولو لارښوونه وه.
د مجلس پایله ښاغلي محمد سعید فضلي وړاندي کړل چي د مورنۍ ژبي د ارزښت ترڅنګ ئې د غونډي ستاینه او د کامن وایس په برخه کښي ئې د ځوانانو هڅي وستایلې. د یو بریالي سیمینار په ایرایه کولو او د پایلي په وړاندي کولو سره مجلس پای ته ورسېدئ. د ټولو ګډون والو څخه مننه چي په مجلس کښي مو برخه راسره واخیستل.
۱۴۰۵/جوزا/۲۴ل.
د علمي ځوانانو د نړۍ فرهنګي کمېټه!
12/06/2026
د علمي ځوانانو نړۍ د ځوانانو د پېژندګلويو په لړ کي، نن یو بل د کار او مېلمه پالني ځوان در پېژني!
ښاغلی نیاز محمد "فهیم" د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی او "د علمي ځوانانو نړۍ" د ګروپ یو له کلیدي غړو څخه دئ.
نوموړي خپلي لومړنۍ او د لېسې زده کړې په مشرقي (پخوانی مکتب تجار، شالمار مکتب) عالي لېسه کي پای ته رسولي. عالي تحصیلات ئې د نرسینګ او ادبیاتو په برخو کي ترسره کړي دي. فهیم صاحب د خپل مسلک ترڅنګ په ټولنپوهنه کي خاصه مطالعه کوي او د لیکوالۍ سره خورا مینه لري.
زموږ اولانه وایي: چي کلی پر نامه لري، یو خوی تر نورو ښه لري.
ښاغلی فهیم ته الله ج د سخاوت او مېلمه پالني فطري اخلاق ورکړي او په ټولنه کي په یادو خاصیتونو مطرح دئ.
د ټولني په ناخوالو سره ئې پاک احساسات زخمي کېږي چي دا ئې د خپل وطن سره د نه ماتېدونکي میني ښکارندویي کوي. د نړۍ سره د ګران هیواد د سیالۍ امید ورسره دئ. نوموړی که څه هم اوسمهال په خپل شخصي کاروبار بوخت دئ، خو لاهم د علمي بنسټونو او اشخاصو سره خپله مرسته او روابط جاري ساتي.
محترم فهیم صاحب ته په ژوند او علمي چارو کي د الله جل جلاله له دربار څخه بریاوي غواړو.
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!
11/06/2026
د علمي ځوانانو نړۍ د راتلونکي سمينار خبرتيا:
موضوع: د پښتو ژبي د ډيجيټل کولو تخنيکي زدکړه
وړاندي کوونکي: نقيب احمد قريشي
نيټه: ١٤٠٥/جوزا/ ٢٤ ـ راتلونکې يک شنبه
وخت: ماخستن ٠٠ : ١٠ بجې
بڼه: انلاين (Google meet)
نوټ: لينک به د شروع د وخت څخه لس دققې تر مخه درسره شريک کړل سي
09/06/2026
د نومیالي لیکوال، شاعر او محتاط څېړونکي ښاغلي محمد معصوم هوتک د علمي او ادبي خدمتونو ستاینغونډه ترسره سوه!
نن ورځ (۱۸ جوزا ۱۴۰۵ ش. = ۲۰۲۶ جون ۸ م.) د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست له طرفه د "استاد محمد معصوم هوتک صاحب" ستاینغونډه د لوی درشل احمدشاه بابا رحمه الله د استوګني په مېنه (کور) کي ترسره سوه.
دا مهمه غونډه د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست، د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي، ميرويس نيکه پوهنتون او د کندهار تحقيقاتي مرکز په همکاري د پښتو ژبي د خواريکښ او حقدار ليکوال محتاط څېړونکي استاد محمد معصوم هوتک ستاينه وکړه او هغه ئې د معنوي ستاينليک ترڅنګ د اعزاز په بګړیو ونازوه.
په دې غونډه کي د درنو مشرانو، استاذانو، لیکوالانو، شاعرانو او د علم او ادب مینوالو ګډون کړی وو.
د ښاغلي حاجي ظاهر جان څرک، حاجي صدیق مهمند، انجینیر شېرشاه رشاد، استاد نور احمد قرآن مل، استاد حیات الله رفیقي، استاد احمد صمیم، محمد سعید فضلي، نعمت الله شاکر، بشر احمد بشرمل، او... معززینو راتګ د غونډي برکات څو چنده کړل.
همدارنګه د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه د یادي پوهنځي رئیس پوهندوی حبیب الله پوپل، پوهندوی مطیع الله روهیال، پوهندوی نثار احمد آریا، پوهندوی نصیر احمد تائید، پوهنمل خلیل الله سروري او پوهنیار محمد هارون صمیم دوی هم په خپل ګډون سره ادبي شوغلې وشیندلې.
د میرویس نیکه پوهنتون، د ملالۍ پوهنتون، کندهار تحقیقاتي مرکز د رهبري ټیمونه هم د دې معنویت برخوال ول.
د علمي ځوانانو نړۍ څخه هم د یادي علمي اجتماع ځینو اعضاؤ ګډون کړی وو لکه: انجینیر محمد الیاس صحرائي، حسنیار صاحب، شاعر حاجي حبیب الله قلم مل صاحب، عبد الاحمد دینار، عبدالقادر تکین صاحب چي (د یادي غونډي ویاندويي ئې هم کوله)، احمد الله هوتک، محمد جاوید بریال، سید رسول سید زاده، شعیب احمد، صدیق الله ساد، نـویـد شـاه او... غړو ګډون درلود.
د دې علمي بنسټونو تر څنګ د کندهار د متفرقو علمي ادرسونو څخه بېلابېل شخصیتونه او ځوانان راغلي ول.
د دې برکتمني غونډي پیل د ورځي د ماځیګر پر مهال تقریباً پنځه نیمي بجې د پروتن صاحب له طرفه د کلام الله په درنو آیاتو باندي وسو. ورپسې د ښاغلي "پوهندوی مطیع الله روهیال" صاحب په وینا سره د استاد هوتک معرفتنامه په داسي الفاظو و اوبدل چي نه ئې یوازي دا چي د استاد په ژوندلیک کي ئې اورېدونکو ته سوال نه پرېښود، بلکه خپل شیواتوب ئې د خبرو سره د لوستونکو پر ذهنو وغوړاوه.
په دې پېژندنه کي ئې د استاد پر معزز خاندان، زوکړه، ابتدایي زدکړو، د هوتک صاحب استاذانو، د کانکورونو او تحصیلي جریاناتو، لیسانس دورې، د پوهنتون د استادۍ څخه د اداري بیروکراسۍ ښکار کېدني، همسایه او لیري هیوادو ته پر مهاجرت او د استاد د ژوند پر کږو او تودو لنډي یادوني وکړې.
د دې تر څنګ ئې د استاد د خدمت په شپېته کلن جریان کي د ښاغلي هوتک د علم په برخه کي د تحقیقي او تخلیقي اثارو د کټګوریو ښه وېش وضع کړ. د استاد روهیال دا مقاله واقعاً هم د هوتک صاحب په اړه د اورېدونکو د اخذ یو ښه مرجع سوه.
بیا د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست رئیس ښاغلي انعام الله "سمنګاني" صاحب په ډېر اخلاص د ګډونوالو له پاره ښه راغلی ووایه او د غونډي هدف، اهمیت او ګټو په هکله ئې ارزښتمني خبري وکړې.
د غونډي په پسې ویناوال دروند مشر او د پوهنتون استاد حیات الله "رفیقي" وو. ښاغلي رفیقي هم د استاد توصیف په منصفانه توګه وکړ او د هغه خدمتونه ئې د ژبي، فرهنګ، تاریخ او... کي تلپاته وګڼل.
تر رفیقي بعده چي کله استاد احمد "صمیم" صاحب دریځ ته راغلی، نو د استاد هوتک د علمیت، شخصیت، کرکټر، حافظې، ظرفیت، شعر، لیکوالۍ او... اړخو باندي ئې دېرش (۳۰) داسي ځانګرني ګډونوالو او رسنیو ته واورولې چي واقعاً هم د استاد پر مذکورو ابعادو ئې مصداق مستقیم ختئ. نوموړي دا یادونه هم وکړه چي معصوم هوتک د خپل علمي مقام په څنګ کي همېشه نورو دیني عالمانو ته په لوی معیار او افتخار باندي قائل پاته سوی.
د ویناوالو نوبت چي کله پر استاد انجینیر شېرشاه "رشاد" راغلی، نو رشاد صاحب هم هوتک صاحب ټولي هڅي په غیر مبالغانه توګه وستایلې. د دې تر څنګ ئې هغه د علامه رشاد بابا (رح) علمي ځای ناستی او د هغه پر قدمونو ئې مزل کوونکی وباله. د دې ترڅنګ ئې د هغه د کامیابۍ او خدمت راز د هوتک صاحب د سیاست څخه فرار او لیري والی وګڼئ.
وروسته د کندهار د تجارت خوني مشر ښاغلي حاجي محمد صدیق مهمند هم د هوتک صاحب کارونه وستایل او ښاغلی هوتک ته ئې د دعا کولو باوجود، د پوره همکارۍ ډاډ او تعهد ورکړ.
د مشرانو د ویناوو پسې د اطلاعات او کلتور ریاست د رئیس ښاغلي سمنګاني صاحب له طرفه استاد هوتک ته د یاد ریاست له خوا ستاینلیک او معنوي مقام ورکړ، د فضیلت او علمیت لنګوټه ئې ور پر سر کړه. همدارنګه د میرویس نیکه پوهنتون رهبرۍ هم استاد ته تحفې ورکړې او د پګړۍ په مقام ئې ونازاوئ.
د غونډي د نورو برخو تر پای ته رسېدو وروسته، د هغي وینا واری راغلی چي ټولو ګډونوالو ئې د لېوالتیا او انتظار شېبو ته حساب نیولی وو. دا ویناوال خپله د اولس ستایلی مېلمه استاد محمد معصوم هوتک وو. استاد د خبرو اغاز په حمد او درود سره وکړ او په سر کي ئې د دې غونډي، د غونډي د منتظمینو اوګډونوالو مننه او احسان ووایه. د خپلو خبرو په جریان کي ئې د احمد شا بابا د کور جوړوني او په دې اړخ کي د سمنګاني صاحب هڅي، توجه او کار ډېر وستایه. په دغه لوی کار سره ئې د کندهار د اولس په نماینده ګي باندي ښاغلي سمنګاني ته د ارادت سر ټیټ کړ. ښاغلي هوتک د افغانستان ټول قومونه داسي اغښلي او بخښلي وبلل چي د زمانې هر فتنه ګر ئې په جلا کولو کي ناتوان سوی وبلئ. استاد دا هم وویل " زه چي کله د هیواد څخه جلا سوم، نو ما له ځان سره دا فکر وکړ چي ته خو د دې وطن په پیسو لوی سوی او تعلیم یافته سوی وې او اوس ور څخه راورک سوې وطن دي پرېښود، ته خو د وطن پوروړی یې. د دې پور اداینه مي پر اوږو دومره درنه سوه چي د ادایني یوازنۍ مرجع مي قلم وباله. په هغه وخت کي مي له ځان سره دا ژمنه او تعهد وکړ چي د وطن د خدمت له پاره زما سره بغیر له قلمه بل څه نسته، نو زه به د هیواد د خدمت حق چي په پوره توګه خو ئې هیڅکله نه سم ادا کولای، یو څه به ئې اداء کړم. له هغه وخته څخه تر اوسه د قلم او لیکنو په برخه کي هیواد ته کار کوم او په وروسته کي چي ژوند او توان راسره وي هم به ئې وکړم" استاد هوتک د خپلي وینا په پای کي یو ځل بیا د ګډونوالو او وطنوالو مینه، اخوت، ګډون او اخلاص وستایه.
د ویناوو د اختتام پسې د غونډي د ختمېدو دوعا وسوه او د ماښام د لمانځه له پاره اماده ګي ونیول سوه چي وروسته د سمنګاني صاحب په امامت سره لکه د ماځیګر لمونځ چي ئې هم ورکړی وو، د ماښام لمونځ هم ورکړ. تر لمانځه وروسته بېلابېلو ګډونوالو د لوړ درشل احمدشاه بابا رحمه الله د کور د داخلي برخو ( دالانونه، خوني او... ) څخه لیدنه وکړه.
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه د یادي غونډي د اهمیت او ارزښت له پاره کلمات او جملې نه لري چي بیان ئې کړي، خو بیا هم د داسي غونډو ضرورت هر وخت د محسوستیا وړ ګڼي.
موږ د علمي ځوانانو نړۍ د اطلاعات کلتور ریاست په خاص ډول سمنګاني صاحب او د دې غونډي نورو منتظمینو ته د دعا بې شمېره جملې صادروو. د دې ترڅنګ ښاغلي استاد معصوم هوتک صاحب ته د روغ صحت داسي دوعا کوو چي باقي ژوند ئې نور هم د قلم د څرخوني په توانایي کي ورباندي تېر سي.
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!
۱۴۰۵ش جوزا ۱۸ مه
27/05/2026
د نېکمرغه لوی اختر د مبارکۍ پیغام!
پر وطـــن خپور د خوښۍ شپول دئ
خوښ او خــوشحال مو هر کهول دئ
علـــمي ځوانانـــــــو نــــــړۍ وایـــي
وطن مــــو سم د آســـــیا خـــول دئ
خوښ یو چي یوځل بیا په ګران هیواد کښي د امن او ورورولۍ پر ټغر د لوی اختر د خوښۍ ورځي لمانځو. په همدې خاطر د علمي ځوانانو نړۍ ټولو مسلمانانو ته چي د دنیا په هره برخه کښي شتون لري د لوی اختر مبارکي وایي.
د حاجیانو د حج د فریضې، د مؤمنانو د قربانیو، صدقو او عبادتونو په پار د الله تعالی په عظیم دربار کښي خپل لاسونه لپه کوو. دا چي ګڼ شمېر مسلمانان مو لاهم د اقتصادي ستونزو، طبیعي افتونو، جنګونو او نورو ناخوالو له وجي ضررمند سوي دي، پر دې سربېره بیا هم نېکمرغه لوی اختر ته خوښي د دوی د لوړي حوصلې او صبر څرګنده نښه ده. د ټولو مسلمانانو څخه هیله دا ده چي د خپل پخواني بـرم د بیا راژوندي کېدو په اړه فکر او اقدام وکړي. د دې سره سره ګرانو افغانانو ته د تعلیمي او فرهنګي فعالیتونو په برخه کښي د توجه غوښتنه کوو. د ځوانانو څخه مو هیله ده چي د اختر شپې او ورځي په ډېر احتیاط او خوښۍ سره تېري کړي. په اخر کي یو ځل بیا ټولو مؤمنانو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایو.
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه!
21/05/2026
د علمي ځوانانو نړۍ د مجالسو په لړ کښي تېره شپه نولسم(١٩) بحث ترسره سو.
یاد انلاین ویبنار " زموږ ناوړه رواجونه او پر هغو د شریعت ردونه" تر سرلیک لاندي د محترم استاد حافظ نعماني صاحب لخوا ارایه کړل سو.
د تل په څېر موضوع پر خپل ټاکلي وخت باندي د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو سره را پیل سوه. د مجلس د ویاند الیاس صحرایي صاحب لخوا د اجنډا په ادامه تر ټولو اول نعماني صاحب ته بلنه ورکړل سوه.
ښاغلي نعماني صاحب د مقدمې په ترڅ کي ذکر کړل چي د الله تعالی دین چي خاتم النبیین حضرت محمد(ص) انسانانو ته رسولی او بیان کړی وو/دئ، د دنیا او اخیرت هر ډول نېکمرغي، ښېرازي او خوښي پکښي نغښتې ده. په عملي کولو سره ئې یقیناً د انسانانو ټولي ستونزي حل او د ژوند په هره مرحله کي به د بې ساري اسانتیاوو څخه برخمن وي.
ښاغلي نعماني صاحب د موضوعاتو په ادامه سره د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په هکله د پر موثقو دلایلو ولاړ وضاحتونه وکړل.
د ویبنار په منځنۍ برخه کي د استاد نعماني صاحب د هاشمي، صحرایي او پښتونزاد صاحب پوښتنو ته بشپړ جوابونه وویل او د ځوانانو په مرسته د دې ناوړه رواجونو په له منځه وړلو باندي ټینګار وکړ.
د مجلس په وروستۍ برخه کي د یاد سمینار پایله په لنډ ډول بیان سوه چي پکښي د هر ډول بدو رواجونو، خویونو او عادتونو پر مخنیوي او اصلاح باندي د اسلامي شریعت په چوکاټ کي ټینګار غوره اقدام وګڼل سو. په دې هکله د داسي نورو ناوړه رواجونو په هکله هم د مخنیوي لپاره ګامونه د ټولني د بقاء لپاره اړین وبلل سول.
په درنښت!
د علمي ځوانانو نړۍ فرهنګي کمېټه.
17/05/2026
موږ لا هم د خپل علمي سیر په درشل کي په پوره انرژۍ سره خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي دي. د علمي ځوانانو نړۍ د خپلو مجالسو په دوران کي نن اتلسم بحث ترسره کړئ. "selp management"(فردي نظم/د ځان مدیریت) زموږ د دغه سیمنیار موضوع وه چي د ښاغلي عتیق الله عابد صاحب له خوا څخه وړاندي سوه. د مجلس نطاق ښاغلی نصیب الله لایق صاحب وو چي د پروګرام نظم ئې په ښه توګه ترسره کړئ. سیمینار د همېش په څېر د قران پاک په تلاوت سره را پیل سو چي وروسته "عابد" موضوع راپیل کړه. په یاده موضوع کي ښاغلي عابد صاحب د فردي مدیریت، هدف، برخي، خنډونه او د خنډونو په وړاندي ئې حل لاري وړاندي کړې. عابد صاحب په خپلو خبرو کي فردي نظم او مدیرت د اهدافو په لاسته راوړلو کي تر ټولو اساسي توک یاد کړ. د فردي مدیریت د اړخونو په برخه کي عابد صاحب مطالعه، هدف تعقیبول، د شخصي لګښت کنټرول، ځان په ټولنه کي مطرح کول او نور یاد کړل. د موضوع بله برخه چي محترم عابد بحث ورباندي وکړ، هغه د ځاني مدیرت په وړاندي خنډونه ول. منفي فکرونه، ذهني فشار، بد عادتونه، د تشویق نه موجودیت د ځاني مدیریت په وړاندي له خنډونو وشمېرل سول. په وروستۍ برخه کي عابد صاحب د ځاني مدیریت په وړاندي د خنډونو له منځه وړل بیان کړل چي په ټوله کي ئې موضوع په ښه ډول تشرېح کړه. تر سیمینار وروسته ښاغلي لایق صاحب او محترم یارمل صاحب هم د موضوع په ارتباط خپل نظرونه شریک کړل. د مجلس په اخیره کي قدرمن عبدالحکیم فیضان صاحب پایله وړاندي کړل. ښاغلي فیضان د عابد صاحب څخه مننه وکړه او ترڅنګ ئې د موضوع په اړه وویل "فردي نظم د فردي مدېریت له پاره یوه کیلي ده"
د ټولو ګډون والو څخه مننه چي زموږ سره مو په دغه علمي مجلس کي ګډون کړئ وو.
۱۴۰۵ /ثور/ ۲۷ل.
د علمي ځوانانو د نړۍ فرهنګي کمېټه
11/05/2026
د علمي ځوانانو نړۍ او ادبي بانډار!
دا ځل د علمي غونډو او مجلسونو ترڅنګ د ادب پالني او ادبي ذوق د خړوبولو په پار د ځوانانو ترمنځ ادبي مجلس ترسره سو. مشاعره د قران کریم په آیتونو سره را پیل سوه چي وروسته ګډون والو په خپل وار سره خپل اماده کړي څه، حاضرینو ته واورول. نوموتی شاعر حاجي قلم مل صاحب، ولسي صاحب، شرر صاحب، عابد صاحب، نقشبندي صاحب، عبدالحکیم فیضان، محمود فیضان، نوري صاحب، شراف الدین صاحب او نورو قدرمونو شاعرانو او گډون والو خپل او د نورو شاعرانو منتخب شعرونه را سره شریک کړل. د مشاعرې نطاقي ښاغلی صحرایي صاحب ترسره کوله چي په ښه شکل ئې د مشاعرې د گډون والو ترمنځ همږغي ساتلې وه. دلته به د قلم مل او فیضان صاحب له شعرونو څخه څو منتخب بیتونه راوړم:
د پــــوهي څو زرې وې پــر مغزو را واوښتې
رڼاوي سوې خورې سوې پــر تیارو را واوښتې
د ورځي غېږ خـو ستا ده د سبا پر اوږو راسې
مــــــنم دي هلته لمره كــه پر شپو راواوښتې
د ژبي پـــــه كلا كي دي د زهرو ښامــار اوسي
خوږې خبري ځكه پــــــــه تـــرخو را واوښتې
قلم مل صاحب!
د ځوانۍ پـــــــر لمن جوړ د هیلو داغ دئ
پــــــه وجود کي مي پاچا ضمیر بدنام دئ
پــــــه پښتو وطــــــن پښتو نسته پښتونه
د خوشـــحال بچو تــــه پاته فقط قام دئ
که ئې لار کړه دمعشوق په عشق کي ورکه
د فیضــــان سر په هــغه ورځ بیا لیلام دئ
فیضان صاحب!
د ملګرو د غزلونو تر اورېدلو وروسته د ښاغلي فیضان صاحب د پایلي په وړاندي کولو سره مشاعره ختمه سوه.
۱۴۰۵/ثور/۲۰ل.
د علمي ځوانانو د نړۍ فرهنګي کمېټه!