26/05/2026
عمل پسندو ته ډالۍ
ژوند بدلوونکو کتابونو لنډيزونه / الهام بخښونکي پوسټونه/ ځان او ژوند جوړوونکي لنډي ويډيوګاني
26/05/2026
عمل پسندو ته ډالۍ
19/03/2026
FB_030
Give them the Fish
Don't let your passion just be a passion; fulfill the needs of the people in the market based on it - create a product or service-based business.
19/03/2026
FB_029
Give them the Fish:
Relate your skills to the needs of the people. A business is not just providing a product or service, but rather, it is to solve a problem in the market.
18/03/2026
FB_028
Give them the Fish:
See what the market is looking for, and then find a way to provide it to them based on their needs.
16/03/2026
FB-027
Start Unexpected: Unanticipated launches often yield great achievements. Moreover, success lies not only in planning, but in acting.
16/03/2026
FB_026
Start Unexpected: You don't necessarily need to be an expert in launching a business; check the market for the problem, provide a solution, and you will already be in the market.
15/03/2026
FB-025
Start Unexpected:
Some entrepreneurs have emerged unexpectedly; you too can learn from and replicate their experiences in the market.
15/03/2026
FB-024
Start Small: You don't need to have a lot of money to start your business - start yours.
17/01/2026
FB_023
پر پښتني کلتور د عصري کېدو اغيزي او ډ امارتيا سن د «وړتياوو تګلاري» رول.
دا څېړنه د عصري کېدو (Modernization) اغيزي پر پښتني کلتور څېړي او ارزوي چې د امارتیا سن د «وړتیاوو تګلاره» تر کومه حده د پښتنو د ټولنیز او کلتوري واقعیتونو د درک لپاره مناسبه ده. څېړنه دوې مرکزي پوښتني مطرح کوي: لومړی، عصري کېدل څنګه د پښتنو پر کلتوري بنسټونو او ارزښتونو اغېز کوي؟ او دوهم، ایا د سن ازاديمحوره تګلاره د دې بدلونونو ژوري ننګوني په سمه توګه تشخیص او حلولای سي؟
د ګډي څېړنیزي طریقې (کیفي تحلیل او کمّي سروې) پر بنسټ، ساحوي څېړنه د پاکستان په طاهرخېلو سیمه کې ترسره سوې ده. پایلي ښيي چې د پښتنو مهم کلتوري بنسټونه—لکه حجره او جرګه—د عصري کېدو تر فشار لاندي دي، او د پښتونولۍ اخلاقي نظام خپل پخوانی ټولنیز مرکز له لاسه ورکوي. څېړنه درې اصلي لاملونه په ګوته کوي: ښاري کېدل، سخت بيوروکراتيک کېدل، او ټکنالوژيکي بدلونونه ).
همدارنګه، دا څېړنه د سن د تګلاري انتقادي ارزونه وړاندي کوي او استدلال کوي چي د هغه ارزښتي نړۍلید د پښتني «وړتیاوو» ځیني مهم کلتوري اړخونه په بشپړ ډول نه رانغاړي. په پایله کې، څېړنه وړاندیز کوي چي د پښتنو لپاره یوې لا هراړخیزې پرمختیایي تګلاري ته اړتیا ده—هغه چې کلتوري همغږي وساتي او په عین حال کې د عصري نړۍ له غوښتنو سره همږغې وي
Like Comment and Share
17/01/2026
FB_022
اقتصادي نابرابري او پر رواني روغتيا یې اغيزي؛ حقیقت څه دئ؟
موږ زیات وخت اورو چې نابرابري د خلکو د خوښۍ او ذهني روغتیا لپاره خطر دی. خو نوې څېړنه، چې د ۲۰۰۰ تر ۲۰۲۲ کلونو پورې د معلوماتو پر اساس ترسره شوې، ښيي چې حقیقت لږ توپير لري.
دې څېړنه کې د ۱۱،۳۸۹،۸۷۱ ګډونوالو معلومات شامل وو، په چې د ۳۸،۳۳۵ مختلفو جغرافیایي سیمو څخه راټول شوي. څېړنه د ۱۶۸ علمي مطالعاتو پر بنسټ جوړه شوې معلومات یې د ۱۰ بېلابېلو علمي ډیټابېسونو څخه ترلاسه سوي.
د څېړني مهمه پایله دا ده چې خلک په هغو سیمو کې چې اقتصادي توپير ډېر وي، په عمومي توګه خپل ذهني آرام او خوشحالي له لاسه نه ورکوي. یوازینی کسان چې د نابرابرۍ له امله لږ فشار تجربه کوي، هغوی دي چې له وړاندي ټیټ عاید لري. د چاپېریال شرایط هم مهم دي: په لوړ انفلاسیون کې د نابرابرۍ اغېز لږ منفي و، خو په ټیټ انفلاسیون کې حتی مثبت اغېز درلود.
اقتصادي نابرابري په خپله خلک ناخوښ يا رواني کمزورو کوي نه. اصلي اغېز يې په شخصي وضعیت، چاپېریال او ټولنیزو شرایطو پوري اړه لري. د دې څېړني پایلي د دې لپاره مهمي دي چې د عامه روغتیا پالیسۍ او ټولنیز پروګرامونه په سمه توګه جوړ کړو، او خلک پوه سي چې د خوشحالۍ او رواني روغتیا مسئولیت یوازي د شتمنۍ توپير نه دئ.
دا څېړنه د R. S., J. H. J., او I. G. S. لخوا ترسره سوې او په ۲۰۲۵ کال کې د Springer Nature Limited له خوا خپره سوې ده.
#خوشحالي #ټولنه #نابرابري