08/08/2016
★★★ــــــــ★ د ښځي مکمل حجاب او ثبوت ★ــــــــ★★★
✿
ډیر خلک په دغه کي سره تفاوت دي چي د ښځي په حجاب (پرده کول) کي د هغې مخ نه دي شامل او بعضي وایي شامل دي ، د قران کریم او احادیثو په شمول دغه موضوع ژباړه کړه ، هیله کوم چي هر مسلمان ورور او خورته یې ګټه ورسیږي
✿
(دځواني ښځي لپاره حجاب په قران کریم کي)
د ځواني ښځي حجاب د قران کریم په ایت ثابت شوي دي او د الله جل جلاله فرضي امر دي چي هر مسلمان باید عمل په وکړي (لکه په لاندي مبارک ایت کي)
✿
( وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا لِبُعُولَتِهِنَّ)
(سورة النور/31)
ژباړه
الله جل جلاله و نبي کریم (ص) ته فرمان وکړي چي مومنوښځوته امر وکړه چي دوی به خپل نظر ټیټ ګرځوي او خپل ف*ج (د بدن هغه حصې چي د نارینه سترګي ور اوړي) ساتي او خپل ښایست به مکمل پټ ساتي بیله هغه چي هغه ظاهر دي (لکه لاسونه او پښې ) او پوړني به په مخ را ایله کوي (یعني مخ به پټوي) او خپل ښایست به بغیر له خپل خاوند څخه بل چاته نه ښکاره کوي
✿
( د ځواني ښځي حجاب په حدیث کي )
بیبي عائشې رضی الله تعالی عنها ویلي
چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم به د سهار لمونځ ورکوي او هلته به ښځي هم راتللي مګر هغوی به خپل مخونه پټ کړي وه او چي تر کورونه بهه رسیدلي هم به پټ وه او داسي به پټ وه چي هیڅ چا نه شو پیژندلي (بخاري و مسلم)
په بل روایت کي یې ویلي دي چي موږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د عمرې په وخت کي ناستي وه ، او چي زموږ وخواته به هر نارینه تیریدي نو موږ به پر مخ پوړني را ایله کوي ، کله چي به هغه تیر شو بیا به مو پورته کړي (ابو داؤد و ابن ماجه)
✿
(دمشرانو ښځو د پرده په قران کریک کي)
او د هغو ښځو چي هغوی د عمر مشراني دي او یا هغه ښځي چي میره نور نه کوي ( لکه کونډي یا طلاقي او یا چي د واده څخه پاته شوي عمر دراز وي او نور د واده امید نلري) لکه په لاندي ایت کي
( وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لا يَرْجُونَ نِكَاحاً فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (سورة النور/60 )
ژباړه
او هغه ناستي ښځي (لکه لوړ چي ذکرشوي دي) چي هغوی نور د نکاح تلاش او امید نه لري ، په هغو ګناه نشته چي صرف پرده داره (ازاد پټي د پردې جامې) واغوندي چي په پیشین او زینت کي نه وي ، او چي حجاب وکړي نو هغه ورته بهتر دي ، الله پاک هرڅه اوري او ویني
✿
(دمشرانو ښځو د پردې په اړه حدیث)
حضرت عاصم رضی الله تعالی عنه ویلي دي ، چي موږ به و حفصې بنت سیرین ته ورغلي چي هغه مشره ښځه وه او هغې به نقاب ګری وو (یعني نور مخ به پټ او سترګي ښکاره) نو موږ به ورته وویل چي ته خو مشره ښځه یې ته ولي نقاب کوي ، الله جل جلاله په قران کریم معاف کړي یاست ، نو هغې راته وویل چي صحي ده ستا خبره مګر دا یې هم فرمایلي دي چي پت مخ د ثواب لپاره و هغوی ته ښه دي (رواه البیهقي)
یعني مشره ښځه او وچه ښځه او هغي ښځي چي د واده کولو دوران یې تیر شوی وي او هغوی یې نور امید هم نه کوي یا کونډي چي نور د واده په طمع نه وي او یا طلاقي چي د عمر نه پخې وي او نور واده نه غواړي ، نو دغه ښځي خپل اختیاره دي که مخ پټ وساتي د اجرونو خاونداني به وي او که یې لس وساتي نو ګناه باندي نشته ، په دغه شرط چي نوري جامې به یې ازادي وي او زینت یا پیشین به نه وي ورسره
✿
✿
( د لوړ حدیثونو اصل متن او منبع )
عن عروة أن عائشة قالت : لقد كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصلي الفجر فيشهد معه نساء من المؤمنات متلفعات في مروطهن ثم يرجعن إلى بيوتهن ما يعرفهن أحد . رواه البخاري ( 365 ) ومسلم ( 645 ) .
،
عن عائشة رضي الله عنها قالت : كان الركبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلى الله عليه وسلم مُحْرِمات ، فإذا حاذوا بنا أسدلت إحدانا جلبابها من رأسها على وجهها ، فإذا جاوزونا كشفناه . رواه أبو داود ( 1833 ) وابن ماجه ( 2935 ) ، وصححه ابن خزيمة ( 4 / 203 ) . وصححه الألباني في كتاب جلباب المرأة المسلمة .
،
عن عاصم الأحول قال : كنا ندخل على حفصة بنت سيرين وقد جعلت الجلباب هكذا : وتنقبت به ، فنقول لها : رَحِمَكِ الله قال الله تعالى : ( وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللاَّتِي لاَ يَرْجُونَ نِكَاحاً فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ ) ، قال : فتقول لنا : أي شئ بعد ذلك ؟ فنقول : ( وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ ) فتقول : هو إثبات الحجاب . رواه البيهقي ( 7 / 93 )