30/04/2026
د نیټورک انجنیر څحه د انټرویو پوښتنی
لومړی برخه(1)
1: Question: شبکه څه ده؟
Answer: شبکه د هغو وسایلو مجموعه ده لکه کمپیوټرونه، سرورونه، پرنټرونه او روټرونه چې له یو بل سره وصل وي او معلومات او سرچینې شریکوي.
2: Question: د شبکو مختلف ډولونه کوم دي؟
Answer: د شبکو اصلي ډولونه LAN، WAN، MAN، PAN او WLAN دي چې د اندازې او پوښښ له مخې توپیر لري.
3: Question: LAN، WAN، MAN څه دي؟
Answer: LAN کوچنۍ سیمه لکه کور یا دفتر پوښي. WAN لویه سیمه لکه ښارونه او هېوادونه پوښي. MAN د ښار یا لوی کیمپس شبکه ده.
4: Question: IP Address څه شی دی؟
Answer: IP Address یو ځانګړی عددي پته ده چې هر وسیله ته په شبکه کې ورکول کېږي.
5: Question: IPv4 او IPv6 څه دي؟
Answer: IPv4 د IP زوړ ډول دی چې 32-bit کاروي، او IPv6 نوی ډول دی چې 128-bit کاروي.
6: Question: MAC Address څه دی؟
Answer: MAC Address د شبکې کارت ځانګړی فزیکي ادرس دی.
7: Question: د IP او MAC Address ترمنځ توپیر څه دی؟
Answer: IP یو منطقي ادرس دی چې د شبکو ترمنځ کارول کېږي، خو MAC یو فزیکي ادرس دی چې په محلي شبکه کې کارول کېږي.
8: Question: Subnet څه شی دی؟
Answer: Subnet د لویې شبکې کوچنۍ برخه ده.
9: Question: Default Gateway څه دی؟
Answer: Default Gateway هغه روټر دی چې د محلي شبکې ټرافیک نورو شبکو ته لېږي.
10: Question: DNS څه دی؟
Answer: DNS د ډومېن نومونه IP Addresses ته اړوي