Ahmadzai DRY Fruits
بريالي کسان هغه دي.
چې خلکو ته موسکا او رب ته ژړا ڪوي.
ځکه چې رب ژړا او خلک موسکا خوښوي.�
11/03/2026
د لوړ کیفیت وچې مېوې – مستقیم له تولید څخه تر نړیوال بازار پورې! 🌍
موږ د افغانستان اصلي او طبیعي وچې مېوې وړاندې کوو، په لوړ کیفیت او مناسب قیمت.
📦 زموږ محصولات:
• بادام
• جلغوزي
• کشمش
• انځر
• چهارمغز
• کیشته
• شکرپاره
• او نورې مختلفې وچې مېوې
✅ عمده او پرچون خرڅلاو
✅ صادرات هند، دوبۍ او اروپایي هیوادونو ته
✅ ښه قیمت او مناسب ریټ
✅ پاک، معیاري او باکیفیته محصولات
موږ هڅه کوو چې خپلو مشتریانو ته اصلي افغان وچې مېوې د باور، کیفیت او مناسب قیمت سره وړاندې کړو.
📞 د فرمایش او معلوماتو لپاره اړیکه:
+93778515207
+93777677707
+93773721500
+93775859995
🌍 لېږد هر ځای ته ممکن دی.
21/02/2026
د روژې مبارکه میاشت – د برکتونو او رحمتونو بهار
ګرانو دوستانو او د کلي خوږو ملګرو!
روژه هغه مبارکه میاشت ده چې د هر مسلمان کور ته د رحمتونو باران راولي. دا یوازې د لوږې او تندې نوم نه دی، بلکې د زړونو د صفا کېدو، د ګناهونو د بخښنې او د الله تعالی د رضا د حاصلولو میاشت ده.
کله چې د روژې سپېڅلې میاشت راشي، د کلي فضا بدله شي؛
جوماتونه اباد شي، د قرآن کریم اوازونه پورته شي، ماشومان خوشحاله وي، او هر کور کې د افطار تیاری وي. دا میاشت د ورورولۍ، مینې او مرسته کولو میاشت ده.
الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
"يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ ... لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ"
یعنې: ای مؤمنانو! پر تاسو روژه فرض شوې ده، څو تقوا پیدا کړئ.
روژه انسان ته صبر ورزده کوي، نفس کنټرولول ورزده کوي، او دا احساس ورکوي چې بېوزلي خلک څنګه ژوند کوي.
کله چې روژه نیسو، نه یوازې خوله، بلکې سترګې، غوږونه او ژبه هم باید روژه وي.
نه باید دروغ ووایو، نه غیبت وکړو، نه د چا زړه ماتوو.
د روژې لوی برکتونه او ثوابونه:
✔ ګناهونه بښل کېږي
✔ د جنت دروازې پرانیستل کېږي
✔ د دوزخ دروازې تړل کېږي
✔ دعاوې قبلیږي
✔ په دې میاشت کې یوه شپه شته چې له زرو میاشتو غوره ده (لیلة القدر)
د روژې میاشت د صدقې او خیرات میاشت ده.
که څوک وچه ډوډۍ هم د الله په رضا ورکړي، الله تعالی یې اجر څو چنده زیاتوي.
د یتیم سر ته لاس ایښوول، د مسکین مرسته کول، د خپلوانو پوښتنه کول – دا ټول عبادت دی.
راځئ چې دا مبارکه میاشت په لاندې کارونو تېره کړو:
🌙 پنځه وخته لمونځ په خپل وخت
📖 د قرآن تلاوت هره ورځ
🤲 دعا، استغفار او ذکر
💞 د مور او پلار خدمت
🤝 د خپلوانو سره اړیکه ساتل
💰 صدقه او خیرات
ګرانو وروڼو او خویندو!
روژه ژر تېریږي، ورځې یې لږې دي، خو برکتونه یې ډېر دي. هڅه وکړو چې دا فرصت له لاسه ورنکړو. کېدای شي دا زموږ وروستۍ روژه وي، نو هره لحظه یې غنیمت وګڼو.
🤲 الله تعالی دې زموږ روژې قبولې کړي، ګناهونه مو وبښي، ناروغانو ته شفا ورکړي، بېوزلو ته رزق پراخ کړي، او زموږ وطن ته امن، اتفاق او خوشحالي نصیب کړي. آمین یا رب العالمین.
که دا لیکنه مو خوښه شوه، شریک یې کړئ، کېدای شي د چا د هدایت سبب شي او ستاسو لپاره هم اجر او ثواب شي.
✅
📶 انټرنټ د خلکو اړتیا ده، نه د بندېدو وسیله!
✦ د انټرنټ پرېکول د پرمختګ مخه نیسي ✦
🌍 نړۍ پر انټرنټ ولاړه ده، افغانان دې ترې محروم نه وي.
✅
📶 انترنت نیاز مردم است، نه وسیلهٔ محدودیت!
✦ قطع انترنت، سد راه پیشرفت ✦
🌍 جهان با انترنت وصل است، افغانها نباید از آن محروم @باشند.
شاید
ځینې ورک شوي کسان ظالمان ښکاره شي
خو په حقیقت کې د هغوی ورک کېدل
د ځان د بقا لپاره تر ټولو وروستۍ هڅه وي
هغوی پوهېږي چې که پاتې شي
نړېږي
که خبرې وکړي، ماتېږي
نو غوره ګڼي چې چوپ شي
او د ځان ورکېدلو په غېږ کې د روح ټوټې ټولې کړي.!
04/05/2025
دافغانستان (40) ولسمشران په
275 کلنو کې
دپنځو لومړنیو ولسمشران په واکمنی کی دافغانستان نوم خراسان و لکه
(1) میرویس نیکه
(٢)عبدالعزیزخان دمیرویس نیکه ورور
(3) شاه محمود دمیرویس نیکه مشرزوی
(4)شاه اشرف دعبدالعزیزخان زوی
(5)شاه حسین دمیرویس نیکه کشرزوی
دافغانستان پنځه زره 5000
کلن تاریخ
دافغانستان لومړنی نوم اریانا و چه دانوم
3600 کاله دوام وکړ له اریانا وروسته داسلام دسپیڅلی دین له راتګ سره دافغانستان نوم خراسان سو چه دی نوم
1100 کاله دوام وکړ دخراسان دنوم ورستی ولسمشر شاه حسین دمیرویس نیکه کشر زوی و
اوپه کال 1747 م کی داحمدشاه بابا له واکمنیدوسره سم دافغانستان نوم له خراسان څخه افغانستان ته واوښت دافغانستان دواکمنانو تاریخونه واک ته رسیدل او اودواکمنی پای ته رسیدل په لاندی ډه ول دی
له ١٧٤٧ څخه تر٢٠٢٢ میلادی او ١١٢٥ هجری لمریزکال څخه تر ۱۴۰۰ هجري لمريز کال پورې
۱- میرویس خان ۱۷۰۷ - ۱۷۱۵ پورې ۸ کاله.
۲- عبدالعزیز خان ۱۷۱۵ - ۱۷۱۶ پورې ۱ کال.
۳- شاه محمود ۱۷۱۶- ۱۷۲۴ پورې ۸ کاله.
۴- شاه اشرف ۱۷۲۴ - ۱۷۲۸ پورې ۵ کاله او ۸ مياستې.
۵- شاه حسین ۱۷۲۹ - ۱۷۳۷ پورې ۸ کاله.
۶- احمدشاه ابدالي ۱۷۴۷ - ۱۷۷۲ پورې ۲۶ کاله.
۷- شهزاده سلیمان ۱۷۷۲ - ۱۷۷۲ پورې يو څو ورځې.
۸- تیمور شاه ۱۷۷۲ - ۱۷۹۲پورې ۲۹ کاله.
۹- شاه زمان ۱۷۹۲ - ۱۸۰۱ پورې ۹ کاله.
۱۰- شاه محمود ۱۸۰۱ - ۱۸۰۳ پورې ۲ کاله.
۱۱- شاه شجاع ۱۸۰۳ - ۱۸۱۱ پورې ۸ کاله.
۱۲- شاه محمود دويم ځل ۱۸۱۱ - ۱۸۲۹ پورې ۱۸ کاله.
۱۳- د بارکزيو وروڼو ګډه واکمني ۱۸۲۹ - ۱۸۳۵ پورې ۶ کاله.
۱۴- امیر محمد عظیم خان ۱۸۳۵ - ۱۸۳۹ پورې ۴ کاله.
۱۵- شاه شجاع دويم ځل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ پورې ۳ کاله.
۱۶- امیر دوست محمد خان ۱۸۴۳ - ۱۸۶۳ پورې ۲۰ کاله.
۱۷- امیر شیر علي خان ۱۸۶۳ - ۱۸۶۶پورې ۳ کاله.
۱۸- امیر محمد افضل خان۱۸۶۶ - ۱۸۶۷ پورې ۱ کال.
۱۹- امیر محمد عظیم خان۱8۶۷ - ۱۸۶۸پورې ۱ کال.
۲۰- شیر علي خان بار دويم ځل ۱۸۶۸ - ۱۸۷۹ پورې ۱۱ کاله.
۲۱- امیر محمد یعقوب خان ۱۸۷۹ - ۱۸۸۰ پورې ۱ کال.
۲۲- امیر عبدالرحمن خان ۱۸۸۰ - ۱۹۰۱ پورې ۲۱ کاله.
۲۳- امیر حبیب الله خان ۱۹۰۱ - ۱۹۱۸ پورې ۱۸ کاله.
۲۴- امیر آمان الله خان۱۹۱۸ - ۱۹۲۸پورې ۱۰ کاله.
۲۵- سردار عنایت الله خان۱۹۲۸ - ۱۹۲۸پورې څو ورځې.
۲۶- امیرحبیب الله کلکاني ( سقاو زوی)۱۹۲۸ - ۱۹۲۹پورې ۹مياستې.
۲۷- محمد نادر شاه۱۹۲۹ - ۱۹۳۳ پورې ۴کاله او ۱ مياست.
۲۸- محمد ظاهرشاه۱۹۳۳ - ۱۹۷۳پورې ۳۹کاله او ۸ مياستې.
۲۹- سردار محمد داود خان۱۹۷۳ - ۱۹۷۸پورې ۴کاله او ۹ مياستې.
۳۰- نور محمد تره کی۱۹۷۸ - ۱۹۷۹پورې ۱ کال او ۴ مياشتې.
۳۱- حفیظ الله امین۱۹۷۹ - ۱۹۷۹پورې ۳ مياستې او ۱۲ ورځې.
۳۲- ببرک کارمل۱۹۷۹ - ۱۹۸۶پورې ۶کاله او ۴ مياستې.
۳۳- حاجي محمد څمکنی۱۹۸۶ - ۱۹۸۶پورې څو ورځې.
۳۴- ډاکتر نجیب ۱۹۸۶ - ۱۹۹۲پورې ۶ کاله.
۳۵- صبغت الله مجددي۱۹۹۲ - ۱۹۹۲پورې ۲ مياستې.
۳۶- برهان الدین رباني۱۹۹۲ - ۱۹۹۶پورې ۳کاله او ۹ مياستې.
۳۷- ملا محمد عمر مجاهد۱۹۹۶ - ۲۰۰۲پورې ۵ کاله.
۳۸- حامد کرزی۲۰۰۲ - ۲۰۱۴پورې ۱۳ کاله.
۳۹- اشرف غني ۲۰۱۴ - ۲۰۲۱پورې ۷ کاله.
۴۰- ملا محمد حسن آخند ۲۰۲۱- ۲۰۲۵ فعلاً هم په واک کیده
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul
1005