17/05/2026
د مې ۱۷مه | د وینې لوړ فشار نړیواله ورځ
د وینې لوړ فشار ( بلډ پریشر ) هغه ناروغي ده چې ډېر وخت له ښکاره نښو پرته د انسان بدن ته زیان رسوي. که پر وخت ورته پاملرنه ونه شي د زړه ناروغۍ، دماغي سکتې، د پښتورګو ناروغۍ او نورې خطرناکې ستونزې رامنځته کولای شي.
د دې نړیوالۍ ورځې موخه دا ده چې خلک د وینې لوړ فشار د خطرونو په اړه خبر شي او د خپل روغتیا ساتنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د وینې فشار کتل، سالم خواړه خوړل، د مالګې لږ کارول، بدني خوځښت، او له سګرټو او نورو زیانمنو توکو څخه ځان ساتل د دې ناروغۍ د مخنیوي غوره لارې دي.
سپینغر پوهنتون ـ کابل د لوړ فشار نړیوالې ورځې په مناسبت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د خپلې روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د سالم ژوند دود ته وده ورکړي.
روغ ژوند، ارام زړه او سالمه ټولنه زموږ ګډ مسؤلیت دی.
وقایه تر درملنې غوره ده؛
هڅه وکړئ چې خپل د وینې فشار په منظم ډول معاینه کړئ.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایټ: www.spingharkabul.edu.af
ټيک ټاک: www.tiktok.com/
17/05/2026
د سپینغر پوهنتون–کابل او خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
د هېواد د لوړو زدهکړو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا او اکاډمیکو همکاریو د ټینګښت په موخه د خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون او د سپینغر پوهنتون–کابل ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړهلیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. په دې پروګرام کې د دواړو پوهنتونونو یو شمېر مسئولینو، مرستیالانو او د علمي کادر غړو ګډون کړی و او د علمي او څېړنیزو همکاریو د ارزښت په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د مراسمو په پیل کې د خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون محترم رئیس ډاکټر شجاعحسین "محسني" د سپینغر پوهنتون–کابل د پلاوي هرکلی وکړ او د علمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همکاري یې د هېواد د لوړو زدهکړو د نظام د ودې او پرمختګ لپاره یو اساسي اړتیا وبلله.
نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنتونونو ترمنځ نږدې اړیکې کولای شي د پوهې د تبادلې، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
وروسته د سپینغر پوهنتون–کابل رئیس محترم دوکتور محمد قادر "عادل" هم د علمي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دې هوکړهلیک لاسلیک یې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو د نوي پړاو پیل وباله.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دې هوکړهلیک د علمي، څېړنیزو او ښوونیزو موخو د پلي کېدو لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د دې هوکړهلیک له مخې دواړه پوهنتونونه به په بېلابېلو برخو کې لکه د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو جوړول، ګډې څېړنیزې پروژې، له ښوونیزو او کتابتوني اسانتیاوو څخه ګډه ګټه اخیستنه، د علمي مقالو چاپ او خپرول، او همدارنګه د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې همکاري کوي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د دواړو بنسټونو مسئولینو د علمي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ. وروسته د دواړه لورې پلاوو د خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون له یو شمېر علمي، څېړنیزو او ښوونیزو برخو څخه لیدنه وکړه او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د دوامدارو او رغنده همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-------------------------------------------------------------------------------
امضاء تفاهم نامه میان پوهنتون سپینغر– کابل و پوهنتون خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم
در راستای تقویت روابط علمی و تحکیم همکاری های اکادمیک میان نهاد های تحصیلات عالی کشور، تفاهم نامه همکاری مشترک میان پوهنتون خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم و پوهنتون سپینغر-کابل طی نشستی رسمی به امضا رسید. در این برنامه، شماری از مسئولین، معاونین و اعضای کادر علمی هردو پوهنتون حضور داشتند و پیرامون اهمیت همکاری های علمی و تحقیقاتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در آغاز مراسم، داکتر شجاعحسین "محسنی" رئیس محترم پوهنتون خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم با استقبال از هیئت اعزامی پوهنتون سپینغر-کابل، همکاری میان مراکز علمی و تحصیلی را یکی از نیازهای اساسی برای رشد و پیشرفت نظام تحصیلات عالی کشور عنوان نمود. ایشان اظهار داشتند که ایجاد روابط نزدیک میان پوهنتون ها میتواند زمینه تبادل دانش، ارتقای ظرفیت های علمی و تقویت فعالیت های تحقیقی را فراهم سازد.
در ادامه، دوکتور محمد قادر "عادل" رئیس پوهنتون سپینغر-کابل نیز با اشاره به اهمیت تعاملات علمی، امضای این تفاهم نامه را آغاز فصل تازهای از همکاری های مشترک میان دو نهاد دانسته و تأکید کردند که از تمامی ظرفیت های موجود برای تحقق اهداف علمی، تحقیقی و آموزشی این تفاهم نامه استفاده مؤثر صورت خواهد گرفت.
براساس این تفاهم نامه، هردو پوهنتون در عرصه های مختلف از جمله تدویر کنفرانس ها و سیمینارهای علمی، انجام پروژه های تحقیقاتی مشترک، تبادل استاد و محصل، استفاده مشترک از امکانات آموزشی و کتابخانه یی، چاپ و نشر مقالات علمی و همچنان برنامه های ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی همکاری خواهند نمود.
در بخش پایانی این برنامه، تفاهم نامه همکاری علمی توسط مسئولین هردو نهاد به امضا رسید و هیئت های اشتراک کننده از برخی بخش های علمی، تحقیقی و آموزشی پوهنتون خاتمالنبیین صلی الله علیه وسلم بازدید به عمل آورده و بر دوام همکاری های سازنده و دراز مدت میان دو نهاد تأکید نمودند.
وتساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
تیک تاک: www.tiktok.com/
14/05/2026
د سپینغر پوهنتون–کابل او پکتیا پوهنتون ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو
د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په موخه د پکتیا پوهنتون او د سپینغرپوهنتون–کابل ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا پوهنتون محترم رئیس د سپینغر پوهنتون–کابل د پلاوي له حضور څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه علمي بنسټ د لاستهراوړنو او د لوړو زدهکړو په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو ستاینه وکړه.
نوموړي د لوړو زدهکړو د کیفیت په لوړونې کې د سپینغر پوهنتون–کابل رول د ستاینې وړ وباله.
همدارنګه هغه څرګنده کړه چې پکتیا پوهنتون د علمي او اکاډمیکو برخو په بېلابېلو چارو کې لکه د کادري ازموینو، علمي څېړنې، ښوونیز پروګرامونه او نورې ګډې چارې له دغه علمي بنسټ سره دوامدارې همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري او له دې همکاریو یې تود هرکلی وکړ.
وروسته د سپینغر پوهنتون–کابل محترم رئیس د خپل پوهنتون د تاریخچې، علمي مخینې او لاستهراوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د پکتیا پوهنتون د رهبرۍ له همکارانه چلند او مثبت لیدلوري څخه یې مننه او خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه چې د دې هوکړهلیک مادې کولی شي د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګښت، د اکاډمیکو تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمنه زمینه برابره کړي او انشاءالله د دې هوکړهلیک د موخو د پلي کېدو لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، د سپینغرپوهنتون–کابل رئیس د استادانو د علمي مقالو د چاپ او خپرولو په برخه کې په ځانګړي ډول د طب پوهنځي د مقالو لپاره په علمي او نړیوالو مجلو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه پوهنتون په نورو علمي څېړنیزو او اکاډمیکو برخو کې هم هر ډول ګډې همکارۍ ته چمتو دی.
د غونډې په پای کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو، او د پکتیا پوهنتون محترم رئیس هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به له سپینغر پوهنتون–کابل څخه هم لیدنه وکړي او د دواړو لورو ترمنځ به ګډې همکارۍ لا پراخې شي.
------------------------------------------------------------------------------
تفاهم نامه همکاری های علمی و اکادمیک میان پوهنتون پکتیا و پوهنتون سپینغر-کابل به منظور گسترش روابط علمی، تحقیقی و اکادمیک، طی محفلی رسمی به امضا رسید.
در آغاز این نشست، رئیس محترم پوهنتون پکتیا ضمن ابراز خرسندی از حضور هیأت اعزامی پوهنتون سپینغر-کابل، از جایگاه علمی، دستاوردها و خدمات ارزنده این نهاد در عرصه تحصیلات عالی به نیکی یادآوری نموده و نقش آن را در ارتقای کیفیت آموزش های اکادمیک قابل ستایش دانستند. ایشان همچنان تأکید کردند که پوهنتون پکتیا در بخش های مختلف علمی و اکادمیک، از جمله برگزاری امتحانات کادری، تحقیقات علمی، برنامه های آموزشی و سایر فعالیت های مشترک، آماده همکاری دوامدار با این نهاد علمی می باشد و از این همکاری به گرمی استقبال نمودند.
متعاقباً، رئیس محترم پوهنتون سپینغر-کابل با ارائه معلومات مختصر پیرامون تاریخچه، پیشینه علمی و دستاوردهای این پوهنتون، از حسن همکاری و دیدگاه مثبت رهبری پوهنتون پکتیا ابراز سپاس و خرسندی نمودند. ایشان تصریح کردند که مفاد این تفاهم نامه میتواند زمینه ساز تحکیم روابط علمی، تبادل تجارب اکادمیک و گسترش همکاری های مشترک میان دو نهاد گردد و انشاءالله از تمامی ظرفیت های موجود برای تحقق اهداف مندرج در این تفاهم نامه استفاده مؤثر صورت خواهد گرفت.
همچنان، رئیس پوهنتون سپینغر-کابل آمادگی این نهاد را در زمینه چاپ و نشر مقالات علمی استادان، به ویژه مقالات مربوط به فاکولته طب، در مجلات علمی و بینالمللی اعلام نموده و تأکید کردند که این پوهنتون در سایر بخش های علمی، تحقیقی و اکادمیک نیز آماده هرگونه همکاری مشترک میباشد.
در پایان این نشست، تفاهم نامه همکاری علمی میان دو نهاد به امضا رسیده و رئیس محترم پوهنتون پکتیا ابراز امیدواری نمودند که در آینده نزدیک از پوهنتون سپینغر-کابل نیز دیدار نموده و همکاری های دوجانبه بیش از پیش گسترش یابد.
وتساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
تیک تاک: www.tiktok.com/
06/05/2026
د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیک تقویم مطابق
نن چهار شنبه ۱۴۰۵/ثور/١٦ مه نیټه د پسرلني سمستر %20 ازموینې پیل شوې.
سپین غر پوهنتون–کابل د درې ګونو پوهنځیو د ۱۴۰٥ کال پسرلني سمستر %20 ازموینې په شفافه او ارامه فضاکې پیل شوې
یادو ازموینو په پیل کې د ازموینوکميټې آمر لخوا محصلينو ته د ازموینو اړوند هر اړخیزه سپارښتنې وشوې ترڅو په منظم ډول او ټاکلي وخت د ازموينی صحني ته حاضر شي او همدارنګه محصلينو ته ډاډ ورکړل شو چې ازموینی به په شفافه توګه او د لوړو زده کړو وزارت د لایحی مطابق اخیستل کيږي په پای کې له محصلينو څخه هم وغوښتل شو چې د ازموینو کميټي سره د ازموينو بهیر د صحنو په نظم کې مرسته وکړي.
د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر ازمويني پر ټاکلي وخت پيل شوې او د مهالويش سره سم به په نورماله توګه رواني وي.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک: www.tiktok.com/
04/05/2026
تطبيقات لابراتواری
جریان کار های عملی مضمون هیستولوژی...
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک: www.tiktok.com/
30/04/2026
هفته جهانی واکسیناسیون
واکسیناسیون یکی از بزرگترین دستاورد های بشری در عرصه صحت عامه است که همه ساله جان میلیون ها انسان را نجات می دهد. در همین راستا، World Health Organization این هفته را به منظور بلند بردن سطح آگاهی مردم و ترویج فرهنگ واکسیناسیون گرامی می دارد.
واکسین ها نه تنها اطفال، بلکه تمام افراد جامعه را در برابر بیماری های خطرناک و قابل وقایه مصون می سازند. با تطبیق به موقع واکسین، میتوان از شیوع امراض ساری جلوگیری نموده و آینده یی سالم تر را برای نسل های بعدی تضمین کرد.
بیایید با افزایش آگاهی، حمایت از برنامه های واکسیناسیون و تشویق یکدیگر به مراجعه به مراکز صحی، در ساختن جامعه يي سالم و مصون سهم بگیریم.
واکسین، سپر محافظ صحت ماست.
آمریت نشرات و آگاهی دهی عامه.
وتساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
25/04/2026
۲۵ اپریل | د ملاریا نړیواله ورځ
ملاریا اوس هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د عامې روغتیا یوه جدي ستونزه ده چې هر کال زرګونه انسانان اغېزمنوي.
دا ناروغي د انوفیل مچۍ د چیچلو له لارې انسان ته انتقالیږي او که پر وخت یې درملنه ونشي خطرناکې پایلې لرلای شي.
د دې ورځې موخه د خلکو پوهاوی لوړول او د ملاریا د مخنیوي لپاره ګډو هڅو ته وده ورکول دي.
موږ کولای شو د ساده او اغېزمنو لارو په کارولو سره د دې ناروغۍ مخه ونیسو: د مچیو له چیچلو ځان ساتل، د جالۍ (مچردان) کارول، د ولاړو اوبو له منځه وړل او د چاپېریال پاک ساتل هغه مهم ګامونه دي چې زموږ د ټولنې روغتیا خوندي کوي.
راځئ چې په ګډه د پوهاوي په خپرولو او د مخنیوي تدابیرو په عملي کولو سره د ملاریا پر وړاندې مبارزه وکړو او یو روغ،خوندي او له ناروغیو پاک چاپیریال او ژوند ته لاره هواره کړو.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
24/04/2026
«لَا يَتَمَنَّيَنَّ أَحَدُكُمُ الْمَوْتَ؛ إِمَّا مُحْسِنًا فَلَعَلَّهُ أَنْ يَزْدَادَ خَيْرًا، وَإِمَّا مُسِيئًا فَلَعَلَّهُ أَنْ يَسْتَعْتِبَ»
(صَحِيحُ الْبُخَارِيِّ: 7335)
تاسو کې دې يو څوک د مرګ ارمان نه کوي،
که که نېک وي، کېدای شي نېکي زياته کړي،
که ګناهکار وي، نو کېدای شي توبه وباسي.
23/04/2026
۲۳ اپرېل | د کتاب نړیواله ورځ
د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده.
هغه ورځ چې د علم، فرهنګ او انساني پوهې د ودې نښه بلل کېږي کتاب د بشري تمدن بنسټیزه ستنه ده، چې د فکرونو ژورتیا، د تجربو لېږد او د نسلونو ترمنځ د پوهې تسلسل تضمینوي.
کتاب د پوهې خزانه ده او مطالعه د انسان ذهن ته رڼا وربخښي، د درک ساحه پراخوي او د ټولنې د فکري ودې لامل ګرځي.
هغه ملتونه چې له کتاب سره ژوره اړیکه لري تل د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ګامونه اخلي.
په همدې مناسبت راځئ چې د کتاب لوستلو فرهنګ لا پیاوړی کړو، له علم سره خپله اړیکه ټینګه وساتو او راتلونکو نسلونو ته د پوهې دا ارزښتمن میراث وسپارو.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایټ: www.spingharkabul.edu.af
10/04/2026
قالَ رَسولُ اللهِ ﷺ:
«إِنَّ قِراءةَ القُرآنِ في يَومِ الجُمُعَةِ أَكثَرُ أَجْرًا مِن غَيرِهِ مِنَ الأَيّامِ»
ژباړه: رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
د جمعې په ورځ د قرآنکریم تلاوت د نورو ورځو په پرتله زیات اجر لري.
07/04/2026
۷ اپریل | د روغتیا نړیواله ورځ
د روغتیا نړیواله ورځ موږ ته د روغتیا د اهمیت او ارزښت په اړه پوهاوی راکوي روغتیا یوازې دا نده چې انسان یوازې جسمي ناروغ نه وي، بلکې دا د فزیکي، رواني او ټولنیز هوساینې یو بشپړ حالت دی کله چې انسان روغ وي نو کولای شي خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته په ښه توګه خدمت وکړي.
په نننۍ چټکه او بوخته نړۍ کې ډېری خلک د ژوند له سالمو اصولو څخه لرې کېږي چې دا کار د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي له همدې امله دا ورځ موږ ته دا پیغام راکوي چې باید خپل ژوند او روغتیا ته جدي پاملرنه وکړو.
• سالمه او متوازنه تغذیه خپل عادت وګرځوو
• منظم فزیکي فعالیت او ورزش وکړو
• د شخصي او چاپېریالي نظافت ساتنه وکړو
• له ذهني فشارونو څخه ځان وساتو او ارام ژوند غوره کړو
• د ناروغیو د مخنیوي لپاره وقایوي تدابیر عملي کړو
روغتیا د انسان تر ټولو لویه شتمني ده او که دا له لاسه ولاړه شي نو نورې ټولې لاسته راوړنې خپل ارزښت له لاسه ورکوي نو راځئ چې له نن څخه خپل روغتیا ته لومړیتوب ورکړو او د سالم، خوشحاله او متوازن ژوند پر لور ګامونه واخلو.
روغ انسان، سالمه کورنۍ او پیاوړې ټولنه رامنځته کوي.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایټ: www.spingharkabul.edu.af