12/09/2026
د تحصیلي خدمتونو د شرکتونو د فعالیتونو په اړه د ملي ټلویزیون راپور!
د برایټ فورډ تحصیلي خدماتو شرکت په افغانستان کې د تحصیلي خدماتو له معتبرو شرکتونو څخه دی، چې تل یې افغان محصلینو ته د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو کې د زدهکړو د زمینې برابرولو په برخه کې فعالیت کړی دی.
د برایټ فورډ تحصیلي خدماتو شرکت مشرتابه یو ځل بیا خپلو ګرانو هېوادوالو ته یادونه کوي چې د تحصیلي ویزې د صادرولو پروسه یوازې د اړوند هېواد د سفارت صلاحیت دی او هر سفارت د خپلو قوانینو او مقرراتو له مخې د ویزې د صادرولو یا ردولو بشپړ صلاحیت لري.
هیڅ شخص، شرکت یا اداره نه شي کولای د ویزې صادرېدل تضمین کړي. له همدې امله، له ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کېږي چې په دې برخه کې په پوره پوهاوي پرېکړه وکړي او د ویزې د تضمین په اړه د اشخاصو یا ادارو ادعاوو ته جدي پاملرنه وکړي.
نور جزئیات د ملي ټلویزیون په ویډیويي راپور کې وګورئ.