16/07/2026
هره ورځ چې ورزش کوې، د خپل راتلونکي روغتیا لپاره یوه ارزښتمنه پانګونه کوې.
روغ بدن د خوشحاله او بریالي ژوند تر ټولو ستره شتمني ده.
#ورزش
#صحت
#هدف
#ژوند
#بریا
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Fazalhaq Tariq, Educational consultant, Kabul.
🌍Fazalhaq Tariq (فضل الحق طارق)🌍
✨Inspiring | Travelling | Speaking | Creating✨
🎙️ Public & Motivational Speaker
💼 Entrepreneur & Life Explorer
🌄 Travel & Tourism Promoter
📸 Nature & Landscape Photography
💡 Sharing Positivity & Growth Stories
16/07/2026
هره ورځ چې ورزش کوې، د خپل راتلونکي روغتیا لپاره یوه ارزښتمنه پانګونه کوې.
روغ بدن د خوشحاله او بریالي ژوند تر ټولو ستره شتمني ده.
#ورزش
#صحت
#هدف
#ژوند
#بریا
07/07/2026
نن د افغانستان د کرکټ لپاره یوه ډېره دردوونکې او نه جبرانېدونکې ورځ ده. زموږ د هېواد زړور اتل، شاپور ځدراڼ، چې کلونه یې د افغانستان د نوم، عزت او ویاړ لپاره په نړیوالو ډګرونو کې مبارزه وکړه، له اوږدې ناروغۍ وروسته له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
شاپور ځدراڼ یوازې یو کرکټر نه و، بلکې د غیرت، مېړانې، وفادارۍ او هېوادپالنې یو روښانه مثال و. هغه به هر ځل چې د افغانستان درې رنګه بیرغ یې په ویاړ پورته کاوه، د میلیونونو افغانانو زړونه به یې له خوښۍ او ویاړه ډکول.
نن که څه هم زموږ له منځه ولاړ، خو د هغه ښکلي اخلاق، نه هېریدونکې لوبې، ارزښتناک خدمتونه او ویاړونه به د افغانستان د کرکټ په تاریخ او د هر افغان په زړه کې د تل لپاره ژوندۍ پاتې وي.
اتله! ستا تشه به هېڅکله ډکه نه شي. ته لاړې، خو ستا نوم، ستا ویاړ او ستا یادونه به تل زموږ د زړونو په پاڼو کې زرینې کرښې وي.
الله تعالی دې هغه وبښي، جنت الفردوس دې یې په نصیب شی، او درنې کورنۍ، دوستانو، د کرکټ ټولنې او ټول افغان ولس ته دې صبر جمیل او اجر عظیم ورکړي.
ته به تل زموږ په زړونو کې ژوندی یې، او افغانستان به دې هېڅکله هېر نه کړي.
سفر د ژوند تر ټولو ښکلی ښوونکی دی؛ هر قدم دې تجربه زیاتوي او هر منزل دې فکر پراخوي.
#سفر
#ژوند
#بریا
ځواني د ژوند تر ټولو قیمتي پړاو دی. په همدې وخت کې انسان کولی شي علم زده کړي، مهارتونه ترلاسه کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي. هغه ځوانان چې خپل وخت په ښو کارونو تېروي، د دنیا او آخرت بریا ترلاسه کوي.
21/06/2026
شاهین هغه وخت تر ټولو لوړ الوزي چې د باد مخالفت ورسره وي. همداسې، د خلکو منفي خبرې باید ستا د کمزورۍ سبب نه شي، بلکې ستا د لا ډېرې هڅې او پرمختګ ځواک وګرځي. ستونزې او نیوکې د بریا د لارې برخه دي.
#علم
#بریا
#کوشش
#مطالعه
#پرمختګ
Fazalhaq Tariq
نن زموږ لپاره یو ځانګړی او یادګاري ورځ وه. د کاناډا څخه راغلی نومیالی لیکوال، مورخ او فرهنګي شخصیت حبیب الله رفیع صاحب د اکسوس کتابتون مېلمه و. د هغه حضور د علم، ادب او فرهنګ فضا لا نوره هم رنګینه کړه. د هغه خبرې د پوهې، تجربې او حکمت ډکې وې چې هر ګډونوال یې اغېزمن کړ.
#کتابخانه
#علم
#مطالعه
#پرمختګ
13/06/2026
❤️📖💯
آیت القرآن خصوصي ښوونځی د علم، نوښت او پرمختګ یو معتبر تعلیمي بنسټ دی. د دې ښوونځی اساسي هدف دا دی چې د افغانستان ځوان نسل د معیاري زدهکړو او عملي مهارتونو له لارې د ژوند او کار بازار ته چمتو کړي. د ښوونکو ژمنتیا، د زدهکوونکو هڅونه او د علمي کیفیت لوړ معیارونه د دې ښوونځی د بریا مهم عوامل ګڼل کېږي. آیت القرآن د داسې ځوانانو د روزنې لپاره کار کوي چې د خپل هېواد د پرمختګ او سوکالۍ مشران شي.
#افغانستان
#علم
#مکتب
#پرمختګ
#تعلیم
#مطالعه
#پیشرفت
Ayat Al-Quran Private School-مکتب خصوصی آیت القرآن
10/06/2026
هیچ درختی بدون تحمل باد و باران تنومند نمیشود و هیچ انسانی بدون تلاش و سختی به موفقیت واقعی نمیرسد.
من باور دارم که هر مشکل فرصتی برای یادگیری و هر شکست پلی برای رسیدن به پیروزی است.
با بهرهگیری از دانش استادان و کوشش مداوم، میتوان آیندهای روشن و پرافتخار ساخت.
#علم
#تفکر
#پیشرفت
#اگاهی
#مهارت
#زندگی
Fazalhaq Tariq
07/06/2026
👍📖❤️
27/05/2026
ټولو دوستانو او ګرانو هېوادوالو ته د زړه له کومې د لوی اختر مبارکي وایم.
الله دې دا مبارکه ورځ د سولې، رحمت او یووالي سبب وګرځوي.
هر کور دې له خوشحالۍ او برکت نه ډک وي.
عید قربان، عید صفا، محبت و بندگی بر همهٔ شما مبارک باشد که در این روزهای مبارک، دعاهایتان مستجاب و دلهایتان شاد باشد.
همیشه در سایهٔ لطف و رحمت الهی خوشبخت و کامیاب بمانید.
#عید
#اختر
#مبارك
#خوشحالی
#محبت