Spinghar University Kabul

Spinghar University Kabul

Share

The official page of Spinghar University-Kabul

27/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر مبارکۍ پیغام!

د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د سپین غر پوهنتون–کابل رهبري هیئت ټول امت مسلمه ته او په ځانګړي توګه د سپین غر پوهنتون استادانو، کارمندانو او ټولو محصلینو ته د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي
الله (ج) د وکړي چی دا د بر کت ورځې له خپلو قدرمنو کورنیو تر څنګ په خوښۍ او خوشحالۍ سره تیرې کړئ.
عبادات، قربانۍ او دعاوې مو د څښتن تعالی په دربار کې قبول او منظور شه!

----------------------------------------------------------------------

پیام تبریکی عید سعید قربان!

به مناسبت فرا رسیدن عید سعید قربان، هیئت رهبری پوهنتون سپین‌غر–کابل با ابراز حرمت، صمیمانه‌ ترین پیام‌ های تبریکی خویش را به تمام امت مسلمان، به‌ ویژه استادان ارجمند، کارمندان گرامی و تمامی محصلان عزیز این نهاد علمی تقدیم می‌ نماید.
امیدواریم این روز های پُر برکت و خجسته را در کنار خانواده‌ های عزیز خویش، در فضای پر از خوشی، آرامش و همدلی سپری نموده و از رحمت و برکات بی‌ پایان الله متعال بهره‌مند گردید.
الله متعال عبادات، قربانی‌، دعا های همه مسلمانان را در بارگاه خویش قبول فرماید و این عید سعید را سبب خیر، برکت، اتفاق و سعادت برای مردم ما بگرداند.
عید سعید قربان مبارک و خجسته باد.

26/05/2026



عن عائشة بنت أبي بكر رضي الله عنها، أن رسول الله ﷺ قال:
مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرَ مِنْ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنَ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ، وَإِنَّهُ لَيَدْنُو، ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمُ الْمَلَائِكَةَ، فَيَقُولُ: مَا أَرَادَ هَؤُلَاءِ؟

د عرفې له ورځې پرته بله داسې ورځ نشته چې الله تعالی پکې ډېر بندګان له دوزخ څخه آزاد کړي. بېشکه الله تعالی نږدې کېږي، بیا د ملائکو په وړاندي د هغوي ( بندګانو ) ستاينه کوي او فرمایي: دا خلک څه غواړي؟
صحیح مسلم، حدیث: 1348

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af

25/05/2026

#قربانۍ

د عائشة بنت أبي بكر رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل:

«مَا عَمِلَ ابْنُ آدَمَ يَوْمَ النَّحْرِ عَمَلًا أَحَبَّ إِلَى اللَّهِ مِنْ إِهْرَاقِ الدَّمِ»

د آدم اولاد د قربانۍ په ورځ هېڅ داسې عمل نه کوي چې الله تعالی ته د قربانۍ تر وینې تويولو ډېر محبوب وي.
رواه الترمذي، حدیث: 1493

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایټ: www.spingharkabul.edu.af

24/05/2026

د قربانۍ د مسایلو او فضیلتونو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو !

د سپین‌غر پوهنتون–کابل د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي فضل الرحمن "فضلي" له خوا د قربانۍ د مسایلو او فضیلتونو په اړه علمي سیمینار وړاندې شو.
یاد سیمینار کې د قربانۍ ارزښت، فضیلتونه، شرعي احکام او اړوند مهم مسایل په مفصل ډول بیان شول ترڅو ټول محترم کارمندان، استادان او محصلین د دې ستر عبادت په اړه لا ډېر علمي او دیني پوهاوی ترلاسه کړي.
مولوي فضل الرحمن فضلي صیب زیاته کړه چې قرباني د الله تعالی د رضا، تقوا او د اسلامي ورورولۍ ښکاره بېلګه ده او مسلمانان باید دا عبادت د شریعت له لارښوونو سره سم ترسره کړي.
سپین‌غر پوهنتون–کابل تل هڅه کوي ترڅو د علمي او دیني سیمینارونو له لارې د استادانو،کارمندانو او محصلینو علمي او فکري کچه لا پیاوړې کړي.

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک: www.tiktok.com/

Photos from Spinghar University Kabul's post 21/05/2026

تطبيقات لابراتواری

جریان کار های عملی مضمون کیمیا...

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
تیک تاک: www.tiktok.com/

17/05/2026

د مې ۱۷مه | د وینې لوړ فشار نړیواله ورځ

د وینې لوړ فشار ( بلډ پریشر ) هغه ناروغي ده چې ډېر وخت له ښکاره نښو پرته د انسان بدن ته زیان رسوي. که پر وخت ورته پاملرنه ونه شي د زړه ناروغۍ، دماغي سکتې، د پښتورګو ناروغۍ او نورې خطرناکې ستونزې رامنځته کولای شي.
د دې نړیوالۍ ورځې موخه دا ده چې خلک د وینې لوړ فشار د خطرونو په اړه خبر شي او د خپل روغتیا ساتنې ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د وینې فشار کتل، سالم خواړه خوړل، د مالګې لږ کارول، بدني خوځښت، او له سګرټو او نورو زیانمنو توکو څخه ځان ساتل د دې ناروغۍ د مخنیوي غوره لارې دي.
سپین‌غر پوهنتون ـ کابل د لوړ فشار نړیوالې ورځې په مناسبت له ټولو هېوادوالو غواړي چې د خپلې روغتیا ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د سالم ژوند دود ته وده ورکړي.
روغ ژوند، ارام زړه او سالمه ټولنه زموږ ګډ مسؤلیت دی.
وقایه تر درملنې غوره ده؛
هڅه وکړئ چې خپل د وینې فشار په منظم ډول معاینه کړئ.

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایټ: www.spingharkabul.edu.af
ټيک ټاک: www.tiktok.com/

17/05/2026

د سپین‌غر پوهنتون–کابل او خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د هېواد د لوړو زده‌کړو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د پیاوړتیا او اکاډمیکو همکاریو د ټینګښت په موخه د خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون او د سپین‌غر پوهنتون–کابل ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو. په دې پروګرام کې د دواړو پوهنتونونو یو شمېر مسئولینو، مرستیالانو او د علمي کادر غړو ګډون کړی و او د علمي او څېړنیزو همکاریو د ارزښت په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د مراسمو په پیل کې د خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون محترم رئیس ډاکټر شجاع‌حسین "محسني" د سپین‌غر پوهنتون–کابل د پلاوي هرکلی وکړ او د علمي او تحصیلي بنسټونو ترمنځ همکاري یې د هېواد د لوړو زده‌کړو د نظام د ودې او پرمختګ لپاره یو اساسي اړتیا وبلله.
نوموړي څرګنده کړه چې د پوهنتونونو ترمنځ نږدې اړیکې کولای شي د پوهې د تبادلې، د علمي ظرفیتونو د لوړولو او د څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
وروسته د سپین‌غر پوهنتون–کابل رئیس محترم دوکتور محمد قادر "عادل" هم د علمي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دې هوکړه‌لیک لاسلیک یې د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو د نوي پړاو پیل وباله.
نوموړي ټینګار وکړ چې د دې هوکړه‌لیک د علمي، څېړنیزو او ښوونیزو موخو د پلي کېدو لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د دې هوکړه‌لیک له مخې دواړه پوهنتونونه به په بېلابېلو برخو کې لکه د علمي کنفرانسونو او سیمینارونو جوړول، ګډې څېړنیزې پروژې، له ښوونیزو او کتابتوني اسانتیاوو څخه ګډه ګټه اخیستنه، د علمي مقالو چاپ او خپرول، او همدارنګه د علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې همکاري کوي.
د پروګرام په وروستۍ برخه کې د دواړو بنسټونو مسئولینو د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ. وروسته د دواړه لورې پلاوو د خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم پوهنتون له یو شمېر علمي، څېړنیزو او ښوونیزو برخو څخه لیدنه وکړه او د دواړو بنسټونو ترمنځ یې د دوامدارو او رغنده همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

-------------------------------------------------------------------------------

امضاء تفاهم نامه میان پوهنتون سپین‌غر– کابل و پوهنتون خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم

در راستای تقویت روابط علمی و تحکیم همکاری‌ های اکادمیک میان نهاد های تحصیلات عالی کشور، تفاهم‌ نامه همکاری مشترک میان پوهنتون خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم و پوهنتون سپین‌غر-کابل طی نشستی رسمی به امضا رسید. در این برنامه، شماری از مسئولین، معاونین و اعضای کادر علمی هردو پوهنتون حضور داشتند و پیرامون اهمیت همکاری‌ های علمی و تحقیقاتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در آغاز مراسم، داکتر شجاع‌حسین "محسنی" رئیس محترم پوهنتون خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم با استقبال از هیئت اعزامی پوهنتون سپین‌غر-کابل، همکاری میان مراکز علمی و تحصیلی را یکی از نیازهای اساسی برای رشد و پیشرفت نظام تحصیلات عالی کشور عنوان نمود. ایشان اظهار داشتند که ایجاد روابط نزدیک میان پوهنتون‌ ها می‌تواند زمینه تبادل دانش، ارتقای ظرفیت‌ های علمی و تقویت فعالیت‌ های تحقیقی را فراهم سازد.
در ادامه، دوکتور محمد قادر "عادل" رئیس پوهنتون سپین‌غر-کابل نیز با اشاره به اهمیت تعاملات علمی، امضای این تفاهم‌ نامه را آغاز فصل تازه‌ای از همکاری‌ های مشترک میان دو نهاد دانسته و تأکید کردند که از تمامی ظرفیت‌ های موجود برای تحقق اهداف علمی، تحقیقی و آموزشی این تفاهم‌ نامه استفاده مؤثر صورت خواهد گرفت.
براساس این تفاهم‌ نامه، هردو پوهنتون در عرصه‌ های مختلف از جمله تدویر کنفرانس‌ ها و سیمینارهای علمی، انجام پروژه‌ های تحقیقاتی مشترک، تبادل استاد و محصل، استفاده مشترک از امکانات آموزشی و کتابخانه‌ یی، چاپ و نشر مقالات علمی و همچنان برنامه‌ های ارتقای ظرفیت علمی و مسلکی همکاری خواهند نمود.
در بخش پایانی این برنامه، تفاهم‌ نامه همکاری علمی توسط مسئولین هردو نهاد به امضا رسید و هیئت‌ های اشتراک‌ کننده از برخی بخش‌ های علمی، تحقیقی و آموزشی پوهنتون خاتم‌النبیین صلی الله علیه وسلم بازدید به‌ عمل آورده و بر دوام همکاری‌ های سازنده و دراز مدت میان دو نهاد تأکید نمودند.

وتساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
تیک تاک: www.tiktok.com/

14/05/2026

د سپین‌غر پوهنتون–کابل او پکتیا پوهنتون ترمنځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په موخه د پکتیا پوهنتون او د سپین‌غرپوهنتون–کابل ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا پوهنتون محترم رئیس د سپین‌غر پوهنتون–کابل د پلاوي له حضور څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه علمي بنسټ د لاسته‌راوړنو او د لوړو زده‌کړو په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو ستاینه وکړه.
نوموړي د لوړو زده‌کړو د کیفیت په لوړونې کې د سپین‌غر پوهنتون–کابل رول د ستاینې وړ وباله.
همدارنګه هغه څرګنده کړه چې پکتیا پوهنتون د علمي او اکاډمیکو برخو په بېلابېلو چارو کې لکه د کادري ازموینو، علمي څېړنې، ښوونیز پروګرامونه او نورې ګډې چارې له دغه علمي بنسټ سره دوامدارې همکارۍ ته بشپړ چمتووالی لري او له دې همکاریو یې تود هرکلی وکړ.
وروسته د سپین‌غر پوهنتون–کابل محترم رئیس د خپل پوهنتون د تاریخچې، علمي مخینې او لاسته‌راوړنو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د پکتیا پوهنتون د رهبرۍ له همکارانه چلند او مثبت لیدلوري څخه یې مننه او خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه چې د دې هوکړه‌لیک مادې کولی شي د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي اړیکو د ټینګښت، د اکاډمیکو تجربو د تبادلې او د ګډو همکاریو د پراختیا لپاره اغېزمنه زمینه برابره کړي او ان‌شاءالله د دې هوکړه‌لیک د موخو د پلي کېدو لپاره به له ټولو شته امکاناتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
همدارنګه، د سپین‌غرپوهنتون–کابل رئیس د استادانو د علمي مقالو د چاپ او خپرولو په برخه کې په ځانګړي ډول د طب پوهنځي د مقالو لپاره په علمي او نړیوالو مجلو کې د همکارۍ چمتووالی څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې دغه پوهنتون په نورو علمي څېړنیزو او اکاډمیکو برخو کې هم هر ډول ګډې همکارۍ ته چمتو دی.
د غونډې په پای کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د علمي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو، او د پکتیا پوهنتون محترم رئیس هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به له سپین‌غر پوهنتون–کابل څخه هم لیدنه وکړي او د دواړو لورو ترمنځ به ګډې همکارۍ لا پراخې شي.

------------------------------------------------------------------------------

تفاهم‌ نامه همکاری‌ های علمی و اکادمیک میان پوهنتون پکتیا و پوهنتون سپین‌غر-کابل به منظور گسترش روابط علمی، تحقیقی و اکادمیک، طی محفلی رسمی به امضا رسید.

در آغاز این نشست، رئیس محترم پوهنتون پکتیا ضمن ابراز خرسندی از حضور هیأت اعزامی پوهنتون سپین‌غر-کابل، از جایگاه علمی، دستاوردها و خدمات ارزنده این نهاد در عرصه تحصیلات عالی به نیکی یادآوری نموده و نقش آن را در ارتقای کیفیت آموزش‌ های اکادمیک قابل ستایش دانستند. ایشان همچنان تأکید کردند که پوهنتون پکتیا در بخش‌ های مختلف علمی و اکادمیک، از جمله برگزاری امتحانات کادری، تحقیقات علمی، برنامه‌ های آموزشی و سایر فعالیت‌ های مشترک، آماده همکاری دوامدار با این نهاد علمی می‌ باشد و از این همکاری به گرمی استقبال نمودند.
متعاقباً، رئیس محترم پوهنتون سپین‌غر-کابل با ارائه معلومات مختصر پیرامون تاریخچه، پیشینه علمی و دستاوردهای این پوهنتون، از حسن همکاری و دیدگاه مثبت رهبری پوهنتون پکتیا ابراز سپاس و خرسندی نمودند. ایشان تصریح کردند که مفاد این تفاهم‌ نامه می‌تواند زمینه‌ ساز تحکیم روابط علمی، تبادل تجارب اکادمیک و گسترش همکاری‌ های مشترک میان دو نهاد گردد و ان‌شاءالله از تمامی ظرفیت‌ های موجود برای تحقق اهداف مندرج در این تفاهم‌ نامه استفاده مؤثر صورت خواهد گرفت.
همچنان، رئیس پوهنتون سپین‌غر-کابل آمادگی این نهاد را در زمینه چاپ و نشر مقالات علمی استادان، به‌ ویژه مقالات مربوط به فاکولته طب، در مجلات علمی و بین‌المللی اعلام نموده و تأکید کردند که این پوهنتون در سایر بخش‌ های علمی، تحقیقی و اکادمیک نیز آماده هرگونه همکاری مشترک می‌باشد.
در پایان این نشست، تفاهم‌ نامه همکاری علمی میان دو نهاد به امضا رسیده و رئیس محترم پوهنتون پکتیا ابراز امیدواری نمودند که در آینده نزدیک از پوهنتون سپین‌غر-کابل نیز دیدار نموده و همکاری‌ های دوجانبه بیش از پیش گسترش یابد.

وتساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
تیک تاک: www.tiktok.com/

Photos from Spinghar University Kabul's post 11/05/2026

تطبيقات لابراتواری

جریان کار های عملی مضمون اناتومی...

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک : www.tiktok.com/

06/05/2026

د لوړو زده کړو وزارت اکاډمیک تقویم مطابق
نن چهار شنبه ۱۴۰۵/ثور/١٦ مه نیټه د پسرلني سمستر %20 ازموینې پیل شوې.

سپین غر پوهنتون–کابل د درې ګونو پوهنځیو د ۱۴۰٥ کال پسرلني سمستر %20 ازموینې په شفافه او ارامه فضاکې پیل شوې
یادو ازموینو په پیل کې د ازموینوکميټې آمر لخوا محصلينو ته د ازموینو اړوند هر اړخیزه سپارښتنې وشوې ترڅو په منظم ډول او ټاکلي وخت د ازموينی صحني ته حاضر شي او همدارنګه محصلينو ته ډاډ ورکړل شو چې ازموینی به په شفافه توګه او د لوړو زده کړو وزارت د لایحی مطابق اخیستل کيږي په پای کې له محصلينو څخه هم وغوښتل شو چې د ازموینو کميټي سره د ازموينو بهیر د صحنو په نظم کې مرسته وکړي.
د ۱۴۰۵ کال پسرلني سمستر ازمويني پر ټاکلي وخت پيل شوې او د مهالويش سره سم به په نورماله توګه رواني وي.

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک: www.tiktok.com/

Photos from Spinghar University Kabul's post 04/05/2026

تطبيقات لابراتواری

جریان کار های عملی مضمون هیستولوژی...

وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af
ټیک ټاک: www.tiktok.com/

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

https://sjbs.spingharkabul.edu.af/index.php/SJBS

Address

Kart-e/now, Sarak Now, Rahman Mina
Kabul
1001