17/09/2026
د GeneXpert پيژندنې او د نري رنځ (TB) تشخیص کې یی دکارولو اړوند علمي سیمینار ترسره شو
د سپینغر پوهنتون–کابل د علمي او مسلکي برنامو په لړ کې د طبي ټکنالوژي پوهنځي له لوري د «د GeneXpert پیژندنه او د نري رنځ (TB) تشخیص کې یی د کارولو طریقه» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د طبي ټکنالوژي علومو ماسټر محترم استاد وحیدالله "احمدي" لخوا وړاندې شو
نوموړي د GeneXpert ټکنالوژی د پېژندنې ترڅنګ د نري رنځ د تشخیص په برخه کې د دې ازموینې د اهمیت، د کارونې د څرنګوالي او اړوندو علمي موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په دې علمي سیمینار کې د طبي ټکنالوژي پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې هر اړخیزه علمي بحثونه، پوښتنې او تجربې هم شریکې کړې.
د یاد سیمینار موخه د GeneXpert پيژندنې او د نري رنځ (TB) تشخیص کې یی دکارولو طریقې اړوند د محصلینو علمي او مسلکي پوهې لوړول وو.
وټساپ: 078 320 6008
ویبسایت: www.spingharkabul.edu.af