27/11/2025
#د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پنځه کلن پلان
لیکنه: دکتور ذاکرالله ذکي
1. تعلیم: علم او زده کړه د هر بدلون بنسټ جوړوي، تعلیم د ملت عقل، ځواک او ثبات رامنڅته کوي، د نجونو او هلکانو د خوندي، اسلامي او عصري زده کړو تدریجي بیا پیل د پرمختګ لومړی ګام دی، که د دیني زده کړو تر څنګ د ښوونکو مسلکي روزنه وشي، د مسلکي روزنیز مرکزونه جوړ او د نصاب علمي او عصري شي، او د هدف په توګه د سواد کچه د ۵- ۱۰٪ لوړه او د ځوانانو لپاره د کار وړ مهارتونه ایجاد او په ټولنه کې رواج شي.
2. اقتصاد او تجارت: د خلکو د ژوند چټک بدلون اساس دی، کار، بازار، صادرات او کوچني کاروبارونه د اقتصاد ساه وې. سوداګري باید اسانه، شفافه او پراخه شي، داخلي محصولاتو ملاتړ وشي، د صادراتي دهلېزونو پراختیا رامنځته، د کوچنیو کاروبارونو لپاره قرضې او مالي اسانتیاوې ترتیب او په هر ولایت کې د سوداګرۍ یو تم ځای (Trade Hub) جوړ شي، او د هدف په ډول د صادراتو کچه تر ۲ برابره زیات زیاتوالی ومومي.
3. ټکنالوژيک او ډیجیټل افغانستان: چټک پرمختګ په لږ لګښت د پاره د اهمیت وړ دی، ډیجیټل خدمات، ای ای-حکومت، او د ځوانانو لپاره آنلاین کار هغه بدلون دی چې اقتصاد ژوندی کوي او شفافیت رامنځته کوي، نړیوالو سره مو سیال کوي، نو د حکومت مهم خدمات باید ډیجیټلي شي، د هدف په ډول ۲۵۰ زرو ځوانانو ته د آنلاین کار فرصتونه رامنځته شي.
4. کرنه: د هر افغان د کور نفقه ګڼلی شو، د عصري اوبه خور، بسته بندي، پروسس سیستمونه او نړیوال مارکیټونو ته لاسرسی کولای شي د بزګر ژوند بدل او د صادراتو کچه څو برابره کړي، د کرنې ډیجیټلي لارښوونې (Agri-Tech) باید رامنځته او د هدف په توګه د بزګر عاید ۳۰–۴۰٪ زیاتوالی ومومي.
5. کانونه: د افغانستان اقتصاد انجن یې بللی شو، شفاف تړونونه، داخلي پروسس، او د کانونو هوښیار مدیریت کولای شي کلني عایدات څو برابره لوړ کړي، د کانونو دقیق ډیجیټل نقشه باید جوړه شي، د تیلو استخراج، لیتیمو، مسو، او اوسپنې د کورني پروسس کارخانې جوړې، په یادو برخو کې د چاپېریال او محلي خلکو حقونه خوندي ، او د هدف په توګه ۳–۴ میلیارده ډالر کلنی عاید باید د کانونو ترلاسه شي.
6. اوبه او انرژي: د تولید او اقتصاد زړه دی، کوچني بندونه، مایکرو هایدرو پاور او د اوبو مدیریت د کرنې، صنعت او کورنیو اړتیاو لپاره بنسټیز ارزښت لري، د اوبو ضایع کېدو مخنیوی باید وشي، د سیلابونو او وچکالۍ لپاره ملي پلان جوړ، د هدف په ډول ۳-۵ لوی بریښنایی بندونه جوړ او د کورنیو اړتیا وړ ۶۵-۷۵٪ برېښنا د داخلي تولید څخه پوره او مهیا شي.
7. زیربناوې او ترانسپورټ: د سوداګرۍ او سیاحت رګونه دي، سړکونه، رېل پټلۍ او هوایي دهلېزونه افغانستان د سیمې له بازارونو سره نښلوي او په ټوله کې اقتصاد ته ساه ورکوي. د لویو لارو ترمیم او پراختیا شي، رېل پټلۍ (چین–واخان–کابل / مزار–کابل او نورې) جوړې شي، هوایي دهلېزونه د صادراتو لپاره ولټول شي، د ګمرکاتو چټک سیستم باندې غور وشي او د هدف په ډول له چین او منځنۍ آسیا سره مستقیم ټرانزیټ عملي پیل شي.
8. سیمه ییز اتصال: افغانستان د سیمې اقتصادي دهلېز حیثیت لري، واخان دهلېز، TAPI، CASA-1000، او نورې پروژې افغانستان د سیمې د انرژۍ او تجارت په مرکز بدلوي. سیمه ییز ګډ بازارونه باید جوړ او د هدف په توګه افغانستان د سیمې په “ترانزیت هب” بدل شي.
9. ښه حکومتداري او شفافیت: د حکومت د رسمیت چارو د پاره د نړیوالو سره د دین او وطن د ګټو پر بنا تعامل وشي، کار اهل ته سپارل، د خبرو خلکو پر ځای د کار خلکو ګمارنه، امنیت او ثبات، د باور زیربنا قانون، شفاف تدارکات، د فساد ضد سیسټم او د پانګوالو خوندیتوب د اقتصادي ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. د فساد ضد ځانګړې محکمې باید جوړې، د عامه تدارکاتو ډیجیټل کول او د شکایتونو ملي سیستم او د اړوند د حل کمیټه یې رامنځته شي او د پانګوالو د خوندیتوب ځانګړی واحدونه جوړ شي.
10. ټولنیز پرمختګ: د خلکو د ژوند واقعي ښه والی ته توجو وشي، د حکومتي چارواکو د مفاد پرځای د عوامو د ګټو دفاع ، کوچني کاروبارونه، روغتیايي خدمات، د ښځو ونډه، او د بېړنیو حالاتو مدیریت د یوې سالمې ټولنې بنسټ جوړوي، د مور او ماشوم روغتیایي خدمتونه، د بېړنیو حالاتو مدیریت (زلزله، سیلاب)، د ټولنیز انصاف پیاوړتیا باندې تمرکز وشي، او د هدف په توګه په مرکز او ټولو زونونو کې د هر مرض تشخیص او علاج عصري او په مسلکي داکترانو سمبال لوی مجهز روغتونونه جوړول.