اعداد/Iedad

اعداد/Iedad مرکز تربیوی

15/08/2026

اعداد؛ مسلمان ملت ته د خپلواکۍ د پنځمې کالیزې مبارکي وایي، الله عزوجل دي د هر سرښندوی ستړې قبولې او پر نېکو ثابت ولري!
ازادي مو بختوره!♥

اعداد د خپل ډول یوازینی ادرس☺دا د ځوانانو مشترک ادرس دی، خدای مو راوله!
10/08/2026

اعداد د خپل ډول یوازینی ادرس☺
دا د ځوانانو مشترک ادرس دی، خدای مو راوله!

شفیع الله شباب(Shafiullah Shabab)لیکي؛نن ورځ اسلامي امت تر بل هر وخت ډېرې فکري او تربيتي روزنې ته اړتیا لري. د فکري بېلا...
04/08/2026

شفیع الله شباب(Shafiullah Shabab)لیکي؛

نن ورځ اسلامي امت تر بل هر وخت ډېرې فکري او تربيتي روزنې ته اړتیا لري. د فکري بېلابېلو شبهاتو او اخلاقي ننګونو په دې زمانه کې، دا اړینه ده چې داسې نسل وروزل شي چې د اسلام په سمه پوهه، سالم فکر او ښه اخلاقو سمبال وي، څو د خپل دین او ټولنې لپاره ګټور خدمت وکړي.
اعداد تربيوي مرکز همدې سترې اړتیا ته په کتو یو ارزښتناک او نېک اقدام کړی دی. د دې مرکز موخه یوازې د معلوماتو ورکول نه دي، بلکې د داسې مسلمان نسل روزل دي چې د خپل دین په سمه پوهه، قوي فکر، اغېزمن بیان، ښې لیکنې، سالم مدیریت او رهبرۍ سره د خپلې ټولنې د اصلاح او پرمختګ لپاره عملي رول ولوبوي.
📚 اعداد تربيوي مرکز په لاندې برخو کې علمي، فکري او تربيتي خدمتونه وړاندې کوي:
🎤 ويناوالي
✍️ ليکوالي
🧭 رهبري
📊 مديريت
📖 اسلامي تاريخ
🕌 د رسول الله ﷺ سيرت
🌱 او ګڼې نورې فکري، تربيتي او مهارت‌محورې برنامې.
که غواړې یو اغېزمن ویناوال، پیاوړی لیکوال، بریالی مدیر، وړ رهبر او د اسلامي فکر بافکره استازی واوسې، او د رسول الله ﷺ له سیرت او اسلامي تاریخ څخه د ژوند رښتیني درسونه زده کړې، نو دا ارزښتناک فرصت له لاسه مه ورکوه.
همدا نن د اعداد تربيوي مرکز له علمي او تربيتي کاروان سره یو ځای شه، ځکه د امت د بدلون سفر د علم، فکر او روزنې څخه پیلېږي.

Address

کوته سنګي، کابل پوهنتون ته څېرمه، نورین تلویزون کوڅه
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اعداد/Iedad posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share