اسلامی پوستونه

اسلامی پوستونه

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from اسلامی پوستونه, College & University, Kabul.

17/07/2025

که له ماتې خوړلو ویره لرئ نو تجارت ته مه داخلیږئ! هر وخت هم بریالیتوب او ګټه نه وي ځینې وختونه به له ماتې او تاوانونو سره هم مخ کيږئ،نو ددې لپاره مجبور یو چې زړور واوسو،ځینې وختونه دقیمتی شیانو لاسته راوړلو لپاره مجبور یو چې یو څه له لاسه ورکړو.خو یو عادی خطر او تاوان باید دومره جدي ونه نیسو چې خدای ناخواسته له کاروباره مو زړه را تور کړي.
زړورتیا د بریا پټ راز دي.

10/05/2025

په یوه کلی کې یو غریب نایي اوسېده، چې د یوه ونې لاندې به یې څوکۍ ایښې وه او خلکو ته به یې ویښتان جوړول.

د ژوند يې ډېر سخت وو. نه یې کور درلود، نه ښځه، نه بچي. یوازې یوه څادر او یو بالښت یې ملکیت و. شپه به چې شوه، نو د بند جومات مخې ته به یې څادر هواره کړه، بالښت به یې کښېښود او ویده به شو.

یوه ورځ سهار وختي په کلي کې ناڅاپي سېلاب راغی.

چې سترګې یې خلاصې کړي، نو هر خوا شور و زوږ و. راپورته شو، او د جومات سره نږدې د اوبو ټانکي ته وخوت. هلته یې څادر هواره کړه، بالښت یې د دېوال سره ولګاوه او پريوتو، د خلکو حالت ته یې کتل.

خلک به منډه و، هر چا د خپل قیمتي سامان سره منډي وهلي. چا به نقدې پیسې وړلې، چا به ګاڼې، چا به غواګاني او چا نور ارزښتناک شیان.

په همدې وخت کې یو سړی، چې په منډه را روان و، د نایي له مخې تیر شو. د سړي لاسونو کې ګاڼې، پیسې او جامې وې.

چې نایي په ارام پروت ولید، ډېر په غوسه شو، ویې ویل:

"اېه! زموږ خو هر څه له منځه لاړل! زموږ خو ژوند تباه شو، او ته دلته په ارام غځېدلی یې؟!"

نایي وخندل او وویل:
"لالیه! نن راته خپل غربت خوند راکړ!"

ما چې دا کیسه وليده، اول خو مې وخندل، خو بیا مې فکر وکړ: ښایي د قیامت ورځ به هم همدې ته ورته وي.

هلته به د ټولو انسانانو حساب وکتاب اخیستل کېږي.

په یوه خوا به د غریبان حساب وي، د دوو وخته ډوډۍ، جامې، حقوق الله، حقوق العباد...

او بل خوا به د شتمنو حساب روان وي — دکانونه، ماڼۍ، موټر، فابریکې، قیمتي شيان، مال و دولت، حلال و حرام، زکات، آرام او عیش...

د دومره ډېرو شیانو حساب ورکول به سخت وي — بدن به يې د خولو لوند وي، له وېرې به لړزېږي...

او ښایي هماغه غریب خلک به لکه دا نایي، د خانانو په شان وي پر مخ به یې سکون، او د زړه له کومي به وایي:

"نن خو غربت خوند راکړ!"

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address

Kabul
LAGHMAN