16/08/2026
د هڅو ثمره؛ د بریا لپاره د نوو ګامونو پیل.
په ډېر ویاړ او د خوښۍ له احساس سره، د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د څلور نیم میاشتني آزموینې د اطلاعنامو د وېش پروګرام د نوی باختر خصوصي عالی لیسو کې ترسره شو؛ هغه پروګرام چې زموږ د ګرانو زدهکوونکو د پرلهپسې هڅو، زیار او نه ستړې کېدونکي کوښښ خوږه پایله یې نندارې ته وړاندې کړه.
اطلاعنامه یوازې د څو نمرو څرګندونه نه ده؛ بلکې د پرلهپسې هڅو، د مطالعې له سختو ساعتونو، د درنو استادانو له صادقانه زحمتونو، د کورنیو له نه ستړې کېدونکي ملاتړ او د زدهکوونکو له ټینګې ارادې څخه یو انځور دی چې د بریا لوړو څوکو ته د رسېدو لپاره یې لري.
نن زموږ یو شمېر زدهکوونکي په خپلو لاسته راوړنو ویاړي او خوښ دي، او ښایي ځینې نور هغه پایله یې نه وي ترلاسه کړې چې تمه یې لرله؛ خو زموږ لپاره هر زدهکوونکی یو ځلانده استعداد او هره هڅه د ودې او پرمختګ په لاره کې یوه ارزښتمنه بریا ده.
موږ خپلو ګرانو زدهکوونکو ته دا ور زده کوو چې:
بریا یوازې په لوړو نمرو کې نه ده؛ بلکې په هغه هوډ او اراده کې ده چې انسان له هرې ننګونې او ناکامۍ وروسته بېرته هڅې او هیلو ته راګرځوي.
که نن مو مطلوبه پایله ترلاسه کړې وي، شکر وباسئ او په تواضع سره خپل سفر ته دوام ورکړئ؛ او که لا تر اوسه مو خپل هدف ته نه یاست رسېدلي، هېڅکله مه ناهیلي کېږئ؛ ځکه د نن ورځې هېڅ پایله ستاسو د سبا برخلیک نه ټاکي.
د بریا لاره په یوه آزموینه پای ته نه رسېږي؛ هره آزموینه د زدهکړې، د تېروتنو د اصلاح او خپلو سترو هیلو ته د یوه ګام نور هم نږدې کېدو لپاره یو نوی فرصت دی. 🌱
له خپلو درنو او قدرمنو استادانو او محترمو کورنیو څخه چې په مینه، زغم او تلپاتې ملاتړ یې د خپلو اولادونو تر څنګ ولاړ دي، د زړه له کومې مننه کوو.
.