07/09/2025
د سپوږمۍ پټېدنه (لکه سپوږمنیول یا lunar eclipse) يو طبيعي، علمي او فزیکي پديده ده، چې د ځمکې، سپوږمۍ او لمر ترمنځ د ځانګړي ترتيب له امله رامنځته کېږي. دا پېښه د کایناتو د منظم نظام يوه ښکاره نښه ده، نه د عذاب.
الله تعالی په قرآن کريم کې وايي:
*"وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ"*
يعنې: "لمر او سپوږمۍ په دقيق حساب روان دي" (الرحمن 5).
دا ښيي چې دا هر څه د الله په جوړ کړي نظم او قانون روان دي، نه د عذاب نښې.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم ویلي:
*"إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ، لا يَنْخَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ وَلا لِحَيَاتِهِ"*
(صحيح بخاري)
یعنې: "سپوږمۍ او لمر د الله له نښو څخه دي، او نه د چا د مرګ یا ژوند له امله پټېږي."
نو سپوږمنیول د عذاب نه، بلکې د الله د قدرت یوه نښه ده چې موږ ته د فکر کولو، د الله یاد کولو او توبه کولو فرصت راکوي، نه دا چې خلک وويروو یا يې د خرافاتو لور ته بوزو.