اصولي خصوصي ښوونځی

اصولي خصوصي ښوونځی Osuli Private School

د اصولي خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم د سيريز اتلولۍ په ویاړالحمدلله رب العالمین!د الله تعالی په فضل، د لوبغاړو د نه ستړې کېدو...
17/07/2026

د اصولي خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم د سيريز اتلولۍ په ویاړ
الحمدلله رب العالمین!
د الله تعالی په فضل، د لوبغاړو د نه ستړې کېدونکو هڅو، یووالي، منظم تمرین او قوي هوډ په برکت، د اصولي خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم د سيريز اتلولي خپله کړه. دا بریا یوازې د یوې لوبې ګټل نه دي، بلکې د نظم، زحمت، سپورتي اخلاقو او ټیمي همکارۍ روښانه بېلګه ده.
موږ د خپل کرکټ ټیم ټولو اتلو لوبغاړو، کپتان، روزونکو، ښوونکو، د ښوونځي ادارې او ټولو مینه‌والو ته د زړه له کومې مبارکي وایو. ستاسو هڅونې، دعاګانې او ملاتړ زموږ د دې سترې بریا تر شا مهم ځواک و.
موږ ژمنه کوو چې د اصولي خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم به په راتلونکو سیالیو کې هم په همدې عزم، اخلاص او سپورتي روحیه سره میدان ته ښکته کېږي، نورې اتلولۍ به هم خپلوي او د خپل ښوونځي نوم به تل روښانه ساتي.
د اصولي خصوصي ښوونځي د کرکټ ټیم اتلانو ته دې دا ستره بریا مبارک وي!
🏆 اصولي خصوصي ښوونځی د کرکټ په ډګر کې هم د اتلولۍ سمبول دی.
اتلولي زموږ ویاړ، یووالی زموږ ځواک، او بریا زموږ هدف دی.

الحمد لله رب العالمینپه ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې د اصولي خصوصي ښوونځي د څلورنیم میاشتنیو ازموینو لړۍ نن، دوشنبه، په بش...
06/07/2026

الحمد لله رب العالمین
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې د اصولي خصوصي ښوونځي د څلورنیم میاشتنیو ازموینو لړۍ نن، دوشنبه، په بشپړه شفافه، منظم او ارامه فضا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
موږ د خپلو قدرمنو والدینو د باور او همکارۍ، د درنو استادانو د نه ستړې کېدونکو هڅو، او د خپلو عزیزو زده‌کوونکو د زحمت او هڅو له امله د زړه له کومې مننه کوو.
د لوی الله ﷻ له درباره دعا کوو چې د ټولو زده‌کوونکو هڅې قبولې کړي، غوره پایلې، روښانه راتلونکی او علم نافع ورپه برخه کړي.
په درنښت
اصولي خصوصي ښوونځی

لوی اخترموبختورشه !!!اخترد ټولومبارک شه که مسافروي که په خپل وطن کې وینه.یادونه: غریبانانوته په اخلاص غوښه ورکړئ په یخچا...
27/05/2026

لوی اخترموبختورشه !!!
اخترد ټولومبارک شه
که مسافروي که په خپل وطن کې وینه.
یادونه: غریبانانوته په اخلاص غوښه ورکړئ په یخچالونوکې د غوښې نه ځان وساتئ البته د اړتیا وړ
او د چکرپرمهال خپل ځان هم وژغورئ بل هم
تقبل الله منا ومنکم صالح الاعمال ...

زما له طرفه دي هم ټولو ته لوي اختر مبارک وي او الله جل جلاله دي زمونږ او ستاسي ټول نيک اعمال په خپل دربار عالیه  کي قبول...
26/05/2026

زما له طرفه دي هم ټولو ته لوي اختر مبارک وي او الله جل جلاله دي زمونږ او ستاسي ټول نيک اعمال په خپل دربار عالیه کي قبول او منظور کړي.
ځاځي صاحب: ستاسو د خوشحالی او سوکالی په هيله

26/05/2026

د اصولي خصوصي ښوونځی د ګلالیو زده کوونکو په تنکۍ ژبه ګرانوهېوادوالوته د اختر رنګینوشېبومبارکي وړاندې کوي هیله ده چې اخترمود خوښیوډک اونیک عملونه موقبول شه. اخترموبختور.
په درنښت
عزیزالله راحل
مسؤل مدیر

دا هم د اصولي خصوصي ښوونځي د میاشتنی ازمويني انځوريز البوم.اصولي خصوصي ښوونځي د استعدادونو کور.
22/05/2026

دا هم د اصولي خصوصي ښوونځي د میاشتنی ازمويني انځوريز البوم.
اصولي خصوصي ښوونځي د استعدادونو کور.

21/05/2026

اختريزه ډالۍ دکاینات محمدي له خولې واورئ

Address

پل چرخی صافي کوټ پل تر څنګ
Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اصولي خصوصي ښوونځی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share