21/05/2026
د جهان پوهنتون د صحي کلينيک او د جهان تدريسي او معالجوي روغتون په ګډه همکارۍ د محصلانو لپاره وړيا روغتيايي کمپ ترسره شو.
دغه روغتيايي کمپ د محصلانو د رواني ستونزو، ذهني فشارونو، اضطراب، خپګان او بېلابېلو موسمي او جسمي ناروغيو د تشخيص، درملنې او روغتيايي مشورو وړاندې کولو په موخه جوړ شوی و، چې پکې لسګونو ناروغانو ته بېلابېل روغتيايي خدمات وړاندې شول.
د جهان تدريسي او معالجوي روغتون متخصصو ډاکترانو د ناروغانو عمومي معاينات ترسره کړل او د وينې فشار، شکر، عصبي، داخله او نورو اړوندو ناروغيو تشخيص او درملنه يې وکړه. همداراز ناروغانو ته د اړتيا وړ درمل په وړيا توګه ووېشل شول، څو محصلان وکولای شي پر وخت له روغتيايي اسانتياوو څخه ګټه واخلي.
د رواني روغتيا متخصصينو محصلينو ته د ذهني ارامتيا، د امتحاناتو پر مهال د فشار د کمولو، مناسب خوب، صحي تغذيې، فزيکي فعاليتونو او د سالم ژوند د اصولو په اړه مهمې او ګټورې مشورې وړاندې کړې. همدارنګه محصلينو ته د رواني ستونزو د مخنيوي، مثبت فکر، ټولنيزو اړيکو او د روحي سلامتيا د ساتنې په اړه اړينې لارښوونې وشوې.
په ياد کمپ کې د حفظ الصحې، د ساري ناروغيو د مخنيوي، د پاکو اوبو د استعمال، د چاپېريال پاک ساتلو، د صحي عادتونو د رامنځته کولو او د شخصي نظافت د ارزښت په اړه هم عامه پوهاوی وړاندې شو. ډاکترانو محصلينو ته سپارښتنه وکړه چې د ناروغيو د مخنيوي لپاره منظم طبي معاينات، متوازن خواړه، دوامداره ورزش، کافي استراحت او روحي ارامتيا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ياد روغتيايي کمپ اساسي موخه د محصلينو ملاتړ، د رواني او صحي ستونزو په اړه وړيا مشورې ورکول، د ناروغيو د مخنيوي لپاره اړينې لارښوونې وړاندې کول او د محصلينو ترمنځ د روغتيايي پوهاوي کچې لوړول وو، څو محصلان وکولای شي خپل ځان، کورنۍ او ټولنه د بېلابېلو ناروغيو څخه خوندي وساتي او سالم ژوند ته لا زياته پاملرنه وکړي.
آمريت نشرات و ارتباطات عامه
پوهنتون جهان
19/05/2026
د ۱۴۰۴ لمریز کال خزاني سمستر ممتاز محصلین وستایل شول
دوشنبه، ۲۸/ثور/۱۴۰۵ هـ.ش
جهان پوهنتون د کمپیوټر ساینس، اقتصاد، شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د ۱۴۰۴ لمریز کال خزاني سمستر لسګونه تنه ممتاز محصلان د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.
ستاینغونډه د پوهنتون غونډو عمومي تالار کې د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې د جهان پوهنتون رئيس، د څلور ګونو معاونيتونو مرستيالانو، د پوهنځيو رئيسانو، څانګو آمرينو، استادانو او محصلانو پکې ګډون درلود.
د غونډې په پېل کې د پوهنتون رئیس پوهنيار خوشحال جواد، د ښه راغلاست وینا وکړه او ټولو ممتازو محصلینو ته یې د زړه له کومې مبارکي وویله ، ښاغلي جواد د ممتازو محصلانو دا لاسته راوړنې د دوې د پرلهپسې هڅو، مطالعې، نظم او دسپلین پاېله وبلله.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې پوهنتونونه یوازې د علم د زدهکړې مرکزونه نه دي، بلکې د شخصیت جوړونې، رهبرۍ، ملي خدمت او د فکري ودې روزنځایونه هم دي، ممتاز محصلان د پوهنتون ویاړ او د هېواد راتلونکې سرمایه ده، د هغوی هڅې باید وستایل شي او نور محصلان هم باید د همدې بریا او غوره والي لوري ته وهڅول شي، همدارنګه د محصلانو هڅه یوازې د نمرو تر لاسه کولو پورې محدوده نه وي، بلکې د علم ترڅنګ د اخلاقو، نوښت، خدمت او مسؤلیت روحیه هم ولري، ورپسې د علمي چارو مرستیال دوکتور محمد سالم حمیدي د محصلانو هڅونه او علمي پرمختګ د پوهنتون له بنسټیزو موخو څخه وبلله او زیاته کړه چې همدا محصلان به د هېواد راتلونکی جوړوي او په خپلو اړوندو برخو کې به د هېواد د رهبرۍ مسؤلیتونه پر غاړه ولري، ښاغلي حمیدي د محصلینو هڅې وستایلې او محصلان یې د لا زیاتو علمي لاسته راوړنو، څېړنو او نوښتونو ترسره کولو ته وهڅول.
په دې غونډه کې د پوهنتون په کچه د لومړیو دوو مقامونو ګټونکو محصلانو ته ځانګړي اېوارډونه او ستاینلیکونه ورکړل شول، همدارنګه د هر ټولګي په کچه د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو محصلینو ته ستاینلیکونه وویشل شول.
غونډه په دعایه سره پاې ته ورسیده.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون
12/05/2026
د نرسانو نړیواله ورځ!
نرسان د مهربانۍ، صبر او نه ستړې کېدونکو هڅې له لارې د ناروغانو د ژوند ساتنه کوي، دردونه رغوي او هيلې را ژوندی کوي، راځئ د دوي د قربانیو، خدمتونو او د انسانیت قدر وکړو، ځکه نرسان یوازې روغتیايي کارکوونکي نه دي، بلکې د ژوند ژغورونکي او د انسانیت ریښتیني اتلان دي.
نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون
11/05/2026
د اداري اخلاقو تر سرليک لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو!
دو شنبه | د ثور ۲۱مه، ۱۴۰۵ هـ.ش | ۲۴/۱۱/۱۴۰۷ هـ.ق
د جهان پوهنتون مسلکي پرمختيا او بهرنيو ژبو آمريت د ۱۴۰۵ لمریز کال ظرفیت لوړونې پلان له مخې د یاد آمریت په همکارۍ د اداري اخلاقو تر سرليک لاندې معلوماتي سيمينار چې پکې د پوهنتون د رهبرۍ غړو، د پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود د څېړنو او علمي مجلو مرستيال پوهنيار ناصر خان جمال لخوا وړاندې شو.
ياد سیمینار د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهنيار ناصر خان جمال لخوا په دې سیمینار کې د اداري اخلاقو مفهوم، اهميت او ګټې، د اداري اخلاقو بنسټیز اصول ، د بريالي او اخلاقي کارکوونکي ځانګړنې، په پوهنتونونو کې اداري کارکوونکو، استادانو او محصلانو اړوند اداري اخلاقو نوعیت او همدارنګه د اداري فساد او غيراخلاقي کړنو د مخنيوي لارې چارې په تفصيل سره بيان شوې.
ښاغلي جمال خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې اداري اخلاق د هرې بريالۍ ادارې بنسټ جوړوي. د ده په وينا، هره اداره چې په خپلو چارو کې صداقت، عدالت، امانتدارۍ، ژمنتيا، شفافيت، همغږي، متقابل احترام، د وخت مدیریت، پر خپل وخت د غوره خدماتو وړاندې کول او غوره چلند خپل کړي، نه يوازې خپله اداره بريالۍ کوي، بلکې د يوې سالمې او پرمختللې ټولنې په جوړولو کې هم مهم رول ادا کوي.
نوموړي زياته کړه، د ګډو موخو ترلاسه کول، اداري پرمختګ، او د يوې سالمې کاري فضا رامنځته کول هغه وخت ممکن دي، کله چې ټول کارکوونکي د اداري اخلاقو اصولو ته ژمن پاتې شي.
ګډونوالو ياد سیمینار اغېزمن، ګټور او د مسلکي ودې لپاره مهم وباله، او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې هم د ورته علمي او مسلکي سیمینارونو لړۍ دوام ومومي.
سمينار په دعايه سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون
11/05/2026
د کارموندنې خبرتیا!
جهان پوهنتون د وړ، مسلکي او با تجربه کارکوونکو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د ازادې سیالۍ له لارې لاندې بست اعلان ته سپاري:
بست: د کارکوونکو چارو آمر
د اعلان نېټه: ۲۱/ ثور/۱۴۰۵ هـ ش
د اعلان د پای نېټه: ۳۰/ثور /۱۴۰۵ هـ ش
معاش: د پوهنتون د معاشاتو له کړنلارې سره سم.
د ګمارنې شرایط:
1. لږ تر لږه په بشري منابعو او مديريتي علومو کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري.
2. که له هېواده بهر یې زده کړې کړي وي، تحصیلي اسناد یې باید د لوړو زده کړو محترم وزارت تائیدي ولري.
3. لږ تر لږه درې کاله په یاد بست او اداري چارو کې کاري تجربه ولري.
4. د باصلاحیته محکمې له لوري په اخلاقي او جنايي جرمونو محکوم شوی نه وي.
5. د اداري چارو د سم پرمخ بېولو لپاره جسمي، فکري او رواني وړتیا ولري.
6. د هېواد په رسمي ژبو پوره حاکمیت ترڅنګ د انګلیسي ژبې سره بلدتیا ولری.
د اسنادو سپارلو تګلاره:
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې تر ټاکلې نېټې خپل تحصیلي اسناد او CV، په حضوري ډول د جهان پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري او په غیرحضوري ډول یې د پوهنتون رسمي برېښنالیک / [email protected] [email protected] ته یې واستوي.
یادونه: د برېښنالیک په Subject کې د دندې عنوان لیکل حتمي دي.
پته: کارته نو، درېیم سرک، کابل – افغانستان
اړیکو شمېره: 0767737235
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت
جهان پوهنتون
10/05/2026
د جهان پوهنتون په داخلي، علمي – څېړنیز کنفرانس کې د مقالو ارئیه کوونکو د انځوریز البوم لړۍ!
نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت
09/05/2026
د بشپړ اکاډميک اعتبار ساتنې په پار د مبارکۍ پېغام!
الحمدلله، جهان پوهنتون وتوانېد چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست د ټاکل شوي ارزوونکي پلاوي د هر اړخیزې ارزونې په پایله کې، خپل اکاډمیک اعتبار په بشپړ بریالیتوب سره وساتي.
دا ستره علمي لاسته راوړنه، د پوهنتون رهبرۍ، علمي کادرونو، اداري کارکوونکو او محصلینو د ګډو، دوامدارو او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او ژمنتیا څرګندونه کوي.
د جهان پوهنتون رهبري د دې ستر وياړ په مناسبت خپلو استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو، فارغانو او د افغانستان ټولې علمي کورنۍ ته مبارکي وړاندې کوي.
جهان پوهنتون ژمن دی چې د معیاري لوړو زده کړو، علمي څېړنو، نوښت او اکاډمیکو ارزښتونو د پیاوړتیا له لارې د هېواد علمي ودې او روښانه راتلونکې لپاره مسلکي، متعهد او وړ کادرونه وروزي.
جهان پوهنتون؛ د معیاري او باکیفیته لوړو زده کړو، علمي څېړنو او نوښت مخکښ بنسټ
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
جهان پوهنتون
—————————————————————————-
پیام مبارکی به مناسبت حفظ سند اعتبار اکادمیک!
الحمدلله، پوهنتون جهان توانست در نتیجه ارزیابی همهجانبه هیئت محترم ارزیابی تعیینشده ریاست تضمین کیفیت و اعتباردهی وزارت محترم تحصیلات عالی، اعتبار اکادمیک خویش را با موفقیت کامل حفظ نماید.
این دستاورد بزرگ علمی، بیانگر تلاشهای مشترک، دوامدار، خستگیناپذیر و تعهد رهبری ، کادرهای علمی، کارمندان اداری و محصلان پوهنتون جهان میباشد.
رهبری پوهنتون جهان به مناسبت این افتخار بزرگ، این موفقیت را به استادان، کارمندان اداری، محصلان، فارغان و تمام خانواده علمی افغانستان تبریک عرض مینماید.
پوهنتون جهان متعهد است که از طریق تقویت تحصیلات عالی معیاری، تحقیقات علمی، نوآوری و ارزشهای اکادمیک، کادرهای مسلکی، متعهد و شایسته را برای رشد علمی کشور و آیندهای روشن تربیه نماید.
پوهنتون جهان؛ نهاد پیشگام در تحصیلات عالی معیاری، تحقیقات علمی و نوآوری.
آمریت نشرات و ارتباطات عامه
پوهنتون جهان
09/05/2026
د کارموندنې خبرتیا!
جهان تدريسي روغتون د وړ، مسلکي او با تجربه کارکوونکو د جذب او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، د ازادې سیالۍ له لارې لاندې بست اعلان ته سپاري:
بست: جهان تدریسي روغتون مالي چارو مدير
د اعلان نېټه: ۱۹/ ثور/۱۴۰۵ هـ ش
د اعلان د پای نېټه: ۳۰/ثور /۱۴۰۵ هـ ش
معاش: د روغتون د معاشاتو له کړنلارې سره سم.
د ګمارنې شرایط:
1. لږ تر لږه په اقتصاد کې د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې ولري. ، ماستر ته لومړیتوب ورکول کیږي.
2. که له هېواده بهر یې زده کړې کړې وي، تحصیلي اسناد یې باید د لوړو زده کړو محترم وزارت تائیدي ولري.
3. لږ تر لږه دوه کاله په یاد بست او د روغتون په اداري او مالي چارو کې کاري تجربه ولري.
4. د باصلاحیته محکمې له لوري په اخلاقي او جنايي جرمونو محکوم شوی نه وي.
5. د اداري چارو د سم پرمخ بېولو لپاره جسمي، فکري او رواني وړتیا ولري.
6. د هېواد په رسمي ژبو پوره حاکمیت ترڅنګ د انګلیسي ژبې سره بلدتیا ولری.
د اسنادو سپارلو تګلاره:
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، چې تر ټاکلې نېټې خپل تحصیلي اسناد او CV، په حضوري ډول د جهان پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته وسپاري او په غیرحضوري ډول یې د پوهنتون رسمي برېښنالیک / [email protected] [email protected] ته یې واستوي.
یادونه: د برېښنالیک په Subject کې د دندې عنوان لیکل حتمي دي.
پته: کارته نو، درېیم سرک، کابل – افغانستان
اړیکو شمېره: 0767737235
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت
جهان پوهنتون
06/05/2026
د جهان پوهنتون په داخلي، علمي – څېړنیز کنفرانس کې د مقالو ارئیه کوونکو د انځوریز البوم لړۍ!
نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت