06/09/2018
دپښتورګو (ګردوکو) ناروغی .
د انسان پښتورگي(بډوډي) دوه داني دي چي دملا دتير (ستون فقرات) په دواړه خواو کي د لوبيا په شکل سره موقيعت لري اوږدوالي يي 10 سانتي متره او وزن يي تقريبآ 120-200 ګرامه په شاوخواکي دي
پښتورګي (ګردوکي) د حجم له نګاه ډير کوچني دي مګر دانسان لپاره ډير غټي او مهمي دندی سرته رسوي مثلا دانسان پښتورګي (گردوکي) په يوه ورځ کي يوسلو اتيا 180 ليتره وينه تصفيه او فليټر کوي
پدي معني چی دانسان د بدن وينه ټوله وينه په اوسط ډول پنځه ليټره ده داټوله دبدن وينه په ورځ کي شپږ ديرش 36 ځله د پښتورګو له خوا تصفيه او فليټر کيږي د ويني څخه اوبه او کچره مواد جلا او د متيازو په شکل مثاني ته انتقالوي او دهغه ځاي څخه د متيازو په شکل خارجيږي .
د پښتورگو یوسلواتیا 180 ليټره تصفيه او فليټر چي تقريبآ دانسان دوزن دوه برابره دي پښتورګي يي په یوه ورځ کی سرته رسوي د میاشتو او کلونوحساب که ورته وکړو حساب يي ډيريږي له دی خاطره پښتورګي دانسان لپاره دیر مهم او حياتي غړي دی.
دپښتورګي څونوري دندي په لاندي ډول دي
* دتغذيه موادو داستعمال په نتجه کي کچره او زهري مواد له وجود څخه ايستل
* په وجودکي مثبت او منفي چارچ توازن برابرول او د مايعاتو د حجم کنټرول کول
* دالقلي او تيزابي مواد توازن برابرول
* د ويني دفشار کنټرول
د پورته دندو سربيره ډيري نوري مهمي دندی هم لري چی دا يي يوڅو مثالونه دي.
کله چی پښتورګی (گردوکي)خپل دنده او وظيفه دلاسه ورکړ ی دانسان ژوند دمرګ سره مخامخ کوي .
دپښتورګي د ناروغي سببونه(عاملونه) :
* لوړ دويني فشار
* دشکري ناروغي
* چاغوالي
* دعمر زوړوالي يعني سن سال چي 60 ته ورسيږي
* سگريت څکول
*ارثي
* دوجوددفاعي سيستم کمزورتيا
* دپيدايښت دوخت څخه دپښتورګي خرابوالي (مورزادي)
* دپښتورګي ډبره (تيږه)
* دپښتورګي دانه (سرطان)
* ميکروبونه
* دبعضودواګانو ډير استعمال(د درد دواګاني)
* بعضي نوري ناروغي هم سته چی دپښتورګي دخرابوالي سبب ګرځي
دپښتورګي دناروغي نښي نښاني :
* دزياتو متيازو(ادرار) وتل
* دلږ متيازو وتل
* دمتيازو کولو په وخت کي درد او سوزشت
* دپښتورګو درد دملادتیر(ستون فقرات ) په برخه کی
* دمتيازو دوتلو په وخت کي دمتيازو تيز بوي
* کله کله مړه تبه ورسره وي
* بعضي وختونه په متيازو کي وينه ورسره وي يعني دمتيازو د رنګ سوروالي
* په ماشومانو کي دشپي له خوا په ځاکي دمتيازو تيښته يا ځاي لمبدول
* دسترګو داطرافو پړسوب په خاص ډول دخوب څخه د را پاڅيدو په وخت کي
* دپښو پړسوب
* دمتيازو تر نورماحالت زيا ت خاکي کيدل
دناروغي دشدت والي په وخت کي خستګي تبه لړزه دشپي له خوا د وجود خوله سرچرخي او خواګرځي ورسره ملګري وي.
دپورته نښو نښانو څخه کيداي شي ټولي په يوخت کي موجودي نه وي او يا څوداني موجود وي خو د صحيح او پوره تشخيص لپاره ځني معاينات هم مهم دي لکه دويني معاينات او تلويزوني (الټراسانډ)
دپښتورګي دناروغي دمخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟
* په زيا مقدار بايد اوبه وڅښل شي چی د پښتورګو لپاره ډيري ضروري دي.دځوان نارينه لپاره په ورځ کي لږترلږه 3 دري ليټره او دښځينه لپاره 2.5 دوه نيم ليټره اوبو ته ضرورت دي.
* دزياتي مالګي داستعمال څخه بايد ځان وساتي .
* دترکاريانو(سبزی جات) ,ميوه جاتو او حبوباتو استعمال گټور دي
* منظم په اندازه سپورت کول ډيره ګټه لري
* د وجود وزن په نورمال حالت کي ساتل ګټوردي .
* دسگريتو او الکولو څخه ځان ساتل
* دويني د فشار کنټرول
* دغوړ (روغ) لږ استعمال
* دکلسيم او پروتيني مواد (هګي اوشيدي) لږ استعمال .
يادونه بايد وکم هغه خلګ چي د اوږد وخت لپاره يعني کلونه کلونه دپښتورګي له ناروغي څخه ځوريږي بايد ډير احتياط وکي.داسي ناروغي ته کرونيک ناروغي(cronic renal failure) وايي او د وخت په تيريدوسره پښتورګي خپلي وظيفي او دندي دلاسه ورکوي او ورځ تربلي مخ په خراپيدو روان وي چی ورستي يا اخيري مراحلی ته ځان رسوی ( End_stage renal failure ).
اخيري مرحله د پښتورګي هغه مرحله ده چي په وجودکي کراتينين (creatinine) مقدار ډير جگ او لوړ وی په وينه کي تول کچره مواد ور ګډ وي او پښتورګي ددي توان نلري چی د ويني څخه کچره مواد جلا او دجود څخه يي وباسي پدي وخت کي ناروغ مجبوره دي چی په شفاخانه کي بستر او د فليټر ماشين یا په اصطلاح د ويني دتصفیه ماشین چی په لاتین (hemodialysis ) هيمو ډياليز ورته وایی ورته بسته کړي
کله چی پښتورګي د هيمو ډياليز مرحلي ته ورسيږي یواځنی د حل لاره يي يا به د بل انسا ن څخه پښتورګي نقل کوي يا به هيمشه دهيموډياليز ماشين ورته پروت وي ترڅو وينه په دوامداره شکل تصفيه کړي.
داکتر سهاک