19/03/2026
د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو دوستانو، خپلوانو او د هېواد ګرانو خلکو ته د زړه له کومې مبارکي وایم! 🌙✨
الله تعالی دې دا مبارکه ورځ زموږ ټولو لپاره د خوښیو، سولې، مینې او ورورولۍ سبب وګرځوي. هیله ده چې په دې اختر کې مو زړونه له کینې او بدبینۍ پاک شي او پر ځای یې یو بل ته مینه، بښنه او درناوی ډالۍ کړو.
راځئ چې د دې نېکمرغه ورځې په برکت، د یو بل لاسنیوی وکړو، بېوزلو ته لاس ورکړو او د انسانیت رښتینی پیغام ژوندی وساتو.
اختر مو مبارک، هره ورځ مو اختر، او ژوند مو له خوښیو او برکتونو ډک شه! �
30/12/2025
د خاطر احمد یوسفزی شرکت د یو تدارکاتي قرارداد له مخې، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار او درېو ولسوالیو کې د حفظ الصحې ۲۱۰۰ کېټونه په منظم او شفاف ډول ووېشل. دغه پروسه د قرارداد له شرایطو سره سم، په ټاکلي وخت او د کیفیتي معیارونو په رعایت ترسره شوه. یاد شرکت ژمن دی، چې د خپلو تدارکاتي مسؤلیتونو د پلي کولو پر مهال مسلکي اصول، شفافیت او اغېزمنتیا په بشپړه توګه په پام کې ونیسي او د ټولنې د روغتیا او هوساینې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.
خاطر احمد یوسفزي شرکت
01/09/2025
د خواخوږۍ پیغام
د خاطر احمد یوسفزي شرکت مشرتابه او ټول کارکوونکي د نننۍ زلزلې له امله د بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې او مالي تاوانونو په اړه ژوره خواشیني څرګندوي.
موږ د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوو او د الله (ج) له دربار څخه د مړو لپاره جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره عاجله روغتیا او د پاتې شویو لپاره صبر او حوصله غواړو . د الله ج دربارته د دوعاوو لاس پورته کوو، چې زمونږ هېوادوال او ټوله اسلامي نړۍ دی دداسې پېښو څخه تل په امان کې لري.
خاطر احمد یوسفزي شرکت
26/06/2025
د ANHDO مؤسسې او د "خاطر احمد یوسفزی" شرکت ترمنځ د اجناسو د تدارک قرارداد له مخې، ۱۷ قلمه وسایل چې د مېوو د راټولولو او وچولو لپاره ځانګړي شوي وو، د پروان ولایت د شینواري ولسوالۍ بزګرانو ته توزیع شول.
یاد وسایل د قرارداد له مخې د خاطر احمد یوسفزی شرکت له خوا خریداري، بسته بندي او محترمې موسسې ته سپارل شوي، تر څو د پروژې له لارې اړمنو خلکو ته ورسول شي.
زموږ شرکت ویاړي چې د باکیفیته تدارکاتو له لارې د ټولنې د اقتصادي پیاوړتیا او د بزګرانو د ملاتړ برخه کې فعاله ونډه لري.