30/05/2026
خبرتیا
د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم، د المکه خصوصي عالي لېسې ټولو اداري او تدریسي کارکوونکو، درنو ښوونکو او ګرانو زدهکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې سبا، یکشنبه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا ۱۰مه نېټه، خپل تدریسي او اداري فعالیتونه بېرته پیلوي.
له ټولو قدرمنو څخه هیله کېږي چې په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي او د تدریس او زدهکړو بهیر په منظم ډول پر مخ یوسي.
د المکه خصوصي عالي لېسې اداره