خکلی نومونه beautiful names

  • Home
  • خکلی نومونه beautiful names

خکلی نومونه beautiful names خکلی نوم د أولاد حق دی خکلی نوم د اولاد حق دی

.د ماشوم👶 نوم د هغه پر شخصی ⛹️‍♂️او تولنیز ژوند 👩‍👧‍👧د عمر تر پایه اغیز لری . ځکه چی ترټولو لومړی1️⃣️ یی نوم سره آشنا کی...
16/12/2018

.
د ماشوم👶 نوم د هغه پر شخصی ⛹️‍♂️او تولنیز ژوند 👩‍👧‍👧د عمر تر پایه اغیز لری . ځکه چی ترټولو لومړی1️⃣️ یی نوم سره آشنا کیژو. 😍
د نوم د انتخاب په وخت د⏪ شکلا❤️ ، معنی 💚، آسانی ☑️، وضاحت ✨معیارونه په نظر 🤔کی ونیسی.❗

16/12/2018
🌹 🌹این یکی از موارد اهمیت‌دادن به مردم است. چه زیباست که شما به طور تصادفی با یک شخص در بانک یا هواپیما یا یک دعوتی عموم...
16/12/2018

🌹 🌹
این یکی از موارد اهمیت‌دادن به مردم است. چه زیباست که شما به طور تصادفی با یک شخص در بانک یا هواپیما یا یک دعوتی عمومی برخورد می‌کنید، و با نام او آشنا می‌شوید و سپس در جای دیگری او را ببینید و او را استقبال نمایید و بگویید: سلام جناب آقای... شکی نیست که این امر محبت و تقدیر شما را در قلب او حک می‌کند. به خاطر سپردن اسم کسی که در جلو شماست. احساس به اهمیت قایل‌شدن شما نسبت به او را در درونش بیدار می‌کند. معلمی که اسامی دانش‌آموزان را به یاد دارد تا معلمی که اسم‌های آنان را نمی‌داند، تفاوت دارد مانند این جمله که فلانی بلند شو، نیکوتر است از این که بگوید: دانش‌آموز برخیز.
حتی در جواب تلفن کدامیک نزد شما پسندیده‌تر است؟ اگر به شما با بله یا الو جواب بدهد یا با استقبال بگوید: سلام جناب «خالد». حال شما چطور است «ابوعبدالله». قطعاً شنیدن اسم‌تان قبل از گوش در قلب‌تان طنین‌انداز می‌شود.
معمولاً پس از سخنرانی‌هایم جوانان ازدحام نموده و سلام می‌گویند و تشکر می‌کنند. همواره من بر تکرار یک کلمه علاقمند بوده‌ام و آن این که اسم گرامی‌تان چیست؟ برادر زنده باشی نام شما؟ به هرکسی که سلام می‌گویم چنین می‌گویم تا اهتمام و توجهم را نسبت به وی ابراز نمایم. هرکدام از آن‌ها با شادمانی به من پاسخ می‌دهد: برادر شما «یاسر». برادر شما «زیاد».
به یاد دارم که روزی پس از این که تعداد زیادی به من سلام گفته و مصافحه نمودند و رفتند، یکی از آنان برگشت تا از من سؤالی بپرسد. همین که به من نزدیک شد من عرض نمودم: زنده باشی «خالد». او بسیار شادمان شد و گفت: ماشاء الله! اسم مرا نیز می‌دانی! عموماً مردم خوشحال می‌شوند از این که به هنگام سلام‌کردن‌شان اسم خویش را بشنوند. مسلماً مأموران انتظامی یک برگه‌ی کوچکی بر سینه‌ی خویش آویزان می‌کنند که در آن اسم‌شان نوشته شده است.
به یادم دارم که من یک سخنرانی را در یکی از مراکز انتظامی ایراد نمودم و بیشتر آن‌ها پس از سخنرانی نزد من آمده و سلام گفتند. یکی از آن‌ها نزدیک می‌شد و سپس از من فاصله می‌گرفت. گویا می‌خواست سلام بگوید، اما از ازدحام دیگران خجالت می‌کشید. من به او نگاه کردم و به برگه‌ی اسمش نگاه کردم. آنگاه دستم را به سویش دراز کردم و گفتم:
سلام فلانی! رنگش پرید و متحیر شد و دستش را دراز نمود و با لبخند مصافحه نمود و گفت: چگونه اسمم را شناختی؟ من گفتم: برادرم ما کسانی را که دوست داریم، الزاماً اسم آن‌ها را نیز می‌دانیم. این برخورد من تأثیر بزرگی در وی ایجاد نمود.
بسیاری از مردم به همین امر راضی می‌شوند و آرزو می‌کنند که کاش می‌توانستند اسم‌های دیگران را حفظ کنند؛ اما اسباب عدم به خاطرسپردن اسم‌ها بسیار زیاد هستند. از جمله: بی‌توجهی و عدم اهمیت‌دادن به افراد در آشنایی و برخورد با آنان، همچنین مشغول‌شدن به هنگام تعارف و عدم تمرکز ذهن به هنگام شنیدن نام افراد. و نیز موضوع‌گیری نادرست در برابر شخص مقابل و اعتقاد به این که بار دیگر با آن‌ها برخورد نخواهید کرد، لذا در دلش خواهد گفت: نیازی به حفظ اسم آن‌ها نیست، یا این که آن‌ها افراد ساده‌ای هستند و تو برای آن‌ها اهمیت قایل نیستید. یا این که اسم آن‌ها را به خوبی نمی‌شنوید و مناسب نمی‌دانید که برای مرتبه دوم اسم آن‌ها را بپرسید. این‌ها اسبابی هستند که باعث می‌شوند تا مردم اسامی را حفظ نکنند. اما درمان به خاطرسپردن اسم‌ها نیز راه‌هایی دارد. از جمله: اعتقادداشتن به اهمیت یادگیری اسم‌ها یا ایجاد این احساس که بعد از چند دقیقه از شما سوال خواهد شد.
همچنین تمرکزحواس و توجه به چهره شخص به هنگام شنیدن اسم او.
کوشش کنید، روش گفتار و نحو لبخند شخص مقابل را ملاحظه نمایید تا در حافظه‌ات حک شود. به هنگام سخن‌گفتن با او تکرار زیاد، او را با اسمش مخاطب قرار دهید: درست است جناب آقای؟ و به کرّات آن را تکرار کنید. این بسیار مهم است و اگر در قرآن تأمل نمایید، می‌بینی خداوند پیامبران را با نام‌هایشان مخاطب قرار می‌دهد:

يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا (76) سوره هود

ای #ابراهیم! از این (درخواست) صرف‌ نظرکن

قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ (46) سوره هود

فرمود: «ای #نوح! او از اهل تو نیست!

يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْض ِ(26) سوره ص

ای #داوود! ما تو را خلیفه و (نماینده خود) در زمین قرار دادیم؛
يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ

[ص: 26] یعنی: «ای داود! ما تو را بر روی زمین خلیفه قرار دادیم».

خلاصه کلام...
«لطفاً به من توجه کنید! اسمم را به خاطر بسپارید! برایم احترام قایل شوید، تا من هم متقابلاً شما را دوست داشته
باشم».

🌹بارك الله فيكم و جزاكم الله خيرا 🌹

گرانو مینوالو دا به ومنو چی په کلى او بانډو کى د خلکو تعليم که کمه ده نالوستی دی خو دا ښارى خلک خو د  #تذکرى يا د  #واکس...
16/12/2018

گرانو مینوالو دا به ومنو چی په کلى او بانډو کى د خلکو تعليم که کمه ده نالوستی دی خو دا ښارى خلک خو د #تذکرى يا د #واکسين يا د بل اساسى #اسناد د نوم ثبتولو په وخت کى حد اقل څوک د چا سره مرسته هم نه کوى د حيرانتيا ځاى دى .

 ?نوم د انسان سره د شخصیت په ټاکلو او د شخصیت په جوړښت کې ډیر کومک کوي. که فکر وکړو زموږ په ټولنه کې هغه کسان، چې د یو ښ...
16/12/2018

?
نوم د انسان سره د شخصیت په ټاکلو او د شخصیت په جوړښت کې ډیر کومک کوي. که فکر وکړو زموږ په ټولنه کې هغه کسان، چې د یو ښه شخصیت خاوندان شوي تر ډیره بریده دده د شخصیت په جوړښت کې د نوم رول جوت معلومیږي. همدارنګه د نوم تر څنګ د خپل خوي او بوي مطابق ځان ته د یو ښه تخلص انتخابول هم د انسان سره تر ډیره کمک کوي.
په نړۍ او بلخصوص په اسلامي هیوادونو کې تر ډیره پر دې کوشش کیږي، چې ماشوم ته یو داسې نوم انتخاب کړي، چې اسلامي وي، یعنې د الله ج یا د محمد ص د نومونو څخه یو نوم خپل ماشوم ته انتخابوي. خو که چیرته په دې نومونو کې هم داسې نوم پیدا نه شو، چې دوي پرې صلاح شي نو کوشش کوي په دریمه مرحله کې د د نومونو څخه کوم یوداسې نوم انتخاب کړي، چې د دوي زړه اوبه پرې وچکي.
ولې ددې نومونو تر څنګ په دریمه مرحله کې ډیری داسې نومونه تر سترګو کیږي، چې د دوي په کلتورونو کې ډیر دود او رواج لري، چې دا نومونه هم تر ډیره اخلاقي، تعلیمي او پوهنیزه جنبه لري. چې هم په ژبپوهنیز ډول ډیر په درست او ښه ډول ادا او د تلفظ کولو تر څنګ د لیکلو په وخت کې هم سړی له مشکل سره نه مخ کوي او ډیر په اسانۍ سره بې له کوم فکره لیکل کیږي.
ولې په څلورمه ډله نومونو کې ځینې داسې نومونه هم تر سترګو کیږي، چې د تلفظ او ادا تر څنګ په لیکلو کې هم سړی له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کوي. دا ډول نومونه اکثره د نورو ژبو نومونه بلل کیږي یا داسې وي، چې د ځینو لهجو پورې اړه لري. د دا ډول نومونو د تلفظ او ادا تر څنګ لیکل یې هم تر ډیره بریده ستونزمن وي. مخکې تر دې، چې زه د نوم په مثالونو را تم شم، اول د نوم د تلفظ په مشکل او بیا یې د لیکلو په ستونزې باندې خبرې کوم، چې ولې ځینې نومونه سخت ادا کیږي؟ او ولې ځینې نومونه په مشکله لیکل کیږي.؟
پښتو ژبه یوه له هغو اوښتونکو ژبو څخه بلل کیږي، چې ډیر په اسانۍ سره کولای شي، د نورو ژبو لغاتونه (وییونه) په خپل ځان کې جذب او ځای کړي. همدرانګه ډیر په اسانۍ سره کولای شي د نورو ژبو هغه لغاتونو (وییونه) چې پښتو ژبې په پور را خپل کړي د اشتقاق له لارې یعنې د مختاړو، وروستاړو او منځتاړو په یو ځای کولو سره نوي لغاتونه (وییونه) رامنځ ته کوي. او یا د ترکیبونو له لارې د پور لغاتونو (وییونو) سره د پښتو د اصلي لغاتونو (وییونو) په یو ځای کولو سره نوي لغاتونه (وییونه) رامنځ ته کوي، چې دا ډول مثالونه په پښتو ژبه کې ډیر زیات تر سترګوکیږي. په دې ډول لغاتونو(وییونو)او نومونو کې مستعار لغاتونه (وییونه)، دخیل، مفغن او مختلط لغاتونه (وییونه) او نومونه تر سترګو کیږي او شامل دي.
بل مشکل، چې ډیر باید سړی ورته متوجې شي هغه د ځینې اسلامي نومونو انتخابول دي، چې ډیری وخت زموږ خلک ددې نومونو په ایښودلو سره له یوې غټې ګناه سره مخ کیږي. د مثال په ډول د حیات الله نوم، چې مانا یې دالله ژوند ترې مرادیږي نو یو انسان د الله ژوند څنګه کیدای شي؟
دوهم مشکل، چې د نومونو او لغاتونو (وییونو) په اداینه کې تر سترګو کیږي هغه د په پښتو ژبه کې د ځینو نومونو او لغاتونو (وییونو) سره د اضافت د تورو یو ځای کیدل دي، چې دا ډول توري د نومونو او لغاتونو (وییونو) په جوړښت کې تر ډیره بریده تغیر او بدلون را منځ ته کوي، چې په ګرامر کې دې ډول بدلون ته زیاتیدنه Adding وایي. د مثال په ډول: مګر، چې یو لغت (ویی) بلل کیږي د پکتیا ولایت احمدزي او توتاخیل یې منګر وایي، ځمکه منځکه بولي، لمونځ مونځ بولي، ژمي زمی بولي، چې د هنریت په خاطر ورسره یو یو توری اضافه کوي. همدارنګه بل مشکل، چې د نومونو او لغاتونو(وییونو) په جوړښت او ادا کې رامنځ ته کیږي هغه د ځینو نومونو او لغاتونو(وییونو) څخه د بعضې تورو حذب او لویدنه ده، چې په انګریزي کې ورته (Lessing) وایي، دا هم یو ګرامري بدلون بلل کیږي. دا ډول نومونه او لغاتونه (وییونه) هم په تلفظ او هم په لیکلو کې تر ډیره بریده مشکل او ستونزه پیښوي.
د مثال په ډول رحمن الله، #عبدالرازق، #عبدالخالق، چې زموږ په ټولنه کې د الله او عبد د کلمو په لویدنې سره خالق، رازق او رحمن پاتې کیږي. #عبدالرحمن د عدالرحمن په نوم یادوي، #عبدالواحد واید یا واحد بولي، عبدالخالق د عبدل په نوم بولي، درې خان د درې په نوم بولي، نور الرحمن د نور په نوم بولي او فقیر محمد د فقیر یا فقیري په نوم اړول هغه ستونزمن او مشکل نومونه دي، چې ادا کول یې په پښتني ټولنه کې د خلکو تر منځ تر ډیره ستونزمن دي.
د پردویو ژبو د نومونو د مشکلاتو تر څنګ په پښتو ژبه کې یو غټ مشکل، چې تل زموږ ځوانان او بلخصوص هغه څوک، چې پښتو ژبه زده کول غواړي مخامخ دي، هغه په پښتو ژبه کې د ځینو اوازونو همرنګي ده. دا اوازونه، چې د پښتو، فارسي، عربي او اردو ګډ اوازونه ګڼل کیږي، ډیری وخت په یو ډول ادا او تلفظ کیږي، چې تر منځ یې توپیر کول تر ډیره ګرانیږي.
د مثال په ډول: د #ذاکر او #زکریا نومونو تر منځ د ز او ذ تلفط او لیکنه، د توتاخیل او طوطي تر منځ د ت او ط د اوازونو تر منځ فرق کول، د کادر ګل او قادرګل نومونو تر منځ د ک او ق فرق کول، د ثواب ګل او سواب ګل او ثواب ګل نومونو تر منځ، چې ث، س او ص تورو تلفظ او فرق کول، د پرویز او فرویز نومونو تر منځ د ف او پ تلفظ او فرق کول، د هوا او حلوا د نومونو تر منځ د ح او هـ تر منځ فرق کول او همدارنګه د ګیرې او ږیرې نومونو تر منځ د ګ او ږ فرق کول هغه مشکلات او ستونزې بلل کیږي، چې زموږ ځوان کهول او بلخصوص هغه څوک، چې پښتو زده کول غواړي د لیک په وخت کې له ستونزواو ربړونو سره مخ کوي. ډیر کله د دوي په لیکنو کې دا ډول مشکلات او ستونزې په نظر راځي، چې دا هم زموږ د ژبې د مینوالو او د ژبې د ویونکو او لیکونکو لپاره یو خنډ تر څنګ د زړه توري او د تیښتې باعث ګرځي.
پورتنیو نومونو ته په کتو سره موږ دې نتیجې ته رسیږو، چې د نورو ژبو هغه نومونه، چې زموږ په ژبه کې تکراریږي او خلک ترې ګټه پورته کوي اکثریت یې توري او اوازونه زموږ د ژبې د تورو سره یو ځای کیږي او پر ځای یې د پښتو ژبې خپل توري او غږونه کارول کیږي. کله کله داسې هم کیږي، چې زموږ په خپلو لهجو کې تلفظ کیږي، چې ددې کار په کیدو سره پورتنۍ ستونزې او مشکلات نور هم ډیروي.
نو موږ ته څه کول پکار دي؟
✔👈ښه او مناسبه خبره دا ده، چې موږ داسې نومونه انتخاب کړو، چې د تلفظ کولو تر څنګ هم په لیکلو کې یو ډول ولیکل شي او هم لنډ یا اختصار نشي. دا ډول نمونې د کلتوري نومونو تر څنګ په اسلامي نومونو کې هم تر سترګو کیږي. زه دلته د ځینو هغو نومونو نمونې وړاندې کوم، چې هم په لیکلو او هم په تلفظ کولو کې یو ډول دي او اختصار کولو او لنډولو ته یې کومه طریقه هم نه جوړیږي.
مریم، مالک، زیار، زرکه، مینه، شیر شاه، شیرین، بشرا، اشرف، شوکت، صابر، اکرم، یاسمین، ګلاب، ریحان، تبسم، ښکلا، ځلا، پلوشه، خاطره، رشید، عاطف، نیلا، شبنم، عابد، سنګین، اسد، ښاپیرۍ، ارزو، هیله، تمنا، یاسر، محبوب، ساجد، سجاد، الیاس، شکیب، پاڅون، میوند او دې ته ورته دا داسې نومونه بلل کیږي، چې هم په تلفظ کې یو ډول او هم په لیکلو کې له سړي سره کومک کوي بل دا، چې څوک پکې کمی نشي راوستلی یعنې اختصار کولای یې نشي.

 پر مور او پلار باندې د اولادونو له حقونو څخه یو هم په نوي زېږدلي ماشو د اسلامي نوم اېښودل دي، چې مېندې او پلرونه باید د...
16/12/2018


پر مور او پلار باندې د اولادونو له حقونو څخه یو هم په نوي زېږدلي ماشو د اسلامي نوم اېښودل دي، چې مېندې او پلرونه باید دغه ټکي ته پوره پام وکړي.
👈کله، چې غواړئ پر نوي زېږدلي ماشوم نوم کېږدئ، هڅه وکړئ، چې نوم یې اسلامي وي ځکه نوم پر انسان په مستقیم ډول اغېز لري. داسې نوم وټاکئ، چې په ویلو سره یې تاسو او مخاطب کس مثبته روحیه واخلئ. نوم اخیستل تر ټولو لومړی تاثیر پر مخاطب کوي. تاسو باید په دې اړه فکر وکړئ، چې ستاسو ماشوم دغه نوم نه یوازې اوس او د ځوانۍ په مرحله کې کاروي بلکې د مرګ تر ورځې پورې به خپل نوم ور سره ملګري وي، مثبت او منفي تاثیرات به یې پر مخاطب له ورایه لیدل کېږي.
✔👈 د نوم ریتم او آهنګ باید ستاسو له کورني نوم سره سر وخوري، وګورئ هغه نوم چې تاسو د خپل نوي زېږدلي ماشوم لپاره ټاکلی ستاسو له کورني نوم سره څومره ورته والی لري. د ماشوم نوم مو څو ځله تکرار کړئ، فکر وکړئ چې څه ډول رحیه درکوي.
⭐👈هڅه وکړئ، چې د نوم لومړی درې حرفونه ښکلی او زړه وړونکي وي.
◀د نوم تلفظ په دقت سره چک کړئ، که د ماشوم نوم مو په سم ډول نه تلفظ کېږ، نو د عمر تر اخره به مو ماشوم له یو ډول وسواس او تردد سره مخ وي.
⏪ وګورئ او فکر وکړئ، چې په کورنۍ او خپلوانو کې درته د چا نوم په نظر ښکلی درغلو هماغه نوم مو د خپل ماشوم لپاره هم وټاکئ.
🔸د دې لپاره چې یو ښکلی نوم مو خلق کړی وي د څونومونو له ترکیب څخه ګټه واخلئ. داسې هم کولای شئ، چې د دوه نومونو له یو ځای والي څخه یو ښکلی او په زړه پورې نوم جوړ کړئ.
↙ مستعار نومونه او هغه په خپل لاس جوړ شوي نومونه، چې مانا یې ښکلې وي وټاکئ. کېدای شي داسې یو نوم مو د خپل ماشوم لپاره غوره کړئ، چې له هغه څخه ګڼ شمېر نور مستعار نومونه جوړ شي، دغه څه د دې باعث ګرځي، چې ماشوم په لوی سن کې پر خپل نامه تر ټولو ښه کنټرول ولري او خوند ترې واخلي.
🔹👈 نوم تمرین کړئ، وګورئ، چې څه ډول حس درکوي، یو نېږدې ملګری مو څو ځله په دې نوم یاد کړئ او غږ پرې وکړئ.
په راتلونکې کې به تاسو مجبور وئ، چې په څو ډوله مو د خپل ماشوم نوم یاد کړئ، په زمزمه، او یا هم دا چې ماشوم مو په خوب ویده وي او یا هم په غږ کولو سره، چې ماشوم ته مو غږ کوئ تر څو د ستر خوان سر ته راشي.
🌟✔ له دوه نومونه څخه ترکیب شوی نوم هم په زړه پورې راځي، ځکه تاسو کولای شئ، چې په لومړي سر کې د احترام په خاطر د خپل یوه مشر نوم او ور پسې خپل د خوښې نوم ور زیات کړئ.
⬅له ډیر اوږده نوم څخه ډډه وکړئ. ډیره کله اصلي او کورنۍ نوم دواړه په یوه حرف سره شروع کېږي، چې ډیر سره نه لګېږي، که مو اصلي نوم په غږ لرونکي حرف سره شروع کېږي کوچنی نوم باید بیا دغه ډول نه وي. نو له همدې کبله د وړکي نوم ورستی حرف باید د کورني نوم د لومړي حرف سره باید ورته والی ونه لري.
🔚وروستی ټکی: که مو داسې یو نوم انتخاب کړ، چې پورتنۍ قایده ور باندې د تطبیق وړ نه وي ، خو بیا هم ستاسو خوښ وي او غواړئ، چې هماغه نوم پر خپل ماشوم کېږدئ، هېڅ خبره نه ده، تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې هغه نوم اسلامي اوستاسو د خوښې وړ نوم وي.
حمیدالله حمیدی

Address

افغانستان

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خکلی نومونه beautiful names posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to خکلی نومونه beautiful names:

Shortcuts

  • Want your school to be the top-listed School/college?

Share