دغه اتحاديه د هېواد د پوهنتونونو د استادانو او د هغوی د
د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې موخه، د پوهنيز نظام د پرمختګ لپاره د زده کړو په سېستم کې مناسب، معقول، علمي او له شرايطو سره سم د مناسبو سمونونو وړاندې کول او پلي کول؛ د پوهنيز نظام د پياوړتيا په موخه د زده کړو او پوهنيزو چارو په برخه کې د قوانينو، ستراتيژيو، پاليسيو او تګلارو په جوړولو کې فعاله ونډه او د هغو د سم تطبيق څارنه. د ټول افغانستان په کچه زده کړو ته د متوازن لاسرسي د امک
اناتو برابرول او د عدالت تامينول. د استادانو د علمي کچې او د وړتیا لوړولو د پروګرامونو پياوړتيا او هغو ته په عادلانه توګه لاسرسی.
د ځوانو کدرونو د جذب لپاره د شفافيت، عدالت او علمي معيارونو په پام کې نيول؛
په ټوليزه توګه د استادانو د اقتصادي، ټولنيزو او پوهنيزو شرايطو ښېګڼه او همداراز د استاد د معنوي حيثيت ساتنه او لوړتيا.
د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د پوهنتونونو د استادانو له ستونزو خبرېدل، د حل لارې ورته لټول او د هغوی له مشروع علمي، اداري او مدني حقونو ملاتړ. د لوړو زده کړو په نظام کې د ښېګڼې په موخه د مديريت او رهبرۍ اصلاح.
د محصلینو له ستونزو خبرېدل او د حل په برخه کې یې لازمې مرستې کول؛
د لوړو زده کړو په نظام کې د استاد او محصل د ژبنيو ستونزو د حل لپاره د مناسب مېکانېزم جوړول او پلي کول. د لوړو زده کړو په نظام کې د ښځينه برخې محروميتونو ته ځانګړې پاملرنه؛
د لوړو زده کړو په نظام اواړونده ادارو کې د هر ډول فساد مخنيوی؛
د هېواد په پوهنيز نظام کې د لوړو بشري ارزښتونو پياوړی کول او د اسلامي ارزښتونو کلک رعايت؛
د زده کړو په نظام کې د هر ډول توپير( قومي، ژبني، سيمه ييز، مذهبي، جنسیتي او ...) مخنیوی؛
د زده کړو په نظام کې د ملي هويت او ملي ارزښتونو ساتنه او پياوړتيا؛
د هېواد او ولس له اړتياوو سره سم د ځانګړو پوهنيزو، څانګو جوړول او پياوړي کول؛
د لوړوزده کړو په برخه کې د تخصص، اړتيا او کارموندنې د امکاناتو برابرول؛
د زده کړو او پوهنو په برخه کې له نړيوالو پرمختګونو خبرېدل، له نويو ټکنالوژيکو امکاناتو سره آشنايي او له نړيوالو پوهنيزو بنسټونو سره د اړيکو پياوړي کول.