Dewa Arman Private High School

Dewa Arman Private High School Dewa Arman Private High School (DAPS)

 !د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره د څلورنیم میاشتنیو آزموینو د غونډې په بریالۍ ترسره کېدو سره، له ټولو قدرمنو استادان...
06/08/2026

!

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره د څلورنیم میاشتنیو آزموینو د غونډې په بریالۍ ترسره کېدو سره، له ټولو قدرمنو استادانو، درنو والدینو، ګرانو زده‌کوونکو او ټولو هغو کسانو څخه چې په دې غونډه کې یې ګډون او همکاري کړې، د زړه له کومې مننه کوي.

ستاسو ارزښتناک حضور، رغنده نظریات او دوامداره همکاري زموږ د زده‌کوونکو د علمي او اخلاقي پرمختګ لپاره ستره پانګه ده. هیله لرو چې د همدې همغږۍ او ګډ کار په مټ به لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړو.

الله تعالی دې زموږ ټولو هڅو ته برکت ورکړي او زموږ زده‌کوونکو ته دې د علم، اخلاقو او بریا په ډګر کې لا ډېر پرمختګونه په نصیب کړي.


.

#آدرس:- احمد شاه بابا مینه کابل اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه ابراهیم خواخوږی لیسی ته مخامخ .

:-۰۷۸۲۲۱۵۱۹۶/۰۷۸۶۰۶۷۰۱۷

 #خبرتیاد ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره ټولو قدرمنو زده‌کوونکو او درنو والدینو ته خبر ورکوي چې د معارف وزارت د پرېکړې...
01/08/2026

#خبرتیا

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره
ټولو قدرمنو زده‌کوونکو او درنو والدینو ته خبر ورکوي چې د معارف وزارت د پرېکړې له مخې، د سړو سیمو رخصتۍ پای ته رسېدلې دي.
له همدې امله، سبا، یکشنبه د ۱۴۰۵/۰۵/۱۱ نېټې څخه ښوونځي بیا پیلېږي او درسي بهیر به په منظم ډول دوام ولري.
له ټولو محترمو والدینو څخه په درنښت هیله کېږي چې خپل ګلالي ماشومان پر ټاکلي وخت ښوونځي ته راولېږي، ترڅو په درسي بهیر کې په منظم ډول ګډون وکړي.

په درنښت
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره

 #خبرتیا! د معارف وزارت د مقام د پرېکړې پر بنسټ، د اوړي د سختې ګرمۍ له امله د ښوونځیو رخصتي د ۱۴۰۵/۰۵/۰۱ نېټې (پنجشنبه) ...
22/07/2026

#خبرتیا!



د معارف وزارت د مقام د پرېکړې پر بنسټ، د اوړي د سختې ګرمۍ له امله د ښوونځیو رخصتي د ۱۴۰۵/۰۵/۰۱ نېټې (پنجشنبه) څخه پیل او د ۱۴۰۵/۰۵/۱۰ نېټې پورې دوام لري.

له همدې امله، ټولو قدرمنو والدینو او ګرانو زده‌کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې په یادو نېټو کې ښوونځی رخصت دی.

که د معارف وزارت له لوري د رخصتۍ د مودې د تمدید پرېکړه وشي، نو په دې اړه به جلا خبرتیا له تاسو سره پر وخت شریکه شي.

په درنښت

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې!د تسلیت او خواخوږۍ پیغام.د ډيوه آرمان خصوصي عالي لېسې مشرتابه او ټول همکاران، د نورستان ولا...
21/07/2026

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې!

د تسلیت او خواخوږۍ پیغام.
د ډيوه آرمان خصوصي عالي لېسې مشرتابه او ټول همکاران، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله د ګڼو هېوادوالو پر مړینه او نادرکه کېدو ژوره خواشیني څرګندوي. له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره ځانونه په دې ستر غم کې شریک ګڼو. شهیدانو ته د جنت‌الفردوس، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا او د نادرکه شویو هېوادوالو د ژر موندل کېدو دعا کوو.

درنښت

 د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنې ترسره شوه. د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې د څلو...
14/07/2026



د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه لیدنې ترسره شوه.

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې د څلورنیم میاشتنیو ازموینو د بهیر د ارزونې او څارنې په موخه، د لېسې مؤسس د ازموینو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه.

د لیدنې پر مهال د ازموینو بهیر له نږدې وڅارل شو او څرګنده شوه چې ازموینې د ښوونیزو اصولو او اداري طرزالعملونو سره سم، په منظم، شفاف او آرام چاپېریال کې روانې دي. همدارنګه زده‌کوونکي د مناسب نظم او مسؤلیت احساس سره په ازموینو کې بوخت وو.

د لېسې مشرتابه د ښوونکو، اداري کارکوونکو او زده‌کوونکو له همکارۍ څخه مننه وکړه او د کیفیت لرونکو ښوونیزو خدمتونو د دوام، شفافیت او غوره تعلیمي چاپېریال پر ساتلو یې ټینګار وکړ.

: .

.

:-۰۷۸۲۲۱۵۱۹۶/۰۷۸۶۰۶۷۰۱۷

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسېد رهبرۍ لخوا د خواخوږۍ او تسلیت پیغامبِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ﴿إِنَّا لِلَّهِ وَ...
07/07/2026

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې
د رهبرۍ لخوا د خواخوږۍ او تسلیت پیغام
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾
په ډېرې خواشینۍ سره مو د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې د پخواني اتل، ارواښاد شاپور ځدراڼ د مړینې خبر واورېد.
ارواښاد شاپور ځدراڼ د خپل استعداد، زړورتیا او هېوادپالنې له لارې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل او د خپلو ویاړونو له امله به تل د افغانانو په زړونو کې ژوندی وي.
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې رهبري د ارواښاد درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، د افغانستان د کرکټ ټولنې او ټولو هېوادوالو ته خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
د لوی الله تعالی له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، مغفرت او لوړ مقام، او د هغه درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته د جمیل صبر او اجر غوښتنه کوو.
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسهد څلورنیم میاشتنۍ ازموينې په پار پيغام.ګرانو او هڅاندو زده‌کوونکو!السلام علیکم ورحمة الله وب...
05/07/2026

د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسه
د څلورنیم میاشتنۍ ازموينې په پار پيغام.

ګرانو او هڅاندو زده‌کوونکو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره تاسو ټولو ته د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې په مناسبت د زړه له کومې د بریالیتوب هیله کوي.
دا ازموینه ستاسو د هڅو، زحمتونو او زده‌کړو د ارزونې مهم پړاو دی. هیله ده چې په بشپړ چمتووالي، لوړ تمرکز، صداقت او پر ځان باور سره ازموینه ترسره کړئ او د خپلو ښوونکو، والدینو او خپلې لېسې هیلې پوره کړئ.
موږ باور لرو چې ستاسو دوامداره هڅې به د غوره پایلو لامل شي. الله تعالی دې تاسو ټولو ته ذهني ارامي، اسانتیا او بشپړ بریالیتوب در په برخه کړي.
په درنښت
د ډیوه آرمان خصوصي عالي لېسې اداره

03/06/2026

د ډيوه آرمان خصوصي عالي لېسې د شپږم ټولګي زده کوؤنکو سهارني برنامه.

    #اختريزـ  #پيغام
27/05/2026



#اختريزـ #پيغام

30/04/2026





:- ۰۷۸۲۲۱۵۱۹۶/۰۷۸۶۰۶۷۰۱۷

#ادرس:- احمدشاه بابا مینه اووم بلاک د بابا جان حمام عمومی کوڅه ابراهیم خواخوږی لیسی ته مخامخ.

Address

Ahmad Shah Baba Maina 7 Black
Kabul
1001

Telephone

+93782215196

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dewa Arman Private High School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Dewa Arman Private High School:

Shortcuts

Share