Mili University

Mili University

Share

Mili University is a pioneering private university in the field of higher education in Afghanistan.

Mili University is registered with the Ministry of higher education of Afghanistan. Mili Institute of Higher Education (MIoHE) is a pioneering private institution in the field of higher education in Afghanistan. The institution inaugurated in 2012 during an official ceremony with the presence of a group of religious scholars, university professors and businessmen of the country with the motivation

Photos from Mili University's post 24/12/2025

د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځيو د محصلانو فراغت‌غونډه

د ملي پوهنتون د معالجوي طب او ستوماتولوژي پوهنځيو د محصلانو فراغت، د يوې پرتمينې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې په کې د پوهنتون د مشرتابه تر څنګ، د فارغانو د کورنيو سلګونه غړو هم ګډون کړی و.

د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب د پيل د ويناوال په توګه فارغو محصلانو ته مبارکي وويله او د استادانو علمي هڅې او د کورنيو معنوي مشقت او مالي ملاتړ يې د دې بريا مهم لاملونه وبلل، نوموړي له فارغانو وغوښتل چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، خپل مسلکي ظرفيتونه لا پياوړي کړي او د ټولنې د خدمت لپاره د طبابت په برخه کې ځانونه مسوول وبولي.

ورپسې د ملي پوهنتون د ټولنيزو او حقوقي چارو سلاکار، پوهندوی سعيدالرحمن احساس، وينا وکړه، ده د مبارکۍ تر څنګ په ټولنه کې د ډاکترانو پر رول، د مسلکي روغتيايي کادرونو پر ارزښت او د هېواد د روغتيايي سکتور د پياوړتيا لپاره د متخصصو ډاکترانو پر شتون خبرې وکړې، ښاغلي احساس ټينګار وکړ، چې دوی دې ځانونه نورو علمي پړاوونو ته چمتو کړي، تر څو پر ځان‌ باور يې لا پسې لوړ شي.

د اولياوو په استازولۍ مـفـتـي سردار محمد معاذ وينا وکړه او د ملي پوهنتون له ټولو علمي او اداري کارکوونکو يې د دوی د ګالليو زحمتونو مننه وکړه، نوموړي دا ورځ د ملي د منسوبينو د هڅو پايله وبلله او دوی ټولو ته يې د نور توفيق غوښتنه وکړه.

وروسته د محصلانو په استازولۍ افتخار احمد اسحاق او عصمت الله خبرې وکړې، دوی د خپل اوږده تحصيلي سفر له ستړياوو، لوړو ژورو او ننګونو يادونه وکړه او د ملي پوهنتون له مشرتابه، استادانو او اداري کارکوونکو څخه يې د همکارۍ او ملاتړ له امله مننه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې محصلانو د ادارې له هڅو او زحمتونو څخه د قدردانۍ په موخه د پوهنتون مشرتابه ته يو مننليک وسپاره، تر دې وروسته د تصديق‌پاڼو او تنديسونو د وېش مراسم ترسره شول او په پای کې د دود په توګه د سوګند مراسم ترسره شول، چې فارغانو په‌کې له خپل مسلک سره د ژمنتيا او له ولس سره د اخلاص لوړه کړې وه.
-----------------------------------

مراسم فراغت محصلان پوهنځی‌های طب معالجوی و ستوماتولوژی
مراسم فراغت محصلان پوهنځی‌های طب معالجوی و ستوماتولوژی پوهنتون ملی، در فضای باشکوه برگزار، شد که در آن، علاوه بر رهبری پوهنتون، صدها تن از اعضای خانواده‌های فارغان نیز حضور داشتند.

این مراسم با سخنرانی رئیس پوهنتون ملی، پوهندوی خالد احمد حبیب، آغاز شد، وی ضمن تبریک به محصلان فارغ‌، تلاش‌های علمی استادان و زحمات معنوی و حمایت‌های مالی خانواده‌ها را از عوامل اساسی این موفقیت دانست، ایشان از فارغان خواست تا به تحصیلات خود ادامه دهند، ظرفیت‌های مسلکی‌شان را بیش از پیش تقویت کنند و در عرصه طبابت، خود را در برابر خدمت به جامعه مسؤول بدانند.

سپس پوهندوی سعیدالرحمن احساس، مشاور امور اجتماعی و حقوقی پوهنتون ملی، سخنرانی کرد، وی افزون بر تبریک، در مورد نقش داکتران در جامعه، اهمیت کادرهای مسلکی صحی و نیاز کشور به داکتران متخصص برای تقویت سکتور صحت صحبت نمود، آقای احساس تأکید کرد که فارغان باید خود را برای مراحل بالاتر علمی آماده سازند تا اعتماد به نفس‌شان بیشتر تقویت گردد.

در ادامه، به نمایندگی از اولیای محصلان، مـفتـی سردار محمد معاذ سخن گفت و از تمام کارمندان علمی و اداری پوهنتون ملی به خاطر زحمات‌شان قدردانی کرد، وی این روز را نتیجه تلاش‌های همه منسوبین پوهنتون دانست و برای آنان توفیق بیشتر آرزو نمود.

پس از آن، به نمایندگی از محصلان، افتخار احمد اسحاق و عصمت‌الله صحبت کردند، آنان از دشواری‌ها، فراز و نشیب‌ها و چالش‌های سفر طولانی تحصیلی‌شان یاد کرده و از رهبری پوهنتون، استادان و کارمندان اداری به خاطر همکاری و حمایت‌های‌شان ابراز امتنان نمودند.

در بخش پایانی مراسم، محصلان به منظور قدردانی از تلاش‌ها و زحمات اداره، یک لوح سپاس به رهبری پوهنتون تقدیم کردند، سپس مراسم توزیع تصدیق‌نامه‌ها و تندیس‌ها برگزار شد و در پایان، مطابق رسم معمول، مراسم سوگند انجام گردید که در آن فارغان تعهد خود را نسبت به مسلک‌شان و خدمت صادقانه به مردم ابراز کردند.

22/12/2025

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ ﷺ قَالَ:

إِنَّ الدُّنْيَا حُلْوَةٌ خَضِرَةٌ، وَإِنَّ اللّٰهَ مُسْتَخْلِفُكُمْ فِيهَا فَيَنْظُرُ كَيْفَ تَعْمَلُونَ [رواه مسلم]

ترجمه: همانا دنیا سبز و دل‌انگیز است، و همانا خداوند شما را در آن جانشین ساخته است تا بنگرد چگونه عمل می‌کنید.

Photos from Mili University's post 21/12/2025
Photos from Mili University's post 21/12/2025

د کنفرانس د بريا تر شا، د غوره کارکوونکو ستاينه

د درملو د منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري تر عنوان لاندې د جوړ شوي ملي علمي ـ څېړنيز کنفرانس له بريالي پای وروسته، د کنفرانس د تنظيم، تطبيق او ښې همغږۍ په بهير کې د ښکېلو کارکوونکو د مننې او ستاينې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب وينا وکړه او د کنفرانس علمي مستوا، تنظيم او د استادانو، علمي څېړونکو او کارکوونکو ګډې هڅې يې د ستاينې وړ وبللې، نوموړي ټينګار وکړ چې د همکارانو غوره مديريت وښوده، چې دوی تر دې د لوړې کچې برنامې په ښه ډول د مديريت کولو ظرفيت لري، نوموړي له علمي او اداري کارکوونکو او همدا راز له هغو محصلانو هم مننه وکړه، چې د کنفرانس د مديريت او دسپلين په برخه کې يې له ځانه ښه کارکردګي ښودلې وه.

د علمي چارو مرستيال محمد حنیف معاذ په خپله وينا کې د کنفرانس د برياليتوب تر شا د ګډ کار اصل ته اشاره وکړه او د کارکوونکو منظم کار، ژمنتيا او همکاري يې وستايله.

وروسته د ټولو همکارانو د ګډ کار د ثمرې په توګه، هغه تنديس هم نندارې ته وړاندې شو، چې د مطلوبې پايلې له ترلاسلو وروسته، د لوړو زد‌کړو وزارت ملي پوهنتون ته ډالۍ کړۍ و.

د غونډې په پای کې هغه علمي او اداري کارکوونکي او محصلان، چې د کنفرانس د برياليتوب لپاره يې پر وخت او له اخلاصه کار کړی و، د ستاينليکونو په ورکړه ونازول شول، موخه دا وه چې هم د هغوی هڅې وستايل شي او هم د راتلونکو علمي پروګرامونو لپاره له ذهني اړخه لا نور چمتو شي.
------------------------------------

تحسین از کارمندان برتر در موفقیت کنفرانس

پس از پایان موفقانه کنفرانس ملی علمی ـ تحقیقی تحت عنوان «کاربرد منطقی داروها و چشم‌انداز آینده آن در افغانستان»، نشستی به‌منظور قدردانی و تجلیل از کارمندانی برگزار شد که در روند تنظیم، تطبیق و هماهنگی مؤثر این کنفرانس نقش برجسته‌ای داشتند.

در این نشست، رییس پوهنتون ملی، پوهندوی خالد احمد حبیب، سخنرانی کرد و سطح علمی کنفرانس، نظم برنامه و تلاش‌های مشترک استادان، محققین علمی و کارمندان را شایسته ستایش دانست، وی تأکید کرد که مدیریت مطلوب همکاران نشان داد که آنان توانایی مدیریت برنامه‌هایی در سطوح بالاتر را نیز به‌خوبی دارا می‌باشند، وی همچنان از کارمندان علمی و اداری و نیز از محصلانی که در بخش مدیریت و حفظ دیسپلین کنفرانس عملکرد خوبی از خود نشان داده بودند، قدردانی کرد.

همچنین، معاون امور علمی، محمد حنیف معاذ، در سخنان خود به اصل کار گروهی به‌عنوان عامل اصلی موفقیت کنفرانس اشاره کرد و نظم کاری، تعهد و همکاری کارمندان را مورد ستایش قرار داد.

سپس، به‌عنوان ثمرهٔ کار مشترک تمامی همکاران، آن تندیس نیز به نمایش گذاشته شد که پس از دستیابی به نتیجهٔ مطلوب، از سوی وزارت تحصیلات عالی به پوهنتون ملی اهدا گردیده بود.

در پایان این نشست، کارمندان علمی و اداری و محصلانی که با صداقت و در زمان مناسب برای موفقیت کنفرانس تلاش کرده بودند، با اهدای تقدیرنامه‌ها مورد تجلیل قرار گرفتند، هدف از این اقدام، هم قدردانی از زحمات آنان و هم آمادگی ذهنی بیشتر برای مشارکت مؤثر در برنامه‌های علمی آینده عنوان شد.

‌ها

20/12/2025

د ملي پوهنتون ځينې مسوولين، له طلوع نيوز سره د درملو په تړاو د جوړشوي ملي کنفرانس پر مختلفو اړخونو غږېدلي دي، تاسې ته يې دلته د ليدو بلنه ده.

‌ها

Photos from Mili University's post 18/12/2025

د درملو د منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري په تړاو، علمي ـ څېړنيز کنفرانس پای ته ورسېد.

نن تر غرمې وروسته، د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ياد کنفرانس وروستۍ ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د ملي پوهنتون پر بنسټګر عيارالحق شمس سربېره، يو شمېر مخورو شخصيتونو، د پوهنتونونو رييسانو او استادانو، څېړونکو او ګڼو اکاډميکو څېرو په‌کې ګډون لاره.

د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب په خپله وينا کې د کنفرانس د جوړولو پر اړتيا خبرې وکړې، نوموړي څرګنده کړه، چې په اوسنيو شرايطو کې د درملو په تړاو دغه شان يوې علمي برنامې ته سخته اړتيا محسوسېده، نو ځکه خو پيې په ټول توان دا کنفرانس د اختتام تر بريده بريالۍ کړه، نوموړي په دې ترڅ کې د لوړو زده‌کړو وزارت له لارښوونو او لاسنيوي هم مننه وکړه، چې په خپلې همکارۍ يې ډېر ناشوني، ممکن کړل، ښاغلي حبيب د ټولو ښکېلو لوريو او حکمي او حقيقي شخصيتونو د همکارۍ يادونه او قدرداني هم وکړه، همدا راز يې د پوهنتون هغه ژمنتيا تازه کړه چې په راتلونکي کې به هم، د خپلو مسووليتونو له مخې د علمي او څېړنيزو پروګرامونو له لارې، د ټولنې بنسټيزو اړتياوو ته ځواب وايي.

ورپسې د ملي پوهنتون د علمي چارو مرستيال، محمد حنيف معاذ د کنفرانس ۱۶ ماده‌ييز پرېکړه‌ليک واوراوه، د پرېکړه‌ليک په يوه برخه کې د کنفرانس په اړه د وړانديزونو د چاپ‌شوې ټولګې يادونه هم شوې وه، چې له اړوندو وزارتونو او ادارو غوښتل شوي وو، تر څو دا وړانديزونه په عملي توګه د خپلو ‎پالېسيو برخه وګرځوي.

د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل په خپله وينا کې د درملو پر کيفيت، په‌دې برخه کې د پانګوالو پر رول او د روغتيايي سکتور د مسووليتونو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې بې له ګډ کار او روښانه معيارونو، د درملو د ستونزو حل ناشونی دی، نوموړي هيله وښوده، چې د دې کنفرانس غوښتنې د حکومت په اډانه کې د پالېسۍ او تګلارې برخه شي او په ټوله کې يې اغېزناکه پايلې برسېره شي.

د کنفرانس په پای کې، د بريالي ترسراوي په پار د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري يو شمېر مسوولينو ته ستاينليکونه او د علمي مقالو وړاندې‌کوونکو ته تصديق‌پاڼې ووېشل شوې.
---------------------------------

کنفرانس علمی ـ تحقیقی در مورد کاربرد منطقی داروها و چشم‌انداز آینده آن، به پايان رسید.

بعد از ظهر امروز، در جریان یک نشست گسترده، روز پایانی این کنفرانس در حالی به پایان رسید که علاوه بر موسس پوهنتون ملی، عیارالحق شمس، شماری از شخصیت‌های برجسته، رؤسا و اساتید پوهنتون‌ها، محققین و چهره‌های متعدد آکادمیک در آن حضور داشتند.

رئیس پوهنتون ملی، پوهندوی خالد احمد حبیب، در سخنرانی خود درباره ضرورت برگزاری این کنفرانس صحبت کرد و گفت که در شرایط کنونی، نیاز جدی به چنین برنامه علمی در حوزه دارو احساس می‌شد. به همین دلیل، این کنفرانس با تمام توان تا مرحله اختتام به گونه موفقانه برگزار شد، وی در ادامه از رهنمودها و همکاری وزارت تحصیلات عالی قدردانی کرد و افزود که با این همکاری، بسیاری از امور دشوار امکان‌پذیر شد، آقای حبیب همچنان از همکاری همه نهادها و شخصیت‌های حقیقی و حقوقی سپاسگزاری نمود، همچنان وی تعهد پوهنتون را تازه کرد که در آینده نیز، مطابق مسئولیت‌های خویش، از طریق برنامه‌های علمی و تحقیقی به نیازهای اساسی جامعه پاسخ خواهند داد.

پس از آن، معاون امور علمی پوهنتون ملی، محمد حنیف معاذ، قطعنامه ۱۶ ماده‌ای کنفرانس را قرائت کرد، در بخشی از این قطعنامه، به مجموعه چاپ‌شده پیشنهادهای کنفرانس اشاره شده بود و از وزارت‌ها و نهادهای مربوط خواسته شد تا این پیشنهادها را به گونه عملی در چارچوب پالیسی‌های خود شامل سازند.

رئیس انجمن ثبات ملی، ضیاءالحق امرخیل، در سخنرانی خود به گونه همه‌جانبه درباره کیفیت داروها، نقش سرمایه‌گذاران در این بخش و مسئولیت‌های سکتور صحی صحبت کرد و تأکید نمود که بدون کار مشترک و معیارهای روشن، حل مشکلات حوزه دارو ممکن نیست. وی ابراز امیدواری کرد که خواسته‌های این کنفرانس در چارچوب پالیسی‌ها و راهبردهای حکومتی جایگاه پیدا کند و در مجموع نتایج مؤثری به همراه داشته باشد.

در پایان کنفرانس، به منظور قدردانی از برگزاری موفق آن، از سوی وزارت تحصیلات عالی به شماری از مسئولان تقدیرنامه‌ها اهدا شد و به ارائه‌دهندگان مقالات علمی نیز تصدیق‌نامه‌ها توزیع گردید.

‌ها

18/12/2025

څو شېبو کې به د ملي پوهنتون له لوري د ملي، علمي - څېړنيز کنفرانس پای‌غونډه پيل شي.

دې پاليسي‌ساز کنفرانس کې د افغانستان د بېلابېلو امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او څېړونکو برخه اخيستې وه.

‌ها

Photos from Mili University's post 18/12/2025

د کنفرانس په دويمه او وروستۍ ورځ، استادان د پوسټر پرېزېنټېشنو د وړاندې کولو او تشرېح په حال کې دي، دا لړۍ دستي ساعت د ملي پوهنتون په انګړ کې روانه ده.

‌ها

Photos from Mili University's post 18/12/2025

ګل پاچا الفت تالار

استاد آصف خان تلاش - بايزيد پوهنتون، خوست

د مقالې عنوان: په خوست ولایت کې د درملو د کیفیت کنټرول او عامه پوهاوي اړتیا

‌ها

18/12/2025

ابو علي سينا بلخي د غونډو تالار

استاد يحيی يعقوبي - لغمان پوهنتون

د مقالې سرليک: د درملو خپلسرې کارونې زیانونو په هکله د خلکو په پوهاوې کې درسنیو د ونډې ارزونه: د ژورنالېستانو له لیدلوري

‌ها

18/12/2025

په ابو علي سينا بلخي تالار کې د لغمان پوهنتون استاد، يحيی يعقوبي خپله مقاله وړاندې کوي.

موضوع:
د درملو خپل‌سري کارونې زيانونو په هکله د خلکو په پوهاوي کې د رسنيو د ونډې ارزونه، د ژورنالېستانو له ليدلوري

‌ها

18/12/2025

د مقالې سرليک:
د افغانستان د اړينو درملو لېست او په کور دننه د توليد شويو جنريک درملو ترمنځ د تشې تحليل

وړاندې کوونکی: استاد وحيدالله حافظ

پوهنتون: بايزيد روښان

‌ها

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Address


Kabul
1008

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 13:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00