20/11/2024
#ټایلنډ
#سکالرشیپونه
د ټایلنډ سکالرشیپونه چې د VISTECH تر نامه لاندې دي د ماسټري او دوکتورا په کچه محصلان مني، دا سکالرشیپونه چې ډېر تمرکز یې په څېړنه او ریسرچ دی د نورو هېوادونو تر څنګ ورته له افغانستان هم نوم لیکنه کېږي؛ هغه کسان چې غواړي په راتلونکي کې څېړنه او ریسرچ وکړي نو دا ورته یو ښه چانس دی.
هېواد: ټایلنډ.
پوهنتون: Vidyasirimedhi Institute of Science and Technology
سکالرشیپ: بشپړ وړیا.
کچه: ماسټري او دوکتورا.
د غوښتنلیک د پای نیټه: د 2025ز کال د جنوري میاشتې 31مه نیټه.
د سکالرشیپ امتيازات:
تحصیل او د ریسرچ بشپړ لګښت.
د اوسیدلو لپاره اسانتیاوې او ځای.
د ترانسپورت لپاره اسانتیاوې.
د ماسټري او دوکتورا څانګې:
School of Biomolecular Science and Engineering (BSE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Chemistry, Biochemistry, Biotechnology, Biology, Physics...
degree in Chemical, Biological, Environmental, Mechanical and related areas or bachelor degree in applied sciences (B.A.Sc.). such as pharmacy, medical technology, and related areas...
School of Energy Science and Engineering (ESE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
Degree in Materials Science and Engineering, Chemical Engineering, Science (Chemistry, Physics, Biology, Mathematics, etc.), Polymer Science, Polymer Engineering, Ceramic Engineering, Metallurgical Engineering, Electrical Engineering, or other related fields.
School of Information Science and Technology (IST)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Physics, Mathematics, Computer, Mechanical, Electrical, Information Technology, ICT and related areas.
School of Molecular Science and Engineering (MSE)
هغه محصلان پورته څانګې ته اپلیکېشن لېږلی شي چې په لاندې څانګو کې لېسانس ولري او یا د لېسانس دورې د وروستي کال محصلان وي.
degree in Materials Science and Engineering, Chemical Engineering, Chemistry, Physics, Biology, Mathematics, Polymer Science, Polymer Engineering, Ceramic Engineering, Metallurgical Engineering, Electrical Engineering, as well as other related fields.
اړین اسناد:
• د سوانحو خلاصه CV.
• ترانسکریپټ او ډیپلوم.
• انګیزه لیک یا SOP، که له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کړئ نو هیله ده وروسته یې خپله په ښه او مکمل توګه ایډیټ کړئ.
• درې ریکمنډېشن لیکونه چې د انټرویو تر ورځې پورې یې اپلوډ کړئ.
• MOI or English Proficiency Certificate scores such as TOEFL, IELTS.
نوټ: که د زده کړو، عملي کار، انټرنشیپ او یا نورو داوطلبانه کارونو سرټیفیکېټونه ولرئ نو اپلوډ یې کړئ، هیله ده دا سرټیفیکېټونه مو د خپلې تحصیلي څانګې اړوند وي.
د پورته سکالرشیپ مهالویش:
• د ۲۰۲۵ کال فبروري میاشت کې به د انټرویو لپاره ایمیلونه واستول شي.
• د فبروري تر پای پورې به انټرویو تکمیل شي.
• وروستۍ پایلې به د مارچ میاشتې تر پای پورې اعلان شي.
د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره لاندې لېنک کلېک کړئ.
https://www.vistec.ac.th/education/admission