30/03/2020
کرونا-تدابیر،ایمان او توکل
===============
موږ اوسمهال د کرونا COVID 19وایروس د برداشت په هکله دری ډوله خلک لرو:
1. لمړۍ ز موږ په وطن کې سیکولران او دین نه بیزاره کړۍ دي، د کرونا ویروس په مقابله کې د ایمان, په الله باندی د توکل، اعتماد او همدا رنګه د اذکارو او استغفار ویل، د دعا خبرې اوځینو درستو دیني معتقداتو پورې ملنډې وهي او یواځې اسباب، وسایل او تدابیر نیول ورته هرڅه ښکاري.
سره له دې چې د دوۍ مشرانو د مریم صلوات الله علیها بُت میدان ته را وویست ترڅو دهغوۍ د باطلې عقیدې مطابق الله پرې رحم وکړي، او د نورو هېوادونو په شمول د غرب چې ولسمشرانو (سره لدې چې ډیر کبر یې په خپل قوت درلود) یې خپل ولس او مسلمانانو نه ددعاء ګانو غوښته وکړه حتی د امریکا په پارلمان کې د قران کریم تلاوت وشو. نو په دې ترتیب کرونا د الحاد او له خداۍ نه د بیزارۍ ټول بنسټونه ولړزول.
خو سره لدې هم د الحاد، دهریت او سیکولرزم افغان مینه وال دلته دعاء، اذکار اوتوکل علی الله، ذکر، دعاء او نورو دیني شعایرو ته په سپکه سترګه ګوري.
2. دوهمه ډله په مذهبي خلکو کې کم علمه خلک دي چې د جاهلانه توکل مفکوره خلکو ته وړاندې کوي, داسلام ضد افکار او معتقدات د اسلام په بڼه خلکو ته وړاندې کوي، دوۍ بیا د سیکولرانو برعکس اسبابو پورې ملنډې وهي. ښه مثال یې د هغه شخص دی چې تیره ورځ یې ماته هم کمنټ کې لیکلي ول: تاسې لا ملایان یاست او ماسکونه اچوۍ. هدف یې دا و چې د توکل علی الله عقیده موکمزوری ده.
لمړۍ او دوهمه ډلی دواړه افراط او تفریط کوي.
3. دا ډله خلک دهغو اهلو علمو مجموعه ده کوم چې واقعا په قران او سنت پوهیږي. ددوۍ رایه اوسمهال هم په افغاني او هم بین المللي سطحه مخې ته راغلې کوم چې وایی: څومره مو چې توان وي تدابیر به ښه کلک نیسو، اسباب به اختیارو او ټول طبي نصیحتونه به رعایت کوو او حکومت,علماء او داکترصیبان چې کومه توصیه کوي عملي کوو به یې خو ورسره به لمونځ, اذکار، الله ته رجوع او توبه، غریبو او اړو ته صدقات ورکول او دعاءګانې به هم له یاده نه باسو.
قدرمنو، موږ او تاسې باید په داسی ویره کې ځان مبتلا نکړو چې لدې مرض او ویروس پرته ومرو. د اسبابو او وسائلو اختیارولو نه ورسته بیا مؤمن په الله مسبب الاسباب توکل کوي، په خپل خدای باور لري چې هر څه دهغه په لاس کې دي,د الله له ارادې پرته هیڅ شی هیڅ چاته ضرر نشي رسولی او کله چې الله وویل وشه نو هغه به کیږي. بله داچې له طبي اړخه هم حوصله مندي, باور او ډاډ مریض سره ډېر کومک او مرسته کوي.
په حقیقت کې اسلام د اعتدال، توازن او وسطیت دین دی، نو ځکه دی دین د توکل او اسبابو تر منځ یو معقول توازن قائم کړی، نه پکښې د اسبابو انتفاء شته, نه د الله جل جلاله د عظمت نه غافلیدل پکښې شته.
جالبه دا ده چې سیکولران دشیخ قرضاوي, تقي عثماني, دعلماوو دنړیوال اتحاد منسي دکتور قره داغي او د نړۍ او د افغانستان دمشهورو سترو علماوو خبرو ته نه ګوري,هاخوا دیخوا چې کوم کس د ملا په نوم یا کوم بې علمه شیخ څه جاهلانه خبره وکړي, هغه بیا د اسلام خبره ګڼی, تر څو د اسلام د د بدنامولو لپاره تری د وسلې په توګه استفاده وکړي (دیته موږ په عامه اصطلاح استفاده جویی خلک واییو).
دا پداسی حال کې ده چې مجمع علمي علماءافغانستان, وزارت اوقاف او نورو د صلاحیت لرونکي او مربوطه افغاني اسلامپالو مراجعو درست, علمي, شرعي او طبي مؤقف ونیوه. د مثال په توګه نجم,ایما,د احساس خیریه ټولنه یو غوره مثال دی خلکو ته.
دوۍ پدې ټولو شیانو سترګې پټوي او په خپله خوښه د افغانستان یا دنیا په کوم کونج کې د یو کم علمه شیخ خبره راخلي او په اسلام یې ورتپل شروع کړي او همدا خبره بیا د اسلام ګڼي کومه چې په اصل کې نه وي.
وما علینا الا البلاغ
درنښت،
شیخ القران مولانا صیب عبدالصبور