26/05/2021
ملټی میتر
وایرینګ ډيزان له پوره سهولت او زيبايي سره
26/05/2021
ملټی میتر
26/05/2021
20/05/2021
برقی انسولیټران (Electrical Insulators)
لومړۍ برخه 1.1
د برق د توزېع په شبکه کی د انتقال په هوایی کرښو کی داسی تجهیزاتو ته اړتیا پیښیږی ترڅو د ولټیج برخه (هادی او برق لرونکې برخه) د نورو برخو څخه جلا کړی.
د تعریف له مخی انسولېټر هغه آلې ته ویل کیږی چی د لوړ برقی مقاومت لرونکو هادیو او ټینګوونکو وسایلو تر منځ نصب کیږی ، سربېره پردې انسولېټران د پایې او هادی ترمنځ د عایق دنده سرته رسوی ، د هادی او پایې تر منځ میخانیکی اړیکه هم منځته راوړی.
انسولېټران څلور عمده دندی او خاصیتونه لری:
الف) د انسولېټر اصلی دنده د کراس آرم (Cross arm) څخه د هادی جلا کول (Isolate) کول دی ، انسولېټران باید د جریان لیکېج ونلری ، په مختلفو شرایطو کی د اضافی ولټیجو او لوړ ولټیجونو په وړاند باید مقاوم و اوسی.
دا ډول خاصیتونه او ځانګړتیاوی د انسولېټرانو د برقی خاصیتونو په توګه په لاندی ډول توضیح کیږی:
1) د سطحی او حجمی لوړ مقاومت لرونکی وی ( High volume and surface Resistivity).
2) د جګ قوی برقی فشار له کبله د حرارتی شوک په واسطه د سوری کېدلو په مقابل کی لوړ مقاومت ولری ( High Puncture Strength).
3) کله چی په یوه جهت کی فشار ور باندی واردیږی د ډېر مقاومت لرونکی وی (Good Tracking Resistance)
4) باید ځانی القا (خود القایی) پکښی را منځته نشی.
ب) د انسولېټرانو بله دنده د میخانیکی قوو زغمل دی ...........
18/05/2021
مکمله پروسه دی تولید ،انتقال او توضیح دبرق
17/05/2021
سولر یا هم لمریزی بریښنا سیستم:
Solar system (PV)
دلمر له انرژی څخه دبرق یابریښنا تولید د سولر په واسطه
چی دا دبرق تر ټول بهترین منبع شمیرل کیږی۔
solar types ډولونه د سولر یا شمسی تختو
شمسی یاسولر عموماً په دری ډوله دی۔
١ مونو کرستالین ۔ ٢ پولی کرستالین ۔ ٣ نازک فلم
1.mono crystallin 2.poly crystallin 3.thin pilm
١ مونو کرستالین : عموماً هغه شمسی تختی چی په تور رنګ رنګ راځی هغه مونو کرستالین شمسی تختی دی
چی د حجری په جوړښت کی یی له یو کریستل څخه استفاده شوی څکه ورته مونو کرستلین وایی
٢ پولی کرستالین : هغه سولر چی عموماً په آبی او نیلی رنګونو راځی او د حجرو جوړښت یی له زیاتو کریستلونو څخه دی عبارت دی له پولی کریستالین سولر څخه۔
٣ نازک فلم یا همthin pilm
نرمی یا هم فلکسی بل سولر عبارت له له نازک فلم سولر څخه دی چی دسولر له نوی او ماډرن نوعو څخه شمیرل کیږی او په راتلونکی کی به د زیاتی استفادی وړ وګرځی۔
17/05/2021
څنګه کولای شو یو ګروپ له دوه بټنو یا قیدونو څخه کنترول (on/off)ګړو؟
ډیر ساده ډول لاندی تصویرونو کی ښکاری چی په دی قیسم تړنه کی یوازی قید یا بټن دی on او off متغیر دی ۔
وصلول دی قیدونو په دی ډول دی چی داول قید on د دوهم قید له off سره او د دوهم قید on دلومړنی قید له off سره وصل کیږی ۔
او دګروپ ده دوه وایرونه څخه یو یو له هر قید سره په وسطی نقطه کی چی لاندی ښکاری وصل کیږی۔
Rasa wardak electrecal and electronic engineering information page.
17/05/2021
Solar system
د ماتو او يا ترسېدلو سولرو د جوړولو طريقه!
درنو هيواد والو!
سنګ کولای شوو چی مات یا هم ترسیدلی سولر یاشمسی بیرته جوړه او استفاده تری وکړو؟
په ياد ولرئ چې کله مو سولر مات شو نو د اوبو او باران نه يې وساتئ!
همدغسې د خاورو او ګردونو نه يې هم ساتنه وکړئ!
که مات سولر مو همدغسې پرېښود نو په مات ځایونو کې يې دننه اوبه خانو ته ننوځي چې سولر مو شارټ کيږي او له منځه ځي .
همدغسې که ګردونه يې ماتو ځایونو کې ځای ونيسي نو بيا سولر ته د لمر د وړانګو مخنيوی کوي چې سولر له کاره لويږي ۔
د جوړښت طرقه یی :
#1
سولر د ماتيدو سره سم فوراً يو وچ او پاک ځای ته انتقال کړئ او په يوه پاکه وچه ټوټه يې ښه پاک کړئ ترڅو هر قسم خيري او ګردونه تری نه ښه پاک شي .
#2
د فرنيچيرو وارنش varnish يو ډبې د بازار نه واخلئ ، او سولر شمسی پاکه کړي لومړی په سولر نيمايي ډبې واچوئ او په ګيل ماله يا کوم بل شي يې ښه سم هوار کړئ تر څو ټول درزونه او چاکونه يې په وارنش کلک بند شي . بيا دغه سولر د دوه دری ساعتونو لپاره لمر ته کيږدئ تر څو ښه سم وچ شي.
#3
چې کله وارنش سولر پوری کلک وچ شي نو يو ځل بيا يې راواخلئ او باقي پاتې وارنش پری واچوئ او د وارنش يو بل هوار پوښ ورکړئ او بيا يې لمر ته د وچېدو لپاره هوار کېږدئ .
له پورتنی طریقی وروسته کولای چی بیرته سولر استعمال کړی ۔
راتلونکی معلومات په بار کی ده انواع یا ډولون دسولر یاشمسی تختو کوم ډول شمسی تختی باید وکارو اوسنګ شمسی واخلو داستعمال لپاره?
17/05/2021
په سلامونو او نیکو هیلو مو هر کلۍ کوم هیله مندیم چی له خوښیواو خوشحالیو ډک اختر مو له خپلو خپلوانو او دوستانو سره یو ځای لمانځلی وي
غواړم برق او الکترونیک انجینری اړوند اهم او موهیم معلومات چی تاسو ورسره په ورځنی ژوند کی مخامخ او پوهاوی درته موهیم دی تر تاسو پوری ورسوم.
هدف می خدمت خو ملتیا مو غواړم...