Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي

Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي

Share

ښه وينا، ښه ليکنه او ښه راپور ورکول په ۲۱ عصر کې تر ټولو مهم هنرونه دي.

Photos from ‎Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي‎'s post 07/12/2025

د اداري مراسلاتو د کورس پنځم درس وړاندې شو

د ملي پوهنتون اداري کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو لنډمهاله کورس چې د ياد پوهنتون د کيفيت‌لوړاوي امر استاد بصيرالحق له لوري مخته وړل کېږي، پنځم درس وړاندې شو.

په پنځم درس کې پر صادرې، واردې او رسيداتو باندې مفصل خبرې وشوې او دغه‌راز د کورس ګډونوالو پر يادو برخې عملي کار هم ترسره کړ.

د يادونې ده چې ملي پوهنتون خپلو اداري کارکوونکو او محصلانو ته لنډمهاله کورسونه پلان کړي دي، چې يوشمېر يې اوس دوام لري او ځيني نور به په ژمنيو رخصتيو کې راپيل شي.

Photos from ‎Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي‎'s post 02/11/2025

د اداري مراسلاتو لنډمهاله کورس راپيل شو

د ملي پوهنتون د اداري کارکوونکو د ظرفيت‌لوړونې په موخه د اداري مراسلاتو لنډمهاله کورس راپيل شو، چې يوه مياشت دوام به وکړي.

دا کورس چې د ياد پوهنتون د استاد او کيفيت‌لوړاوي امر بصيرالحق عادل له لوري راپيل شو، په لومړۍ ورځ د اداري مراسلاتو پر کًلي اصولو او دغه‌راز د ادارې په اړه پر يوشمېر مهمو موضوعاتو مفصل مالومات وړاندې شول.

ټاکل شوې په‌دې کورس کې د معياري مکتوب‌ليکنې، پېشنهاد، غوښتن‌ليک، پلان‌جوړونه او راپورجوړونه باندې ګډونوالو ته عملي روزنه ورکړل شي.

درناوی

01/11/2025

په خبرو کې مخاطب ته قناعت ورکول، د ويناوالۍ په فن کې يو مهم فکتور دی. کله‌کله يو ويناوال خبرې کوي، خو مخاطبين ورسره هيڅ قناعت نه‌کوي، يا يې په خبرو پوه نه‌شي. د دې لپاره يوشمېر لارې چارې شته چې، په ترسره کولو يې د خبرو کولو پر مهال يو ويناوال کولی شي، خپل هدف په ښه ډول ناستو کسانو ته ولېږدوي او هغوی هم پرې قانع شي.
د علم‌کدې په دې خپرونه کې درته د عادل اکاډمۍ مسؤل او د ملي پوهنتون استاد بصيرالحق عادل همدا هنر شنلی دی.

28/10/2025

✍🏻📚د اداري مراسلاتو انلاين لس‌ورځنی عملي ورکشاپ

په مکتوب ليکلو کې ستونزه لرئ؟

صادره او وارده باندې نه‌پوهېږئ؟

پلان هم نه‌شئ جوړولی او راپور هم نه‌شئ ليکلی؟

نو؛

که تاسو په يوه اداره کې کار کوئ، معياري مکتوب نه‌شئ ليکلی، پلان نه‌شئ جوړولی، صادره او وارده کې ستونزې لرئ، هر وخت ارزونه کې پاتې راځئ، نو د همدې ستونزې د حل لپاره همدا لس‌ورځنی ورکشاپ تعقيب کړئ!

د ورکشاپ په پای کې به تاسو پر اداري مراسلاتو بشپړه پوهه ترلاسه کړئ او ترڅنګ به‌يې تاسو ته يو ثبت سرټېفکېټ هم درکول شي.

دا ورکشاپ په انلاين ډول دی او تاسو د افغانستان له هر ولايت نوم‌ليکنه او ګډون کولی شئ.

همدې ورکشاپ کې د ګډون لپاره زموږ د وټس‌اپ لاندې شمېرې ته ميسج وکړئ، يا ورسره اړيکه ونيسئ:
070 760 7738

د ليک اغېز؛ يوه فردي تجربه / بصيرالحق عادل - تاند 27/10/2025

هغوی چې غواړي ناولونه په فلم بدل شي، دا ليکنه دې حتماً ولولي:

--------

د ليک اغېز؛ يوه فردي تجربه / بصيرالحق عادل

نړۍ کې د ټکنالوژۍ په عامېدو او په اوسني وخت کې د مصنوعي ځرکتيا په راتلو سره د ليک، لوست او مطالعې مينه او لېوالتيا ورځ تر بلې په کمېدو ده. خواله رسنۍ او په ځانګړي ډول هغه اپلېکېشنونه چې ويډويي کانټېنټ وړاندې کوي، خلک يې دومره بوخت ساتلي دي، چې د تفريح او مطالعې وخت يې ترې هم اخيستی دی.

په‌دې وروستيو کې مصنوعي ځيرکتيا دومره چټکه شوه چې انسانان يې هېښ کړل.

يو نوی بدلون دا دی چې؛ AI Google Flow کې داسې ويډيوګانې جوړيږي، چې تاسو يوازې متن ورکړئ، د هماغه متن، ځانګړنو، رنګونو، خويونو او احساساتو ته په کتو درته ويډيو جوړوي او يا يې فلم کوي. په‌دې سره ډېری ليکوال غواړي، يا يې مينه‌وال پلان لري چې د دوی ناولونه، داستانونه او کيسې د همدې اپلېکشن په مرسته ويډيويي کړي، يا ځيني تاريخي مسايل ويډيو ته واړوي، چې دا چاره به واقعاً هېښوونکي وي.

دا يو لوی حقيقت دی چې ټکنالوژۍ اوسني عصر کې ډېرې ستونزې هوارې کړي، ډېر هغه کارونه چې پخوا به يې مياشتې‌مياشتې او کلونه‌کلونه وخت نيوه، اوس په دقيقو او ثانيو کې ترسره کېږي، د نړۍ په لوړه کچه سوداګري پر همدې ټکنالوژۍ کېږي، مهارتونه او ان په ډېرو معتبرو نړيوالو پوهنتونو کې زده‌کړې د انلاين له لارې کېږي، خو د دې ټولو پرمختګونو سره سره يې، ټکنالوژي ښايي په ډېرو برخو کې اندېښنې هم راپيدا کړي، چې يوه اندېښنه هم د ليک او لوست برخه کې ده.

سره له‌دې دومره چټک او کم‌ساري پرمختګ سره بيا هم ليک خپل اغېز لري، هغه خوند او هغه مؤثريت چې په ليک کې دی، ويډيو به يې پوره نه‌شي کړای. زه د خپلې ادعا لپاره خپلې ځيني فردي تجربې تاسو ته ليکم.

ما ډېر شمېر پښتو ناولونه لوستي او د ګوتو په شمېر مې نړيوال شهکار ناولونه هم لوستي دي. د نړيوالو شهکارو ناولونو له ډلې مې يو هم د فنلنډي ليکوال ميکاولټاري «سينوهه» ناول لوستی دی. دا ناول ما کلونه مخکې د ژمي په اوږدو شپو کې ولوست، خو دومره ژور فکر مې په‌کې کاوه او داسې احساس يې راکړ، چې هر څه زما د سترګو وړاندې تېريږي او عملاً يې وينم. بيا څو کلونه وروسته پر همدې سينوهه ناول باندې جوړ شوی فلم مې پيدا کړ، په ډېره بېړه مې يوټيوب کې پرانيست، ترڅو هغه څه چې ناول کې ما لوستي، اوس يې په خپلو سترګو وګورم، ډېره تلوسه مې وه. دا فلم شاوخوا يو ساعت کم و وزيات و، خو چې فلم مې ټول ننداره کړ، په ليدو يې پښېمانه شوم. ما چې خپل فکر کې د سينوهه کومه څېره ترسيم کړې وه، د فرعانيانو شاهي ماڼۍ، د هغه مهال خوارکونه، ښکلې پېغلې، د پوځيانو جديت، رود نيل، شور او د هغه وخت د خلکو کوم فرهنګ چې ما تصور کې لاره، دا فلم د ټولو خلاف و، څېرې په‌کې بدلې وې، ډېری څېرې يې زما د ترسيم شويو څېرو برعکس وې، چې زما ذوق يې ټکنی کړ.

ارواپوهان وايي، هغه څه چې څېره، بڼه او شکل يې له سترګو پناه وي، اغېز يې ډېر وي. دوی دا مثال د انسان په اړه ورکوي او څومره چې يو څوک نه راڅرګنديږي، هغومره يې دبدبه او تاثير ډېر وي، خبرې يې ښې منل کېږي، خو که بيا بيا ټولنې ته راووځي، يا خپلو مخاطبو سره ډېر ډېر وګوري، تاثير او اغېز يې ورو ورو له‌منځه ځي. فرضاً تاسو په لومړي ځل د خپلې ادارې له رئيس سره وينئ، حتماً به يې درباندې تاثير پروت وي، خو کې دې رئيس سره بيا بيا ګورئ، ممکن ورو ورو يې اغېز کم شي او يوه ورځ به يې تاسو حتماً عادي وګڼئ.

د اروپوهانو دا پورته نظر او تجربه زما په اند د ليکنو او لوست، په ځانګړي ډول د داستاني ادبياتو او تاريخ برخه کې هم د تطبيق وړ ده او ما يې د ثبوت لپاره د سينوهه مثال راووړ.

که د مصنوعي ځيرکتيا په وسيله ځيني ناولونه ويډيويي شي، نو د ناول کيفيت او خوند به له‌منځه لاړ شي، په ځانګړي ډول د هغه چا لپاره به دا چاره پيکه او بې‌ذوقه وي، چې يو ناول يا تاريخ يې مخکې لوستی وي او وروسته يې فلم ننداره کړي.

اوس به دا روښانه کړو، چې ولې د کيسې/تاريخ لوستل د فلم ليدلو په پرتله ډېر اغېز لري؟ زما په فردي تجربه به لاندې څو دلايل ولري:

يو؛ ليک د بشر تر ټولو لرغونې اختراع ده، نړۍ کې چې څومره علم، ادب او پرمختګونه شته، ټول د ليک په ذريعه خوندي شوي، وړاندې شوي او تر نورو رسېدلي دي، نو له همدې امله يې اغېز لوړ او خلک ارزښت ورکوي.

دوه؛ د ليک که هغه کتاب وي، مقاله وي، ليکنه وي، يا بل څه خو د ريفرينسونو د ارزښت له‌مخې اوس هم لومړی مقام لري. که‌څه هم اوس‌مهال ويډيو، يا شفاهي خبرې هم موږ د يوې مرجع په توګه کارولی شو، خو ارزښت ليکلي سند ته ورکول کېږي.

درې؛ نړۍ کې ټول رسمي سندونه (تعليمي، تحصلي سندونه، نکاح‌خط، قباله، هوکړه‌ليکونه، تړونونه، قوانين) دا هرڅه د ليک له لارې ترسره کېږي او په‌دې اړه که شفاهي خبره کوم مهم شخص وکړي، که‌څه هم ظاهراً سند ګڼل کېږي، خو باور پرې نه‌شي کېدلی.

څلور؛ تر ټولو مهمه دا چې مذهبي متنونه، کتابونه، قرانکريم، احاديث شريف او نور ديني مسايل هم په ليکلي بڼه د تأييد او منلو وړ دي. هغه بيانونه چې د ديني عالمانو له‌خوا ترسره کېږي، داسې نه وايي چې دا خبره ما له چا واورېده، بلکې حواله يا د قرانکريم، يا هم د احاديثو، يا د نورو ديني کتابونو ورکوي.

پنځه؛ په داستانونو او تاريخونو کې که تاسو يو څه لولئ، د خپل مزاج، طبيعت، خوښې او ذوق له‌مخې يوه څېره په خپل فکر کې انځوروئ، چې دا تاسو ته يو ډول خوښي درکوي، يا مو ذوق درخړوبوي.

فرضاً تاسو يوه کيسه لولئ، يوه داسې پېغله وه چې د ښايست پرې تمامه وه، دنګه سپنه غړۍ، اناري شونډې، بادامي سترګې، د څوارلسمې سپوږمۍ په‌څېر مخ، اوږده نرۍ پوزه او. . . د کيسې لوستو پر مهال همدې د پېغلې د ستاينې د برخې په لوستو سره ستاسو فکر ته داسې يوه پېغله درېږي، چې ستاسو د ذوق مطابق وي، نه هغه ډول چې ليکوال ليدلې، يا يې تصور کړې ده. ممکن ستاسو ذوق يو ډول وي او ليکوال چې کيسه ليکلې، هغه بل ډول تصور کړې وي. که همدا برخه فلم شي او تاسو يې وګورئ، ممکن ذوق مو خړوب نه‌شي، ځکه تاسو فلم کې هغه څېره چې فلم کې ده، نه‌شئ بدلولی؛ نو همدا لامل دی چې موږ پر ځای د دې چې له کيسې په فلم کې خوند واخلو، په کتابونو کې ډېر خوند اخلو.

که تاسو يو فلم يو ځل وګورئ، په دویم ځل ليدلو سره بيخي خسته کېږئ، ان که مياشتې او کلونه وروسته يې هم وګورئ، خو ولې د يو کتاب په بيا بيا لوستو تاسو داسې احساس کوئ، لکه نوي څه چې لولئ.

نو زما وړانديز به دا وي چې ځيني ښکلي او ډېر لوستل شوي ناولونه لکه د ښاغلي مصطفی سالک پاتې شه باران دی، د مرحوم نصير احمد احمدي ناولونه، د ارواښاد استاد سعدالدين شپون ناولونه يا پښتو کې نور ډېر لوستل شوي او ښکلي ناولونه وي، د دې د فلم کېدو هڅه دې څوک نه‌کوي، فلم به يې وکتل شي او هېر به شي، نوی نسل پر ځای د دې چې دا ناولونه په کتابي بڼه وګوري، پر فلمونو به اکتفا وکړي، چې دې سره به د مطالعې عادت او انګېزه نوره هم ښکته شي او د وخت په تېرېدو به ياد ناولونه بيخي په کتابي بڼه ورک شي او يا به يې چاپ ته اړتيا پيدا نه‌شي.

ليک د بشر يوه داسې اختراع ده، چې نړۍ کې نور ټول اختراعات د همدې ليک له برکته شوي دي او د بشر همدا اختراع، څو چې بشر وي، خپل ارزښت به ولري او ځای به يې هيڅ‌کله بل څه ونه نيسي.

پای

۱۴۰۴ د تلې ۴مه

ملي پوهنتون – کابل

د ليک اغېز؛ يوه فردي تجربه / بصيرالحق عادل - تاند نړۍ کې د ټکنالوژۍ په عامېدو او په اوسني وخت کې د مصنوعي ځرکتيا په راتلو سره د ليک، لوست او مطالعې مينه او لېوالتيا ورځ تر بلې په کمېدو ده. خواله رسنۍ او په ځانګړي ډول هغ...

26/10/2025

📚زموږ د متن‌سمونې څانګه لاندې خدمات وړاندې کوي:

✅د ليکنو ايډېټ او سمون؛
✅د مقالو ايډېټ او سمون؛
✅د کتابونو ايډېټ او سمون؛
✅د مونوګرافونو ايډېټ او سمون؛
✅د تېزسونو ايډېټ او سمون؛
✅د ډيزرټېشن ايډېټ او سمون؛
✅د کتابونو ډيزاين چارې؛
✅د بېلبورډونو، کارتونو، سټېکرونو، چارتونو، کتلاکونو او مجلو د ډيزاين چارې؛
✅ويډيويي اعلانات او کليپونه.

که تاسو وخت نه‌لرئ، متن ايډېټ کې ستونزه لرئ، د محتوا/منځ‌پانګې د معياري سمونې لپاره زموږ لاندې وټس‌اپ شمېرې ته ميسج وکړئ، يا ورسره اړيکه ونيسي:

070 760 7738

14/09/2025

مشاوره تحصیلی و برنامه‌ریزی
با استاد بصیرالحق عادل

استاد بصیرالحق عال، ماستر علوم ادبیات و استاد دانشگاه، با تجربه و دانش گسترده خود در زمینه تحصیلات عالی، آماده است تا شما را در مسیر موفقیت تحصیلی یاری کند. او با رویکردی تخصصی و شخصی‌سازی شده، می‌تواند به شما کمک کند تا بهترین تصمیمات را در زمینه تحصیل و برنامه‌ریزی درسی بگیرید.

خدمات مشاوره‌ای استاد بصیرالحق عادل:

1. تحلیل و ارزیابی وضعیت تحصیلی: استاد بصیرالحق با بررسی دقیق وضعیت تحصیلی شما، نقاط قوت و ضعف شما را شناسایی کرده و به شما کمک می‌کند تا بهترین مسیر را انتخاب کنید.

2. برنامه‌ریزی تحصیلی: او با توجه به نیازها و اهداف شما، یک برنامه‌ریزی دقیق و منظم برای مطالعه و پیشرفت در دروس شما ایجاد می‌کند. این برنامه شامل زمان‌بندی برای مطالعه، مرور و آمادگی برای امتحانات خواهد بود.

3. راهنمایی در انتخاب رشته: استاد عادل با توجه به علایق، توانایی‌ها و بازار کار، شما را در انتخاب رشته مناسب راهنمایی می‌کند تا بتوانید در آینده شغف و رضایت بیشتری داشته باشید.

4. آموزش مهارت‌های یادگیری: او به شما تکنیک‌ها و روش‌های مؤثر یادگیری را آموزش می‌دهد تا بتوانید به بهترین شکل ممکن از زمان خود استفاده کنید و در یادگیری مطالب موفق‌تر باشید.

5. پشتیبانی روانی و انگیزشی: استاد بصیرالحق عادل همواره در کنار شما خواهد بود تا در مواقع دشواری به شما انگیزه دهد و شما را تشویق کند که به هدف‌های خود ادامه دهید.

چگونه با استاد بصیرالحق عادل مشاوره بگیرید؟

برای ثبت‌نام و تعیین وقت مشاوره با استاد بصیرالحق عادل، کافیست با ما تماس بگیرید یا از طریق واتساب پیام بگذارید فرم درخواست مشاوره را از بخش معلومات علم برج جهت هماهنگی زمان مشاوره درخواست کنید . ما به سرعت با شما تماس خواهیم گرفت تا زمان مناسب برای جلسه مشاوره را تنظیم کنیم.

بیایید با هم آینده‌ای روشن بسازیم!

با مشاوره‌های تخصصی تیم متخصص و متعهد مشاوره علم برج می‌توانید بر چالش‌های تحصیلی خود غلبه کنید و به سمت موفقیت گام بردارید. منتظر شما هستیم!

برای کسب اطلاعات بیشتر و ثبت‌نام در جلسات مشاوره، با ما تماس بگیرید.
آدرس دفتر ما: [کابل_ چاراهی قلعه نجارها _ احمد یارپلزا _منزل دوم _B58]
📞 تلفن تماس: [ 0767554276 _0700070014]

منتظر حضور گرم شما هستیم!

Photos from ‎Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي‎'s post 09/09/2025

د کارموندنې د مسلکي مهارتونو په اړه سمينار جوړ شو

دا علمي برنامه د ملي پوهنتون د خلاقيت، کارموندنې او محصلانو د مهارت‌لوړونې مرکز له خوا جوړ شو چې موخه یې د محصلانو د عملي وړتیاوو لوړول او د کارموندنې د نويو لارو چارو ورپېژندل وو.

سيمينار د کيفيت‌ د لوړاوي د آمر، استاد بصيرالحق عادل له لوري وړاندې شو او گډون‌والو محصلانو ته يې د کارموندنې د اصلي مفهوم او مانا په اړه څرگندونې وکړې، د نوموړي په خبره، کارموندنه د دندې پر ترلاسلو سربېره، د ژوند د مسلکي مسیر ټاکل، د شخصي وړتیاوو اغېزناکه کارونه او د ټولنې د اړتیاوو پوره کول هم دي.

ښاغلي عادل د هغو مهارتونو یادونه هم وکړه، چې د کارموندنې په بهیر کې د بریا لپاره مهم گڼل کېږي، په دې لړ کې د ژبو زده‌کړه، د اړیکو د پراخېدو او د کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره اړینه وبلل شوه، د نوموړي په خبره، په یوه تخصصي ساحه کې د ژور مهارت ترلاسه کول د دې لامل کېږي چې محصل ځان ته په بازار کې ځانگړی ځای ومومي، له بېلابېلو ادارو سره اړیکې جوړې کړي، د ټکنالوژۍ او معاصرو وسایلو سره بلدتیا، پر ځان باور، د وخت مدیریت او د گډ کار روحیه هغه نور ټکي وو چې په تفصیل سره محصلانو ته تشرېح شول.

Photos from ‎Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي‎'s post 08/09/2025

د کيفيت‌لوړاوي د يوولس‌ګونو معيارونو د نوي چارچوب د تشريح، علمي سيمينار جوړ شو.

د ملي پوهنتون د کيفيت‌لوړاوي آمريت له لوري، د يوولس‌ګونو معيارونو د نوي چارچوب د تشريح په موخه يو علمي سمينار جوړ شو، چې د پوهنتون علمي او اداري کارکوونکو په کې برخه اخېستې وه.

د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب د سمينار ګډون‌والو ته د خپلو خبرو پر مهال د کيفيت‌لوړاوي پر پروسه مفصلې خبرې وکړې او د پوهنتون همکارانو ته يې سپارښتنه وکړه چې په دې برخه کې لا ډېر کار وکړي، نوموړي زياته کړه چې ملي پوهنتون د کيفيت‌لوړاوي د معيارونو په تطبيق کې د پام وړ پرمختګ کړی او هڅه کوي چې دا بهير لا پياوړی کړي.

وروسته د کيفيت‌لوړاوي آمر، بصيرالحق عادل، د کيفيت‌لوړاوي د يوولس‌ګونو معيارونو نوی چارچوب په تفصیل سره تشرېح کړ، نوموړي ګډون‌والو ته څرګنده کړه چې د نوې طرحې پر اساس به د پوهنتون د تدريس، څېړنې، اداري چارو او د محصلانو د تحصيلي بهير په ټولو برخو کې د کيفيت‌لوړاوي لپاره واضح لارښوونې او معيارونه موجود وي.

په پای کې د سمينار ګډون‌والو خپلې پوښتنې او نظرونه وړاندې کړل او له ښاغلي عادل څخه يې قانع کوونکي ځوابونه ترلاسه کړل.

دغه علمي سمينار د ملي پوهنتون د کيفيت‌لوړاوي د بهير په پياوړتيا کې يو مهم ګام و، ځکه له دې لارې نه يوازې د پوهنتون له علمي اړخه معياري کېږي، بلکې د محصلانو لپاره د زده‌کړې بهير هم په لا ښه او اغېزناک ډول تنظيمېږي.

Photos from ‎Adil Skills Academy عادل د مهارتونو اکاډمي‎'s post 04/09/2025

د ويناوالۍ فن د اوومې دورې فعاله زده‌کوونکي خدايداد کاکړ له لومړي تر پنځلسم لوست یاداښتونه.

دا چې موږ له هر زده‌کوونکي د هر درس برداشت غواړو، نو دوی د خپلو برداشتونو د شريکولو لپاره د لوست د اورېدو پر مهال برداشتونه اخلي او بيا يې تشريح کوي.

18/08/2025

د زده‌کوونکو عملي فعاليتونه

-------

نوم: خدايداد کاکړ

ولايت: هلمند

څانګه: ويناوالۍ فن

موضوع: د مور د مينې مقام

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

کابل، افغانستان
Kabul
.