Rafiullah Noori

Rafiullah Noori

Share

Here, I would like you to share educational information with all of you.

26/02/2025

افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن غرمه دوه بجې انګستان ملي لوبډلې سره د اتلانو جام سیالیو په لړ کې میدان ته ښکته کيږي. دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې بایللی دي.
د افغانستان ملي لوبډلې د بریا په هیله

27/01/2025

عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال د ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه يې وګټله. ټولو هیوادوالو ته دې مبارک وي.

23/01/2025

زیاتره وختونه په دې تکل کې یو، چې یو څه ولیکو او د ټولنیزو رسنیو له لارې له ملګرو سره شریک کړو؛ ذهنونو ته مو مختلف موضوعاتو راځي، لیکن په لیکو یې جرئت نه شو کولای. نه پوهیږو چې له کومه ځایه یې پیل کړو. نن در سره یو څو نقطې شریکوم چې ممکن ددې ستونزې په حل کې راسره کومک وکړي:
1. موخه ټاکل: پریکړه وکړئ چې تاسې په خپل لیکنه/پوسټکې څه ترلاسه کول غواړئ. ایا تاسې غواړي معلومات/پوهه شریکه کړئ، خپل نظر مو له نورو سریک شریک کړي، نور هڅوئ او یا هم غواړی د خلکو نظریات ترلاسه کړی.
2. موضوع غوره کول: دویم مهم ټکی د موضوع ټاکل دي. داسې څه غوره کړئ چې تاسو ورته لېوالتیا لرئ یا یې ښه پوهه لر
3. پیل په جالب ډول وکړئ: لومړۍ کرښه مو باید د خلکو پام راواړوي. د بیلګې په توګه په پوښتنه یې پیل کړئ، یو په زړه پورې حقیقت شریک کړئ، یا لو بل داسې څه پیل وکړئ چې د لیدونکو/لوستکو توجو جلب کړئ.
4. خپلې خبرې شریکې کړئ: خپلې خبرې په روښانه او لنډ ډول وړاندې کړئ. ساده جملې وکاروئ ترڅو ستاسو پیغام په اسانه انتقال شي، په ځانګړې توګه ځکه چې ډېر خلک پوسټونه په تیزۍ سره لولي.
5. خپلې اورېدونکي ښکېل کړئ: خپل لیکنه/پوسټ په داسې ډول پای ته ورسوئ چې خلک وهڅوئ، لکه د پوښتنې کول، د نظریاتو غوښتنه، یا لوستونکي هڅول چې خپل فکرونه شریک کړي.
6. خپله لیکنه مو بیا ځلي ولولئ: مخکې له دې چې له پوسټ یې کړی، د لیکلو وضاحت او ګرامر وګورئ؛ ځکه چېدا ستاسېد لیکنې اعتبار زیاتوي
7. مستند اوسئ: په خپل ځانګړې انداز لیکنه وکړئ. د بشپړتیا په اړه اندېښنه مه کوئ— ستاسې نظر شریکول له ډیر فکر کولو څخه غوره دی.
8. له کوچنۍ لیکنې پیل وکړئ: په لومړي سر کې لنډ لیکنې/پوسټونه ولیکئ. د وخت په تېرېدو سره، کله چې ستاسې په ځان باور زیات شي، تاسې اوږده یا مفصلې لیکنې/پوستونه هم لیکلی شئ.
څه فکر کوئ، له همدا اوسه یې نه پیلوو؟

22/01/2025

که بریالی ژوند غواړي، د خپل ځان په اړه فکر وکړئ. هغه لارې ولټوئ، چې تاسې بریالي کولای شي. د نورو له بریاوو زده کړه وکړئ؛ خو دا په یاد ولرئ، چې ممکن د بریالیو شویو خلکو د بریاء لار تر تاسې فرق ولري.
مه یې ځنډوئ، همدا نن یې پیل کړئ. موخې و ټاکئ او د ترلاسه کولو لپاره یې عملي قدمونه واخلئ. ستاسې یوه کوچنۍ هڅه د یوې لویې موخې د ترلاسه کیدو باعث کیدا شي.

13/12/2024

په سعودي عرب کې مې یو ملګری راته ویل چې زه په جده کې یوې مېلمستیا ته بلل شوی وم. هلته مې یو عرب ولید چې په پرله پسې ډول قهوه څښي. ما ورته وویل: ته ولې دومره قهوه څښې؟ 🤔
هغه راته وویل: ته پوهېږې چې زما د پلار عمر ۱۰۵ کاله دی او هغه بالکل روغ رمټ دی. 💪
ما وپوښتل: ایا هغه هم ډیره قهوه څښي؟
هغه ځواب راکړ: نه، هغه د خلکو په شخصي چارو کې مداخله نه کوي.
کاپي

05/12/2024

تر ټولو سخته خدای په اماني:
کله چې رسول اللهﷺمعاذؓ یمن ته استولو ورته يې وویل:
معاذه!کیدای شي بیا مې ونه ګورې،چې بیا راځې دلته به زما قبر او جومات وي او بس.
له دې سره معاذؓسلگیو واخیستو او ډیر سخت يې وژړل.
مسند أحمد : ٢٢٠٥٤.

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

Kabul
1001