د انارو دانو لس ـ پنځلس پارسلې چپه وې. یو ماشوم ورته ناست و، سر یې زنګنو کې و. چې ومې لید ژړغونی و. مال دا ولې؟ وايي: « یو هلک رانه پهٔ پښه ووهلې، وتښتېد. »
سخت یې خپه کړم. مال هلک نه پېژنې، چې یا خپل تندی مات کړم، یا ددهٔ. وايي: نه.
اویا روپۍ وې راسره، پنځوس مې ورکړې. ترې جګېدم، مخامخ کرولا موټر کې ناست یو ځوان راباندې غږ کړ، ورغلم، ویل یې:
ـ ډېر ساده یې، ما پهٔ دې ګناهګارو سترګو ولیدل، چې پارسل یې خپله چپه کړل.
ـ نو ولې؟
ـ برادره! دا خو د کاروبار چل دی کنه!
پیسې مې ام بیرته نه شوی تر اخیستی. را روان شوم. بس: « زموږ غوندې ساده ګان چې د بازار خوی زده کوي، زمانې بهٔ تېرې وي… هغه وریژې هم پاتې شوې. مېرمن یې غۍ! »
محمدالله همیم
قرار ځدراڼ
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from قرار ځدراڼ, College & University, Kabul.
د طبيبانــــو چــارې نه دي
جانان چې سترګې راښکاره کړي ښه به شمه
#ټپه #لنډۍ
27/08/2024
د مور شیدې دې
د هندو زو
چې څه مې غوښتي خداى راکړي
يو ستا کمي دى نور مې نشته ارمانونه
#ټپه
په شرمیدلو نه شرمیږي
زړۀ مې هېر شوی سړی هر وخت یادوینه
#ټپه
موزي په کلي کې سپو وخوړ
ور خلاصه نه یم چې څو نور ور وشکارمه
#فلکلور
هلته مې بل په ژوند را ګډ دی
دلته مې نوک له غوښې څنګه واړومه
#لنډۍ
پاس په کمره ولاړې زرکې
باز دې ناروغ دی له خولې وینې غورځوینه
#ټپه
اوبه مې بیا په مُلا دم کړې
خدای خو دې وکي چې زړه توری له تا شمه
#لنډۍ
زړهٔ مې خوږیږي زړهٔ دې خوږ شه
په نیمه لار له چا نه پاتې شې مئینه
#ټپه
#لنډۍ
#درد
#ښېرا
بوی د لمدو نکريزو خيږي
سبا اختر دى جونې ځان سينګاروینه
#لنډۍ
که مې د يار ګوته په لاس وى
ما به د ټولو نجونو پورته وړل لاسونه
#لنډۍ
Click here to claim your Sponsored Listing.