08/06/2026
نن سهار د عرفان افغان خصوصي مکتب د یو شمېر صنفونو کیفیتي او تدریسي ارزونه ترسره شوه. د ارزونې په لړ کې د تدریس بهیر، د زدهکوونکو علمي ګډون، د درسي چاپېریال منظم والی او د ښوونکو د تدریسي میتودونو اغېزمنتیا په دقت سره وڅېړل شوه.
د ارزونې پایلو وښودله چې په یادو صنفونو کې د تدریس بهیر په منظم ډول روان دی او زدهکوونکي له خپلو درسي فعالیتونو سره فعاله ونډه لري. همدارنګه د ښوونکو هڅې او ژمنتیا د معیاري او اغېزمنې زدهکړې په پیاوړتیا کې د ستاینې وړ وبلل شوې.
عرفان افغان خصوصي مکتب ژمن دی چې د عصري او معیاري زدهکړو له لارې خپلو زدهکوونکو ته د علم، اخلاقو او شخصیت جوړونې مناسب چاپېریال برابر کړي او د هېواد د روښانه راتلونکې لپاره وړ او مسلکي نسل وروزي.