Educational Eco

Educational Eco

Share

په اللّٰه ﷻ باور ولره‌🥀
داسې دروازې به درته خلاصې کړي چې
تا بـه ټڪولي هم نه وي.

07/03/2026

د خپلې خاورې د دفاع لپاره، زه یو سرتیری یم!


27/01/2026

که غواړي خپل مبایل د ایفون سټایل ته واړوي نو دغه لاندی اپلکیشن زمونږ له ټلګرام چینل څخه ډاونلوډ کړﺉ.
او زمونږ د چینل لینک درسره شیر کړﺉ.

27/01/2026

تر ننه مي ډیر د کرکیټ لپاره اپلکیشنونه ډوانلوډ کړي خو دومره خوندور اپلکیشن مې نه وه لیدلي. که انټرنيټ لري او د کرکيټ مینوال یاست نو دغه اپلکیشن در سره ډوانلوډ کړي د نړۍ هر ډول کرکيټ د بشپړ کوالیټي سره کتلي شي.
اپلکیش زموږ له ټلګرام چینل څخه ترلاسه کولی شي
👇
https://t.me/ZKT2025
لینک یي په کمیت کې شته

26/10/2022

پانګه څه شی دی؟
پانګه د تولید د څلورګونو سرچینو څخه یوه مهمه او کلیدي سرچینه ده. هر څوک د خپل ځانګړې لیدلوري له مخې پانګه تعریفوي. محاسب ته هغه څه پانګه ده چې یو کاروباري یې د خپل کاروبار لپاره لګوي. په کامرس او کاروبار کې پانګه د کاروبار د تمویل په مانا ده او همدارنګه په ملي اقتصاد کې پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید په پروسه کې کارول کیږي. په دغه لیکنه کې مونږ د پانګې په ځانګړتیاوو او ډولونو بحث کوو خو تر هر څه مخکې د پانګې، شتمنۍ، پیسو او عاید په اړیکه خبرې کوو.
د پانګې او شتمنۍ اړیکه: لکه مخکې مو چې وویل پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده چې د تولید لپاره کارول کیږي. د دغه تعریف څخه ښکاري چې شتمني لوی مفهوم او پانګه د هغه په پرتله کوچنی مفهوم لري. ډیر داسې شیان شته چې زمونږ د شتمنۍ برخه به وي خو چې لا مو د تولید پروسې ته نه وي لېږدولي پانګه نه ګڼل کیږي ځکه خو ویلای شو چې ټوله پانګه شتمني ده خو ټوله شتمني پانګه نه ده ځکه پانګه د شتمنۍ ټولې ځانګړتیاوې لکه افاده، کمیابي، د لېږد قابلیت او نور لري په داسې حال کې چې ټوله شتمني د پانګې ځانګړتیاوې نه لري.
د پانګې او پیسو اړیکه: د پانګې عام تعریف په کاروبار کې د پیسو لګښت دی. خو د اقتصاد تعریف پیسې تر هغه وخت پانګه نه ګڼې تر څو چې د پانګه ایزو شتمنیو لکه ماشین آلاتو، ځمکې او نورو په رانیولو و نه لګيږي. هغه پیسې چې د لګښت کوونکو consumers په لاس کې دي او یا هم هغه پیسې چې راکدې پرتې وي پانګه نه ګڼل کیږي.
د پانګې او عاید اړیکه: پانګه عاید زیږوي ځکه خو پانګه منبع یا سرچینه او عاید یې پایله یا موخه ګڼل کیږي. کله چې د عاید څه برخه پس انداز او بېرته په کاروبار کې ولګول شي د پانګې بڼه خپلوي.
د پانګې ځانګړتیاوې:
پانګه د طبیعت لورینه نده او د انسانانو د هڅو په وسیله رامینځته کیږي. دا د تولید دوهمي سرچینه ده چې په مصنوعي ډول پنځول کیږي. پانګه د تولید اندازه زیاتوي او د تولید پروسې ته چټکتیا ورکوي.
د پانګې عرضه د کشش یا ارتجاعیت لرونکې ده. په دې مانا چې د پانګې اندازه د پانګې په جوړښت capital formation پورې اړه لري. د پانګې جوړښت بیا په اقتصادي جریان کې د وګړو او نورو مالي بنسټونو په سپما پورې تړلی دی، البته هغه سپما چې د تولیدي موخو لپاره اقتصادي جریان ته لار پیدا کړي. د پانګې د جوړښت ډېرښت د پانګې عرضه زیاتوي او په مقابل کې یې کمښت په اقتصادي جریان کې د پانګې د عرضې د کمښت لامل کیږي.
پانګه د تولید داسې یو عامل دی چې په اسانۍ سره لکه د کاري ځواک په څېر نه نابودیږي. یوازې په ټاکل شوو استهلاکي دورو کې د پانګه ایزو شتمنیو ارزښت کمیږي او تر یو اوږده مهال وروسته له کاره لویږي. همدارنګه د یو ځای څخه بل ځای ته د پانګې لیږد خورا اسانه دی.
په پانګه رانیول شوې پانګه ایز توکي نیغ په نیغه زمونږ اړتیاوې نه پوره کوي بلکې نوموړي توکي لکه ماشینونه، ځمکه او نور د لګښتیزو توکو د تولید لپاره کارول کیږي او نوموړي توکي بیا په مستقیمه توګه د لګښت کوونکو اړتیاوې پوره کوي.
د پانګې ډولونه: دلته غواړو د پانګې د ځینو ډولونو څخه لنډه یادونه وکړو.
ثابته پانګه: ثابته پانګه یا Fixed Capital هغه پانګې ته ویل کیږي چې په اوږدمهاله توګه د تولید په پروسه کې کارول کیږي لکه ماشینونه، د ترانسپورت وسایل، ودانۍ، تجهیزات او نور. ثابته پانګه د ځای له پلوه د ثابت پاتې کیدلو په مانا نده بلکې دا په هغه پانګه ایزو لګښتونو اطلاق کیږي چې په اوږده مهال کې ثابت وي. د ماشین الاتو، تجهیزاتو، تعمیراتو او نورو دغه ډول شیانو لګښتونه همداسې یوه ځانګړتیا لري.
بدلیدونکي پانګه: دغه ډول پانګه چې Working Capital یې هم بولي د پانګې هغه ډول دی چې یوازې یو ځل د تولید په پروسه کې کارول کیږي، ښه بیلګه یې د تولید لپاره خام مواد دي. دغه ډول پانګه ایز لګښتونه د تولید شوو توکو او چوپړتیاوو د خرڅلاو له لارې بیرته پوره کیږي.
د یوې موخې لپاره کارول کیدونکې پانګه: دغه ډول پانګه چې په انګلیسي یې Sunk Capital بولي، د پانګې هغه ډول دی چې په تولید کې د لګښت ځانګړی ځای لري او له هغه پرته په نورو ځایونو کې ورڅخه کار نه اخیستل کیږي. د بیلګې په توګه د ټوکر اوبدلو یو ماشین چې د ټوکر اوبدلو پرته د کوم بل کار لپاره ورڅخه ګڼه نشي اخیستل کیدای. د پانګې د دغه ډول په مقابل کې هغه پانګه ده چې په هر ځای کې کارول کیږي. دغه ډول پانګې ته لامبو وهونکي پانګه یا Floating Capital وایي. د بېلګې په توګه موټر، بریښنا او نور هغه څه دي چې په هر ځای او هر هدف لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.
ټولنیزه پانګه: ټوله هغه فزیکي شتمني چې په یو هیواد کې د عامه ګټې اخیستنې لپاره رامینځته شوي وي او سوداګریزه بڼه و نه لري ټولنیزه پانګه ګڼل کیږي. د بیلګې په توګه سړکونه، عامه پارکونه، بریښناکوټونه او داسې نور. د دغه پانګې په وړاندې شخصي پانګه یا Private Capital ده کوم چې د افرادو په واک کې وي او د هغوی د شخصي عاید د زیاتوالي لامل کیږي.
نړیواله پانګه: دا د پانګې هغه ډول دی چې د نړیوالو مالي سازمانونو لکه نړیوال بانک، د پیسو د نړیوال صندوق او نورو په واک کې وي.

17/10/2022

د افغانستان بانک تاریخچه‎
د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ‎۱۳۱۸/۲/۳ نیټې د ‎۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ‎۱۳۱۸/۶/۱۹ نیټې د ‎۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ‎۱۳۱۸/۶/۱۲ نیټې تصویب او د ‎۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نیټې د ‎۱۳۱۷/۵۲۸۰ د شاهانه حضور د منظورۍ پر اساس د یو سلو شل ملیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې کولای شوی، د افغانستان په دننه او بهر کې له لازمو واکونو او دندو سره خپلې نمایندګۍ او فروعات جوړ و سکتوري بانکونه وټاکي. د افغانستان د بانکدارۍ نظام د افغان ملي بانک له پرانیستلو سره سم په ‎۱۳۱۲ هجري لمریز کال کې په کار پیل وکړ. د د افغانستان بانک له تاسیس څخه مخکې، افغان ملي بانک د دولتي بانکدارۍ چارې پرمخ وړلی چې د افغانستان بانک د تاسیس سره د دولتي بانکدارۍ چارې او د پیسو چاپ او خپرونو مسوولیت دې بانک ته ولیږدول شو. د د افغانستان بانک د دولت د بانکدار او د سوداګریز بانک په توګه وکولای شول، هم د افغانیو د چاپ او خپرېدو په برخه کې ستر او د پام وړ بدلونونه راوړي او هم د بانکي نظام د لارښوونې په برخه کې سترې لاسته راوړنې ولري. د افغانستان بانک فعالیت کولای شو په دوو پړاونو وویشو: لومړی پړاو چې له ‎۱۳۱۸ کال څخه تر ‎۱۳۸۰ کال پورې رانغاړي، د افغانستان بانک د بازار له تقاضا سره سم د پیسو په چاپ، ضرب او خپرولو، د پیسو د ارزښت په ساتلو او د دولتي بانکدارۍ په چارو بوخت ؤ چې د دې دندو ترڅنګ یې د افغانستان بانک د نورو سوداګریزو بانکونو په شان سوداګریزې چارې هم په مخ بیولې چې کولای شو د سپما، جاري، میعادي حسابونو له پرانیستلو، د پانګوونې د لاپیاوړتیا په موخه د پورونو له اجراء او په سوداګریزو برخو کې د نورو پورونو له اجراء کولو څخه یادونه وکړو. دویم پړاو له ‎۱۳۸۱ کال څخه پیلیږي. د افغانستان د اساسي قانون له تصویب څخه وروسته مرکزي بانک د دې قانون د ‎۱۲ مادې پر بنسټ د یو خپلواکه (مستقل) بانک په توګه ثبت او د وسپارل شویو صلاحیتونو په رڼا کې په بیلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې په برخه شوی. د افغانستان بانک د نوي بانکي او مالي قوانینو پر بنسټ، ټولې سوداګریزې چارې دولتي او خصوصي بانکونو ته وسپارلې او د جواز ورکولو او د بانکي او مالي موسساتو د فعالیت او څارنې مسوولیت یې په غاړه واخیست. د افغانستان بانک د قانون پر بنسټ د بیو ثبات ساتل د افغانستان بانک د لومړني او اصلی اهدافو څخه دی. په همدې موخه د پولي سیاستونو اجراء، د اسعارو ترتیبات او د ارزي سیاست طرح کول، د بانکنوټونو چاپ او د مسکوکاتو ضربول د مرکزي بانک له دندو څخه وټاکل شوو. د دې ترڅنګ له قانون سره سم د دولت د بانکدار او مالي استازي، بانکونو، صرافانو، د پولي خدماتو وړاندې کوونکو او د بیه لرونکو پاڼو وړاندې کوونکو ته د جواز ورکړنې د بنسټ په توګه او د تادیاتو د خوندي او سالم په برخه کې فعالیت کوي‎.

17/10/2022

اسلامي بانکوالی‎
اسلامي بانکوالی‎ هغه بانکوالی ته ویل کیږي چې ټولې کړنې یې د اسلامي قوانینو (‎شریعت‎) له اصول سره برابر وي.‎
پېښلیک‎
اسلامی بانکوالی د 1970 میلادی کال په لمړ یو وختونوکی په ابتدایی بڼه منځ ته راغله او د 30 کلونو په ترڅ کی یی تر ډیره بریده پرمختگ وکړه. لمړی اسلامی بانک په کال 1963 کی د ‎مصر‎ په ډیره لری پرته سیمه کی په کار پیل وکړ. په پرله پسی توگه په کال 1975 کی د پرمختیایی اسلامی بانک بنسټ کیښودل شو چی بنسټیزه موخه یی په اجتماعی او اقتصادی برښو کی پرمختگ وو. یو ډیر بنسټیز فعالیت یی د سهامی سوداگریځو موسساتو کی گډون او د بسپنه ورکول تر څو په غړو هیوادونو کی د پروژو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. او همدا شان د‎دوبۍ‎ اسلامی بانک د بانکداری د لمړی قانون په اساس په همدی کال کی په ‎منځنی ختیځ‎ کی منځ ته راغلو. په کال 1983 پشپړ اسلامی بانکداری نظام په ‎ایران‎ کی وپیژندل شو او همدا رنگه د ‎مالیزیا‎ ولسی جرگی د اسلامی بانکداری قوانین تصویب کړل. روسته ددی څخه په کال 1984 د ‎سوډان‎ هیواد اسلامی بانکداری پخپل هیواد کی رایج کړه او په کال 1985 د اسلامی هیوادونو فقهی شورا OIC بشپړ اسلامی بانکداری نظام د بیمه د سیستم د پرمختگ لپاره اعلان کړ او روسته له دی په کال 1989 د سوډان د بانکداری نظام په بشپړه توگه اسلامی بانکداری ته راواوخته. په کال 1991 د حساب ورکوونی او د تفتیش اسلامی مالی موسسه AAOIFI تاسیس شوه چی دا سازمان یو مشورتی سازمان وو او د اسلامی بانکداری معیارونه یی وضع کول. په کال 2002 کی داسلامی مالی خدمتونهIFSB موسسه د ‎مالیزیا‎ په هیواد کی منځ ته راغله چی موخه یی د اسلامی صنعت استقراروو په وسیله د اسلامی معیارونو صدو. په کال 2005 د مالیزیا همدی بورد همدا معیارونه د اسلامی موسساتو د تطابق سره Basel 11 د چهارچوب سره معرفی کړه اوس دومره پرمختگ ئی کړی چی د نړی ډیر لوی بانکونه اسلامی محصولات عرضه کوی. پدا روستیو کی اسلامی بانکداری د ‎مالیزیا‎ او ‎اندونیزیا‎ هیوادونو له لوری غرب ته خوځیدلی. په کال 1975 کی ددی صنعت ارزښت په سلگونو زره امریکائی دالروته ورسیده. داسی توقع کیژی چی د اسلامی بانکداری دارائی په لنډ راتلونکی کی 20% وچته شی او په کال 2015, 2 تریلیونه امریکائی دالرو ته ورسیژی.‎
30 کاله پخواداسلامی بانکداری مفکوره صرف پوه هیله وه. د ډیرو پلټنو او زیارونو په پایله کی دوه نیمو لسیزوکی دا ښائی چی د اسلامی بانکداری منځ ته روړل نه تنها ممکن او کامیابه لارده بلکه د کار او موثر و سلطت مالی زریعه هم ده چی متعددو اسلامی بانکو نو په مختلفو اجتماعی او اقتصادی ټولنو کی په کار پیل کړی.ددا شان مالی موسساتو کړنی او تجربی په مختلفو هیوادونو کی لکه ‎سوډان‎, مالیزیا‎ , ایران‎ او ‎بحرین‎ د سواگریزو بانکونو د بدیل لپاره کافی ده. د یادونی وړ ده چی غیر اسلامی بانکونه په ځانگړی توگه د غرب ډیر لوی بانکونه د اسلامی بانکداری د نظام څخه متاثره شوی دی او تر یوه بریده تری کار هم اخلی یعنی دا معنی ورکوی چی هغوی هم د وخت په تیریدو سره د اسلامی بانکداری نظام خوا ته راروان دی او ورځ په وځ ئی په اهمیت پوهیژی. د اسلامی بانکداری نظام کره لاسته راوړنی توپیر کوی د اسلامی بانکو نو د باراز د حجم سره خو دا ویلئ شو چی ددی صنعت تولیز ارز ښت 2500 بیلونه امریکایی دالر ا ټکل شوی چی په راتلونکی کی به د نورو پرمختگونو شاهدان هم ووسو.‎
پداسی حال چی اسلامی بانکداری نظام د مسلمانو مشتریانو د ستونزو حلول دی خو دا شان موسسی دینی او مذهبی ندی او د نورو مالی موسساتو په شان فعالیت کوی. اسلامی بانکداری نظام یو نړیوال شهرت ځانته غوره کړی او د نړی د نفوس یو پر پنځه وگړی اسلامی بانکداری نظام ته غوره والی ورکوی چی مختلف مالی محصولات د پیروونکو لپاره وړاندی کوی. د اسلامی بانکداری د نظام منځ ته راتگ څخه څو لسیزی تیری شوی چی په مختلفو هیوادونو کی د اسلامی بانکداری نظام پر مخ ځی. اوس ددی وخت رارسیدلی چی دا تجربه په افغانستان کی وارزه وو او پلی یی کړو.‎

اسلامي بانک پر سودي بانکونو باندې په لاندې دلايلو سره غوره والى لري‎
برابروالی‎
داسلامي بانک بنسټ پر عدل یابرابروالی ولاړدى او دپيسو ورکونکي (Depositors) او پانگه اچونکی (Investors) ترمنځ پوره انصاف مراعاتوي چې ترڅوددوی ترمنځ کومه ستونزمنه خبره یاشخړه رامنځ ته نه شي يعنې گټه او تاوان يې سره شريک وي په سودي سيستم کې ظلم دا دى چې پيسې ورکونکي ته ټاکلى سود ورکول کيږي او د اړونده پروژې په گټه پورې څه تړاو نه لري هغه گټه که زياته وي او که کمه د پيسو ورکونکي لپاره سود ټاکل شويدى او په ځينو حالاتوکې د پيسو ورکونکي حقيقي گټه د انفلاسيون له امله منفي هم شي یعنې دورکول شوې گټې دپیسوارزښت دپخواپه نسبت ډیرکم شیان اخستلای شي ځکه پدې سره دپيسو داخستنې قدرت کميږي يعنې پيسې بې قدره اوبې ارزشه کیږي ولې په اسلامي بانکې سیستم کې ددواړوخواوو زیان اوگټه په نظرکې نیول کیږي داسې نه کیږي چې دیوزیان دې په بل جزایاکاملا ورواچول شي‎
گټورتوب‎
په اسلامي بانکې سيستم کې تمويلول (Financing) دکار يا پرژې پر موثريت ولاړ دى. او يوازې هغو پروژو ته پانگه ورکول کيږي کومې چې ډيره گټه ولري ځکه چې بانک په خپله په گټه او تاوان کې شريک دى او که په کوم کار کې گټه ونه شي نو بانک هيڅ شى نه شي ترلاسه کولاى اوداسې فکر کوي چې باید په هغه ځای کې پانگونه وشي چې پکې دگټې احتمال دنوروپه نسبت زیات موجودوي بالعکس په سودي بانکي سيستم کې بانک د کاروبار له برياليتوب او گټې سره څه خاصه علاقه نلري ددوى هدف يوازې د خپلوپيسو سره له سوده ترلاسه کول دي. گټه که لږوشي که ډيره سود ټاکلى دى، او ددې لپاره چې ددى پيسې سره له سوده واپس شي دوى زيا ته گروي اخلي، او هغه چاته پور ورکوي کوم چې شتمن وي که څه هم هغه کار يا پروژه دکومې لپاره چې دغه سړي پور اخلي غير موثره يا بې فايدې وي،اوسودي بانک داهم نه گوري چې نوموړی شخص چې دبانک څخه یې پوراخستی کوم کاروبار پرې کوي ایادټولنې په گټه که دټولنې په زیان تمامیږي اوبله داچه په دې کارسره به دبانک حیثیت ته ضربه ورسږي اوکنه؟ مطلب دا چې بانک يوازې دپور اخستونکي (Credit Worthiness) د ضمانت ارزښت ته گوري، دکار له گټورتوب سره يې علاقه نه وي اودلچسپي په کې نه ښيي.‎
اقتصادي پیاوړتیا‎
څرنگه چې په اسلامي بانکي سيستم کې پيسې برابرونه (Deposit) او دپیسوپه کاراچول (Investment) د گټې او تاوان د شريکولو پر بنسټ ولاړ دي، نو ځکه پورونه (Liability) او شتمنى (Asset) دواړه بدلون منونکى دي اوثابت شکل نه لري، چې په دې کې هميشه تعادل اوبرابروالی برقرار وي. ددې لپاره چې دا موضوع څرگنده شي يو څه تشريح ته اړتيا لري، مونږ ته دا معلومه ده چې په سودي سيستم کې سود له مخکې ټاکل کيږي او دپيسو کارونکي به هرومرو همغه اندازه گټه ورکوي، نو په ځنې حالاتو کې چې دغه شخص همغه کاروبار يا کمپنۍ دکومې لپاره يې چې پيسې اخستې دي گټه ونکړي او دپيسو او ورسره د سود د ورکولو وخت راشي، بانک نوموړى شخص مجبوروي چې خپل کاروباراو يا کمپنۍ بنده کړي، سامان يې خرڅ کړي اودهرې لارې څخه چې وي باید پیسې پیداکړيترڅو ددوى پيسې ورکړى شي چې په دې وجه په ټولنه کې بيکاري نوره هم زياتيږي اوداکار دټولنې له پاره دغټ اقتصادي ټکان سبب گرزي اوډیر خلک ترې اغیزمن کیږي سربيره پر دې که چيرې مونږ سودي سيستم په نظر کې ونيسو نو سود په خپله د ناثباتۍ يو مهم عامل دى او هغه په دې ډول که چيرې په يوه هيواد کې سود لږ کم شي او يا په يوه بانک کې سود کم کړى شي، نو خلک خپلې پيسې له دې بانک څخه بل بانک او يا بل داسې هيواد ته نقلوي چې لوړ سود ورکوي او دغه دپيسو انتقال (Capital Flight) د داخلي اقتصادي سيستم د گډوډۍ او رکود باعث گرځي. له نيکمرغه چې په اسلامي بانکې سيستم کې گټه او تاوان سره شريک دي نو دگټې د نه کېدو په صورت کې بانک ته هيڅ هم نه ورکول کيږي او دهغه سړي کاروبار دوام مومي تر څو گټه وکړي.‎
اقتصادي پرمختگ (Growth)‎
اقتصادي پرمختگ هغه وخت ممکن دى چې دنوي تکنالوژي، پرمختللې بشري قوې او يا دکومي بلې وجې په اثر ديوه مملکت وسایل په ښه توگه استعمال شياو تولید زيات شي او په دې کار سره دخلکو د ژوند سطحه لوړيږي.‎
دنوې او پرمختللې تکنالوژۍ او د توليد نويو لارو پيداکول ډيرو تجربو او زيات لگښت ته اړتيا لري، ورسره دتاوان احتمال هم پکې زيات وي ځکه ځنې وخت نوي ايجاد شوې تکنالوژۍ او يا تجارتي توکي بازار نلري او يا ښه کارنکوي نو ددغه پورته ذکر شوو دلايلو په وجه صنعت کار ديته زړه نه ښه کوي چې په دې ډول پروژو باندې پانگه ولگوي ځکه که تاوان هم وشي دى به هرومرو سود او اصل پيسې بانک ته واپس ورکوي. خو څرنگه چې په اسلامي اقتصادي سيستم کې گټه او تاوان شريک دي نو صنعت کار او يا کاروبارکونکى په ډاډه زړه په نويو پروژو باندې پانگه لگولى شي ځکه د بانک او صنعت کار تر منځ گټه او تاوان دواړه شريک دي.‎
اقتصادیت‎
يوبې ساري او مهمه ځانگړتیا داسلامي بانکونو دهغه د اخلاقو دارزښت کامل والى دى.په بانکداري فعاليتونو کې اخلاقي ارزښت او ښه مورال نظر داسلامي بانکونو څخه نشي جدا کيداى او ددوى رويه بايد ثابته وي دهغو اخلاقي معيارونو سره چې داسلامي شريعت لخوا تعين شوي وي.په اسلامي بانکدارى کې تمويل د لرونکو اجناسو او خدماتو پورې محدود وي لکه د مروجه بانکدارى غوندې ندى چې په الکوليکي مشروباتو او داخلاق له نظره په نه قبلیدونکوخدماتو لکه قيمارخانه او نورو کې تمويل کړي.اسلامي بانکونه د مروجه بانکونو برعکس صرف د اعتبار ښه والۍ او د سود شرح معيار نه گڼي بلکې دهغه پرځاى دوى بايد اسلامي مورال او خلاق معيارونو څخه استفاده وکړي په تمويلولوکې دا داسلامي بانکدارى لپاره بل ښه والى دى چې داقتصاد په موثريت باندې ښه اثر درلودلاى شي ځکه په داسې ډول په ضرر لرونکې توليداتو او کارونو باندې مصرف کميږي اواسلامي بانکداري داپه نظرکې نیسي چې دبانک پیسې په غلط کاروبارکې استعمال نه شي‎
اړیکه نیول‎
بله مهه ځانگړتیا چې د اسلامي بانکداري د پرمختگ اساس جوړوي د امانت ايښودونکو سره د رابطې رلواواړیکې ساتلو څخه عبارت دى، دوى د خپل مشتريانو سره دپانگې اچونې پر ميدان باندې معامله کوي نه دا چې مخکې له مخکې څخه د سود يوه ټآکلي اندازه تعين کړى. دوى د امانت ايښودونکو پيسې په ښه فايده لرونکى پروژو باندې سرمايه گزاري کوي ديو ښه ستراتيژيک تحليل څخه وروسته ددې لپاره چې خپل امانت ايښودونکو ته ښه گټه بيرته ورکړي. او بل دا چې اسلامي بانک هغه خنډونه اوستونزې د هغوخلکو ترمنځ چې سپماکوي او هغو خلکو ترمنځ چې پانگه اچونه کوي ختموي او دوى حقيقي بازار ته نژدې کوي. داسلامي بانکونو دمنځگړیتوب فطرت نسبت مروجه بانکونو سره فرق لري او حقيقي بازار او په هغه کې ترقياتي تغير سره هم اهنگ دي اودوخت په تیریدلوسره اسلامي بانکونه دعصري تکنالوژۍ سره ځانونه عیاروي.اوسمهال په افغانستان کې نزدې 17 خصوصي بانکونه فعالیت لري چې ترډیره بریده یا په بشپړه توگه اویاهم په جزیي ډول دسودپه لعنت کې بوخت دی.که چیرته زمونږمرکزي بانک(دافغانستان بانک) داسې گام پورته کړي چې ورسره یوخالص اسلامي بانکي سیستم رامنځته کړي نوانشاالله چې زمونږه ملي اقتصادبه ډیرزرپیاوړتیا ترلاسه کړي اوهغه بحرانونه چې نن ورځ ورسره زمونږدهیوادبانکې سیستم مخ دی(دکابل بانک بحران) ترینه به خوندي وي اوپرته دکوم شک څخه که چیرته په ریښتیاهم داسلامي بانکدارۍ اصول اوپرانسیپونه عملي شي نوبانکې سکتوربه په هیوادکې په رښتیاسره ډیرپیاوړی شي‎

14/10/2022

ژوند او اقتصاد

ولې مارکيټينګ کوو؟

نړۍ د هرې ورځي په تېريدو سره د نويو بدلونونو شاهده وي، دا بدلونونه، له سياسي، ټولنيز، فرهنګي، ساينسي، او ټکنالوژيکي بدلونونو نيولې ان تر اقتصادي بدلونونو پوري او....
پخوا معمولا داسې و، چې هر هغه هيواد او ملت به له نورو مخکښ و، چې غښتلى پوځ او جنګي برلاسي به يې درلوده، او همدغه هيواد، ملت او قوم به د خپل دغه ځواک په اساس سيمه اداره کوله، خو د وخت په تېريدو سره چې نړۍ انکشاف وکړ، هر اړخېز بدلونونه پکې په ټولو برخو خصوصا په اقتصادي برخو کې رامنځته شول، نو خلک ديته متوجې شول چې په نورو د راج چلولو غوره لار اقتصادي پياوړتيا ده، دوى ددغه ستر هدف د عملي کېدا لپاره د مختلفو اجناسو په توليد لاس پورې کړ، او بالاخره دېته متوجې شول چې د توليد شوي جنس لپاره بازار، (مارکيټ) او مشتريان په سه قسم راجلب کړي، دا چې توليد، بازار او د مشتريانو جلب( مارکيټينګ) سه شى دى دلته پرې بحث کوو.
لومړى توليد:
د انسانانو د اړتياوو د پوره کيدو په موخه د اجناسو او خدماتو له چمتو کولو څخه عبارت ده، يا توليد د انساني غوښتنو د ارضا په خاطر د مطلوبيت ايجادولو ته وايي توليد مختلف عوامل لري، لکه کار، ځمکه، ماشين، ودانۍ پانګه او داسې نور، د دې ټولو مواردو له تشريح ډډه کوم، يوازې يې پېژندنه بسنه کوي، که يې معرفي کړم ښايي موضوع بله خوا لاړه شي!

بازار:
په عادي مفهوم سره بازار هغه ځاى ته ويل کېږي چېرته چې اجناس اخستل او خرڅول کېږي، اما په اقتصاد کې دغه لفظ موږ په پراخه مانا سره استعمالوو، په دې مانا چې د اجناسو اخيستل او خرڅول د موبايل، انټرنيټ، تيلګراف، واټساف او يا هم نورو ارتباطي وسايلو د شتون په اساس هم صورت نيولى شي.
د فروفيسور R Chapman له نظره د بازار اصطلاح له ځاى سره اړيکه نه لري، بلکې هميش له جنس، اخيستوونکې او خرڅوونکې سره چې مستقيما يو له بل سره په رقابت کې وي، رابطه ساتي.
پورته مواردو ته په کتو ويلاى شو، چې بازار يو مېکانيزم ده، چې له اخسيتوونکو او خرڅوونکو سره د اجناسو او خدماتو د بيو په تبادله کې همکاري کوي.
بازارونه په مختلفو ډولونو ويشل شويدي، له ځينو يې يادونه کوم

1 د وخت په اساس بازار
2 د موقعيت په اساس بازار
3 د رقابت د ماهيت په اساس بازار

او داسې نور پورته ذکر شوې بازارونه هر يو بېل، بېل خواص او ځانګړنې لري، موږ ترې دلته چشم پوشي کوو.
له دغو ډولونو علاوه د توليداتو د زيادښت له امله او په بازار کې د شديد رقابت له امله بازارونه په نورو برخو هم تقسيم شويدي، لکه مکمل رقابتي بازار، نامکمل رقابتي بازار او انحصاري بازار.
پورته مو توليد او بازار وپېژندل، راځو اوس خپل اصلي مقصد ته چې مارکيټنګ (بازارموندنه) ده، توليد او بازار مې ځکه در وپېژندل چې د مارکيټنګ دوه نه بيلېدونکې برخې دي.
مارکيټنګ( بازار موندنه) د ژوند د معيار جوړولو وسيله ده چې له امله يې، انساني غوښتنې لومړى تشخيص او وروسته بيا د همدغو غوښتنو د پوره کيدو لپاره د توليد پلان او توليد صورت نيسي.
يا مارکيټنګ يوه پروسه ده، چې لومړى د مشتريانو ضرورتونه مشخصوي او بيا همدغو ضرورتونو ته د ځواب ويلو او قناعت ورکولو عمليه ترسره کوي، يا هم موږ داسې وايو، مارکيټنګ يوه پروسه ده چې په هغې کې افراد او مختلف ګروپونه ګډون لري، ترڅو خپلې غوښتنې د توليداتو د تبادلې په اساس ترلاسه او پوره کړي.
د بازارموندنې يو عالم Willim j stanton بيا وايي بازارموندنه د کاروباري فعاليتونو مجموعه ده، چې د مشتريانو د رضايت د ترلاسۍ په موخه د توليداتو پلان جوړونه، قيمت ايښودنه ، اشتهارات او د توضيع سيستم منظموي، او له دغه لارې د خلکو رضايت ترلاسه کوي.
همدارنګه د پورته تعريفونو برعلاوه، د عصري بازارموندنې( مارکيټنګ) لپاره نور تعريفونه هم شتون لري، يوه ډله وايي د مارکيټنګ عصري نظريه په مشتري او د هغه په رضايت تکيه کوي، يا د عصري مارکيټنګ په مفهوم بازارموندنه د توليد په نظريه شروع او د مشتري په رضايت پاى ته رسېږي.
په هر صورت بازارموندنه په عصري(اوسنۍ) نړۍ کې يوازې د ګټې د لاسته راوړلو په موخه نه ترسره کېږي، بلکې ځيني نور اهداف هم لري لکه
• د عصري بازارموندنې د پاليسيو عملي کول
• د ضرورت په وخت کې د مناسبو کړنو ترسره کول
• په بازار کې د موجوده وظايفو غښتلې کول
• د ښو نتايجو د ترلاسه کولو په موخه د نويو پلانو، طرحو، پاليسيو او اقداماتو ايجاد او پلي کول
موږ دلته د پاليسيو له جوړولو يادونه وکړه هدف دادى چې يو جنس توليد کوو، نو په راتلوونکې کې به دغه جنس په بازار کې څومره مشتريان ولري؟ ايا چلش به پېدا کړي؟ له نورو جنسونو سره به په مارکيټ کې رقابت وکړي؟ ايا د خلکو رضايت به ترلاسه کړي؟ د دې په خاطر چې دغه ټول موارد په نظر کې ونيسو او وشو کولى چې توليد کامياب کړو نو پاليسي جوړوو.
پورته نقاطو ته په کتو د مارکيټنګ ضرورت پيښېږي دا چې ولې مارکيټنګ کوو، په ځينو مهمو برخو يې بحث کوو.
لومړى: د خرڅلاو د زياتوالي په موخه، د مارکيټنګ په کولو سره په خرڅلاو کې زياتوالى راځي، چې له امله يې د انسانانو د ژوند معيارونه لوړيږي، دا چاره د ملي عايد د زياتېدا لامل هم ګرځي.
دوهم: د مستهليکينو د ذوق د پېژندنې په خاطر، مشتريان کوم ذوق لري، د عايد سطحه يې څومره ده، ژوند يې په کومه سطحه کې ده، د دغه جنس د اخيستنې لپاره ذهنا اماده دي او کنه؟ او ديته ورته نورو پوښتنو د ځواب په موخه.
دريم: د استخدام د زياتوالي په موخه ، څنګه وشو کولى چې په مختلفو سيمو کې د جنس د فروش په خاطر ماهره خلک استخدام کړو؟ او هم جنس د مشتريانو تر لاسونو پوري ورسوو.
څلورم: په رقابت کې د مخکې توب په خاطر: نفوس د هرې ورځې په تېريدو سره زياتېږي او ورسره توليدات هم زياتېږي، له دې علاوه د ساينس او ټکنالوژۍ د پرمختګ په اساس د خلکو ژوند هم د هرې ورځې په تېريدو سره مصروفه کېږي، نو په دغه ټولو چيلنجونو د بريالي کېدا په خاطر مارکيټنګ کوو، ترڅو وشو کولى چې د مولد اړيکې له مستهلک سره ټينګې کړو، وخت يې ضايع نه کړو او هم د مستهلک استوګنځي ته خپل توليدات په ښه شکل سره ورسوو.
همدارنګه اشتهارات( اعلانات) چې موږ يې د مارکيټنګ د ملا تير ګڼو د اجناسو او خدماتو په کيفيت لوړونه، پېژندنه او خرڅوونه کې مهم رول لري او هم د مثبتي سيالۍ د رامنځته کيدا لامل ګرځي.
په لنډ ډول يې خلاص کوم چې مارکيټنګ موږ ددې لپاره کوو، چې له نورو ډېر مشتريان ولرو، جنس په ښه قيمت سره خرڅ کړو، په مارکيټ کې رقابت وکړو، د مشتريانو ذوق معلوم کړو، جنس د مشتريانو تر کورونو ورسوو، او هم ګټه تر لاسه کړو.

ماخذونه:
ناصري، پوهنيار عبادالله، د بازارموندنې مديريت (1397)
نورمل، پوهنوال محمد زبير، قيمت او د قيمت جوړښت(1393)
دوديال، پوهاند محمد بشير، صنعتي اقتصاد (1396)
صافى، پوهنيار عتيق الله، د بازارموندنې اساسات (1395)

04/10/2022

اداره او منجمنټ

سریزه:

اداره او منجمنت چې سمبالوونكي يې هماغه اداره كوونكى( منيجر) دى كومه نوې پديده نده، دتاريخ په بيلا بيلو دورو كې دمنابعوڅخه(ځمكه،كار،پانګه،وخت) دزياتې ګټې اخيستنې موضوع په نظر كې وه، له همدې امله اداره او منجمنت دتكنالكجۍ له ودې،اود ټولنې دتكامل سره له يوه ابتدايې حالت څخه دوخت په تيريدو سره يوه پيچلې بڼه خپله كړه، اداره له ډيره وخته راپدې خوا ديوه ضرورت په توګه انسانانو ته مطرح وه، تر څو وكولاى شي پرابلومونه په كمو منابعو او لږ وخت كې حل كړي او شته منابع په ډير مؤثريت سره دموخو دلاسته لاوړلو لپاره وكاروي، چې په دې بهير كې ټولنيز جوړښت او قوانينو دادارې په ماهيت او وده كې زيات رول لوبولى او لوبوي يې، شايد اداره او منجمنت نن ورځ دبشر په ټولنيز ژوندون كې يوله ډير مهو او ارزښتناكو دندو څخه وشميرل شي، په دې عصر كې همدا فعاليت لامل دى چې ټولتيزې دندې او موخې په ډير ښه توګه تر لاسه كيږي، اداره او منجمنټ ديوه علم په توګه ډير اوږد تاريخ نه لري، له ۵۰ كا لو راپدې خوا دمضمون په حيث لوستل كيږي،خو په ځانګړې توګه يې پس له دوهم نړیوال جنګ څخه ډيره وده وكړه.

02/10/2022

د اقتصاد د علم اهمیت:

الف: د سوداګرو لپاره اهمیت:- ‎
د اقتصاد مطالعه د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره ډیره ضروري ده ځکه چې د بازار ګرمی او سوړ بازاری(بیکارۍ او انفلاسیون)، په مالیاتو کې زیاتوالی او کموالی، د قیمتونو لوړیدل او ښکته کیدل، په مالیاتو کې زیاتوالی او کموالی او داسی نور مسایل دي چې د هغې د حل لپاره سوداګر او صنعت کاران د اقتصاد په علم کې پوره امکان ونلري نو يوه اندازه باید پوه شي.‎
ب: د حکومتي مشرانو او سیاست مدارانو لپاره اهمیت:-‎
د یو مملکت د اخلاقي او سیاسي ګډوډۍ او خرابۍلامل ډیری وخت په یو اقتصادي نظام کې خرابی او ګډوډي وي، یعنې د افتصادي کړکېچ په وجه هم د خلکو اخلاقي حالت بدلیږي او هم یې سیاسي حالت، دبېلګې په ډول: که چیرې دولت اومال د څو خاصو خلکو په لاس کې وي اوعام خلک ورڅخه بې برخه پاته شي ، پدې صورت کې د عامو خلکو په اخلاقو او سیاسي حالت کې تغیر پیدا کیږي، ځینې اخلاقي جرایم وده کوي او سیاسي کړکېچ هم زیاتیږي، همدارنګه د خلکو په منځ کې یو د بل په خلاف نفرت او کرکه منځ ته راځي، نو د اقتصاد په مټ کولای شو چې د خلکو ترمنځ تعادل او ډیر زیات توپیر او فرق ختم کړو، او د هیواد او مملکت څخه لوږه، لوڅوالی، غریبي ، جهالت او بیکاري ورکه کړو کوم چې د ټولو خرابیو بیخ او جرړې دې ، پدې وسیله به اکثره ستونزې خپله حل شي. نو د حکومت او سیاسي مشرانو لپاره د اقتصاد مطالعه ضروری ده.‎
ج: دعامو خلکو لپاره اهمیت:-‎
د عوامو لپاره هم د اقتصاد مطالعه ضروري ده ، ځکه که چیرې عام خلک په اقتصادي پلانونو او پروګرامونو پاندې پوه شي نو بیا د حکومت په اقتصادي پالیسو باندې تنقید هم کولای شي او دهغې په عملي کولو او اصلاح کې هم ورسره مرسته او همکاري کولای شي، د حکومت د اقتصادي پالیسیو غلطي او ګټورتوب باندې پوهیدای شي، او د هغه سره سم خپل اقتصادي ژوند ته پرته له دې چې کوم مشکل سره مخ شي دوام ورکولای شي.‎
ګتور معلومات:‎
ورځني حالات او تغیرات چی زمونږ په محیط او چاپیریال کې واقع کیي هغه د اقتصاد سره دیرې نژدې اړیکي لري. ډ مثال په ډول:‎
د بیو کنټرول، انفلاسیون، کلني یا څو کلني پلانونه جوړول، مالیات، کلنۍ بودیجه جوړول، د بازار ګرموالی او سوړوالی، بهرنۍ مرستې، د خوراکي موادوکموالی، کرنیز اصلاحات، د پیسو د ارزښت کموالی او زیاتوالی. دا ټول د انسان دورځني ژوند سره تړلی دي. ‎

اخځلیک :‎
صابر عبد الواسع ، اسلامي اقتصاد .‎
Zaki Kharotai

02/10/2022

د افغانستان اقتصاد‎

د یوې ټولنې اقتصادي او ټولنیز تحول او بدلون د هغې په اقتصادي اړیکو پورې تړاو لري. دنړۍ زیاتره هېوادونه د تولید د عواملو د نامتوازنې توزیع له کبله یو له بل سره تړلي دي. یوتر بله د هېوادونو اقتصادي تړاو دومره غښتلی دی چې حتی په زیاتره مواردو کې دسرحدې ستونزو او سلیقوي اختلافاتو شتون هم نشي کولای د تجارتي اړیکو د لارې خنډ واقع شي . لکه څنگه چې وویل شول د جوامعو اقتصادي انکشاف د هیوادونو تر منځ د روابطو په تحکیم پورې اړه لري، هغه څه چې دورته شرایطو په تحکیم کې رغنده رول لري، له تجارت څخه عبارت دی،ځکه سوداگري او تجارت دهېوادونو د نژدېوالي عمده عنصر او دهغوی له باندني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکي لري. نو د هېوادونو د اقتصادي ودې په گړندي توب کې تجارت د یوې مهمې وسیلې په توگه عمل کوي. د وریښمو له لارې د معبر په حیث د افغانستان تاریخې سابقې ته په کتنې سره، د پیړیو په اوږدو کې د ختیځ او لوېدیځ د تجارتي کاروانونو مسیر وه، او له همدې کبله افغانستان په عنعنوې توگه د شیانو د لیږد رالیږد او تبادلې په برخه کې طولاني سابقه لري. د سمندري مواصلاتو له کشف نه وړاندې د تجارتي اموالو حمل او نقل یوازې د وچې له لارې تر سره کیده، او هغه مهم معبر چې د هغې زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود، د وریښمو له لارې څخه عبارت دی. له دغې لارې څخه په وریښمو برسیره ، په افغانستان کې معدني، نباتې او حیواني محصولات هم مختلفو هېوادونو ته صادریدل، چې بیا وروسته د سمندري لار و له انکشاف سره دغه مسیر متروک شو او د ډیرو کلونولپاره له گاونډیو هیوادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو چې تر اتلسمې پیړۍ پورې یې دوام وکړ. له نولسمې پیړۍ وروسته تجارت بیا وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، میوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوگانو ، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څیرد افغاني توکوصادرېدل بهرنې نړۍ ته پیل شول.....‎[۲] په همدې ترتیب په هغه زمانه کې دافغانستان واردات لکه څنگه چې فیشر (Fisher) د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې په خپله رساله کې یادونه کړیده، شالونه، جامې، وړین توکي، چای، قند، چیني لوښي، هگۍ ، د وریښمو چنیجي او داسې نورو څخه تشکیلیدل ...‎[۳] افغانستان د جنوب شرق له لور تر هند د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي روابط درلودل . په 1919 میلادی کې د افغانستان د استقلال له تامین کیدلو وروسته د نورو تحولاتو ترڅنگ د هېواد تجارتي روابطو هم پراختیا وموندله، له بېلابېلو هېوادونوسره تجارتي تړونونه لاسلیک شول ، یو شمېر شرکتونه ایجاد شول او تجارت خورا ښآیسته بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځينې تجارتي توکیو باندې محصولات لږ شول او د ځینو نورو پر وړاندې خو بیخې له منځه ولاړل. د کورنیو محصولاتو د حمایت او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وارداتو په وړاندي گمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوي. ...‎[۴] له گاونډیو هېوادونو سره د زمانې په مختلفو نقطو کې تجارتي روابط متفاوت دي. له گاونډیو هیوادونو ، خصوصاً له پاکستان، ایران او روسیې سره دتجارتي اړیکو څرنگوالې رغنده رول لوبولای دی. یوازنی هېواد چې زموږ په گاونډ کې پروت دی هندوستان دی چې سیاسي او اقتصادي اړیکي یې تل روښانه او پرمختلونکي دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلای شو چې پدې وروستیو کلونو کې زیات ښه والی پکې رامنځته شویدی...
kharotai

27/09/2022

کومې کړنې مو د پرمختګ مخنیوی کوي؟



ټول انسانان هڅه کوي چې د ژوند په هر اړخ کې بریالي وي. که هغه کړنې د کور دننه، لکه د کور کارونه او یا له کور څخه بهر، لکه زده کړې، سپورټ، پلورل او پېرل، دنده او داسې نور وي، خو ځینې وخت موږ له دومره هڅو سره سره بیا هم ځان پرمختګ او بریا ته نه شو رسولای.

نن په دې لیکنه کې په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه پرمختګ کولای شو او کومې کړنې مو چې د پرمختګ د مخنیوی لامل کېږي، له منځه یوسو.

هیله ده چې د دې لیکنې په لوستلو سره مو هغه خنډونه له مخې لرې کړئ چې ستاسو د پرمختګ مخه نیسي.



۱. په تېر مهال کې ژوند کول

وخت د تېرېدو او پېښې د پېښدو په حالت کې دي، موږ باید خپل وخت په بې ځایه کړنو تېر نه کړو، باید له خپل وخت څخه په سمه توګه ګټه واخلو، د هرې ورځې لپاره ځانګړی مهالوېش ولرو، هڅه وکړو چې ژوند مو داسې پر مخ لاړ شي، لکه موږ یې چې غواړو. د تېرو شویو پېښو په اړه اندېښنه ونه کړو، په تېر مهال کې ژوند کول زموږ د راتلونکي پرمختګ مخنیوی کوي موږ نه پرېږدي چې نوی ژوند، نوی پلان جوړ کړو او پرمختګ وکړو.



۲. د راتلونکې لپاره اندېښنه مه کوئ!

ځینې کسان د دې پرځای چې اوس ژوند جوړ کړي، کار وکړي، پرمختګ ته لاره هواره کړي، دوی د راتلونکي لپاره اندېښنې کوي.

که موږ تل له مهالوېش سره سم ژوند پر مخ یوسو، نو یو منظم او بریالی ژوند به ولرو، نه به په اوس ژوند کې ستونزه ولرو او نه به د راتلونکي لپاره اندېښنې ولرو.



۳. هېڅکله ځان له نورو سره مه پرتله کوئ!

ځینې انسانان تل ځان له نورو سره پرتله کوي، دا پرتله کول د دوی ځان باوري له منځه وړي او دوی دې ته اړ کوي چې د ځان، کورنۍ، زده کړو، دندې او داسې نورو په اړه اندېښنې وکړي ان تر دې چې فکر کوي، دوی د نورو په پرتله ډېر کمزوري دي، دا د ځان پرتله کول د دې لامل کېږي چې په ځان د بریا او پرمختګ ټولې لارې وتړي.



۴. مالي ستونزې

پیسې د انسانانو په ژوند کې ډېر اړین رول لري، ډېری وخت د پیسو د نه شتون له امله خلک د پرمختګ لوی لوی چانسونه له لاسه ورکړي، مثلاً یو زده کوونکی د پیسو د نه شتون له امله د کانکور لپاره تیاري نه شي نیولای په پای کې دوی نه شي کولای چې د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، هیلې یې تل همداسې هیلې پاتې شي.

خو انسانان تل باید د خپلې موخې او پرمختګ لپاره تر هغه مبارزه وکړي، ترڅو چې بریالي شوي نه وي.

هڅاند انسان هرومرو يوه ورځ خپلو هیلو او موخو ته رسېږي، نو موږ تل باید هڅه وکړو، هڅه خپله د پرمختګ لپاره لومړی ګام دی... Kharotai

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address

Kabul