زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai

زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai

Share

راځئ چې دا کار يوازې يو کمپاين ونه بولو، بلکې يو مسؤليت، يو امانت او د راتلونکي نسل لپاره يو قيمتي ډالۍ يې وګڼو

16/06/2026

دا زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai دی ❤️شیر یې کړی چې تر ټولو هیوادوالو ورسیږی
Abdul Salam Khubaib
゚viralシ

16/06/2026

دغه څمڅې چا لیدلې ؟
کمینټ کی یی ووایي ❤️
゚viralシ

Photos from ‎زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai‎'s post 10/06/2026

❤️اوومه خــــــــــــبرتیا!
د رېل پټلۍ د مسیرونو د تېرېدو د سیمو نومونه او انځورونه:
نېټه: ۲۴ / ۱۲ / ۱۴۴۷ هـ ق
مطابق: ۲۰ / ۳ / ۱۴۰۵ هـ ش
د چهارشنبې ورځ

نن به د لوگر ولایت له قدرمن ولس سره د هغو سیمو نومونه او انځورونه شریک شي چې د رېل پټلۍ مسیر پرې تېر شوی، د یادو سیمو له قدرمنو اوسېدونکو غوښتنه کېږي چې خپلې ځمکې په دقت مشخصې او په یادو ساحو کې دې د راتلونکو ستونزو د مخنیوي په موخه د هر ډول رغنیزو چارو له ترسره کولو په کلکه ډډه وکړي.
یاده د وي چې د رېل پټلۍ مسیر له حریم سره ۲۰۰ دوه سوه متره دی، د تېرېدو مسیرونه یې په دوو برخو وېشل شوي چې د محمدآغې ولسوالۍ له تنگي دهنو سیمې څخه پیل او تر پُل علم پورې رسېږي، چې بیا یو مسیر د اوني سیدانو سیمې په دوام تر میدان وردگ ولایت، او دوېیم مسیر یې د پادخوابشانې سیمې اړوند د شېرداد قلا په دوام تر پکتیا ولایت پورې دی.
د رېل پټلۍ د مسیر تېرېدو سیمې په لاندې ډول دي:
۱: د محمدآغې ولسوالۍ اړوند تنگي سیمه
۲: د دهنو سیمه
۳: د شاه غاسي قلا
۴: د هارون خېلو سیمه
۵: د پورک سیمه
۶: د کمال خېلو سیمه
۷: د وزیر قلا ۱ سیمه
۸: د وزیر قلا ۲ سیمه
۹: د حصارک کلی
۱۰: د اوني سیدانو سیمه
۱۱: د پادتخوابشانې سیمې اړوند د شېرداد قلا

د لوگر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست نشراتي مدیریت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اطلاعیه هفــــــــــــــــتم!
معرفی مناطق عبور مسیر خط آهن و نشر تصاویر آن:
تاریخ: ۲۴ / ۱۲ / ۱۴۴۷ هـ ق
مطابق: ۲۰ / ۳ / ۱۴۰۵ هـ ش
روز چهارشنبه

امروز نامها و تصاویر مناطق مربوط به مسیر عبور خط آهن با مردم شریف ولایت لوگر شریک ساخته می‌شود. از باشندگان محترم مناطق متذکره تقاضا می‌گردد تا زمین‌های خویش را به‌دقت تثبیت و مشخص نموده و به‌منظور جلوگیری از بروز مشکلات احتمالی در آینده، از هرگونه فعالیت ساختمانی و عمرانی در ساحات یادشده جداً خودداری نمایند.
قابل یادآوری است که حریم مسیر خط آهن، همراه با محدوده حریم ۲۰۰ دوصد متر می‌باشد. مسیر عبور خط آهن به دو بخش تقسیم گردیده است که از منطقه تنگی دهنو مربوط ولسوالی محمدآغه آغاز شده و تا پُل علم امتداد می‌یابد. پس از آن، یک مسیر از طریق منطقه اونی سیدان به ولایت میدان وردگ ادامه پیدا می‌کند و مسیر دوم آن از قلعه شیرداد مربوطه منطقه پادتخواشانه ادامه یافته و تا ولایت پکتیا میرسد.
مدیریت نشراتی ریاست شهرسازی و مسکن ولایت لوگر

10/06/2026

خبرتيا ❤️
په راتلونکو شېبو کې به د رېل پټلۍ د تېرېدو د مسیرونو بشپړ معلومات د لوگر ولایت له قدرمن ولس سره شریک شي، د کور او ښار جوړولو ریاست فېسبوک پاڼه تعقیب کړئ.
در چند لحظه معلومات مکمل مسیر تیرشدن راه آهن بامردم شریف ولایت لوگر شریک خواهد شد، برای جزیات بیشتر صفحه ریاست شهرسازی و مسکن را تعقیب نماید.

09/06/2026

زرغون دوبندی 🌿 ددوبندی دزرغونتیا په اړه دلا زیاتو معلوماتو له موږ سره اوسئ ❤️

08/06/2026

یو نیالګی، یو زرغون راتلونکی زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai
゚viralシ

07/06/2026

دا به ددوبندی کومه ساحه وی ؟

04/06/2026

Logarwal Ahmadzai

Photos from ‎زرغون دوبندی Zarghoon Dobandai‎'s post 03/06/2026

راپوراو خبرتیا ❤️
د لوګر ولایت د مهاجرینو نوي ښارګوټي کارونه په چټکۍ روان دي
لوګر – د لوګر ولایت د مهاجرینو نوي ښارګوټي د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او مسؤلین وایي چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د مناسب استوګنځي برابرولو په موخه مهم ګامونه اخیستل شوي دي. د یاد ښارګوټي تفصیلي پلان په رسمي ډول منظور شوی او د عملي پلي کېدو بهیر یې روان دی.
د رسمي معلوماتو له مخې، ښارګوټی پر شاوخوا ۷۰۰ جریبه دولتي ځمکه جوړېږي چې په کې ۱۰۲۶ استوګنیزې نمرې په پام کې نیول شوې دي. همدارنګه د داخلي سړکونو، شنو سیمو، جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې ساحې هم ډیزاین شوې دي.
ځایي اوسېدونکي او راستنېدونکي مهاجرین د دغه ښارګوټي د جوړېدو هرکلی کوي او وایي چې دا پروژه به د بې سرپناه کورنیو د استوګنې ستونزې تر ډېره حل کړي. د مسؤلو ادارو په وینا، د ښارګوټي د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو لپاره عملي چارې د اړوندو ادارو په همغږۍ دوام لري.
په همدې لړ کې د مهاجرینو ښارګوټي لپاره د مخابراتي خدماتو د پراختیا کارونه ددوبندی د ځوانانو په هڅو روان دي. د افغان بیسیم مخابراتي سایټ د جوړېدو چارې نږدې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي او د فعالېدو وروسته به د ښارګوټي اوسېدونکي د مخابراتي اړیکو او 4G انټرنېټي خدماتو څخه برخمن شي.
د لوګر د مهاجرینو نوی ښارګوټی د راستنېدونکو کورنیو د دایمي مېشتېدو لپاره له مهمو پراختیایي پروژو څخه ګڼل کېږي او تمه ده چې د کارونو له بشپړېدو وروسته به سلګونه کورنۍ پکې په مناسب او معیاري چاپېریال کې ژوند پیل کړي.

02/06/2026

سلامونه جوړ پخير
د دوبنديوالو ځوانانو د پرمختګ کاروان دا وياړ لري چې خپل اولس سره د تيرو وعدو، فعلي کارونو او راتلونکو پلانونو په اړه تاسې ته معلومات وړاندې کړي.
سږ پسرلي موږ د زرغون دوبندي تر نامه لاندې يو حرکت پيل کړ تر څو د دوبندي د ښېرازی لپاره لاس پکار شو، په نتيجه کې زموږ د کليوالو په همکارۍ موږ وکولاي شو چې په مستقيمه او غير مستقيمه توګه 2700 مېوه لرونکي او غیرې مېوه لرونکي نيالګي کېنول.
په راتلونکي کې هم ستاسې په همکارۍ پلان لرو چې دوبندي ته ګټور او نوي نيالګي راوړو. تر څو د کلي ښکلا او د کليوالو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راولي.
درنښت!!
د دوبندیوالو ځوانانو د پرمختګ کاروان
゚viralシ

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kabul