!د ١٤٠٤ کال د څلور نیم میاشتني آزموینې د پایلو اعلان غونډه
سید جمال الدين افغان ٢٥شمېره خصوصي لیسه
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from سید جمال الدين افغان ٢٥شمېره خصوصي لیسه, College & University, کابل خوشحال خان، پنځمه امنیتي حوزه، د سرای هراتي له لوري ښي لاس ته دوهمه کوڅه. کویټي مسجد ته څیرمه, Kabul.
د پغمان شاهي ماڼۍ څخه دسید جمال الدين افغان (سجا) (٢٥) شمېرې خصوصي عالي لېسې د زده کوونکو علمي سیر!
04/08/2025
*د سید جمالالدین افغان د سجا (۲۵) شمېرې خصوصي عالي لېسې د څلور نيم میاشتني ازموینو د پایلو د اعلان غونډه*
نن د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳مه نېټه، د سجا (۲۵) شمېرې خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د څلور نيم میاشتني ازموینو د پایلو د اعلان غونډه د سهار په ۸ بجو پیل او د ۱۱ بجو په شاوخوا کې پای ته ورسېده.
یاده غونډه درې اساسي برخې لرلې:
۱. *د غونډې ویناوال، ترانې او مقالې*
۲. *د تقدیرنامو او اطلاعپاڼو وېش*
۳. *د ښوونکو او زدهکوونکو تقدیر*
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، او د برنامې محتویات له ګډونوالو سره شریک شول.
په دویم پړاو کې، د لېسې محترم مدیر الحاج عبدالغفور رحماني یو پراخ او هر اړخیز پیغام وړاندې کړ. ورپسې، بااستعداده زدهکوونکو خپلې ترانې او مقالې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
په درېیم پړاو کې، د ادارې له لوري د ښوونکو د زحمتونو قدرداني وشوه او هغوی ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې. وروسته، ممتازو زدهکوونکو ته هم د هغوی د هڅو او بریاوو په پار د تقدیر ډالۍ د والدینو، ښوونکو او متنفذو شخصیتونو له خوا ورکړل شوې.
غونډه د دعا په ویلو سره په خورا درناوي او خوښۍ پای ته ورسېده.
26/07/2025
د سيد جمال الدين افغان سجا ٢٥ نمبر خصوصي عالي لېسه د ١٤٠٤ لپاره د اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې د کیمیا ښوونکي ته اړتیا لري.
شرایط: حد اقل لیسانس، دوکاله د تدریس کاري تجروبه ولري.
د شرایطو برابر کسان کولای شي د سجا ٢٥ نمبر لېسې اداري ته خپل اسناد وسپاري.
ادرس خوشحال خان، کویټی مسجد ته څیرمه د پنځمي امنیتي حوزه له طرفه ښي لاس ته دوهمه کوڅه.
د اړيکي شمېره: ٠٧٤٥١١٤٤٤١
03/06/2025
د سید جمالالدین افغان ۲۵ خصوصي لیسې له لوري علمي سیر!
د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه، د سید جمالالدین افغان ۲۵ شمېره خصوصي عالي لېسې لهخوا یو منظم، علمي او تفریحي سیر د ښاغلي الحاج عبدالغفور رحماني، د لېسې د محترم مدیر، په مشري او رهبري ترسره شو. دا علمي سیر د سهار په ۷:۳۰ دقیقو پیل او د غرمې په ۱۲:۲۰ دقیقو پای ته ورسېد.
په یاد سیر کې د لېسې نهه (۹) تنه ښوونکو ګډون وکړ، چې شپږ (۶) تنه ښخینه او درې (۳) تنه نارینه ښوونکي وو. همدارنګه، ۱۴۰ تنه زدهکوونکي، چې له جملې یې ۹۰ تنه د ابتدائیه او ۵۰ تنه د متوسطه دورې زدهکوونکو، فعاله ونډه واخیسته.
دغه علمي سیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ شاهي قصر ته ترتیب شوی وو، چې پکې زدهکوونکو ته د افغانستان له تاریخي او فرهنګي میراثونو څخه مهم معلومات وړاندې شول. دا لیدنه زدهکوونکو ته یو مهم تاریخي او تعلیمي فرصت برابر کړ، ترڅو له خپل فرهنګي هویت سره له نږدې آشنا شي.
د علمي سیر په جریان کې زدهکوونکو بیلابیلې برنامې وړاندې کړې، چې له جملې یې دا موارد یادونهوړ دي:
د لیسې د نښې (لوګو) او هرم سمبول جوړول د زده کوونکو په توسط.
د زدهکوونکو له خوا ترتیب شوې خوږې او ملي ترانې
تفریحي او علمي لوبې
یاد علمي سفر د دعا په کولو او د الله (ج) له دربار څخه د ښوونې، سوکالۍ او پرمختګ غوښتنې سره پای ته ورسید.
د دغه شان علمي سفرونو موخه، د زدهکوونکو ذهني پراختیا، تاریخي پوهاوی، ټولنیز تعامل او عملي زدهکړه ده. هیله ده چې دا ډول مثبت ګامونه دوام ومومي، تر څو زموږ راتلونکی نسل له علمي او معنوي پلوه لا نور هم پیاوړی شي.
04/03/2025
سجاسمبول معيار و کیفیت!
بیاید آینده اطفال خود را با ما تجربه نماید. تا اطفال شما را به روحیه اسلامي، متمدن و مترقي تربيت نمایم.
01/03/2025
سيد جمال الدين افغان سجا(٢٥)شمېره خصوصي عالي لېسه د ١٤٠٤ کال لپاره له لومړي ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکي مني!
سجا: د تعهد، تمدن او پرمختګ معیار!
د سيد جمال الدين افغان سجا(٢٥)شمېره خصوصي عالي لېسه د ١٤٠٤ کال لپاره په لاندې برخو کې مسلکي او باتجربه ښوونکو ته اړتیا لري.
ټایم: سهار
بخش: نارینه
مضامین: کیمیا،بيولوژي،انګلیسي کمپیوتر، اجتماعیات، فزیک، پښتو.
ټایم: ماسپښين
بخش: زنانه
مضامین: اصول صنفي، انګلیسي کمپیوتر.
نوټ: نارینه ښوونکي حداقل مسلکي لیسانس او دوه کاله مربوطه کاري تجربه ولری، ښخینه ښوونکي حد اقل چهارده پاس او دوه کاله مربوطه کاري تجربه ولری.
ادرس: خوشحال خان پنځمه امنیتی حوزه د سرای هراتي له طرفه ښي لاس ته دوهمه کوڅه
اړيکي شمېره: +93745114441
11/12/2024
د سيد جمال الدين افغان (سجا) (٢٥)شمېره خصوصي عالي لېسه د ١٤٠٣ کال کلني آزموينې نتایجو اعلان غونډه!
په لومړي سر کې د سجا(٢٥) شمېره عالي لېسه ټولو ممتازو زده کوونکو او قدرمنو کورنیو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او د لايزال رب څخه په نورو چارو کې د لا مزیدو بریاوو غوښتونکې ده.
د سيد جمال الدين افغان سجا ٢٥ شمېرې خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د والدینو، مشرانو، دیني علماوو، ښوونکو او ګرانو زده کوونکو په شتون کې د ١٤٠٣ کال نتایج اعلان شول. یاده غونډه له دریو برخو برخمنه وه لومړی د غونډې پیل د قرانکریم په مبارکو ایاتونو او د غوندې له ویناوالوسره مل وه دوهمه برخه د زده کوونکو لخوا ترتیب شوې ترانې او تمثيلي پارچې دریمه برخه ممتازو زده کوونکو ته د ادارې لخوا ترتیب شوي تحایف ترتیب شوې ؤو. غونډه د قرانکریم به مبارکو آیاتونو سره پیل او ورپسې د سجا ٢٥ شمېرې مدیر صاحب الحاج عبدالغفور رحماني د ١٤٠٣ تعليمي کال په لاسته راوړنو او راتلونکي کال لپاره د مکتب او زده کوونکو لپاره ترتیب شويو برنامې بیان کړې د والدینو په نمایندګی باندې استاد شمس الحق شمس د مکتب ادارې له هلو ځلو قدردانی وکړ.وروسته د زده کوونکو لخوا ترتیب شوي تراني او تمثلي پارچې ترسره شوې او د غونډې اخري برخه کې ممتازو زده کوونکو ته ځانګړې شوې تحفې ورکړل شوي. ياده غونډه د شمس صاحب په دعایه سره پای ته ورسیده.
16/09/2024
د سيد جمال الدين افغان سجا 25 شمېرې خصوصي عالي لېسې علمي سیر!
نن د 1403 لمريز کال د سنبلې مياشتې په 26 نيټه د 224 ابتدائيه او ثانويه دورې زده کوونکو,د 12 نارینه او ښځینه استادانو په شمول د لېسې د عمومي مدير مسؤل قدرمن الحاج مدير صاحب عبدالغفور رحماني تر هدايت لاندې د سهار له 8:00 بجو څخه د غرمي تر 11:30 بجو پورې د ښوونکو تر پوره نظارت او کنترول لاندې د افغانستان له ملي آرشيف څخه د سجا (25) لېسې د زده کوونکو ليدني ترسره شوه. چې د افغانستان د لرغونې او بډايه تاريخ څخه د راپاتې آثارو, کتبي او چاپي نسخو, رسم الخطونواو د افغان پاچاهانو د تقنيني فرامينو,ميثاقونو,رسمي جرايدو , د قران عظيم الشان د لاسي نسخو او تاريخي راپاتي آثارو د کتنو په موخه ترسره شو; چي لله الحمد ښه او مفيد اثرات يي د زده کوونکو په اذهانو کي رامنځته کړل. ان شا الله العزيز دا لړۍ به دوام ولري تر څو زموږ د هیواد تنکي ګلان د افغانستان له تاريخ با خبر شي.
په درنښت
د سید جمال الدین افغان سجا (٢٥) نمبر خصوصي عالي لېسې فرهنګي کمېټه.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Telephone
Website
Address
Kabul