30/05/2026
برازیل بشپړ وړیا دولتي سکالرشیپونه
د برازیل د پوهنتونونو نړیوالې همکارۍ ګروپ (GCUB) غواړي چې د پنځمي دورې لپاره د نړیوالو زده کوونکو پرمخ د بشپړ وړیا سکالرشیپ د ورکړي په موخه د غوښتنلیکونو ویب پاڼه خلاصه کړ.
د GCUB نړیوال فعالیت پروګرام (GCUB-Mob) چی د GCUB ، اروپایی اتحاديی او نړیوالو ادارو لکه
IGR-MRE, OAS, CONFAP, UDUALC, AUF
په ملاتړ له 880 څخه زیات سيټ سکالرشیپ اعلانوي.
ددي پروګرام موخه د پنځو براعظمونو څخه د لوړو لاسته راوړونکو زده کوونکو جذب، تعلیمی سطحي لوړیدا، روزني او د پرمختګ سره مرسته کول دي. او همدارنګه د برازیل دولتي او شخصي پوهنتونونو د تعلیمي سطحي لوړیدا، پرمختګ، پیژندګلوۍ، او د نړیوالو پوهنتونونو په غوره درجه بندي لسټ کي د پوهنتونونو نړیوال کول دي.
چي سږکال يو ځل بیا د همدی سکالرشیپونو لپاره د نوم لیکنې پروسه شروع شویده.
دا سکالرشیپونه د ماسټري او دوکتورا په برخو کي خاص شوی دي. چي د برازیل هیواد 62 غوره درجه لرونکي پوهنتونونه پکی ګډون لري.
د نوم لیکنی نيټه یی د May میاشتي په 25 شروع شویده چي د روان کال د July میاشتي تر 07 نیټي دوام لري.
د جولاي میاشتي له 13 بیا تر 31 پوري به ستاسو اسنادونه د لومړۍ ځل لپاره وکتل شي.
د اګسټ له 10 بیا د سیپتمبر تر 08 پوري به ستاسو اسنادونه د شرایطو د منل کیدو لپاره وکتل شي چی دا به ستاسو د غوښتنلیک دوهم پړاو وي.
دریمه مرحله یی بیا فینل درجه بندی ده چی د سیپتمبر له 13 څخه بیا تر 16 پوری به وخت ونیسي.
او دهمدی میاشتي له 26 بیا تر 30 پوری به د انتخاب شوي کاندیدان د برایزل هیواد د تحصلاتو عالي لخوا تایید شي. او د نومبر په 09 نيټه به ستاسو نتایج اعلان شي کوم کاندیدان چی د همدی سکالرشیپ لپاره انتخاب شوی وي.
دا سکالرشیپ که څه هم رقابتي ډیر دي، د نړۍ د هغو هیوادونو زده کوونکي چی د برازیل هیواد سره د ښو اړیکو په لرلو لسټ کي شامل دي، دغه سکالرشیپ ته غوښتنلیک لیږي. ځکه د بشپړ امتیازاتو لرونکي دي، او د برازیل په غوره درجه لرونکو پوهنتونونو کي منل کیږي.
د سکالرشيپ ګټوونکي لپاره یی لاندي امتیازات ټاکلي دي.
1. دپوهنتون بشپړ فیس درکوي.
2. میاشتني جیب خرچ درکوي.
3. د اوسیدو ځاي درکوي.
4. درۍ وخته ډوډۍ.
5. د پوهنتون له صنفونه، مطالعی اطاقونو، کتابخاني، لابراتوار او نورو خداماتو څخه استفاده کول.
6. د طیاري ټکټ، ویزي مصارف، صحي بیمه، او برازیل هیواد ته د رسیدو مصارف د کاندید په غاړه دي.
هغه عمومې شرایط چي تاسو یی باید ولرۍ.
1. تاسو باید غوښتنلیک په انګلیسی، فرتګالي، سپانوي یاهم فرانسوي ژبو ورته ولیږۍ.
2. کاندید باید د هغو هیوادونو له جملي څخه وي چي له برازیل هیواد سره ډیپلوماتیکی اړیکې ولري. چي افغانستان په نوموړي لسټ کي شته.
3. کاندید باید د برازیل هیواد تابعیت ونلري.
4. کاندید باید د ښه صحت خاوند او په فزیکی ډول جوړ وي.
کچیرته تاسو غواړۍ چي اپلای ورته وکړۍ، تاسو باید لاندي اسنادونه له ځان سره ولرۍ، یاهم د نوم لیکنی د پای ته رسیدو څخه مخکي یی باید ورته اماده کړۍ او غوښتنلیک ورته ولیږۍ.
1. پاسپورټ
2. تحصیلي اسنادونه (د پوهنتون د دورې ډیپلوم او ټرانسکریپټ)
3. سی وي( CV) هغه هم په EuroPass پرمټ کي
4. د تدریس ثبوت لیک ( یواځي د پوهنتون استادانو لپاره که غواړي دغه سکالرشیپ ته اپلاي وکړي)
5. انګیزه لیک چی په هغه کي ستا اکاډمیک علاقه او توقعات ذکر شوی او مسلکي لیدلوري چی ته بیرته غواړي خپل هیواد ته ولاړ سي. چی ددی انګیزه لیک (Motivation Letter) کي د لغاتونو لوړ تعداد باید تر 1,000 پوري وي.
6. ریسرچ پروپوزل (چي لوړ تعداد یي تر 4000 لغاتونو پوري ولري)
او لاندي برخې باید پکی ذکر شوي وي.
• د څېړنې موضوع او ستونزه
• محدودیت او توجیه
• د څېړنې موخې
• مخیکنیو څېړنو ته کتنه او اړتیاوې په ګوته کول
• د څېړنې کولو ډول
• د څېړني وخت چي ته یی په څومره وخت کي بشپړولی شي
• ماخذونه (ریفرینسونه)
° د پوهنتون استاد لپاره د پوهنتون رسمي سند لیک
شریکول چی وښايی تاسو په یو رسمي یا خصوصي علمي ځای کي د استاد په حیث دنده اجرا کوۍ.
په یاد ولرۍ! چې
د پوهنتون او زده کړو پروګرام د انتخاب په برخه کي تاسو د څلورو مختلیف پوهنتونونو او پروګرامونو د انتخاب حق لرۍ، ترڅو د یو لپاره تاسو په شرایط برابر وګڼل شۍ او سکالرشیپ ته انتخاب شۍ.
که د اړوند 62 پوهنتونونو او پروګرامونو لسټ په لټه کي یاست، ما درته په خپل تلګرام چینل کي ایښي، کولای شۍ له هغه ځای څخه یی ترلاسه کړۍ. تلګرام چینل لینک می درته په کمنټ کي ایښي ترڅو په اسانه ورته لاس رسي ولرۍ.
بل دا چي د سکالرشيپ نتیجه به د روان کال په نومبر میاشتي په 09 نیټه اعلانیږی، چی انتخاب شوې کاندیدان به د GCUB کمیټې او انتخاب شوي پوهنتون لخوا په آنلاین ډول انټروي کیږي. ترڅو کاندید د دوۍ د پروسیجري اصولو له مخ د سکالرشیپ لپاره وړ وګڼل شي او انتخاب شي.
هیڅکله هیلې له لاسه مه ورکوۍ، او په ذهن کي مو منفی افکارو ته ځاي مه ورکوۍ، په تیرو کلونو کي ډیر افغان زده کوونکو د GCUB سکالرشیپ ترلاسه کړي
چی فعلآ په برازبل هیواد کی په زده کړو بوخت دي.
زه کوشش کوم چي ستاسو لپاره د تیرکال د انټروي شوو کاندیدانو د انتروي سوالونه تاسو ته راپیداکړم، ترڅو له تاسو سره هم په دی برخه کي همکاري وکړي.
د نوم لیکنی پروسه یی انلاین ده چی د GCUB رسمی ویب سایټ له لارې یی کولای شې.
تاسو باید یواځی یو ځل ورته غوښتنلیک ولیږۍ، د څوځلی اپلیکیشن لیږلو څخه ډډه وکړۍ ترڅو تاسو د ریجکشن سبب ونه ګرځي.
د نوم لیکنی تړون لینک ما درته لومړي کمنټ کي ایښي تاسو کولای شې مستقیمآ د غوښتنلیک صفحي ته ورسۍ.
او د اپلای کولو لارښوود ویډیو به یی هم زه له خپل یوټیوب چینل څخه درسره شریکه کړم.
ترڅو تاسو دقیقه او معیاري نوم لیکنه وکړۍ.
#برازیل