Literator Alhaj Haqyar

Literator Alhaj Haqyar

Share

Weak minds talk about others,
Good minds talk about incidents, and
Excellent minds talk about theories or ideas.

27/02/2026

بیړنی خبر
په لغمان ګمبيري سيمه کې د چاودنو
غږونه اورېدل کېږي
تازه

26/02/2026

بیړنی خبر
سرچينې وايي په کندهار کې يي يوه بې پيلوټه الوتکه غورځولې ده! مهرباني وکړه د کندهار خلکو تازه جزيات شريک کړئ.

23/02/2026

په کلاس کې مې غږ کړ چې کورنئ دندې مو مخ ته کېږدئ! نو ټولو شاګردانو خپلې کورنئ دندې مخ ته کیښودې، زما د هوم ورک چيک کولو طريقه داسې وي چې بېل بېل شاګرد ته جلا جلا ورځم او بيا يي ساين کوم ورته ،نو يو شاګرد کورنئ دنده نه وه راوړې لګ په زړه کې مې د غوسې احساس هم وکړ اما پوښتنه می وکړه چې ولې يي کورنئ دنده نه ده راوړې؟
ماشوم په شرمناک انداز وويل قلم نه وو راسره، ما فکر کاوه دا نو اوس خبره ده دا له يوې بهانې پرته بل کوم څه نشي کېدائ، ما ورته وويل قلم به دې اخيستې وو کنه ، تر پرونه تا قلم نه دې اخيستې ، خو بس شاګرد وويل پېسې راسره نه وې ما ورته وويل له پلار ،مور کور کې له چا به دې اخيستې وو مګر هغه رد کړه او وئ ويل زمونږ په ټول کور کې لس روپئ نه وی ترڅو ماته پرې قلم واخلي😞😞😭😭
ددې خبرې په اورېدلو ډېر هیجاني شوم او ځان راته ملامته ښکاره شو چې ولې مې دا ډول پوښتنه وکړه اما استاذ د پلار په څېر ر وي ما بايد د هغه له حال څخه ځان خبر کړی وو، بس زما له وسې دومره څه نه وو برابر خو ډاډ مې ورکړ او ورته مې وويل چې تعليم پرېنږدي د کتاب، قلم، فيس وغېره له امله، چې هر وخت درسره پېسې نه وې صرف ماته وايه.
نو سخت افسوس او له خفګان سره مخ شوم چې اوس لس روپئ په يو کور کې وجود ونه لري، ايا هغه کور به څومره له ولږې سره مخ وي، له څومره پرېشانئ سره به مخ وي؟
زما له خلکو څخه دا عرض دی چی هغه څوک وس لري نو له غريبو سره مرسته وکړئ او هغه تجاران چې د هيواد نه بهر تجارتونه پرمخ وړي له هغوئ هيله کوم چې تجارت د افغانستان پورې محدود کړي، تر څو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، والسلام.
Literator Alhaj Haqyar

22/02/2026

خدايه د افغانستان حکومت د نړئ تر ټولو ځواکمن حکومت جوړ کړې بس نور
😞😞😞څه به نه وايم
امين

18/02/2026

Words of Ramadan د روژې لغاتونه

Suhoor پېشلمې/ پېشمنې
Breakfast/ Iftar روژه ماتې
Congregation جمعه
Ramadan night prayer تراویح لمونځ
Night prayer قيام اليل
Ablution اودس
Remembrance اذکار
Eid prayer د اختر لمونځ
Voluntary prayer نقل لمونځ
Full Ritual bath غسل
Azan ازان

Note: they are all used exactly in Arabic language, however, it was just for your extra information.

18/02/2026

ملګرو پېج نوې دي درسره فالو يي کړئ تر څو دغه ډول ويډيوګانو څخه برخمن شئ.

28/01/2026

#پاکستانۍ عایشه په خپل میین پسې جلال اباد
#افغانستان ته راغلې.
۲۳ کلنه نجلۍ عایشه علي خان، چې د پاکستان اوسېدونکې ده،
د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان خاورې ته داخله شوې ده. نوموړې ادعا کوي چې شاوخوا پنځه کاله یې د ټولنیزو شبکو له لارې له یوه ځوان، موسی نبي‌خېل، سره اړیکه درلوده. موسی د جلال‌آباد ښار اصلي اوسېدونکی دی او د دواړو ترمنځ د واده ژمنه موجوده وه.
د عایشې په وینا، موسی د پولو د بندېدو په پلمه پاکستان ته له تګ څخه ډډه کوله. هغې منلې چې د همدې واده‌ييزې ژمنې له امله یې پرېکړه وکړه له خپل هېواده وتښتي او جلال‌آباد ښار ته پناه یوسي.
عایشه افغانستان ته تر رسېدو وروسته له موسی سره اړیکه نیولې او ترې یې غوښتي چې د مخامخ لیدنې لپاره راشي، خو کله چې موسی د هغې د راتګ جدي والی درک کړ، خپلې ټولې مجازي پاڼې یې وتړلې او نور یې د هغې تماسونو ته ځواب نه ورکوو.
اوس مهال عایشه د جلال‌آباد ښار په یوه امـ.ـنیتي حـ.ئوزه کې پناه اخیستې او د افغانستان له حـ.ئکـ.ـومت څخه غواړي چې
د سـ.ـتونزې د حل لپاره ورسره مرسته وکړي، یا دا چې په خوندي ډول بېرته خپل هېواد ته ستنه کړل شي.

افـ.ـسوس چې داسې بې‌غـ.ـیرته انسانان هم شته
چې په در.وغـ.ـجنه مینه خلک غـ.ـولـ.ـوي

کاپي

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Website

Address

20
Jalalabad