20/08/2026
نن هم نومليکنه کولی شئ!
که مو تر اوسه د متفرقه کانکور ازموينې لپاره نومليکنه نه وي کړی، نو نن هم کولی شئ چې د التقوی پوهنتون د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او خپله نومليکنه بشپړه کړئ.
متفرقه کانکور ازموینه د روان ۱۴۰۵ هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ( ۶ ) مه نېټه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي.
نوم لیکنه هره ورځ د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۵:۰۰ بجو پورې جریان لري...!
ادرس: عربانو ګولایي، لغمان هډې ته غزېدلی سړک، دویمه ناحیه، جلال اباد ښار- ننګرهار، افغانستان
د اړیکو شميرې: 0774294461 - 0783287788
التقوی؛ د یوه ډاډمن راتلونکي پر لور