Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی

Faculty of Languages and Literature, NU دژبو او ادبیاتو پوهنځی

Share

دننګرهارپوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی رسمی پاڼه In that time, only Pashtu Department was available by having just six lecturers.

Faculty of Languages and Literature
Brief History
This faculty was officially established in 1984 under the administration of Nangarhar University. Thus, the faculty was nominated by the Faculty of Pashtu Language and Literature. Later on, Russian Department was also established, but after a short period of time, due to the lack-ness of students’ interest to this department, the department stoppe

23/12/2025

د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!
ټول محترم کاندیدان دې په لاندې لېنک کې ذکر شوي اسناد او د اسنادو دوه کاپي له ځان سره ولري.
د نوم لیکنې وخت:د سهار له ۸ د مازیګر تر ۳ بجو پورې.
د اسنادو سپارلو ځای: فوق لیسانس برنامو امریت، ساینس پوهنځي ودانۍ ـ دویم پوړ، ننګرهار پوهنتون
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

لېنک : https://nexa.gov.af/fa/downloadable-files/2/file-items

27/11/2025

د هندي څانګې استاد پوهنمل سهارمل سهار د هندوستان هېواد له لکهنو پوهنتون هندي څانګې څخه له خپل دکتورا تیزس بریالۍ دفاع ترسره کړه او د دکتورا ستر علمي ویاړ یې ترلاسه کړ.
دژبو او ادبیاتو پوهنځي اداره د یاد علمي ویاړ مبارکي ښاغلي استاد، کورنۍ او د ننګرهار پوهنتون ټول علمي کهول ته وایي.

Saharmal Sahar

27/11/2025

د انټرویو عملي مهارتونه
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي, انګلیسي ژبې او ادب څانګې د درېیم ټولګي محصلینو د مرکې (Interview) مهم مهارتونه په عملي ډول تمرین کړل.
له دې وړاندې محصلینو سي وي (CV) او وظیفې غوښتنلیک (Job Application Letter) ترتیب کړی وو، د همدې اسنادو پر بنسټ د مرکې مهارتونه تمرین کړل.
د پروژې په پیل کې زده‌کوونکو ته لارښوونه وشوه چې څنګه په انګلیسي ژبه د وظیفې لپاره مسلکي مرکه ترسره کړي. وروسته په مختلفو ګروپونو کې د مرکې پر مهال د پوښتنو او د پوښتنو د ځوابولو جرأت په ښه ډول وازمویل.
په پای کې د پروګرام د ښه‌والي لپاره د محصلینو نظریات او د پروګرام ارزونه هم ترسره شوه.
یو بریالی، ګټور او عملي فعالیت!

25/10/2025

د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د دوکتورا برنامه پیل شوه.
د ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او د برنامې یو شمېر محصلینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د ښه راغلاست وینا پر مهال د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رئیس پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د پښتو دوکتورا برنامې د موخو، اهمیت او راتلونکو پلانونو په اړه څرګندونې وکړې او دا یې د پوهنتون لپاره ستره علمي او اکاډمیکه لاسته راوړنه وبلله.
غونډې ته په پرانیستې وینا کې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني وویل، پښتو ژبه د هغو نومیالیو او سپېڅلو خلکو ژبه ده چې نومونه یې په تاریخ کې ثبت دي او مونږ پرې وياړو.
د قدرمن شیخ صاحب په وینا په پښتو ژبه کې د دوکتورا ایجاد د دې ژبې او ویونکو په فکري او علمي ارتقاء دلالت کوي، یادې برنامې سره به پښتو ژبه او فرهنګ لا غني شي او زیاته یې کړه، چې پښتو یوازې ژبه نه ده بلکې یو فکر، فرهنګ او تمدن دی، چې د دغه ډول برنامو په مرسته به نړیوالو ته په لا ښه توګه ورپېژندل شي.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح او د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپلو ویناوو کې د ژبو د بقاء تضمین لپاره په علمي او عملي هڅو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا ډول لوړې علمي برنامې د مسلکي پوهې پراختیا، څېړنې فرهنګ پیاوړي کېدو او د یوې ملي ژبې د علمي مقام لا پورته کېدو په لور مهم ګام دی.
نوموړو د دې علمي ابتکار له کبله د لوړو زده کړو وزارت محترم مشرتابه څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو کیفیت ساتنې او د څېړنو، تصنیف او علمي تولید برخه کې معیارونو پلي کېدو ته پوره پام کوي.
د پښتو ژبې او ادب څانګې د دوکتورا برنامې مشر پوهاند دوکتور محمد ابراهیم همکار په خپلو خبرو کې د نوې ایجاد شوې برنامې په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د پښتو دوکتورا برنامه به د لوړو علمي معیارونو، څېړنیزو اصولو او معاصرو علمي لارو او میتودونو پر بنسټ مخ ته یوسي، څو د هېواد د علمي او ادبي پرمختګ لپاره نوی باب پرانیزي او د وړ علمي څېرو روزنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې د پښتو ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه له ۳ تر ۵ کلونو موده کې تکمیلیږي او دا مهال په کې په دوه ټولګیو کې شل تنه په زده کړو بوخت دي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

27/09/2025

د ماسترۍ دورې د نوملیکنې خبرتیا!
د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې د ۶ برنامو (فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضاء او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې- تجارت او انگلیسي ژبې او ادب څانګو) ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا (یکشنبې ورځې څخه تر پنجشنبې ـ د تلې د ۶ نېټې څخه تر ۱۰ نېټې پورې) د نوملیکنې لپاره د پوهنتون د فوق لیسانس برنامو امریت ته مراجعه وکړي.
د راتګ پر مهال ۵ قطعې انځورونه، د دیپلوم، ترانسکریپټ او تذکرې اصل او کاپي له ځان سره ولرئ.
ادرس: ساینس پوهنځي بلاک، دویم پوړ ـ د فوق لیسانس برنامو امریت
وخت: د سهار له ۸ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره

02/09/2025

د کندهار او ننګرهار پوهنتونونو ماسټرۍ پروګرامونو ازموينو ګډونوالو د شهرت لينک!
https://nexa.gov.af/fa/candidate/25

27/08/2025

لينک شهرت داوطلبان امتحانات برنامه های ماستری پوهنتون های کندهار و ننگرهار!
https://nexa.gov.af/fa/candidate/25

06/08/2025

ننګرهار پوهنتون د هنرونو او بشري علومو په برخه کې د نړیوال ژورنال پرانیسته وکړه.

ننګرهار پوهنتون د خپلو علمي هڅو او څېړنیزو فعالیتونو پراختیا په موخه د بایو ساینس او ټولنیزو علومو په برخه کې د دوو نړیوالو ژورنالونو له ایجاد وروسته دا ځل د هنرونو او بشري علومو اړوند درېیم نړیوال ژورنال (NUJAH) ایجاد او پر لیکه کړ.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د علمي چارو، څېړنو او علمي مجلو مرستیالانو، د څېړنو، علمي مجلو او نشراتو آمرینو او د یاد ژورنال د اداري بورډ غړو برخه لرله.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال م.ولوي احسان الله ناصح او د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار په خپلو خبرو کې د یاد ژورنال ایجاد د ننګرهار پوهنتون او د لوړو زده کړو سرتاسري کورنۍ ته لویه علمي لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل، چې د دې ژورنال په ایجاد سره به د استادانو علمي مقالو او تحقیقاتو لپاره په کور دننه د نشر اسانتیا برابره شي.

نوموړو د ژورنال ایجاد برخه کې د مسؤلو استادانو له هڅو او هلو ځلو مننه وکړه او په کې د معیاري څېړنو او مقالو خپرولو باندې یې ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد او د یاد ژورنال د بورډ غړي پوهندوی محمد قسیم کشاف د غونډې ګډونوالو ته د ژورنال په اړه عمومي او تخنیکي معلومات وړاندې کړل، چې د هغوی د پاملرنې وړ وګرځېدل.

د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ له لوري پوهنمل دوکتور فهیم رحیمي د علمي مجلو د نوي آمر او پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د څېړنو د نوي آمر په توګه د یادو آمریتونو کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
https://nujah.org/en/
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو امریت

25/06/2025

#د ماسټرۍ پروګرامونو د نوم لیکنې خبرتیا.
#اطلاعیه ثبت‌نام برنامه‌های ماستری.
يادونه: ثبت نام د روان کال د سرطان میاشتي تر(۱۰) نېټې پورې دوام لري.

22/06/2025

ثبت نام جریان لري.

په ١٤٠٤ کال کې د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو لپاره نوم لیکنه!
د نوم لیکنې فورم، د پوهنتونونو بشپړه کوډرشته او د نوم لیکنې په اړه معلومات په ورکړل شوي لینک کې موجود دي.
https://nexa.gov.af/fa/mastari-form

14/05/2025

په ١٤٠٤ کال کې د ننګرهار پوهنتون #ماسټرۍ برنامو لپاره نوم لیکنه!
د نوم لیکنې فورم، د پوهنتونونو بشپړه کوډرشته او د نوم لیکنې په اړه معلومات په ورکړل شوي لینک کې موجود دي.
https://nexa.gov.af/fa/mastari-form
.A Programs

Want your school to be the top-listed School/college in Jalalabad?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address

ننګرهار پوهنتون ژبو ادبياتو پوهنځى
Jalalabad
0093

Opening Hours

Monday 00:00 - 23:59
Tuesday 00:00 - 23:59
Wednesday 00:00 - 23:59
Thursday 00:00 - 23:59
Saturday 00:00 - 23:59
Sunday 00:00 - 23:59