22/08/2026
د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پېل په موخه د همغږۍ مجلس ترسره شو!
۱۴۰۵/۵/۳۱
د شینوارو ولسوالۍ پوهنې آمریت په مقام کې د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د ښه، منظم او پر وخت پیل په موخه د همدې پوهنې آمریت اړوند د امارتي او خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو سره د همغږۍ او سلا مشورې مجلس ترسره شو.
شینوارو پوهنې آمریت آمر قاري اصل الدین اخندزاده په مجلس کې د نوي تعلیمي کال د پیل لپاره پر اړینو چمتووالی، د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو پر منظم تنظیم او د تعلیمي کال د پیل له لومړۍ ورځې څخه د ښوونیز بهیر پر فعال ساتلو هر اړخیزه وینا وکړه.
د ښوونځیو مسؤلینو ته ټینګار وشو، چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم دې ښوونکي، اداري کارکوونکي او زدهکوونکي پر وخت حاضر وي، درسي ټولګي دې په منظم ډول فعال شي او د ښوونیز کال تدریسي چارې دې د ټاکل شوي مهالوېش او لارښوونو مطابق په جدي ډول پېل او تعقیب شي.
همدارنګه د ښوونځیو له مسؤلینو وغوښتل شول، چې د نوي کال په پیل کې د زدهکوونکو د جذب، نوملیکنې، ټولګیو د تنظیم، د ښوونکو د تدریسي مسؤلیتونو، د درسي کتابونو او اړینو ښوونیزو توکو د برابرولو په برخه کې لازم چمتووالی ونیسي، ترڅو هېڅ زدهکوونکی د تعلیمي کال له پیل څخه پاتې نه شي.
په مجلس کې د ښوونیز چاپېریال د ښه تنظیم، د ښوونځیو د نظم او پاکوالي، د زدهکوونکو د سالمې روزنې او له والدینو او سیمې له خلکو سره د همغږۍ پر ارزښت هم ټینګار وشو.
د شینوارو پوهنې آمریت مشرتابه ټینګار وکړ، چې د نوي تعلیمي کال بریالی پیل د ټول کال د ښوونیز بهیر لپاره بنسټیز اهمیت لري؛ له همدې امله ټول مسؤلین باید د خپلې دندې له مخې لازم چمتووالی ونیسي او د ۱۴۰۵ تعلیمي کال چارې په همغږۍ، مسؤلیتپالنې او ښه نظم سره پیل کړي.
مجلس د ګډو هڅو، دوامدارې همغږۍ او د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د بریالي، منظم او اغېزمن پیل په هیله پای ته ورسېد.
شینوارو پوهنې آمریت نشراتو څانګه