24/12/2025
د لوی ننګرهار طبي اکاډمۍ د فارمکولوژی ۲میاشتنۍ برنامې د فراغت غونډه ترسره شوه!
نیټه : ۰۳/جدی/ ۱۴۰۴ هـ ش
په لوی ننګرهار طبي اکاډمي کې د فارمکولوژي ۲ میاشتنۍ برنامې له بشپړېدو وروسته د فارغینو لپاره ځانګړې غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د غونډې د پیل وینا د لوی ننګرهار روغتیايي علومو انسټیټیوټ رئیس دوکتور ذبیح الله صاحبزاده ترسره کړه نوموړي د فارمکولوژی او دوا پیژندنې پر ارزښت هراړخیزه وینا وکړه او ځوانان یی د لا زیاتو زده کړو په پار تشویق کړل، ورورسته علمي مرستیال ډاکټر ضیاء محمد بیان هم وینا ترسره کړه ، نوموړي د یادې برنامې اهمیت ته اشاره وکړه، او څرګنده یې کړه چې دغه ډول روزنیزې برنامې د ټولنې د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره خورا ارزښت لري. هغه د ګډونوالو هڅې وستایلې او له هغوي څخه یې وغوښتل چې خپلې زدهکړې د خلکو او ولس د خدمت لپاره وکاروي. ورپسې د انسټیټیوټ اداري چارو مرستیال استاد ایمل صافي وینا وکړه؛ نوموړي فارغ شویو محصلینو ته مبارکي وویله او د لوی ننګرهار طبي اکاډمۍ ژمنتیا یې یاده کړه چې خپلو محصلینو ته عصري، معیاري او اړینې زدهکړې برابرې کړي همدارنګه استاد ایمل صافي فارغانو ته د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه او هغوي یې د دوامداره زدهکړې او عملي تجربې ترلاسه کولو ته وهڅول.غونډه د تصدیقونو په ویش پاي ته ورسیده، او فارغانو ته د د فارمکولوژي ۲ میاشتنۍ برنامې اسناد ورکړل شول.
درنښت
نشراتو امریت