17/08/2026
سور سمندر؛ هغه سمندر چې په شمال کې په دوو لویو خلیجونو وېشل شوی!
ایا پوهېږئ چې د سور سمندر شمالي برخه د نقشې پر سر یوه ډېره جالبه بڼه لري؟ 😮
کله چې د نړۍ نقشه وګورئ، سینا ټاپووزمه د سور سمندر شمالي برخې ته داسې ننوتې چې سمندر یې په دوو لویو خلیجونو وېشلی دی:
🔹 د سویز خلیج — د سینا په لوېدیځ کې دی او شمال ته د سویز ښار پورې رسېږي.
🔹 د عقبه خلیج — د سینا په ختیځ کې پروت دی او شمال ته د اردن او فلسطین تر سیمو پورې غځېدلی دی.
🏜️ په دې توګه، سینا ټاپووزمه د سور سمندر د دوو خلیجونو ترمنځ د یوه طبیعي وېشونکي په څېر ولاړه ده؛ داسې چې پر نقشه یې بڼه له لرې د سمندر د دوو اوږدو مټو په څېر ښکاري.
خو د سور سمندر کیسه همدلته نه ختمېږي! 👇
🌍 په جنوب کې سور سمندر د بابالمندب تنګي له لارې له عدن خلیج سره نښلي، او له هغه ځایه د هند سمندر ته لاره پیدا کوي.
📍 د عقبه خلیج هم ځانګړی موقعیت لري، ځکه د دې خلیج پر شاوخوا مصر، سعودي عربستان، اردن او فلسطین موقعیت لري.
💡 نو په یوه نقشه کې یوازې د اوبو یوه لویه برخه نه وینو؛ بلکې د وچې، سمندرونو، خلیجونو او تنګیو داسې جغرافیایي جوړښت وینو چې د سیمې ستراتیژیک اهمیت یې هم ډېر زیات کړی دی.
ایا مخکې دې پوهېدې چې سینا ټاپووزمه د سور سمندر شمالي برخه په سویز او عقبه دوو مهمو خلیجونو وېشلې ده؟ 👇
#جغرافیه #سینا
پښتو ژباړه: عبدالسمیع شېرزاد